انځوريز ژورناليزم تعريف: د انځور په وسيله د ګزارش او پيغام وړاندې کولو ته انځوريز ژورناليزم وايي او يا د انځور په اډانه کې د يوه خبر وړاندې کولو ته انځوريز ژورناليزم وايي. هغه څه چې موږ يې د يوه انځور په اډانه کې رانغاړو، بايد د خلکو د خبرتيا او درک له سطحې سره برابر وي. البته له خلکو څخه موخه هماغه ډله ده چې موږ ورته خبر له انځور سره وړاندې کوو.
په انځور کې څه مهم دي؟
کله چې موږ د خلکو لپاره انځور وړاندې کوو، بايد د ليدونکي لپاره يو احساس ورکړي.
د انځوريز ژورناليزم موخه:
١- د خلکو لپاره تفرېح
٢- خلک هوډنيونې ته راواداره کول
٣- خلکو ته د هغو موضوعګانو په اړه خبرتيا ورکول، کوم چې هغوى د هغو له مخې غواړي هوډ ونيسي.
بايد پام مو وي چې چې يو انځور د يوې موضوع د ثبوت لپاره زيات مرستندوى وي.
انځوريز ژورناليزم په دوو برخو وېشل شوى دى:
١- انځوراخيستونکى (عکاس يا فوټوګرافر)
٢- ويډيو اخيستونکى (فلمبردار يا ويډيوګرافر)
په لومړيو کې انځوريز ژورناليزم خورا په ابتدايي بڼې هغه د نقاشۍ په اډانه کې مروج ؤ، انځور او کېمرې وجود نه درلوده او خلکو خپلې مفکورې د نقاشۍ په اډانه کې راوړلې. د نړۍ له پرمختګ سره ورو، ورو د نقاشۍ ځاى انځور ونيوه، البته په لومړيو کې انځور ابتدايي بڼه درلوده او انځورونه يوازې په تور او سپين رنګ کې چاپېدل.
ولې انځوريز ژورناليزم مهم دى؟
يو انځور په واقعيت کې د حقيقت يوه ګوښه ده او کولى شي چې د حقيقت يوې ګوښې ته انعکاس ورکړي. کله چې موږ له يوې ورځپاڼې يا يوې مجلې سره مخامخېږو، په لومړنۍ کتنې سره د هغې انځورونو ته کتنه کوو او د هماغې مجلې يا ورځپاڼې د انځورونو له مخې د مطالعې لپاره هوډ نيسو او يا رد کوو.
١- انځوريز ژورناليزم د خلکو په رسمي او شخصي ژوندانه پورې مستقيمه اړيکه لري.
٢- د خلکو د عقايدو او افکارو په بدلولو کې رول لري.
٣- د انځوريز ژورناليزم پيغام لوستو او نالوستو دواړو ته متوجې وي.
٤- ډېر زر د کتونکي يا ليدونکي توجه خپل ځانته راکاږي.
٥- د مجلو، اونيزو او ورځپاڼو په بازارموندنه او خرڅلاو کې زيات اغېزمن پرېوزي.
٦- د شخصيتونو په اشتهار ورکولو کې رول لري.
٧- د مجرمو او بدګومانه اشخاصو په نيونه کې مرسته کوي.
انځوريز ژورناليزم کوم وخت مهم نه دى؟
١- هغه وخت چې حقيقت څرګند نکړي.
٢- په هغه صورت کې چې متوازن نه وي.
د بېلګې په توګه والي غونډه لري، انځوريز ژورناليسټ د دې لپاره چې يو زړه راښکونکى انځور واخلي، خپل فوکس په يوه کس يانې والي باندې کوي او د دې غونډې انځور نامتوازنه دى، ځکه چې په انځور کې يوازې پر والي فوکس شوى او بس.
٣- په هغه صورت کې چې انځور زړه راښکونکى نه وي.
٤- په هغه صورت کې چې زموږ انځور له اصلي موضوع څخه لېرې وي يانې بې رابطې وي.
٥- که چېرې انځور تازه نه وي، اهميت نه لري يانې زوړ انځور بې اهميته وي.
د انځوريز ژورناليسټ مهم کار
١- کله چې يوه موضوع غواړي انعکاس ورکړي، متوجه دې وي چې حقيق وي.
٢- زياته ځيرنه او دقت ولري.
٣- له هغو اړخونو سره چې په موضوع کې دخيل وي، بايد ناپېيلى پاتې شي.
٤- خپله هيله په انځوراخيستنې پر مهال دننه نباسي.
٥- هغه څيز چې حقيقت دى، بېله زياتي او کمي دې انعکاس ورکړي.
٦- انځوريز ژورناليسټ بايد پوه شي چې حقيقت په څه کې دى.
انځوريز ژورناليسټ بايد اخلاقي او همېشه ښه اخلاق ولري، پنځوونکى ؤ او جالب او مهم څيزونه خلق کړي. له يوې حادثې او موضوع څخه مختلف انځورونه واخلي، تر څو توانېدلى وي چې د مختلفو کتونکيو قناعت يې حاصل کړى وي، ولې ستاسو کتونکي مختلف او سره توپير لري.
د انځور بازارموندنه
د انځور له موخو څخه يوه هم بازارموندنه ده. څنګه کولى شو چې بازارموندنه د انځور د کار لپاره يو ټکى جوړ شي؟ د انځور معلومات ډېر زر يوه حادثه د انټرنېټ له لارې په ګرده نړۍ کې منعکسوي. انځور مسلک دى، مهارت دى، مسلکي معيارونه لري او همدغه ميارونه انځوريز ژورناليسټ له نامسلکي هغه څخه تفکيکوي. ښه انځور کوم او خراب انځور کوم او خبري انځور کوم دى او انځور چې مفهوم، خبر او کوم عمل نه لري. د ښو انځورونو اخيستل خبري اصول لري.
موږ دوه ډوله انځورونه لرو:
١- خپل خوښي (آماتور) انځورونه
٢- ژورناليسټيکي انځورونه
که چېرې غواړئ چې يو ښه انځور واخلئ، بايد انځور ته نږدې شئ، هماغه څيز ته نږدې شئ چې انځور يې اخلئ. که چېرې ستاسو انځور خراب وي، اصلاً تاسې څيز او يا مطلوب انځور ته نږدې شوي نه يئ. همېشه انځور له ٧ څخه تر ١٠ فټونو په واټن کې انځور اخلئ چې يو متر ٣ فټه کېږي. له دوو څخه تر درېيو مترو پورې انځور ته نږدې اوسئ.
د نظر وړ نکتې ته په نږدې کېدلو کې ګټه څه ده؟
١- په نږدېوالي کې توازن برقرار وي او هرو څلورو خواوو ته انځور يو ډول وي يانې يو ډول واټن به لري.
٢- کله چې له نږدې نه انځور واخلو، ټول فرېم يا چوکاټ ډکېږي، کله چې فرېم ډک شي، ښه انځور لاسته راوړل کېږي او په انځور کې تشيالونه (خاليګاوې) نه پاتې کېږي. کله چې انځور له نږدې واخلو، يوازې انځور زموږ موخه لاسته راځي او نور څه پکې نه راځي. کله، کله چې يو څيز له موږ لېرې وي او کولى نشو چې له نږدې يې انځور واخلو، په دې صورت کې د کېمرې زور غټوو او انځور اخلو. د دې انځور توپير په دې کې دى چې دغه انځور ښه کيفيت نه لري، ولې کله چې کېمره زوم کوو، کيفيت خراب ورکوي. بايد انځور د يوه عمل د ترسره کېدا پر مهال واخيستل شي. کله چې هوډ کوئ، تر کومه چې کولى شئ نږدې شئ، هغه چې نه پېژنئ او ناڅاپي ورنږدې کېږئ، بايد يو ځل نږدې نشئ. ورو، ورو ګام وروسته واخلئ، هغه ته وخت ورکړئ چې د ارامتيا ساه واخلي او وروسته يې له نږدېوالي څخه انځور واخلئ. آن کېدلى شي چې کېمره مو تر څنګ ونيسئ، تر څو هغه ناارامه نشي. رڼا (نور) په اندازې سره ورکړئ. که چېرې روښنايي او نور زيات ورکړئ، د هغوى په څېرو او شونډو کې يو ډول توروالى پيدا کېږي. کله چې انځور سيورى لرونکى وي، انځور کيفيت له لاسه ورکوي، په لمر کې له ٩ څخه تر ١١ بجو يا مخکې له غرمې څخه (لمر په ٤٥ درجو کې) په لمر کې له يوې څخه تر درې بجو پورې انځور واخلئ (٤٥ درجې). که چېرې بهر په آزاده هوا کې انځور اخلئ، کولى شئ له فلش Flash څخه ګټه پورته کړئ. د فلش ګټه دا ده چې روښنايي برابره ساتي.
انځور بايد شاغالى يا Background ولري او تل شاغالى په نظر کې نيسئ.
فول ګرونډ يا هغه څه چې تل د انځور په مخه کې وي، فول ګرونډ Full ground  يادېږي.
شاغالى په واقعيت کې زموږ دويم انځور شاملوي يانې زموږ لومړنۍ موخه موضوع يا د انځور سوژه او دويم زموږ د انځور شاغالى دى. کله چې انځور اخلئ، بايد ستاسو انځور لاندېنۍ ځانګړنې ولري.
د يوه انځور ځانګړنې
•   يو خبر ولري.
•   يو عمل ولري.