د نجيب نايل لخوا خپرې شوې لیکنې
د رواغجنې رسنۍ
د افغانستان رسنۍ هم د نورو ډېرو شتو په څېر له نورې نړۍ سره توپېر لري، په نوره نړۍ كۍ رسنۍ دا وس نه لري چې د يوې اداكارې تصوير د هغې له هوكړې پرته خپور كړي او يا دې يوه رسنۍ د يوې ادارې يا يو شخص په اړه داسې خبر خپور كړي چې د شخص او يا هم د ادارې د بدنامولو په موخه وي، دغسې كړنې كه ترسره شوي هم وي، نو همداسې پټې نه دي پاتې شوي، بلكې سر يې تر محكمو رسېدلى.همدې ګواښ په بهرنۍ نړۍ كې رسنۍ د لوړ ارزښت او معيار تر پولې رسولي، كه خبره رالنډه كړو، نو نړيوال له افغانستانه خپرېدونكيو
څنګه کولاى شئ چې ښه انځور واخلئ؟
نږدې شئ:د انځوريز ژورناليزم د ډګر پوه رابرټ کاپاکار وايي: ((که چېرې ستاسې انځور ښه نه وي، تاسې ورته نږدې شوي نه يئ.)) هماغه عمل او صحنې ته ننوځئ چې تاسې يې انځوراخيستنه کوئ. له زړه نازړه انځوراخيستنې څخه ځان وساتئ چې تاسې يې له وېرې له لېرې څخه انځور اخلئ. که چېرې ستاسې د څيزونو، عملونو او نورو د رانږدې کولو اسانتيا ولري، نو بيا چې څه غواړئ انځور يې واخلئ او رانږدې يې کړئ چې دغه کار يوه ستره اسانتيا رامنځته کوي.د انځوراخيستنې شېبې:
محمد آصف شينوارى، د کره معلوماتو تر لاسه کوونکى ژورنالېست
د کره معلوماتو تر لاسه کوونکى ژورنالېست ښاغلى محمد آصف شينوارى دى، نوموړى د محمد يونس زوى دى چې پر ١٣٤٩ لېږديز لمريز کال په خپل آر وطن د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولي د ((درس)) کلي د ملک محمداجان په کورنۍ کې زېږېدلاى دى او د شاوخوا پينځه ويشتو کلونو راهيسې د جلال آباد ښار د دويمې ناحيې د انګورباغ د سيمې په يوه کرايي کور کې شپې سبا کوي.شينواري صاحب تر شپږم ټولګي پورې زده کړې د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې سرته رسولې دي، وروسته د جلال آباد ښار په عبدالوکيل ښوونځي کې شام
په اوسنيو حالاتو کې د رسنيو رول
رسنۍ پر هر پړاو او ټولنه ژور اغېز لري، کله چې رسنۍ په مسلکي توګه او دخلکو ارادو ته پام عمل کوي، خپل ولس او ټولنه سمې لارې ته رهبري کوي، خو کله چې د دې پر عکس کار کوي، نو پايله يې هم سرچپه وي.د طالبانو د امارت تر نسکورېدو وروسته په هېواد (په ځانګړې توګه په کابل کې) رسنيو ته د خدمت لوى چانس ور په برخه شو، په دغه موده کې که څه هم د کميت له مې رسنيو وده وکړه، خو د مسلکي کسانو د نشتوالي او د رسنيو رسالت ته د نه پاملرنې له امله يې کيفيت خوندور نه ؤ.که څه هم رسنۍ د روان بهير تر اغې
مطبوعات د دولت په چوپړ کې...
په کونړ کې مطبوعات د چارواکو تر اغېز لاندې دي، د ولسواکۍ بنسټيزو آرونو ته پاملرنه نه کېږي، د بيان آزادي پخپله د ژورناليستانو لخوا تروړل کېږي، د ازادو خبري رسنيو مسوولين بايد له خپلو ګمارل شويو ژورناليستانو څخه تضمين واخلي تر څو په دولتي ادارو کې دندې ترسره نکړي او که د ژورناليستانو ژوند له دواړو لوريو خړوبېږي، نو بيا خو به د بيان ازادي خامخا د چارواکو په زنځيرونو تړلې وي. دا داسې يو ځوان د خولې راوتلې نيوکې او ګيلې وې چې په ازادو خبري رسنيو يې کولې او وحيدالله ((حميد)
لكه خوبونه چې اوبه يوسي...
(لكه خوبونه چې اوبه يوسي...) نو د دې روان دور څپو چې كوم خوبونه په مخه كړي، هغه رښتيا هم هېڅ رښتيا نه شو او همداسې بې تعبيره خړو لاندې کړل او او د همغو اوبو وړو خوبونو سره دا ولس داسې بې لاسو، بې پښو شو چې اوس ورته هرڅه پردي او بې باوره ښکاري.پورته خبرې ته په پام د دې هېواد هېڅ خواخوږي هم پر خپل تندي د باور کرښې پرېنښودې چې دا مات و ګوډ اولس ورته سترګې واړوي او چې و، نو هغه همدا ژورناليست او اديب و، د اديب په اړه خو مو ولوستل چې څنګه له خپل دريځه واوښت او څنګه د دربا
ميرويس رحيمي، انځوريز ژورنالېزم ته ژمن ژورنالېست
خپل مسلک ته ژمن د ښکلې ځوانۍ، ښو اخلاقو او د هغه د چا خبره د ښه ټيپ و ټاپ څښتن ښاغلى ميرويس رحيمي يادوم. ميرويس رحيمي چې د رحيمي تخلص يا دويم نامه تر څنګ د وردګ يو همغاړى نوم هم ږدي، د الحاج عبدالمنان وردګ زوى دى چې د 1357 لمريز کال د زمري د مياشتې پر اته ويشتمې نېټې د افغانستان په پلازمېنه، زړه او شاهي ښار (کابل) کې زېږېدلاى دى. نوموړى د وردګ ولايت د جغتو د سيمې اصلي اوسېدونکى دى، په قوم خرم خېل دى او اوسمهال د ننګرهار ولايت مرکز د جلال آباد ښار په دويمه ناحيه کې اوسېږي.ميرويس
د چاپی رسنېو ډولونه
دژورنالستيکو آرونو له مخې رسنۍ په درې برخو ويشلای شو.۱- چاپي خپرونې (پرنټ ميډيا)۲- غږيزې او تصويري خپرونې (راډيوتلويزيون)۳- برېښنايي خپرونې (انټرنېټ،وېب پاڼې)دلته تر ټولو لومړى غواړو پر چاپي خپرونو وغږيږو.چاپي خپرونې ديولړ ځانګړنو له مخې په لاندې برخو ويشلای شو: - ورځپاڼه- رساله- کتابونه- دېوالي جريده( اونيزه،١٥ورځنۍ،مياشتنۍ )- خبرپاڼه- فصلنامه- پوسټر - بولټن- مجله (مهالنۍ،مياشتنۍ،دوه مياشتنۍ، درې مياشتنۍ،شپږمياشتنۍ،
له اسلام سره دلوېدیزو رسنېوچلند؛ رسنیزتهذیب تر پوښتنې لاندې راولي
دا مهال اروپا او لويدیځ په نړيواله کچه د تهذىب بېلګې ګڼل کيږي، په تېره بېاهغه هېوادونه چې د دریېمې نړۍ د هېوادونو په نامه ياديږي . دغه هېوادونه که څه هم د اروپا او لويدیځ تهذيب تر نورو ډېر ښه پېژني او په اړه يې معلومات لري، خو له دې امله چې څه يې په لاس کې نشته او واکمنان يې هم د همدغې نړۍ لاسپوڅي دي، په دې اړه څه نه شي ويلاى. اروپا دامهال له خپلو ټولو بې تهذيبېو سره سره په نړۍ کې داسې ځاى خپل کړى، چې هر څوک يې د متمدنه ژوند د تر لاسه کولو لپاره په دوستۍ وياړي او ترڅنګ يې هغ
د ژورناليزم معمولي ژبه JOURNALISM COMOMON LANGUAGE
To Cover a Story: کله چې يوه خبري ناسته يا کومه پېښه او يا هم کومه خبري موضوع ليکئ او يا د هغه راپور ورکوئ، دېته د پروګرام کوور کول (تر پوښښ لاندې نيول) وايي.In–Depth Coverage of: د يوه خبر يا پېښې ژور څېړلو او تحليلولو ته وايي.To Verify: د يوې موضوع په دقت سره ځيرلو او سپړلو ته وايي.Eye Witness Reports: معمولاً د پېښې په ځاى کې د عيني شاهدانو خبرو ته ويل کېږي چې په حقيقت کې څه پېښ شوي دي.
د ژورناليزم او ميډيا ډولونه Types of Journalism and Media
خپرنيز ژورناليزم Broadcast Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د ټلويزيون او راډيو له لارې خپرېږي.چاپي ژورناليزم Print Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د چاپي رسنيو له لارې خپرېږي، لکه ورځپاڼه، مجله او نور.پرليکه ژورناليزم Online Journalism: هغه ژورناليزم ته ويل کېږي کوم چې د انټرنېټ له لارې خپرېږي.خپلواکې يا آزادې رسنۍ Independent Media: هغه ډله رسنۍ دي چې پرته د دولت له تسلط څخه په آزاده توګ
د ژورناليزم او ادب په بڼ کې يوه ماته څانګه
شکيبا څانګه آماج د شمشاد ټلويزيون تکړه ويانده او خبرياله د 1386 د غبرګولي پر لسمه د 21 کلونو په عمر په خپل کور کې په بېرحمۍ سره د ناڅرګندو کسانو لخوا په شهادت ورسېده. هغه د 1365 د سلواغې پر دولسمه په کابل کې زېږېدلې او وروسته ابتدايي او ثانوي زدکړې يې د مهاجرت په دوران کې د کوټې په ښار کې ترسره کړې او له مهاجرت وروسته هغې د 12 ټولګي د فراغت سند په کابل کې د ناهيد شهيد د لېسې څخه تر لاسه کړ. هغې غوښتل چې خپلې لوړې زدکړې د حقوقو او سياسي علومو په برخه
ټلويزيوني شبكې بايد مهار كړاى شي!
د بن تر پرېكړو وروسته د لنډمهالي حكومت له جوړېدو سره سم په هېواد كې سياسي بهير پيل او ولس د پخوا په پرتله د بيان آزادي تر لاسه كړه، آزادې رسنۍ منځته راغلې او د نړيوالې ټولنې په مرسته يې خپرونې پيل كړې چې مسؤلينو يې د ولس د راويښولو پر ځاى د خپلو جيبونو ډكولو ته ډېر كار وكړ او د بدنامو تنظيمونو او ډلو په انحصار كې راګير شول، خپل ملي رسالت يې د پيسو او ټوپك د شپېلۍ له وېرې هېر كړ، خو اوس د ټلويزيوني شبكو په ګرم بازار كې د دوى ناوړه او ناولې كړنې ټول ولس ته سردرد او د ان
سرليكنه څنګه وليكو؟
د ژورناليزم بنسټيزه موخه له پېښو او واقعيتونو څخه د خلكو خبرول، د هغوى لارښوونه كوي او ځينې وخت د هغوى خوشالول دي.يو عام لوستونكى چې كوم خبر ولولي هغه بايد وپوهېږي چې څه شوي، چېرې شوي، څنګه شوي، څه وخت شوي او ولې شوي دي. په هر خبر كې هم اړينه نه ده چې دا ټول معلومات دې وركړل شي، كېدى شي په ځينو خبرونو كې د دغو پوښتنو له ډلې درې يا څلورو ته ځواب وركړل شوى وي او د نورو ځوابولو ته له سره اړتيا نه وي. لوستونكى خبر لولي، خو ټول لوستونكي د دې وړتيا نه لري چې د خبر پر مختلفو اړخونو
ځينې انځوريزې رسنۍ د بېلاريو لامل ګرځي
محترمو مسلمانانو وروڼو له نن نه څوارلس سوه او اتيا كاله وړاندې په دنيا كې يوه تياره وه، وحشت ؤ، انسانان د حيواناتو په شان وو، د علم، فرهنګ او تهذيب نه ډېر لېرې او وروسته پاتې وو، د انسانانو حقوق پايمال وو او د جهل او د ناپوهۍ په وجه قتل او قتال لوړو پوړيو ته رسېدلى ؤ. آن تر دې چې د يو بل په كوپړۍ كې يې شراب څښل فخر ګاڼه او د جاهلي غيرت په وجه يې لورګانې ژوندې ښخولې. الله (ج) احسان وكړ او يو داسې ځلانده لمر يې جهان ته مبعوث كړ چې د ټول جهان نه يې تيارې، جهالت، ظلم او ا
ژانرهاى ادبى و تبليغى
قبل از اينکه در رابطه به ژانرهاى تبليغى ادبى طور مشرح و همه جانبه مطالبى عرضه گردد، ناگزير بايد به گونۀ مقدمه در باب تبليغ که خاصۀ ژورناليزم است و به همين ترتيب در رابطه به صنايع ادبى که ارتباط مستقيم به ادبيات دارد، معلوماتى ارايه گردد.چنانچه ميدانيم و قسمى که از عنوان پيداست، ژانرهاى تبليغى ادبى؛ آميزه يى از ژورناليزم و ادبيات است. درينجا سوال خلق ميشود که تبليغ چيست؟ در جواب بايد گفت که وسيلۀ تاثير سياسى بالاى توده هاى وسيعى از مردم از طريق تدوير ميتنگ ها، ايراد سخنرانى ها، چ
انځوريز ژورناليزم
انځوريز ژورناليزم تعريف: د انځور په وسيله د ګزارش او پيغام وړاندې کولو ته انځوريز ژورناليزم وايي او يا د انځور په اډانه کې د يوه خبر وړاندې کولو ته انځوريز ژورناليزم وايي. هغه څه چې موږ يې د يوه انځور په اډانه کې رانغاړو، بايد د خلکو د خبرتيا او درک له سطحې سره برابر وي. البته له خلکو څخه موخه هماغه ډله ده چې موږ ورته خبر له انځور سره وړاندې کوو.په انځور کې څه مهم دي؟کله چې موږ د خل
ادب او ژورناليزم
ځينې خلك ژورناليزم او ادب يو صنف ګڼي. كېداى شي دغه خلك د خپل عامه فكر لپاره ډول، ډول دليلونه ولري، ولې ځينې داسې برخې شته چې پكې ژورناليزم او ادب له يو بل سره ورته موخې لري. د بېلګې په ډول ژورناليزم كېداى شي د يوه خاص دور تاريخ وګڼل شي چې د اوچتې پايې ادب هم همدا ځانګړتيا لري. همدارنګه كه د ناخوالو پر خلاف ژورناليزم غږ پورته كړى، ادب هم چوپ پاتې شوى نه دى او په يو ډول يې د ظالم پر خلاف څه ويلي او مظلوم يې ستايلى او د ظلم پر خلاف په هڅو يې پر شا ډبولى دى.په افغانستان كې د شوروي د
اول زده کړه، بيا کوژده کړه
دا دى د افغاني فرهنګ د بډاينې په ډګر کې يوه بله زياتونه هم وشوه، دا زياتونه په ننګرهار کې د ((سالو)) په نوم مجله ده چې د 1386 لمريز کال د غويي د مياشتې په 17 مه يې د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د فرهنګ او ځوانانو د رياست د غونډو په تالار کې د پټۍ په پرېکولو سره د چاپ کار پيل شو. څرنګه چې هر لومړنى کار له نيمګړتياوو خالي نه وي، دا مجله هم ډېرې تېروتنې لري چې موږ يې په لاندې ډول شمارو. عمومي ځانګړنې:د دې مجلې مس
فيچر Feature
فيچر د اوسني وخت يو بل ژورناليسټيك ژانر دى چې نن سبا ډېر لوستونكي لري. فيچر د خبرونو سره له دې لامله څنګ لګوي چې د خبر په څېر په فيچر كې هم حقيقتونه وړاندې كېږي؛ خو په دې توپير سره چې په فيچر كې حقيقتونه په ډراماټيك انداز وړاندې كېږي. د خبر په پرتله په فيچر كې مشاهده، تحقيق او شننه زياته وي. په موجوده وخت كې د ورځپاڼو او مجلو د زياتوالي له لامله د فيچر اهميت ځكه زيات شوى دى چې خبرونه خو ټولې ورځپاڼې ليكي او عام ولس له خبرونو يو څه اندازه ستومانه شوي؛ نو د دې لپاره چې ورځپاڼه زيات