د کره معلوماتو تر لاسه کوونکى ژورنالېست ښاغلى محمد آصف شينوارى دى، نوموړى د محمد يونس زوى دى چې پر ١٣٤٩ لېږديز لمريز کال په خپل آر وطن د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولي د ((درس)) کلي د ملک محمداجان په کورنۍ کې زېږېدلاى دى او د شاوخوا پينځه ويشتو کلونو راهيسې د جلال آباد ښار د دويمې ناحيې د انګورباغ د سيمې په يوه کرايي کور کې شپې سبا کوي.
شينواري صاحب تر شپږم ټولګي پورې زده کړې د خپل کلي په لومړني ښوونځي کې سرته رسولې دي، وروسته د جلال آباد ښار په عبدالوکيل ښوونځي کې شامل، تر دې وروسته د ميا عمر (رح) له اتم ټولګي فارغ شوى او بيا د ننګرهار عالي لېسې پر انګړ ورننوتى چې پر ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال يې له دولسم ټولګي څخه د فراغت سند تر لاسه کړى دى.
د هغه مهال نظام او شرايطو ته په پاملرنې سره شينوارى د دې جوګه نه ؤ چې د کانکور ازموينه ورکړي، نو له ناچارۍ يې بايد لومړى د عسکرۍ خدمت پاى ته رسولاى واى چې همداسې وشول او عسکر شو. وروسته دغو حالاتو همداسې دوام وموند او دى يې له عسکر نه منصبدار جوړ کړ، شاوخوا دولس کاله يې په منصبدارۍ کې تېر کړل؛ خو له دې سره ورته ځان له دې امله چې لوړې زده کړې يې ترسره کړې نه وې، نيمګړى ښکارېده. خو د حالاتو ناجوړتيا د ده د دغه ارمان له  پوره کولو سره مرسته نه کوله.او ده به دغه ارمان همداسې پر خپلو اوږو ګرځاوه چې په پايله کې روان حالات داسې څه نا څه د سمون پر لور روان شول او ده ته پکې د لوړو زده کړو ترسره کول شوني شول؛ له خپلې خوښې سره سم يې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د تاريخ او جغرفيې څانګه غوره کړه او دا دى اوس د لوړو زده کړو پاى ته ورنېږدې شوى دى.
ښاغلي شينواري د هغې مينې او لېوالتيا له مخې چې له رسنيو سره يې درلوده، نو تل به يې خبرونه اورېدل او ورځپاڼې به يې لوستې؛ دا هيله يې هم درلوده چې يوه ورځ دې ليکنې هم وکړاى شي او يا دې په يوې رسنۍ کې کار ومومي. خداى (ج) يې دا هيله هم پوره کړه او د ماتو ګوډو ليکنو وس يې هم ورکړ او ورسره سم پر ١٣٨٢ لېږديز لمريز کال په کابل کې له يوې نادولتي رسنۍ (آزاد افغان خبري مرکز) سره پر دنده وګومارل شو چې دغه مرکز به د هېواد په کچه خبرونه تر لاسه کول او بيا به يې پر نورو معتبرو خبري رسنيو پلورل. سربېره پر دې به يې يوه نيمه ليکنه هم کوله چې د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې به خپرېدې، خو د دې لپاره چې د نوموړي ليکنې ښې پخې او پر تول پوره شي، نو د مشرانو سلا مشورو او همېشنۍ مطالعې ته مخه کړه.
مطالعې ورته دا ګټه ورورسوله چې دري ژبه څه نا څه زده کړي او دا زده کړه د دې لامل شوه چې نوموړى د ژورنالېزم په برخه کې درې کتابونه ((خبر))، ((د خبرليکنې آرونه)) او ((د رسنيو لپاره لنډ ليکنه)) پښتو ژبې ته راوژباړي او د ژورنالېزم مينه والو او زده کړيالو ته يې وړاندې کړي او اوس يې د يوه بل کتاب چې ((د رسنيو الف، ب، ت)) نومېږي، د ژباړې اراده يې هم کړې چې که خداى (ج) کول په لنډ وخت کې به چاپ او د لوستونکيو تر ګوتو ورورسېږي. نوموړي د دري ژبې په برخه کې زده کړې کړې نه دي، خو په هغه نادولتي رسنۍ کې چې مخکې يې يادونه وشوه او تر يوه کال دندې وروسته د ايران په راډيو- ټلويزيون (صدا و سيماى جمهورى اسلامى ايران) کې پردنده وګومارل شو چې تر ډېره يې مخه دري ته واوښته او پايله دا شوه چې درې کتابونه له همدې ژبې پښتو ته راواړوي.
محمد آَصف شينوارى دا مهال د ايران له راډيو سره کار کوي، هر سهار له کوره د دندې د ترسره کولو په نيت راوځي او د شپې ناوخته کور ته ځي؛ په دې موده کې پوهنځي ته هم ځي، راډيو ته خبرونه چمتو کوي، څه نا څه ليکل هم کوي او ورسره- ورسره د يار و انډيوال مړى او ژوندى هم پالي. د دې تر څنګ هغه څه چې ده زده کړي دي، د ځينو ادارو له لوري په جوړو شويو لنډمهالو کورسونو او ورکشاپونو کې يې نورو ته هم ورزده کوي او هڅه کوي چې دى نور څه نوي هم لومړى پخپله زده کړي او بيا يې نورو ته وښيي. د نوموړي په وينا چې د تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د غرمې ډوډۍ په کور کې خوړلې نه ده او داسې هم شوي چې اصلاً بېخي يې خوړلې نه ده. همدارنګه نوموړى سربېره پر دې له کابله د خپرېدونکې مهالنۍ جريدې (لمن) د مرستيالۍ دنده هم پر مخ وړي.
دا انسان هم بلا د کار څيز دى چې په هر کار پسې ملا وتړي، نو ترسره کوي يې. اوس د کمپيوټر زمانه ده، شينواري صاحب د دې علم د زده کړې هوډ وکړ چې ايله اوس يې پرې ګوتې دومره راګرځي چې خپله جاله پرې له اوبو پورې باسلاى شي؛ پاتې شوه دا د پيسو موندلو ژبه چې خلک يې انګرېزي بولي او په زده کولو پسې يې هڅه کوي، باور مو وشه چې د نوموړي دا ژبه پرې بېخي نه راګرځي. ښاغلى شينوارى په دې هکله زياتوي: ((زما يو نږدې خپلوان چې اوس په بهر کې دى، شل کاله په ګاونډي پېښور کې تېر کړل، خو لا يې هم لواړګې ته ولاړګى ويل؛ نو زما ژبه هم تراوسه پر دغه ژبه نه چلېږي.))
ښاغلى شينوارى د ١٣٨٤ لېږديز لمريز کال د ژمي مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللاى ؤ، ډېره يخني وه او سخته واووره هم ورېدلې وه، د همدې واورې له امله د دغې ولسوالۍ د اوغز په کلي کې ډېرې کورنۍ، شپانه په واورو کې ايسار پاتې وو، نوموړي داسې يو تن هم وليد چې پخپله ولسوالۍ ته د اړتيا وړ توکيو د رانيولو په موخه راغلاى ؤ، خو د واورو له امله بېرته ستنېدلاى نشو او مېرمن يې له شپږو لوڼو سره په واورو کې ايسار پاتې وو. ده له هماغه ځايه د راپور د چمتو کولو لپاره د ننګرهار له هغه مهال والي (حاجي دين محمد) سره اړيکه ټينګه کړه چې په درونټه کې يې د کانکور دازموينې ليدنه کوله. له هغه سره د ده خبرو نه يواځې دا چې د ده راپور بشپړ کړ، بلکې د سيمې ولسوال ته يې امر وکړ چې د پيسو په بدل کې دې خلک د واورې پاکولو او لارې پرانيستلو ته وګوماري او ورسره سم يې د پينځو موټرو خوراکي توکيو، درملو او تودو جامو د استولو ژمنه هم وکړه چې په دې توګه هغو ايسارو کورنيو ته پر خپل وخت مرستې ورسېدې او هغوى له حتمي مړينې نه وژغورل شوې. دويم دا چې له همدې پيښې نه څه موده وروسته د جلال آباد ښاروالۍ د ښار سوېلي څنډې ته د (نهر) پر غاړه د خپلسرو اباديو د ورانولو هوډ کړى ؤ او د دې کار لپاره د ولايت مقام يو لوړپوړى پلاوى هم ګومارلاى ؤ. کله چې دغه پلاوي د کورونو پر ورانولو پيل وکړ، نو محمد آصف شينوارى يې د راپور چمتو کولو ته ولاړ، هلته يې د ځينو مېرمنو او ماشومانو فرياد له نژدې وليد چې خپل ماشومان يې د بلډوزرو مخې ته واچول، هلته يې هم نه يواځې دا چې راپور چمتو کړ، بلکې له چارواکيو سره يې د خبرو پايله دا راووته چې دغو کورنيو ته يې په يوه ښارګوټي کې زمکې ورکړې او نن هغوى په قانوني بڼه د يوه- يوه کور څښتنان دي.