بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
شېخ فاني: لسمه برخه
انګېرنې له څو ورځو وروسته شيخ فاني ته ورغلم، هغه پر شونډو موسکا ځلوله، راته يې وويل: غيرحاضره ستړی مه شې! دا څو ورځې نه وې، ما ته به ناغه راکوې. لږه شېبه مو سره ټوکې تکالې وکړې، راته يې وويل: نن ستا په خوښه کيسه کوم، ووايه چې کومه کيسه درته وکم. ورته مې وويل: شيخ بابا پخوا به په کور کلي کې ځېنې انګېرنې وې، لکه چرک به چې بې وخته اذان وکړ، نو ويل به یې سر يې غوڅ کړئ، چې د خاوند کورنۍ ته يې کوم مصيبت پيدا نه شي، داسې خبرې پخوا ډېرې وې، که کيسه راته وکړې. شيخ فاني لږه شېبه چوپ و، بي
د مرحوم رهبر ارمان
د افغانستان د روحانیت ، سولې او جهاد ستر لارښود ارواښاد فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلا ني له دې فاني دنیا څخه په داسي حالت کي سترګي پټي کړې او رحلت یې وکړ چي د څلورو لسیزو ناخوالو د ختمولو لپاره يې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او د سرتاسري سولې او ارامي په پار یې په ملي او بین المللي کچه د خپل ولس غږ همیشه وچت ساتلی وو، چې د افغانستان ولس یې لاسته راوړنې او هلې ځلې نه هیریدونکي بولي او د ارواښاد تشه نه ډکیدونکي تشه بولي. جناب پیر صاحب د جهاد له بریالیتوب څخه بیا تر اوسه د جګړې په ښکېل
ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ اوهمه برخه
د عمومی اروابوهنې یولسم موضوع: "دژبه تولید، دژبه درک او د ژبه اروا پوهنه": په ادامه. دلته بی ځایه نه ده، چه د موضوع د وضاعت لپاره زموږ د څو محترمو لیکوالانو نظریات په همدی مربوطه ساحه کې، دلته نقل وکړو. مثلأ ښاغلی محترم شریف الله دوست سرواني د ژبې ارواپوهنه په باره کی داسی لیکی: "د ژبې ارواپوهنه د یوه نوي علم نوم دی او د دوو علومو(ارواپوهني او ژبپوهنې) له یوځای کېدو څخه رامنځته سوې دی ، دا علوم په ښوونه او روزنه کي خورا ګټور او بنسټیز ځای لري خو چي پر ځای او سم وکارول سي