پنځلسمه برخه - انګلستان - نومبر - ۲۰۱۷

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړی چه د خپلې کورنۍ د غړو، دوستانو، او ملګرو سره روغ، جوړ، خوښحاله، او په ورځني نېکو کارو کې کامیاب وی. زه غواړم د اصل مطلب څخه مخکې یوه ریښتیانۍ کیسه درته وړاندې کړم. کیسه په لاندي ډول سره ده :
په ۱۹۸۷ مېلادی کال کې د پېښور د پوهنتون یو استاد دلته انګلستان ته د PhD د پاره راغلی و، او ما هم په همغه کال خپلې PhD ته شروع کړی وه. زما سره زما اولادونه هم و، او زما ملګری یوازې و. بعضې وختونه به زما ملګری له ما سره کورته تللو، او دواړو به وطنی کیسې کولې، او د مسافرۍ وخت به مو په خوښحالۍ سره تېراوه. د هغو ۲ خبرې هیڅکله هم زما نه هېرېږی او هر وخت زما په یاد دي، او هغه ۲ خبرې دادي:
لومړی خبره: د هغې یو بل ملګری هم و چه هغه به هر وخت ده ته ویل چه ”ولې زما سره کورته نه ځې؟ زما مېرمن خو له تا څخه پرده نکوی! “. هغې به په ځواب کې ورته ویل چه که د ستا مېرمن له ما څخه پرده نکوی، زه له هغې څخه پرده کوم، او له هغو سره به د هغه کورته نه تللو.
دوهمه خبره: ما او هغه نیږدې ۴ کاله په یوه پوهنتون کې درس وایه. کله به چه ما هغه ولیده، نو ما به په لوړ آواز ورته وویل چه السلام علیکم! فلانیه! څنګه یې؟ هغې به هر وخت په ځواب کې راته ویل چه، وعلیکم والسلام! خپل حال وایه؟ یعنې ما په دغه ۴ کالو کې بل شانته ځواب د هغې له خولې وانه ورېده. هر وخت به یې راته ویل چه خپل حال وایه؟
زه غواړم چه د هغه په دواړو خبرو دلته تبصره وکړم. د هغې اوله خبره چه که د ستا ښځه له ما څخه پرده نکوي، زه د هغې څخه پرده کوم، ډېره د اهمیت وړ ده. د هر سړی باطن او ظاهر، لومړی الله(ج) ته او بیا پخپله همغه سړی ته ښه معلوم دی. نو ګرانه او د قدر وړ لوستونکیه! ووایاست چه په کومه اندازه مونږه او تاسې دغې نقطې ته اهمیت ورکړیدی؟ آیا په رېښتیا سره مونږه او تاسې د نورو خلکو له مېرمنو، لورانو، او خورانو څخه پرده کړېده؟ څو وارې، چه نامحرمې ښځې لاس را اوږد کړی، مونږه او تاسې لاس ندی ورکړی؟ دا منم چه ځنې وروڼه به خپلې مېرمنې پټې او په پرده کې ساتي، چه دا بېشکه ډېر ښه کار دی، او الله(ج) د نور هم په نېکۍ توفیق ورکړي، اما څومره مونږه او تاسې د بل چا ښځو او لورانو ته ندي کتلي؟ پرده کول باید له دواړو طرفو څخه مراعات شي. لطفاً د ودونو او شیرین خوریو ورځې او شپې په هوټلو کې در په یاد کړی؟ البته، زه له تاسې ټولو څخه مخکې دغه سوالونه او پوښتنې له خپل ځان، له خپل اولاد او د خپلې کورنۍ د ټولو غړو څخه کوم. اوس راځم د زما د ملګری دوهمې خبرې ته، چه خپل حال وایه؟
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! خپل ځانونه به نه غولوو، د ما په شمول به په ډېر صداقت سره دغې لاندې نقطو ته ځواب وایو، او خپلو ځانو ته به نمرې ورکوو او نتیجه به له خپله ځانه سره پټه ساتو.
آیا په ریښتیا سره مو په دغه حصه کې ښه په غور سره فکر کړی چه کله چه ان شاءالله د الله(ج) حضور ته حاضر شو، له مونږه او تاسې نه به د خپلو اعمالو پوښتنه کېږی؟ بې له شکه، له مونږه او تاسې څخه به دا پوښتنه کېږی، چه مونږه او تاسې پخپله په ژوند کې څه کړي؟ یعنې خپل حال به وایو! هیڅوک هم د پلار، مور، ورور، او خور په نېکو اعمالو ځان نشي خلاصولی. له هرچا څخه به دده د خپلو اعمالو پوښتنه کېږی. په اوسني وخت کې که چاته ووایې، چه ولې دغه خراب کار کوې؟ د هغې ژر ځواب همدا دی چه ټول یې کوي! حتی د غټو او مشهورو عالمانو نمونه به هم درته ‌واخلي، چه هغه یې هم کوي. اې ګرانه لوستونکیه! په دغه خبرو او بهانو د الله(ج) څخه خپل ځانونه نشو خلاصولای. که چاته ووایې، رشوت مه خوره، د هغي ځواب همدا دی چه ټول یې خوري. که چاته ووایې چه دغه حرام کار مکوه؟ ځواب همغه یو ځواب دی، چه ټول یې کوی. که چاته ووایې چه ګرانه وروره او قدرمنې خورې دغه پټ تور کار مکوه؟ ځواب همغه یو ځواب دی، چه ټول یې کوي. اما، که چېرې چاته ووایې چه فرضی حج ته ولاړ شه! نو بیا به داسې ونه وایي، چه ښه وروره ان شاءالله ځم، ځکه چه ټول ښه مسلمان خلک ځي. نه داسې به ونه وایي، سمدلاسه به بیا له خپل ځانه مفتي درته جوړ کړي ا‌و وایی به چه زه د حج روپۍ غریبانو ته لېږم. نه، داسې نده، هغه څوک چه له خپل ځان سره کمک نکوی، هغه به له بل هېچا سره په هیڅ ډول کمک ونکړي، که هغه غریب وی او که هغه بل څوک وی.
راځۍ، اوس هم ناوخته ندی او د الله(ج) سره یو ځل بیا کلک تعهد وکړو، چه ان شاءالله له نن څخه به له دغو لاندې کارونو څخه ځانونه پاک ساتو:
۱- په هېچا به ظلم نکوو، او هم به هېڅکله د ظالم طرفداري او ملګرتیا نکوو،
۲- هېچا ته به اجازه نه ورکوو چه په مونږه او تاسې ظلم وکړي، او تر خپل وسه پورې به د ظالم مخه نیسو.
۳- له چا څخه به ځان پورته نه ګڼو، کبر به نه کوو، او د کبرجنو خلکو به مخنیوی کوو.
۴- د چا حق به نه خورو، او نه به خپل حق چا ته پرېږدو.
۵- د چا ملکیت به نه غصب کوو، او له غاصبینو څخه به کرکه کوو، او د هغې مخه به په ګډه نیسو.
۶- نه به رشوت اخلو، نه به رشوت ورکوو، او د رشوت د مینځه وړلو د پاره به همېشه هلې ځلې کوو.
۷- هیڅ نوع تعصب به نکوو، او هغه څوک چه هر نوع تعصب کوي، د هغه به په کلکه مخه نیسو، اما، څوک به په دروغو په تعصب نه متهم کوو.
۸- خیانت به لومړی ښه پېژنو، او بیا به خیانت نکوو، او د خاین ملګرتیا به نکوو، او د خاین به مخه نیسو.
۹- په چا به سیاسي تهمت او نور تهمتونه نه لګوو. د تهمت ویونکي به کلکه مخه نیسو.
۱۰- تور کار به نکوو، او نه به بل څوک ورته تشویق کوو. کوښښ به کوو چه له تور کار څخه ځانونه لرې وساتو.
۱۱- غیبت به نکوو، غیبت به نه اورو، او د غیبت کونکي مخنیوی به کوو.
۱۲- دروغ به نه وایو، او له دروغجن سړى سره به ملګرتیا نکوو.
۱۳- شراب به نه څکو، او له شراب خور څخه به ځان او کورنۍ لرې ساتو.
۱۴- بې ناموسي به نکوو، او له بې ناموسه به ځان او کورنۍ ډېره لرې ساتو.
۱۵- حرام رزق به نه پخپله خورو، او نه به یې په خپله کورنۍ او خپلو دوستانو خورو.
۱۶- د اشغالګر سره به هیڅ نوعه مرسته نکوو. خپل ملک به ان شاءالله له هر ډول اشغال څخه خلاصوو.
۱۷- د چا سره به ناحقه کینه او حسد نکوو.
۱۸- له چا سره به دوکه او چل نکوو.
۱۹- له چا سره به وعده خلافي نکوو.
۲۰- له چا سره به د هغه د ژبې، قوم، او سمت په خاطر کرکه نکوو.
۲۱- له ملګري سره به هېڅ وخت بې وفایی نکوو.
۲۲- له ټولو منکراتو څخه به ځان ساتو.
۲۳- له بې فایدې بحثونو او بنډارو څخه به ځانونه ساتو.
۲۴- سود به نه خورو، او د سود په حصه کې به په هېڅ کار او معامله کې برخه نه اخلو.
۲۵- … او داسې نور بیا.
دغه باید ټولو ته واضح وي چه الله(ج) به له مونږه او تاسې ټولو څخه په آخرت کې پوښتنه کوي چه:
۱- ولې تاسې له حقه دفاع ونکړه؟
۲- ولې تاسې د ظالم مخه ونه نیوله؟۳- ولې تاسې حقیقي اسلامي حکومت جوړ نکړ؟
۴- ولې تاسې د ملک په مسٔلو کې صحیح قضاوت ونکړ؟
۵- ولې تاسې په خپل ملت رحم ونکړ؟
۶- ولې تاسې د ظالم په صف کې ودرېدی؟
۷- ولې تاسې تعصب ته لمن ووهله؟
۸- ولې تاسې دغه ملت ټوټې، ټوټې کړ؟
۹- ولې تاسې دغه غیرتمند قوم هرچا ته محتاج کړ؟
۱۰- ولې تاسې د دغه غیرتي ملک خلک هره ورځ په یوه نامه او بل نامه مړه کړل؟
۱۱- ولې د اسلام په رڼا کې د الله(ج) په نزد د قبولې او باعزته صلحې مخنیوی کوۍ؟
۱۲- ولې یوازې د خپل ځان د ناحقه قدرت رسېدو په خاطر ټول ملت قرباني کوۍ؟
۱۳- ولې له الله(ج) څخه نه ډارېږۍ؟
۱۴- ولې د خپلو دنیوي ګټو په خاطر اسلامی او ملي ګټې تر پښو لاندې کوۍ؟
۱۵- ولې بې اتفاقۍ ته لمن وهۍ؟
۱۶- ولې په پاک لمنو ښځو ناحقه تورونه لګوۍ؟
۱۶- ولې خپل مرګ هېروۍ؟
۱۷- ولې قناعت نکوۍ؟
۱۸- ولې کار اهل د کار ته نه سپارۍ؟
۱۹- ولې انصاف نکوۍ؟
۲۰- ولې له ځنو غارونو څخه په وار وار چیچل کېږي؟
۲۱- ولې عادل، پوه، زیرک، بادرده، قاطع، با انصافه، هوښیار، زړور، باغیرته، خپلواک، مشران نه ټاکۍ؟
نور بیا.

په آخر کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربارته پورته کوم او سوال کوم چه په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه راشي چه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وی. آمین یارب العالمین.
په ډېره عاجزۍ او درناوۍ. وسلام علیکم و رحمته الله و برکاته. عبدالله وردک
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com