د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
دارمان مړی
د ارمان مړی ګرځومه د ژړا لپارهلاس قدرې نه پورته کوي څوک د دعا لپارهدلته ډېر خلک شته چې ساندو نه هم خوند اخليدلته ډېر خلک دي تل ژاړي د بل چا لپارهد دعا لپې مې هم ډکې کړې په سپينو اوښکوسترګو کې نورې اوښکې نه لرمه ستا لپارههاغه سړی مې په قسم خوب کې جنت کې وليدهغه چې خپل ځان يې وژلی و اشنا لپارهخدای خبر څنګ شپه وه سپوږمۍ ستوري اسمان کې نه ووله مجبورۍ مې زړه لمبه کړو د رڼا لپارهد غره له بېخه مو ټوټې ټوټې پر شا راوړیها مسافر چې ځای کتلو د بېګا لپاره
مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي
زه لکه ژوند له خونده پاتې يمهلاس راکوه له ژونده پاتې يمه(( مرګ او بېلتون راته جوړه راغليزه يې په منځ کې بنده پاتې يمه))لکه غمی په سمندر کې نه يملکه سپوږمۍ څرګنده پاتې يمهد بوسو لاندې اوبه تېرې نکړېرقيبه تاته برنده پاتې يمهزه پکتيانۍ برخليک له چا وپوښتم؟خپله له سوچ او انده پاتې يمه.
د کاڼي کرښې
رښتيا هم انساني ژوند د ناخوالو، پديدو، تراژيديو، ستونزو او کړاوونو زېږنده دی. د ژوند په حقيقي مانا هغه څوک پوهيږي، چې خپل ژوند ته د نورو دردمندو زړونو په هنداره کې وګوري، ژوند يوازې د ځان لپاره تېر نکړي؛ بلکې د نورو ژوند او زړونه هم وګټي. په دې نړۍ کې داسې ډېر خلک دي، چې مړه دي؛ خو يوازې يې په صورت کې اروا ژوندۍ وي، که د روح ( اروا) کيسه شي، اروا خدای پاک ډېرو حيواناتو ته ورکړې ده. د دې مقابل کې ډېر داسې خلک دي، چې مړه دي؛ خو ژوندي دي.
د لويې پکتياادبې تذکره (پېنځلسمه برخه)
په دې برخه کې به تاسې د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ، د هغوی شعرونه به ولولئ او يو بل زيری هم درکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به د لويې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه، چې احمدضياء ضياء راټوله کړې ده چاپ او خپره شي. ددې ټولګې دا لومړی ټوک دی. بايد ووايو، چې دا لړۍ به په همدې وېب لاګ کې کرار کرار خپريږي . دلويې پکتيا کوم شاعر که خپل شعر نه وي ورکړی، هغه اوس هم کولی شي، چې خپل شعر، لنډژوند ليک او يو عکس زموږ په پتو راوليږي .hanif_hairan@yah
د پلار يو زوی
له پلارسره مې په دې نه لګېده،چې زموږدتربورانوخبرې به ېې منلې:زوی دې لوچک دی،زوی دې نشې کوي،زوی دې سپينه خوله دی او له لويانوسره ګرځي،داسې دی اوهاسې دی.زه به چې دماماګانوکره لاړم،هلته مې يوهلک ملګری کړی و،ډېرې شپې به هلته وم.پلاربه مې چې تيليفون راوکړ،دنن اوسباپلمې به مې ورته کولې.هغه انډيوال مې اقبال نوميده،ډېرشوخ و،ښ
د مامازويه چيناره
دمامازويه چنارهپه نامه دې يمه ناستهولې لرې رانه ګرځېولې ولې کوې ځغاستهراځه نن به دې مېلمه کړمسپينه خوله به پتاسه کړمپه مړوندبه دې اوده کړمپلارمې ښکلی لاندی کړیسږېې درې پسه حلال ووچکالي وه ډېر موخرڅ کړلګني ځښت ډېرزموږمال وزېړغوړي موډېرساتليدجواريوکمی نشتهکرمې وريژې ډېرېښه تازه کورت موډېرکړيمستې ډېرې شودې ډېرېتاوخانه به ښه کړم ګرمهسږکال دومره واوره نه وهبارانونه ښه ډېر وشولدمځکې مخ ېې تورکړکه وای لارې راته بن
دخالص بابا ټولنې د مبارکۍ پيغام
د کوچني اختر د رارسېدو په وياړ د خالص باباد فرهنګي ټولنې مبارکي: خالص بابافرهنګي ټولنه دنيکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وايي او ټولو هېوادوالو ته تر بل کوچني اختره پورې څښتن تعالی ته لاسونه لپه کوي او له څښتن تعالی څخه ټولو هېوادوالو ته خوږ ژوند او خوږې شېبې غواړيخالص بابا فرهنګي ټولنه
ديار غمه
تانه چه اوزګارشمه ديارغمهخلک راته وايي چه اوزګارغمهزه چه وم تنها په کومولاروکښې ته وې راسره په هره لار غمهتاهم تنها پرېښودم او لاړلې داسې دې خدای څوک نه کړي بې يار غمه مونږ خو د روزګار غمونو اوخوړو ځان ته چرته اوګوره اوزګار غمهنن ددې خبرې جواب ته راکړهڅرنګه څوک جوړ شي د چا يار غمهتۀ خو داسې لاړې چې بس لاړلېزۀ ولي يم ستا په انتظار غمه
غزل
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه ، شا ته راشم د جګ غره کاڼی شوم چې و خوزم بيديا ته راشم زه چې څېړنه د ژوند هرې فلسفې شروع کړم په نتيجه کې يې ضرور دا ستا ښکلا ته راشم د څڼورنګ چې مې شي ساز د طبيعت درو کې د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سوما ته راشم لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم يون مې د غشيو پر سرو تکيه پر خدای جلانه ! مور مې هم مړه دعا چانه واخلم چا ته راشم
دجلان ځاځي غزل
شپه ده پخه ، په سپېڅلتوب خبرې ډېرې کوو نه په خوب نه ، په مينتوب خبرې ډېرې کوو د زلميتوب او پېغلتوب جګړه خوږه جګړه ده په زلميتوب ، په پېغلتوب خبرې ډېرې کوو پرېږده چې نن اوبه ، اوبه کړو جل وهلې جذبې سړيتوب وژنو ، ليونتوب خبرې ډېرې کوو اوس چې خبره د ښکلا شوله جلانه ياره! نو راته غوږ شه په اريوب خبرې ډېرې کوو ؟
پښتني رواجونه د اسلام په تله کې
د ډېرو نژدې ملګرو په مټ خبر شوى وم، چې د پكتيا يو څو فرهنګپال او حساس پښتانه غواړي د (سليمان غر) په نوم يوه دوه مياشتنۍ مجله له چاپه راوباسي، ډېر زيات خوښ شوم. همدې ملګرو راته د رارسېدو وعده هم كړې وه؛ خو متاْسفانه، چې دوى ونه توانېدل په خپله مې يو ناڅاپه د ګردېز ښار په څلور لارې كې مې په سليمان غر سترګې ولګېدې؛ نو سمدلاسه مې بې له سوچه د خپلې ديني او ملي فريضې له مخې واخيسته، ومې لوسته، ډېر ښه په زړه پورې مطالب يې لرل، كه څه هم له ځينو خاليګاوو او غلطيو خالي نه وه؛ خو بيا هم په دې هيله مې زړ
د ارمان پر مزار
ژوند مې د ارمان له کوره مړی راوړ، راغــــــلممړی مې پر ولو ســــــــــر پرېکړی راوړ ، راغلمزه د هر ميـن د ميــــــنې تـــــور په غاړه اخـــــــلم ومې تړئ ځــــــان سره مې پړی راوړ، راغــــــلمزړه مې پر نښتر وسوو، شناختې د ارمان ته مې
د لويې پکتياادبي تذکره (څوالسمه برخه)
په دې برخه کې به تاسې د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ، د هغوی شعرونه به ولولئ او يو بل زيری هم درکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به د لويې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه، چې احمدضياء ضياء راټوله کړې ده چاپ او خپره شي. ددې ټولګې دا لومړی ټوک دی. بايد ووايو، چې دا لړۍ به په همدې وېب لاګ کې کرار کرار خپريږي . دلويې پکتيا کوم شاعر که خپل شعر نه وي ورکړی، هغه اوس هم کولی شي، چې خپل شعر، لنډژوند ليک او يو عکس زموږ په پتو راوليږي .hanif_hairan@yahoo.
دخاورين خوږ غزل
لېونى يـــــــم، لېونــــــۍ مـې شـــــــه د مينېخوار پتنګ يـم ډېوه ګۍ مــــــې شـــه د مينېد زړۀ شپول مې درتـه جوړ دى پـــه ورېښموراشه تکــــــــه سپينه ورۍ مـې شـــه د مينېچې نغمه دلــر او بـــــــــر دې کـړم، ټپه شېشپون د حسن يــــــــم، شپېلۍ مې شـه د مينېڅو بـــــــــــه ګـرځمه کوچۍ! درپسې ستړىد ارمــــــــان په دښت کېږدۍ مې شـه د مينېد بېلتون غـــــم دې پـــــــه زړۀ يم پرهـرژلىشـــــــه مسکۍ، ملهم پټۍ مې شــــــه د مينېد خاطر اسمان مې ډک لـــــــ
ماته شپېلۍ د سندرو يو زرين ښار
"ماته شپېلۍ" د هېواد د سپين ږيري ليكوال او شاعر محترم محمد صديق پسرلي هغه شپېلۍ ده، چې د هېواد د ادب پر باغ و راغ يې غزليزې نغمې شيندلې دي، د ماتې شپېلۍ په زړه كې د نوا مست سمندر په غورځنګونو دى. دا نوا كه له يوې خوا د حسن او مينې د دردونو نوا ده، له بلې خوا د عرفان او تصوف د درد خواږه هم لري، دا نوا كه له يوې خوا د فكر او فلسفې له تاره راڅڅېدلې ده، له بلې خوا د وطن د يتيمانو او كونډو د
د لويې پکتياادبي تذکره (ديارلسمه برخه)
نــــوم : شاه محمود تخلص : منتظردپلارنوم : عبدالقادر زده کړه : د ژبو او ادبياتو ماسټر رشته : پښتو ژبه او ادبيات دنده : ښوونکى ولايت : پکتيا ولسوالي : زرمت کلى&nb
د خواخوږۍ پيغام
د خواخوږۍ پيغام: د سيد جمال الدين افغان ادبي ټولنه، پېښورپه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتيکا د والي اکرم خپلواک ورور د پکتيا ادبي ټولنې صدر ډاکترمحمدهاشم مصور او د ځوان ليکوال، کيسه ليکونکي او تکړه ژورنالېست غزانور غزا مور( مېرې) له دې نيمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ، د سيدجمال الدين افغان ادبي ټولنې ټول غړي له دوی سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي او د خدای بښليو کورنيو ته له متعال خدای پاک څخه صبر جميل غواړي او دوی ته ښکلي جنتونه. انا لله و انا اليه راجعون.محمدحنيف حي
د عمردراز مروت تازه غزل
ديدن د سر په بدله غواړي خو سر هم ساتيګټه مني خو د تاوان نه ځان اکثر هم ساتيهغه مغرور که ځان د سر د پاسه سر ګڼي څوخو غر که ډېر جګ وي په سر راه ګزر هم ساتيځار شم د خوار د حوصلې په دې نفسي دور کېاسلام پالي او پښتو هم، خو خپل ټبر هم ساتيد دې سړي د پېغمبر په لباس مه تېروځهپه خوله کې ژبه لکه قند ترخ کې خنجر هم ساتيما هم خوشال ساتي رقيب له ګوتو هم نه باسيلالی د امن هم قايل دی ولې شر هم ساتيدا د ځان قدر زياتوي عمر دراز مروتهدا چې انکار هم نه کړي اوځان مرور هم
د حيات الله وړښکلی غزل
يوه بدرنګ پسې دوه دريو اقتدا کړې دهخو د ښکلا امام موږ ټولو ته ښېرا کړې دهسپوږمۍ په سوال درنه نور نور تيارو ته نه غواړمهزموږ د اوښکو څراغونو اوس رڼا کړې دهسپرليه ځکه دې تل نمانځمه پر سپينو اوښکوتل مو پر وينو د ګلانو اشتبا کړې دهجرم مې نه دی کړی ځکه مې تر داره بياييبس په همدې چې دا مې غټه ناروا کړې دهدا چې يو څو راکې اوس هم د پوهې خلک پاتېضرور دې خاورې ته کوم ښه سړي دعا کړې دهمغرور تندی د چا تر پښو په سجدو نه شم وړلایڅښتنه ستا په يوې خدايۍ مې اکتفا کړې د
د لويې پکتياادبي تذکره (دوولسمه برخه)
په دې برخه کې به تاسې د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ، د هغوی شعرونه به ولولئ او يو بل زيری هم درکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به د لويې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه، چې احمدضياء ضياء راټوله کړې ده چاپ او خپره شي. ددې ټولګې دا لومړی ټوک دی. بايد ووايو، چې دا لړۍ به په همدې وېب لاګ کې کرار کرار خپريږي . دلويې پکتيا کوم شاعر که خپل شعر نه وي ورکړی، هغه اوس هم کولی شي، چې خپل شعر، لنډژوند ليک او يو عکس زموږ په پتو راوليږي .hanif_hairan@yahoo.