هغه ويل: ((زه پوهېدم، چې د دغې جګړې پايله د هغې په ګټه ده، ځکه چې زه تش لاسى وم او هغه په ښو وسلو سمباله وه؛ د وريځو لينده او د بڼو غشي يې درلودل؛ د نظر بمونو او د خندا تندرونو يې د زړونو ماڼۍ لړزولې، د شونډو سکروټو يې وريتول کول او د مخ (شعاع ) خو يې د اوسپنو زړونه هم اوبه کولى شول....
((ما نه غوښتل، چې له هغې سره د سترګو جنګ وکړم، خو لېوني زړه مې د امېدونو لښکر د هغې پر لوري قومنده کړ. غوښتل يې د هغې د زړه سيمه ونيسي او زما د مينې له پاره په کې جونګړه جوړه کړي، خو له بده مرغه چې لښکر له سختې ماتې سره مخامخ شو....
((د زړه په پاچاهۍ مې غمونو او دردونو بريد وکړ. نږدې وه، چې د زړه پاچاهي مې ورانه کړي، خو د وژل شويو سربازانو (اميدونو) زامن، چې ارمانونه نومېدل، راپورته شول د اسوېليو او اهونو پر وسلې يې پاچاهي له ورانېدو څخه وژغورله، خو جګړه لا لکه د افغانانو خپل منځي جګړه له بې ساري تاوانه ډکه روانه وه. بې شماره امېدونه مې لکه د ګلاب ګلونه ورژېدل. د زړه ماڼۍ مې لکه زلزلې وهلى دېوال ودرځېده او د ګرېوان تڼۍ مې د لېونتوب داړه مارانو چورکړې....
((د جګړې ټول تاوانونه زما پر برخه وو؛ د هغې يوه ذره زيان هم و نه شو؛ مازې څو جنګي اسيران ترې پاتې دي، چې د بشري حقوقو تر بريده يې هم ښه ساتم؛ د زړه غوښې او وينې د ډوډۍ او اوبو پر ځاى ورکوم، خو جګړه هغه وخت پاى ته ورسېدله، چې هغې د خپلې کوژدې پر دسمال د جنګ بندۍ غږ پورته کړو. په غږ کې يې د بنديانو غوښتنه هم نغښتې وه. اوس زه نه پوهېږم، چې بنديان يې ور وسپارم او که نه؟....
((له هغې سره زما يو بندي هم نه شته، چې پر دغو بنديانو يې تبادله کړم؛ ما ته د هغې زړه ښه معلوم دى، خو که د هغې اسيران هم ور و نه سپارم، نو د زړه خونه مې داسې درځېدلې، چې په پوکي يې هم د نړېدلو امکان شته؛ هسې نه چې دغه خونه ولوېږي او خداى مه کړه د هغې اسيران يادونه په کې ژوبل شي.))
دا وه د هغه د ناکامې مينې کيسه چې هغه ماته او ما تاسې ته وکړه.