د حالاتو په څیړلو سره داسی ښکاری چی د کابل واکمنان هیڅکله دسولی او امنیت غوښتونکی نه دی ، دوی یوازی د سولی او ثبات د شعارونو په ورکولو سره هڅه کوي ، خلک او نړیوال دوکه کړي.
په افغانستان کی د وینو لښتی بهیږی ،هره ورځ په سلګونو ککرۍ خاوری کیږی، هره ورځ په سلګونو کورونه او کلی ورانیږی. د هیواد د هری برخی څخه د ژړا او انګولا غږونه راځی . خلک در پدر خاوری په سر دی . خو د کابل واکمنان د خپلو امتیازاتو او شتمنیو په ساتلوسره په لوټماریو بوخت دی. دلته محدود شمیر کسان د خلکو او وطن په برخلیک لوبی کوي .
پخوانی اولس مشر به تقریبا هره ورځ د سولی خبری کولی خو کله چی داسی نښی به رامنځته شوې چی د سولی بهیر پیل شی بیا به همدا د کابل اداره وه ، چی مخالفت به یی ورسره کاوه. او هغه بهیر به یی په راز راز تاکتیکونو سره شنډ کاوه.
د کابل اوسنی اداره هم د پخوانی اداری په پلونو ګامونه ږدی. دا اداره یوازی د خلکو د دوکی د پاره کله وار سولی غږ پورته کوي خو د جګړی د اصلی عواملو د له منځه وړلو د پاره کوم اقدام نه کوي.
د کابل اداره د سولی د پاره د ستراتیژی خبره کوی خو دا نه شی کولی چی دا ستراتیژی دخلکو په واک کی ورکړی دا ځه چی په هغه کی داسی څه نه شته چی د سولی په لاره کی ددی ادارې رښتینوالی ثابت کړي.
په افغانستان کی جګره ، ناامنی او بی ثباتی دوه مهم عوامل لری:
1. لومړی بهرنی عوامل دی ،
2. دوهم : کورنی عوامل
د جګړی بهرنی عوامل عبارت دی له : د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړی توګه د ایران او پاکستان بی شرمانه مداخلې او تیري.
باید ووایو چی ګاونډی هیوادونه د افغانستان په وړاندی ستراتیژیک د اوږدی مودی د پاره ناوړه موخی لری. د پاکستان موخی عبارت دی له:
1. د افغانستان په نوم د کوم هیواد د له منځه وړل ،
2. کمزوری او مزدور دولت ،
3. د ډیورینډ کرښې په رسمیت پیژندل
د ایران دولت موخې :
1. په سیمه کی د یوی امپراتوری رامنځته کول ،چی په هغه کی افغانستان ، د منځنی اسیا یو شمیر جمهوریتونه شامل وي.
2. په کابل کی ایران پلوه اداری حاکمیت
3. د افغانستان اوبو او طبعی منابعو لوټ
همدا پورتنی اهداف دی چی پورتنی ذکر شوی هیوادونه په افغانستان کی د مداخلی اوتیری ستراتیژی مخته بیایی . باید ووایو چی نوموړی دولتونه دوی په افغانستان کی د خپل نفوذ د زیاتولو د پاره د ناوړي سیالی څخه کار اخلي.
دا دواړه دولتونه په یوه ټکی کی سره شریک دی هغه دا چی دوی دواړه غواړي د افغانستان دولت کمزوری ، تجزیه او یا نابود کړي او ددی هدف د پلی کولو د پاره ورته پروګرامونه مخته بیایی.
د دوی په نزد ، د دوی د ستراتیژیکو موخو د عملی کیدو په لاره کی ستر خنډ په افغانستان کی پښتون اولس دی. دا ځکه چی دا اولس په هیواد کی اکثریت اولس دی او دا اولس د هیواد په دفاع کی ټاکونکی رول لري.
نو ځکه دوی غواړي چی په افغانستان کی پښتانه کمزوري کړي دا ځکه چی پښتانه د افغانستان په شته والی کی د ملاتیر حیثیت لري. که د ملاتیر کمزوری او یا مات شی په هغه صورت کی وجود له منځه ځی. همدا خبره ده چی د دواړو هیوادونو د تخریبی عملیاتو اصلی ټکی پښتانه په افغانستان کی تشکیلوي.د پښتنو په سیمو کی د جګړو تمرکز کول ، په پښتنو سیمو کی د معارف مخنیوی ، په پښتنو سیمو کی د انکشافی پروګرامونو په مخ کی خنډونو رامنځته کول، د خپلو کورونو ، مینو او جایدادونو څخه د پښتنو شړل ، په سیاسی او ټولنیزه توګه د پښتنو د رښتینی مشرتوب له منځه وړل او داسی نور هغه تاکتیکونه دی چی ایران او پاکستان یی د پښتنو په وړاندی مخته بیایی.
له بده مرغه نور ګاونډی او بهرنی هیوادونه هم په پورتنی ستراتیژی کی د ایران او پاکستان او ددی هیوادونو له خوا د مزدورو ډلو سره همکاری کوي. تقریبا په ټول افغانستان کی د جګړی د دواړو اړخونو له خوا د پښتنو ټولوژنه روانه ده.
د جګړی په کورنیو عواملو کی اصلا د فاسدو او مزدورو کړیو په لاسونو کی د واک تمرکز دی . دا کړی هڅه کوی چی قومی ، ژبنی او سمتی دښمنی رامنځته کړي او له دی لاری خپل ناوړه واک تر ډیری مودی وغزوي. په افغانستان کی دموکراسی او ټولټاکنی تش په نامه دي. دلته هغه څوک واک ته رسیږی چی د دی فاسدو کړیو ملاتړ ورسره وي.
همدا خبره ده چی د افغانستان بشپړ اکثریت خلک ددی اداری مخالف دی او غواړی د قانونی لارو او چارو څخه په استفادی یو په دموکراسی اوعدالت ولاړ نظام رامنځته کړي. خو مزدوری کړۍ په ډیر مهارت سره د هغو کسانو او ډلو چی د رښتینی سولی او عدالت د ټینګښت له پاره کار کوي مخنیوی کوي.
د کابل اداری د فاسدو کړیو په لاس کی ده ، دلته هر ډول د فساد په ضد د مبارزی شعارونه د خلکو د دوکی د پاره ورکول کیږی . دلته واک او اداره د ځانګړو ډلو په لاسونو کی انحصار شوی ده هیڅکله ملی او وطنپال کسان نه شی کولی چی په دی اداره کی نفوذ وکړي.
دا کړۍ په عمده توګه لاندی موخی مخته بیایی:
1. په افغانستان کی د سیاسی ، اداری او اقتصادی واک انحصار
2. د پخوا په شان خپلو لوټماریو ته دوام
3. د دوی شتمنیو او قدرت ته د هر ډول ګواښ د شتون مخنیوي
ددی اداری څخه د عمومی نارضایتی شته والی ددی سبب شوی دی چی خلک ددی څخه واټن ونیسی او بلاخره دا خلک د ایران او پنجاپي پټو شبکو د لاس الی په توګه د افغانستان په ضد استعمال کیږي.
د بهرنیو مداخلو او تیریو په اړخ کی ، د جګړو او نا امنی اصلی سبب د کابل غیر ملي په اداری فساد ککړه اداره ده.
د بهرنیو مداخلو په بندیدو سره سره بیا هم به په دی هیواد کی جګړه روانه وي او بی ثباتی به موجوده وي دا خکه چی د جګړی داخلی ستر عامل په خپله موجوده فاسده اداره ده چی په کی فاسدې متعصبی ډلی واکمنی دی.
نږدی لس کاله کیږی چی د کابل ادارې په مختلفو نومونو او عنوانونو سره د سولې د را منځته کولو په نامه د خلکو او نړیوالو د دوکه کولو د پاره مختلف جوږښتونه او یا د ارګ له خوا انتسابی شوراګانی جوړې کړي دی ، چی په تیرو لسو کلونو کی یی یو ویښته ګټورتیا هم دخلکو د پاره ثابته شوی نه ده. خو زیان یی رامنځته کړي دی.
ددی جوړښتونو د جوړیدو د لومړیو شیبو څخه ښکاریده چی د کابل حاکمان د سولی بهیر ته صادق او رښتینی نه دی دوی له دی لاری په عمده توګه دوه موخی مخته بیایی:
لومړی: ددی جوړښتونو په رامنځته کولو سره واکمنو ډلو غواړي چی خلک په دی دوکه کړی چی ګواکی دوی د سولې غوښتونکی دی او دوی غواړي چی دا سوله د خبرو او روغی جوړې له لارې تر لاسه کړي.
دوهم : حاکمه ډلو غوښتل چی یو شمیر کسانو د پاره ددی لاری مادی امتیازات برابر کړی او په دی ډول هغوی په دی راضی وساتی چی دوی د هیواد په سیاست کی ټاکونکی رول لري.
نږدی یوه لسیزه پوره شوی ده ایا داسی ډله او تنظیم به موجود وي چی د ارګ له خوا د رامنځته شوو جوړښتونو له لاری د جګړو څخه لاس اخیستی وي؟
که چیری ددی شوراګانو غړي واقعا اولس او وطن ته ژمن وای:
1. لومړی به دوی د هر ډول مادی امتیاز د اخیستلو څخه ډډه کړي وای .
2. د وطن او خلکو د چوپړ د پاره به یی په رښتینی مانا سره د جګړو او نا ارامیو د علتونو په موندلو سره، د هغه علتونو د لیری کولو د پاره به یی اقدام کړی وای.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د دولت له خوا د سولی په نوم د ادارو او جوړښتونو رامنځته کولو سره ، بیا هم په هیواد کی حتی په یوه ولسوالی کی هم سوله او امنیت نه دی رامنځته شوی او نه د جګړی اور کم شوی او ثبات راغلی دی .
ددی له پاره چی د کابل واکمنان د ځانونو د پاره د اوړو پوزه جوړه کړی د ګلبدین حکمتیار راتلل یی د تش په نامه د سولی د جوړښتونو فعالیتونو ته منسوب کړ ، خو ټول خلک په دی خبر دی چی حکمتیار ددی جوړښتونو له لاری د سولی بهیر سره یو ځای شوی نه دی .
دا ښکاره ده چی په خپله واکمنی کړۍ او د سولی په نامه جوړ شوی جوړښتونه هیڅکله د سولی او ثبات د راوستلو په لاره کی رښتینی نه دي.
داځکه چی دا د تش په نامه د سولې د رامنځته کیدو د پاره جوړښتونه ددی له پاره نه دی جوړ شوي چی د سولی او امنیت د ټینګښت له پاره کار وکړي بلکی ددی جوړښتونو اصلی غړی زیاتره یی د پخوانیو تنظیمونو چی د هیواد په جګړو کی برخه درلوده ، غړي دی. دا تنظیمونه په دی ښه پوهیږی چی که چیری په افغانستان کی سراسری عادلانه سوله رامنځته شی په هغه صورت کی ناممکنه ده چی دوی په واک کی پاتی شی. جګړې دوی په واک کی ساتلی دی نو له دی امله باید جګړه دوام ومومي.
که چیری د سولی په هکله خپره شوي اسناد وکتل شی په هغه دا په ډاګه کیږی چی باید مخالفین د ځانګړی تنظیم او یا د هغه د متحدینو واکمنی ومنی. ددی اسنادو څخه ښکاره کیږی چی باید مخالفین د موجوده اداری ( چی ټاکلی تنظیم او د هغه متحدین یی واګې په لاس کی لري) واکمنی ومني.
همدا خبره ده چی د افغانستان خلک د دولت له خوا د سولی په هکله په خبرو او یا ویناو باندی ملنډې وهي او دا په ډاګه کوي چی دا هم د یو شمیر کسانو او ډلو د پاره د لوټماری یو مرکز ګرځیدلی دی:.
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د تش په نامه د سولی د رامنځته کولو د پاره د جوړښتونو د اکمال د پاره په سلګونو میلیونو امریکایی دالرلګیدلی دی او یا لګیږی چی زیاتره هیوادوال دا ادعا کوی چی په سلګونو میلیونه ډالر د اداری فساد د شتون له امله ، د اشخاصو او افرادو جیبونو ته لویدلی دی . خو د هغی د کار نتیجه غټ صفر دی.
همدا خبره ده چی:
1. د افغانستان خلک غواړی چی د تش په نامه سولې د پاره د رامنځته شوو جوړښتونو د چارواکو او کارکونکو سره دقیق احتساب وشی او د یوه یوه دالر او یا روپی ترې پوښتنه وشی .
2. یوه فوق العاده محکمه د دی جوړښتونو د فعالیتونو د څیړلو د پاره وګومارل شی.
3. دا جوړښتونه په بشپړه توګه منحل شی
4. د سولی د پاره یو بل د افغانستان ټولو خلکو د منلو وړ میکانیزم رامنځته شی.
5. د سولی میکانیزم باید د تنظیمی کسانو له منګولو او انحصار څخه وایستل شی.
دا ښکاره خبره ده چی تر اوسه د کابل اداره په افغانستان کی د سولی او امنیت د تامین په لاره کی رښتینی نه دی. دلته یوازی د خلکو او نړیوالو د دوکه کولو او د ځینی کسانو د جیبونو د ډکولو د پاره داسی بیکاره میکانیزمونه رامنځته کیږی.
افغانستان خلک سولی ته اړتیا لری او د هیواد کلتور او رواجونه د سولی د میکانیزم د رامنځته کولو د پاره لازمی لاری او چاری په ګوته کوي. خو د کابل د اداری مشر ان تل هڅه کوی چی یوازی او یوازی د تیرایستنی میکانیزم عملی کړي.
که څه د سولی په مشورتی لویه جرګه کی د خلکو په ویناو او وړاندیزونو کی یو شمیر داسی ټکیو وجود درلود چی د هغه په عملی کولو سره د افغانستان خلک سولی ته نږدی کیدلی شول. خو د کابل واکمنی ادارې په همغو لومړیو شیبو کی د خلکو نظریات د پامه وغورځول او د واکمنو لوټمارو کړیو ګټو ته اهمیت ورکړل شو.
دا یو واقعیت دی چی د افغانستان د دولت د مخالفینو سره د خبرو له لاری سوله نه غواړی . دا دولت داسی سوله غواړی چی د واکمنو کړیو قدرت او امتیازاتو ته زیان ونه رسوي. د افغانستان تاریخ دا په ډاګه کوي چی دولتی واکمنی کړۍ هیڅکله ملی ګټو ته ژمنې نه وې او نه به وي.
ددی هیواد مالکان د افغانستان خلک دی . د افغانستان خلکو په تاریخ د هیواد د برخلیک په ټاکلو کی بی توپیره پاتی شوی نه دی دوی په خپل وخت لازم تصمیمونه ، د مختلفو میکانیزمونو په رامنځته کولو سره نیولی دی.
سولی د رامنځته کولو میکانیزم باید په دقیقه توګه وسنجول شی او په دی کی باید قومی مشرانو ، دینی علماو ، سیاستوالو او ټولنپوهانو یو اغیزمن میکانیزم په هکله وړاندیز وکړي او وروسته دا میکانیزم په لویه عنعنوی جرګه کی تصویب کړل شی:
دا کمیسیون باید د اختلاف ټول عوامل په ډاګه کړي لکه :
1. په هیواد کی د بهرنیو ځواکونو شته والی
2. د یوه ځانګړی تنظیم او یا اتحاد واکمنی
3. توکمیز لوړتیا او محرومتیا
4. بیکاري او فقر
5. اداری فساد
6. بیسوادی
7. عامه پوهاوی نشتوالی
د پورتینو د اختلاف وړ ټکو د اوارولو د لوی عنعنوی جرګی له لاری د پاره داسی میکانیزم را منځته کړل شی چی وکولی شی د اختلاف وړ ټکی له منځه ولاړ شی .
1. په دی میکانیزم کی باید ملی لوړو ګټو ته اهمیت ورکړل شی.
2. سیاسی ډلی او تنظیمونه باید دلته کومه اغیزه ونلری.
3. په نوی میکانیزم کی باید پخوانیو چارواکو او کارکونکو ته باید ځای ورنکړل شی.
4. د دی جوړښت فعالیتونه باید ښکاره او دا باید خلکو ته منظم راپور ورکړي
په دی کی شک نه شته چی اوسنی د تش د سولی په نامه جوړښتونه ، دولتی او تنظیمی دی چی د هیواد د ټولو خلکو د پاره د باور وړ نه دي.دا جوړښتونه یوه موخه لری هغه د اړوندو تنظیمونو او یا ډلګیو د واکمنی ټینګول دی . ددی حقیقت پټول د خلکو د سترګو ناممکن دی . همدا خبره ده چی د خلکو په نظر د سولی په نامه اوسنی اوتې بوتی کوم ځای نه نیسی.
د پورتنیو حقیقتونو ته په اشاری سره کیدای شی هغه مهال په افغانستان کی سوله او امنیت راشی چی :
1. د هیواد په چارو کې ګاونډیو او بهرنیو هیوادنو هر راز مداخلی او لاسوهنی بندی شی
2. اوسنی فاسده او په تعصب ککړه اداره ، خپل ځای یوی نوی ملی دموکراتیکی اداری ته چی اداری فساد په کی نه وي او د هیواد پرمختګ ته لاره اواره کړي ، پریږدي.
په افغانستان کی سوله او امنیت راتلونکی دی ، خو د اوسنیو واکمنو کړیو په شتون کی د سولی او امنیت راوستل ناممکن دی خلک اړ دی چی لومړی دا کړۍ د واک څخه ګوښه کړي او د هیواد په د ننه کی د ځواکمن ملی دولت په رامنځته کولو سره د پنجاپی استعمار او ایرانی لوړتیا او پراختیا غوښتونکو د مداخلی او تیری پلانونه شنډ کړي.
اوس دا په اولسمشر پوری اړه لری چی د اولس دریز خپلوي او که د فاسدو متعصبو کړیو د ګټو ساتلو د پاره د پخوا په شان د سولی په لاره کی خنډ کیږی.
باید ووایو چی په سیاست کی اولس ټاکونکی او دایمي رول لری ، کړۍ او ډلی موقتی او ړنګیدونکی دي.
د پورتنیو ټکو په څرګندولو سره دی ټکی ته رسیږو چی د سولی په نامه اوسنی جوړښتونه او میکانیزمونه بی ګټې ، بیکاره او زیانونکی دي چی د اولس او نړیوالو تیرایستلو د پاره رامنځته شوی دی.