د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې


د اسلام ستر فاتحان او د کره کتنې ارزښت

کره کتنه د ټولنې د افکارو، مېتودونو، شخصيتونو او د هر قابل اصلاح توکي د تهذيب لپاره عمودي حيثت لري. کره کتنه له ثوابتو او مقدساتو پرته، له هر چا او هر شي لوړه ده. چېرته چې کره کتنه سر وخوري، هلته اصلاح له منځه ځي، ټولنه د زړورتيا (انحطاط) ښکار کيږي.په پای کې ټولنه خپل انساني حيثيت  او وجود له لاسه ورکوي. کومه ټولنه چې کره کتونکي يا د کره کتنې زغم نه لري، واړه مرضونه ورته وباء کيږي او د سترو ټولنيزو ستونزود راولاړېدو لامل ګرځي. له بده مرغه زموږ ټولنه يوه له هغو ده، چې پر چا کره کتنه، له هغه

14.08.2007 محمدحنيف حيران

غزل

زموږ لـــــــــه لاســــــــه يې وارونه مرګنــــدي خــــــــوړليپه موږ پسې چې څوک راغلــي موږ ژوندي خــــــوړليڅوک چې د غصب مېلمستيا له دغې خاورې غواړينو د افغــــــــان د لاس ټکـــــــونه يـــــې تــــــندي خوړليزموږ په چـــــــم ګاونډ کې خلکو بل شان سپي ساتليسم لېـــــــوني دي زموږ يې ْډېر د ســـر سړي خـــــوړليله ډېره هـــــجره پس د خپــــــل کلــــــي ديــــــدن ته لاړمخو ومـــــې نه پــــــېژنده ټول کلـــــي لوګـــــي خــــوړلينښـــــه کــــــه نه ده قيــــام

14.08.2007 محمدحنيف حيران

له پکتيا څخه د تر لاسه شويو لرغونو اثارو انځورونه

دځاځيو ولسوالۍ د غونډۍ سيمې څخه تر لاسه شوی لرغونی اثر د ګردېزڅخه تر لاسه شوې د ګنش مجسمې يو انځور

10.08.2007 محمدحنيف حيران

د نصرت الله الهام نوی غزل

ښکلا دبنګړو شور به درپسې وي ته ترې منډې وهه اور به درپسې وي دې په دواړو پښو شل ته، چې دې غږ کړ نور به منډې وهي نور به درپسې وي دښکلابيم چې دې دغسې غږېږي نوزما دزړه منګور به درپسې وي تکې سپينې ته ترې مخکې، مخکې درومه دا  له رنګه تکه تور به درپسې وي ګړنګونو نه چې بچ شولې ( الهامه )بس دعا دخپلې مور به درپسې وي پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز

09.08.2007 محمدحنيف حيران

د جلال احمد امرخېل دوه غزلونه

چې راياده به شوې ته په ميکده کې نو راپرې به وتم زه په ميکده کې کوم بدبخته د جانان غمونه هېر کړل کوم بدبخته شو ويده په ميکده کې دا خو ته راغلې چې وار رانه خطا دى دومره نه ومه بې زړه په ميکده کې بيګا بيا کړې امرخېل ته چا ورياده جګېده او غورځېده په ميکده کېغزل د خپل روح  اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې زه ترې راغلم خو زما

09.08.2007 محمدحنيف حيران

د غ، ساحر اريوبي په زړه پورې شعرونه

د اريوب خاوره عجـــــــيبه خاوره دههر څه چې ســــــپړي نو ګلونه سپړيخو چې موسم راشي د اور او توپانبيا يې اســــمان هم تنــــدرونه سپړي                غ، ساحر اريوبي  درده اباد اوسې زخمونه دې اباد کړي ديمينې ژوندۍ اوسې چې زړونه دې اباد کړي ديڅومره په لويــــو توپانــــــونــــــو کې ونه نړېدلمينې کوډګرې سخت کورونه دې اباد کړي ديډېره منــــــنه ستــــــــا د هــــــر يو مـــسيحا نظر

07.08.2007 محمدحنيف حيران

د برتانيې په ملي ميوزيم کې

د برتانيې په ملي موزيم (هلمند) کې د روان او د تېرو دريو کلونو د جګړو نندارتون پرانستل شو. نندارتون د جګړو هغه برخه انځور کړې، چې پکې برتانوي عسکرو ته د طالبانو په لاس ماتې ورکولو او ورته د ځاني او مالي زيانونو وراړولو صحنې ښيي. فوځيان ژاړي او له طالبانوسره سخت مقاومت کوي؛ خو هلته خلک د طالب نوم نه اخلي؛ بلکې د (افغان) کلمه تکراروي. پورتنۍ خبرې الجزيرې خبري عربي تلويزيون ميدان ته راوکښله، چې ډېر اوږد او په زړه پورې راپور يې پرې برابرکړی و. عرب خبريال، چې د افغانستان تاريخي سوبې يې په ډېر وياړ ياد

07.08.2007 محمدحنيف حيران

لرغونې پکتيا

د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلګې په ستر ګو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې ګڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم ګټور لاسوندونه ګرځيدلي دي . زيات شمير

07.08.2007 محمدحنيف حيران

په ( پکتيا پېژندنه) کې راسره مرسته وکړئ

      سلامونه، خوږو او درنو لوستونکيو/ کتونکيو، خدای پاک دې وکړي، چې ټول ملګري به روغ او سلامت وي. کيسه داسې ده، چې ما غوښتل په خپلې برېښنا پا ڼه کې د ( پکتيا پېژندنې ) لړۍ جاري وساتم. په دې موخه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوستونکي/ کتونکي ترې ګټه پورته کړي او مالومات ترې تر لاسه کړي. زه بريالۍ ن

06.08.2007 محمدحنيف حيران

د خيرخوا خوږه غزله

تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه  همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده.

06.08.2007 محمدحنيف حيران

دفطرت ښکلی غزل

د يار د مړي ژوند حال ورک شيکله پيدا شي کله کال ورک شيورپسې داسې لالهانده ګرځملکه ايرو کې چانه لال ورک شيتا راپه زړه کړم ګوندې شعروليکمچې تا راياد کړمه نو خيال ورک شيبېګامې ډېر عجيبه خوب ليدلیمانه شړۍ له تا نه شال ورک شيفطرت نه داسې خپل جانان ورک دیلکه شپونکي نه چې خپل مال ورک شي.

05.08.2007 محمدحنيف حيران

سېدکرم د تاريخ په رڼا کې

له نن څخه تقريباًَ يوولس سوه کاله وړاندې د پکتيا ولايت نوم پخت او پکتين په نومونو يادېده. د افغانستان ډېر مورخين وايي، چې د پکتيا خلک د هندوکش د غرو له لمنو څخه راغلي او په اوسنۍ پکتيا کې مېشته شوي وه. د پکتيا ولايت او سېدونکي د اسلام نه مخکې د بودايي مذهب پېروان وو او بيا د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د پکتيا خلک داسلام په مقدس دين مشرف شول او ځينې مورخين بيا په دې نظر دي ، چې د پکتيا خلک د سلطان محمود غزنوي په وخت کې په اسلام مشرف شول.د بودايي دين زياته سر چينه د باميان او ننني سيدکرم څخه وه

05.08.2007 محمدحنيف حيران

د هزاره نړيوالې مشاعرې په لور( يونليک)

د ٢٠٠٧ ميلادي کال د جولای اوومه نېټه  د شنبې ورځ وه. د سهار په اووه بجې له کوره ووتم او د پېښور په ګلبهار کې مې د المنصور هوټل ته ځان ورساوه. د هوټل په مخکې دوه بسونه ولاړ وو. يوه سړي ورباندې د رختونو بېنرونه لګول. په يوه بېنر کښل شوي وو( اولنۍ پښتو عالمي مشاعره هزاره) سړي ته مې وويل وروره زه هم غواړم په دې عالمي مشاعره  کې

04.08.2007 محمدحنيف حيران

د ترکيې د لږکيو پر بنسټ پالنه نړيوال ولې غلي دي؟

د نړيوالو په اند طالبان بنسټ پال وو؛ ځکه چې هغوی د اسلامي حجاب پر التزام او د اسلامي اصولو پر مراعتولو خلک مجبورول. نړي والو هم ورسره پر همدې بنسټ سم تعامل ونکړ، چې نتيجه يې په افغانستان کې د اسلام حکومت خاتمه شوه. خو بل پلو ته اروپايي اتحاد ترکيه له ځان سره په دي دليل پرېنښوده، چې ترکيه اسلامي هيواد دی، په داسې حال کې چې همغه مهال د ترکيې هيواد مکمل سيکولرو او د اسلام هيڅ نښې پرې  نه ښکارېدې؛ خو د نړيوالو په اند دا هيڅ بنسټ پالنه نه ده!! په ترکيه کې د روان کال د اوومې مياشتې په ټولټاکنو کې

04.08.2007 محمدحنيف حيران

انځورونه

 

02.08.2007 محمدحنيف حيران

انځورونه

حيران له سهار او پيکارسره

02.08.2007 محمدحنيف حيران

د واصل حسنيار د شعرميکده

د١٣٨٣لمريز کال د ليندۍ ١١م غشی د هيواد د هر با احساسه او پر علم مين زړه له منځه وتلی و. هو داد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد د مرګ ورځ وه. د علم او ادب پر ټبر داسې بده ورځ وه، چې هيچا بل چا ته د تسلۍ ورکولو توان نه درلود. زه اوجاوېد همېش ( هلته کوټوال و) له پوهنتونه راروان شوو، چې د کندهار له اديبانو، شاعرانوسره ددې لوی غم په  مراسمو کې ونډه واخلو. د ايېنې د مطبوعاتي دفتر پر لوري ورسم شوو. هلته ډېر خلک راغونډو و، د قبر د ځای په ټاکلو او د جنازې د مراسمو په تيارولو يې خبرې کولې. کندهار کې زموږ

01.08.2007 محمدحنيف حيران

د دروېش دراني غزل

 زړه مې  درد کوي له زړه ورپسې ژاړم دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړمما د يار دغه غوښتنه هم پوره کړهنه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم بېلتانه دې د هر چا په غم شريک کړميار دبل درومي او زه ورپسې ژاړمچې تر څو مې وي دا زړه نو يادوم يې چې تر څو لرم لېمه ورپسې ژاړممخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشهپه رڼا او په تياره ورپسې ژاړم

01.08.2007 محمدحنيف حيران

غزل

زما د زړه په سکه مهر د يقين شو جاناند اوښکو فصل شو په سترګو کې مې شين شوجاناند غرغرو تر غړونديو غاړې مونږه وروړېچې راغی وخت د نورو غاړو لونګين شو جانانکاينات رام شي ورته لاس ته چې د چا ورسيخدايه دا څه د سليمان دلاس نګين شو جانانستوري سپوږمۍ ورسره نه شي مخ کېدی له شرمهد لمر يې زړه له ځانه تور کړ داسې سپين شو جانانزما نغمې به د بلبل له ستوني خود راڅاڅيسهار ګلاب، غرمه نرګس، ماښام نسرين شو جانانملا که ولېد يادوي به يې په شنو قلقلود ترنم په سين کې ډو ب لکه

01.08.2007 محمدحنيف حيران

غزل

    خيال دی، تنهايي ده، ستا باڼه او زهمخامخ په دښته کې شوو غله او زهځو دواړه د سرو ګلونو پښې مېنځومله د يوې لارې يو اوبه او زهنه لري زره خپلوي د لمر سرهښه دې وې چې :(څه يو سره ته اوزه؟)تا چې خوږولې سترګې نورو تهټوله شپه تراخه وو سره زړه او زهدومره راته زړه د نصيب نه دی سپينياره تور د مينې د هغه او زه؟!درد مو يو دی دواړه له تا پاتې يويو ځای به شو خاورې ستا د پله او زهځه درمله ځو د زهر جن ژوند نههر خوا چې غوږ تاو کړو اورو زه او زه.

01.08.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more