نږدې شئ:
د انځوريز ژورناليزم د ډګر پوه رابرټ کاپاکار وايي: ((که چېرې ستاسې انځور ښه نه وي، تاسې ورته نږدې شوي نه يئ.)) هماغه عمل او صحنې ته ننوځئ چې تاسې يې انځوراخيستنه کوئ. له زړه نازړه انځوراخيستنې څخه ځان وساتئ چې تاسې يې له وېرې له لېرې څخه انځور اخلئ. که چېرې ستاسې د څيزونو، عملونو او نورو د رانږدې کولو اسانتيا ولري، نو بيا چې څه غواړئ انځور يې واخلئ او رانږدې يې کړئ چې دغه کار يوه ستره اسانتيا رامنځته کوي.
د انځوراخيستنې شېبې:
ځينې شېبې (لحظې) د غولوونکو شېبو په نامه سره يادېږي. اروپايي انځوريز ژورنالېست هنري کارتير براسون په دې ډول انځوراخيستنې کې ماسټري درلوده او د انځوراخيستنې لپاره دغه کړنلاره ډېر ارزښت لري. د انځوراخيستنې پر مهال په بشپړه توګه چمتو واوسئ او يوې مناسبې شېبې ته په تمه شئ او انتظار وباسئ چې له هغه څخه انځور واخلئ. هر کله چې تاسې غواړئ چې له اړوند شخص څخه يو حساس انځور واخلئ، هغه وخت يې انځور واخلئ چې د هغه روح تازه او د خوښۍ په اوج کې وي.
خبردارى:
له ستړې کوونکې او نامنظمې انځوراخيستنې څخه ډډه وکړئ، شاغالى، انځور او منځنۍ کچه يې په پام کې وساتئ. انځور اخيستونکي دغه نکته د Working the Layer په نامه سره يادوي چې تاسې د خپل انځور په وسيله يې يو ګزراش وړاندې کوئ. له هغې زاويې څخه ګټه واخلئ چې ستاسو په واک و اختيار کې ده، ښه خبري انځورونه ښه ليډ او نټګراف لري چې ليدونکي ته د ګزارش ټوله منځپانګه وړاندې کوي. ځينې وخت د نظر وړ څيز د ښه چاپېريال پېژندل دي، کړنې او د تعميرونو نښې هم په پام کې ساتئ چې ستاسو د انځور لپاره شاغالى ورکړي او ستاسې ګزارش د ليدنې له مخې له معلوماتو څخه ډک څرګند کړي.
له رڼا (نور) څخه ګټه واخلئ:
انځورګران زياتره وخت تر رڼا لاندې نقاشي کوي، دا لومړنى څيز دى چې د انځور اخيستنې په ځاى کې يې انځوراخيستونکي ګوري. له ځانه وپوښتئ چې څه ډول له رڼا څخه ګټه پورته کولاى شئ چې انځور مو ښه راشي او په هغه کې يو ژور احساس راوپنځوئ.
آيا رڼا بسنه کوي؟
آيا فلش ته اړتيا لرم؟
له فلش څخه د ګټې اخيستنې پر مهال که د نظر وړ څيز له اندازې څخه زيات روښان وي او د هغه څيز شاغالى تياره کوي، زيات احتياط وکړئ؛ په ماهرانه ډول خپل انځور تر لاسه کړئ او د نظر وړ انځور په تر لاسه کولو کې زياته حوصله وکړئ. د نظر وړ څيز ته نږدې کېدل ډېر مهم دي، مګر هومره نه چې انځور په ناطبيعي ډول تر لاسه شي، د پښو او لاسونو په راوړلو کې ځير واوسئ او د انځور په غوڅونې کې چې ډېر خورا ډېر نږدې وي، احتياط وکړئ. خونه پرېږدئ په داسې حال کې چې د نظر وړ څيز مو هم وليدل شي.
درېيم رول:
دا د نقاشۍ په اړه د منځنيو پېړيو يوه نظريه ده چې په انځوراخيستنه کې ډېر ښه صدق کوي، د انځور چوکاټ د انځورګرانو د انځورګرۍ د پردې غوندې دى. د دې موخه دا ده چې هغه انځور چې تاسې يې په چوکاټ يا د کمپوز په ليکو کې سموئ، هم د ((نږدې کېدلو)) په اصل پورې تړاو لري، زيات نوي انځوراخيستونکي د چوکاټ واټن (فاصله) اټکلي نيسي، له هغه څخه په ټوله کې د خپل ګزارش په څرګندولو کې ګټه پورته کوي او په ټولو نهو مربعګانو کې دې واټن په هغه ډول په پام کې ونيول شي چې ستاسې ګزارش څرګند کړي.
خپل انځور سپېڅلى وساتئ:
يو سپېڅلى انځور دا مانا لري چې ليدونکى په چټکۍ سره پوهېږي چې شخص په انځور کې څنګه څرګندېږي او له مبهمو يا له مضمون پرته انځورونو څخه ډډه وکړئ. ګډوډۍ او شور هم کولاى شي چې يو انځور ښه راشي، د بېلګې په توګه د تيليفون يوه غرفه چې د انسان له سر څخه پورته وي، روښان او ناروښان څيزونه د تيارې پر وړاندې کمپوز کړئ (کنټرول کړئ چې څه په فوکس او څه په فوکس کې نه دي)، کولاى شي تاسې سره مرسته وکړي چې ښه انځور چمتو کړئ.
د لېنز زوم کول:
زياتې ډيجيټل کېمرې له لېنز سره يو ځاى د زوم کولو اسانتيا هم لري چې انځوراخيستونکى کولاى شي د خپل نظر وړ څيزونه لېرې او نږدې کړي، مګر ټول لېنزونه چې د زوم کولو وسيله لري، يو ډول نه دي. يو مهم څيز چې د آپټيکل زوم او ډيجيټل زوم په باره کې پوه شئ، تر هر څه مخکې بايد د لېنز په باره کې پوه شئ. لېنزونه يا عدسيې د فوکس او زوم کولو عمليه د ښيښه يي پارچو د خوځښت په وسيله چې د لېنز په دننه کې ځاى لري، سر ته رسوي چې د ګيلاس غوندې شکلونه لري او لرليدونکي (دوربين) په وسيله له يو بل څخه لېرې او نږدې کېږي. دوه کوچنۍ ليدونکې (ذره بيني) ښيښې د خپلو سترګو تر وړاندې تصور کړئ، وروسته يې لېرې او نږدې کړئ چې په پايله کې به څيزونه لېرې او نږدې شي چې د کېمرې دوې عدسيې هم ورته دنده سر ته رسوي چې ښايي د څو پارچو ښيښو درلودونکې وي.
په کوچنيو خونو کې د انځوراخيستنې، د افقي او عمودي انځورونو لپاره پراخه زوم ښه دى او د بل هر هغه انځور لپاره چې تاسې يې غواړئ چې زيات چاپېريال پکې وښودل شي. ډېرى خبري انځوراخيستونکي زيات وخت له پراخه زوم څخه ګټه پورته کوي. د فوټو ټيلي Photo Tele زوم د لېرې او پارټريټ انځوراخيستنې لپاره ښه دى، ډېرې کېمرې يو کوچنى سويچ لري چې د هغه په وسيله کولاى شئ د لېرې کولو زوم (Zoom Out) او نږدې کولو (Zoom In) عمل سر ته ورسوئ.
ريسلوشن Resolution:
ډيجيټل انځورونه له پکسلونو يا کوچنيو نکتو (د انځور له توکيو) څخه جوړېږي، د انځور دغه توکي کوچنۍ مربعګانې دي چې انځور د ليدلو وړ ګرځوي او يو رنګين انځور په تقريباً د انځور له ميليونونو توکيو څخه جوړېږي؛ د انځور د دغو توکيو د ليدلو لپاره انځور تر هغې اندازې پورې غټ کړئ چې د هغه هر توکى د مربع په بڼه څرګند شي.
د يوه انځور ريسلوشن:
د يوه انځور شفافيت، نرموالى او د رنګ څرنګوالى په يوه انچ کې د دغو نکتو په تعداد پورې اړه لري چې د ډي پي آى DPI په نامه سره يادېږي او هر سانتي متر يې تقريباً دوه انچه کېږي. د کمپيوټر انځورونه د ورځپاڼې په پرتله او د ورځپاڼې انځورونه د مجلې د انځورونو په پرتله په يوه انچ کې ډي پي آى يا د نکتو کم تعداد ته اړتيا لري چې د کمپيوټر د انځور ډي پي آى له ٧٢ څخه تر ١٠٠، د ورځپاڼې له ١٥٠ څخه تر ٣٠٠ او د مجلې له ٣٠٠ څخه تر ٦٠٠ پورې ده.
که چېرې تاسې پورتني انځورونه غټ کړئ، تاسې به وګورئ چې په څه بڼه به دغه نکتې په پر له پسې ډول د کيڼ لاس انځور پر ښي لاس انځور واوړي، د دې لپاره چې ريسلوشن په کيڼ لاس انځور کې ډېر ښه (٢٠٠ ډي پي آى) دى، په داسې حال کې چې په کيڼ لاس انځور کې (٢٠ ډي پي آى) دى. نيمه ډي پي آى د يوه انځور له ريسلوشن سره مساوي ده، د هغه دويمه برخه (ډايمېنشن) د انځور اندازه پر سانتي متر ده چې په يوه ورځپاڼه کې د يوه انځور کره يا معياري کچه معمولاً ٨ پر ١٢ سانتي متره په ٢٠٠ ډي پي آى کې ده. په دې مانا چې يو ٨ پر ١٢ انځور په ٢٠٠ ډي پي آى کې د ١٦ پر ٢٤ په ١٠٠ ډي پي آى کچه (سايز) کې له انځور سره مساوي دى چې په هرو دواړو حالتونو کې د انځور کچه مساوي يانې ٢،٧ مېګا بايټه ده چې سربېره پر دې بدلونونو راوستلو بيا هم په چاپ کې د انځور کچه او ريسلوشن مساوي دي. د دغه آر په نظر کې نيولو سره که چېرته تاسې يو انځور چې ٧٢ ډي پي آى د ٨ پر ١٢ سانتي مترو کې وي، له کمپيوټره يې راواخلئ او په ورځپاڼه کې يې چاپ کړئ، بايد هغه د سانتي متر په حساب پنځوس سلنه يانې ٤ پر ٦ کوچنى کړئ چې د هغه ريسلوشن ١٤٤ ډي پي آى چاپ شي.
همدارنګه يو انځور چې ٣٠٠ ډي پي آى او د سانتي متر په حساب ٤ پر ٦ وي، ښه انځور به نه وي. د دغه آر په نظر کې نيولو سره انځوراخيستونکي، متن سموونکي (ايډېټران) او اوډونکي (ډيزاينران) زياتره وخت هغه انځورونه چې د سايز له مخې ٦ مېګا بايټه، ٨٠٠ کيلو بايټه- ډي پي آى و سانتي متر ته مخه اړوي؛ د دې لپاره چې ډي پي آى او سانتي متر کولاى شي د انځور سايز ته بدلون ورکړي.
د ډيجيټل کېمرو او د فوټوشاپ غوندې پروګرامونو په مرسته کولاى شئ چې د انځور د نکتو شمېره په يوه اېنچ کې جوړه کړئ. همدارنګه فوټوشاپ کولاى شي چې ستاسې انځور په ټوله مانا بدل کړي. تل په خپلو کېمرو کې د کوچنيو سايزونو پر ځاى غټ سايز ساتئ، فوټوشاپ د پکسلونو د نکتو د زياتولو پر ځاى د له منځه وړلو دنده په ښه توګه ترسره کولاى شي. د خپلې کېمرې لارښود (Manual) ولولئ او د انځور سايز غټ وساتئ.
هر هغه څه چې وويل شول، په يوه انځور کې نکتو زياتوالى، فايل غټوي، په کمپيوټر کې زيات ځاى نيسي او د لېږلو پر مهال زيات وخت نيسي. نو تاسې هوډ وکړئ چې څنګه له انځوره ګټه پورته کړئ، ځکه چې تاسې نه غواړئ يو غټ فايل چمتو کړئ. زه تل غټ انځورونه (١٧ اېم بي) اخلم او يوه زېرمتون (آرشيف) کې يې ساتم، د وېبپاڼې او د نورو کارونو لپاره يې کاپي وړه جوړوم.
د يوه فايل د فارمټ کولو په اړه يو بل نظر:
په يوه انځور کې پکسلونه له بېلابېلو لارو برابرېداى شي که په بېلابېلو کمپيوټرونو کې د ګټې وړ وي، چې دغه د فايل يا انځور د فارمټ کولو په نامه سره يادېږي. ښايي تاسې د يوه انځور بېلابېل نومونه ليدلي وي (درې يا څلور توري چې د يوه انځور د نامه په پاى کې وي.): د جي آى اېف انځور، د ټي آى اېف اېف انځور، د پي اېس ډي انځور او د جى پي جي انځور (ځينې وخت جى پي آى جي) چې هر يو يې بېلابېلې ښېګڼې او بدګڼې لري؛ د بېلګې په توګه جي آى اېف چې د وېبپاڼې لپاره له غوره انځورونو څخه ګڼل کېږي او ترتيب يې هم ساده دى، مګر په دې کولاى نشئ چې رنګ ته بدلون ورکړئ. د ټي آى اېف انځورونه د رنګ له مخې زيات بډاى دي.
د ډيجيټل انځورونو معيار يا سټنډرډ جى پي آى جي يا جى پي جي دى چې اصطلاحي مانا يې د فوټرګرافيکو ماهرينو ګډه ډله ده، په وار- وار سره د انځورونو پرانيستل او تړل خرابوالى رامنځته کوي؛ نو اړينه ده چې يو زېرمتون ولرئ او د اړتيا پر مهال يې له کاپي څخه ګټه واخلئ.
زياتره وخت اوډونکي د ټي آى اېف اېف انځورونو ته د غوره والي په سترګه ګوري، د دې لپاره چې دغه فايلونه د رنګ له مخې بډاى انځورونه دي. تاسې کولاى شئ چې د فوټوشاپ په پروګرام کې د خپلو انځورونو فارمټ ته بدلون ورکړئ. که چېرې تاسې نېغ په نېغه چاپوونکي ته انځورونه د چاپ لېږئ، نو هغوى د ټي آى اېف اېف فارمټ لرونکي انځورونه غواړي چې د چاپ پر مهال يې په رنګ کې ګوتې ووهلاى شي.