30.09.2007
- محمدحنيف حيران
يوه بدرنګ پسې دوه دريو اقتدا کړې دهخو د ښکلا امام موږ ټولو ته ښېرا کړې دهسپوږمۍ په سوال درنه نور نور تيارو ته نه غواړمهزموږ د اوښکو څراغونو اوس رڼا کړې دهسپرليه ځکه دې تل نمانځمه پر سپينو اوښکوتل مو پر وينو د ګلانو اشتبا کړې دهجرم مې نه دی کړی ځکه مې تر داره بياييبس په همدې چې دا مې غټه ناروا کړې دهدا چې يو څو راکې اوس هم د پوهې خلک پاتېضرور دې خاورې ته کوم ښه سړي دعا کړې دهمغرور تندی د چا تر پښو په سجدو نه شم وړلایڅښتنه ستا په يوې خدايۍ مې اکتفا کړې د...
01.10.2007
- محمدحنيف حيران
د خواخوږۍ پيغام: د سيد جمال الدين افغان ادبي ټولنه، پېښورپه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتيکا د والي اکرم خپلواک ورور د پکتيا ادبي ټولنې صدر ډاکترمحمدهاشم مصور او د ځوان ليکوال، کيسه ليکونکي او تکړه ژورنالېست غزانور غزا مور( مېرې) له دې نيمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ، د سيدجمال الدين افغان ادبي ټولنې ټول غړي له دوی سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي او د خدای بښليو کورنيو ته له متعال خدای پاک څخه صبر جميل غواړي او دوی ته ښکلي جنتونه. انا لله و انا اليه راجعون.محمدحنيف حي...