د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې


ارواښاد صاحب شاه صابر غزل

دوړو وړو خدايـــــــــــــــــــــــــانو دې بــــــــــــنده کړملويه خـــــــــــــدايه زه به چاچا ته سجــــــــــــــده کړمملګرتـــــــــــــــيا که څو رندان راســــــــــــــــره وکړيداحرم به يـــــــــــــــــــوه لويه ميــــــــــــــــــــــــکده کړمدوصال دشــــــــــــــــــپې بدل به دې خلاص نــکړمټولې شـــــــــپې که دخپل عمر شــــــــــــوګېره کړمشيريني دپــــــــــــــــېغلتوب دپېـــــــــــغلې غواړمخوله به ستـــــــــــــــا په عنابي شونډو خوږه کړمچې مو

05.06.2007 محمدحنيف حيران

دڅپاند غزل او ټوته

دارواښاد صاحب شاه صابر پر ليکه.  عرفان الله څپاندڅو ساړه ساړه اسويلي مې زړګي ته غاړه ورکړيبس چې کله راياديږي قامـــــــــــتونه قيامـــــــتونهلا له غمه مې اوښکو هر کلــــــــــــــــی کومـــه ځکهلامې سترګو کې غړيږي قامــــــــــــتونه قيامتونهپه بې مينې، بې الفته انسانانو کې شمېر نه شــمکه له زړه مې وکوچيږي قامتونه قيـــــــــــامتــــونهپېغلتوب چې زموږ دکلي دنګو غروته کله راشيپه کې نور هم ښکلي کيږي قامــــــتونه قيامـــتونهموږ خوڅه، ها دکلي ګودر هم و

05.06.2007 محمدحنيف حيران

دخيرخوا دوه غزلونه

نه ورته امن اونه ســــــــــوله راغلهزموږ تر کلي نړۍ ټـــــــــوله راغلهچې رانه واړوي زلمي اوپېــــغلېبس دهمدې لپاره بوله راغـــــــــلهله خندا شين کړمه دې مستې نړۍپه نڅېدا مخــــکې له ډوله راغلهبيا به دسيند په مېنځ کې وبليږيخو که ډېوه بـــــــــله له زوله راغلهښکاري هغې پکې اوبه څښلې ديدخولې وږمه يې له کنډوله راغلهراځه دځای پـــــــــــــته يې ولګېدهخيرخواټپه له هغه شپوله راغله.            غ

05.06.2007 محمدحنيف حيران

که سالک دننګرهار په ښکلو وياړي

ته دې نه وې بې له تانه ښـــکلي ډير ديتانه څو چنده جانانه ښــــــــــکلي ډېر دي له هيبته دبدرنګو غــــــــــېږ تـــه تلليګوزاره کوه اسمانه ښکـــــــــــلي ډېر ديکه ( سالک) دننګرهار په ښکلو وياړي په پکتيا کې هم حيرانه ښکلي ډېر دي  

04.06.2007 محمدحنيف حيران

ښکاري لومې ږدي

د ملي بس وروستي سيټ کې ناست وم. شېبه وروسته به يوه نيمه سورلۍ راپيدا شوه. موټروان هم نه غوښتل چې وخوځېږي او په تشو سيټونو تمځاى پرېږدي. تنکى ښکلى مې ترسترګو شو، ورځ کې که ډېر نه وي يو ځل يې وينم، کله د شپه غالي (ليليې) په وره کې ورسره مخامخ شم، يا پوهنتون ته د تلو او راتلو پر لا. وخت ناوخت يې د ډوډۍ وړلو په ځاى کې هم وينم، دوه کاله پوره کېږي چې دا حالت روان دى. زړه مې غواړي ورسره وغږېږم، ملګرى يې کړم، خو تر اوسه داسې ونه شوه او نه مې خبرې ورسره کړې دي. په پلې لار کې راتلو- راتلو او زم

21.05.2007 محمدحنيف حيران

دحميد احساس درې شعرونه

دزړه مينه يې نشته بس ناکام نـــــــــيولی دیجانان دزړه جومات ته بل امام نــــــيولی دیپه شونډو خويي نه پوهيږم څه راته وايي؟دسترګو په کونجونو کې يې لام نيولی دیاغيارو مسلات وکړلو حميــــــــــد ته دمرګيپرون يې چې دسرو شونډو په جام نيولی دی.  

21.05.2007 محمدحنيف حيران

غزل

ښکاري چې بيادې د درانه خوب اراده کړې دهزړګيه پام چې ما يو چا سره وعـــــــده کړې دهمايې دحسن څه ويلي و، چپ ځکه تېـــــر شـــودراز خبره ورته بيا دغه ســـــــــــــــاده کــــــړې دهصله يې داشوه چې په ډکه خوله خندېږې ورتهما خو رقيب سره داستا په سر لانجـــه کړې دهچې سل دې ومره خودې سلو سر دې تلپاتې ويدغه خبره پښتنو څومره ښايســــــــــــته کړې دهښکارې (هغه) خپلو خبرو کې اختــــــــيارنلريپرونۍ (هو) يې ناګهـــــــــانه نن په (نه) کړې دهيو وخت به ووايي زموږ دکل

14.05.2007 محمدحنيف حيران

ډيپريشن( ژور خفګان) اولاملونه يې_ ژباړه

ويل کيږي چې په افغانستان ،پاکستان اوځينې نورو وروستو پاتې هيوادونو٩٠سلنې وګړي په ډيپرېشن يعنې ژورخفګان اوياهم په رواني ناروغيواخته دي. داهم ويل کيږي چې له ١٩٠٥زکال نه تر١٩٦٠زکلونوپورې دڅېړنوترمخې دژورخفګان ناروغي بيخي په نشت حساب وه؛ مګرله دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته دې ناروغۍ ډېرسرايت وکړ او لکه چې ګورونن سباېې دوباشکل اختيارکړی دی.        څېړنوداهم ښودلې ده چې دنوروپه نسبت په ژورخفګان ځوانان او پېغلې ياځوانې ښځې زياتې اخته دي.چې ددې لاملونه غربت، د ن

14.05.2007 محمدحنيف حيران

زما دروح.....نظم

زما د روح د اسمانونو ښکلاقسم په خدای دی په تيارو کې يمه خدايزده د کوم ښکلي مې زړه مات کړی دا څو کلونه په ښيرو کې يمه ***ګنې نو ته د ښکلاګانو کتاب زما د زړه په تاخ کې پاس ايښی يې له تصوره دې ګردونه شړم په وريښمين پوخ کې د احساس ايښی يې***دشاعرۍ ورځې خو پاتي دي لامرموز کتابه مفسر دې يمه چې شرنګ د تورو شي د شاتو مجۍداسې به کړه چې شاعر دي يمه ***څرک د ليمو راباندې ولګوه ستا په بنګړيو بلا شور لرمه بيا به يې دغه دنيا تآب ن

14.05.2007 محمدحنيف حيران

ته داځل راشه.کاوون توفاني ته

 1ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمهرب مو دې نورسره يوځاې ديره كړيچاچـــــــــي زموژوطن دوزخ كړراتهرب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړې 2  موژپه زانـــــــــګوكي جداشوي يو ټولاوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنوزموژســــــاقي يي هم وژلې راتـــــــــه موژمـيــــــــكده-موژصهباڅـــــــه پيژنو 3 مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نوزما به په سترګو به تــــــياره خوره شوهبــس له هغې ورځې خنداراڅخه وتښتيدهدلــ

13.05.2007 محمدحنيف حيران

غزل

روان چې شي دورېځو برګ اوښان په نيمه شپه کې بېلتون راته رايادشي دجانان په نيمه شپـــــــــــه کېراويښ کړمه ويده واړه ماران په نيمه شپه کـــــــېټپه چې کړمه پورته ياقربان په نيمه شپــــــــــــه کېيوه وړه ډېوه له خپل عظمته وژای نه شـــــــــــــــــــيتيارې که کړې راټولې دجهان په نيمه شپه کــــــېاوږدې اوږدې سجــــــدې دتقدس ورته شروع کړمبتان چې کله جوړ کړم دارمان په نيــــــمه شپه کېتوبې مې وايستــــــــــــلې ننـــــــګرهار دګلو ښار تهراکوز و ډک له ستورو نه اس

13.05.2007 محمدحنيف حيران

غزل

بيا مکړه اشارې ماته له لرې په لاســـــــــــــــــــــونوزه نه اورم له لرې نه خبرې په لاســــــــــــــــــــــــــونـوڅه ښکلی ماشومتوب وچې دنيا به مويوګام کړهالوت ته به مو جوړې کړې وزرې په لاســـــــــــــونوای خدايه ته يې ښخ لکه نښتر کړې په مځــــــکهبې ځايه که وهلې چا نښــــــــــــــــــترې په لاســـونوشايد چې دې دذوق په مرۍ ناســــــته ده خپــسهاوس نه کوې له ځان سره سنــــــــــدرې په لاسونواوس هم چې کله کله زه ماشوم شمه په خوب کېراونيسم په ځالــــــــــو

13.05.2007 محمدحنيف حيران

دشپې مړی

د مياشتې وروستۍ شپې وې. د سپوږمۍ راختل ناشوني وو، څومره چې شپه پخېدله، د ستورو ځلا پسې زياتېدله. سړې هوا د سړي زړه بوږناوه. په کلي کې چوپه چوپتيا وه، ټول خلک د ژوند له ستونزو تښتېدلي وو. خواږه خوب ته يې پناه وړې وه. يوازې ګل اجان ويښ و، غوښتل يې شپه سبا کړي. څه نتيجه ترلاسه کړي، چې مېرمن يې رښتيا ويلي که تېروتلې ده. ګل اجان ګرم نه و، هغه چې فکر وکړ، ګومان يې نه کاوه چې غل دې د دوى کور ته راشي. څه شى دې ترې غلا کړي، په تړلو شونډو به يې وويل: تر موږ شتمن خلک شته، هغوى ته غل نه ورځي، موږ ته

04.05.2007 محمدحنيف حيران

ځانمرګی

سالم هوايي ډگر ته راغلى و. تود روغبړ يې راسره وکړ. له لاسه يې داسې ونيولم لکه ماشوم، چې چيرې بيايي. دى مخته زۀ ورسره جوخت تر شا روان وم. ما مې شاته بکسونو ته وکتل. دى بې له دې، چې ماته وگوري لکه پوى چې شو، شايد يو څه به ټکنى شوى وم، راته ويې ويل: _د بکسونو غم مه کوه، اخر کابل دى، خلک پکې پېژنو. يو چا ته مې ويلي موټر ته به يې را ورسوي. دباندې يې پيجارو موټر ولاړ و. دى مخته، زۀ په شاتنۍ څوکۍ کې کښېناستم. دۀ وار له واره ايرکنډيشن ولگاوۀ. د موټر شيشې يې پورته کړې. راته ويې ويل: _ دا کابل

04.05.2007 محمدحنيف حيران

ځانمرګی

اشرف خان خيرنه لنګي په سر اوشليدلي واسکټ يې په خيرينوجامو اغوستي وه اودموټرونوداډي په لوري په منډه روان وه ،اوږده اوږده قدمونه يې داسي اخستل چې ته به وايې دچاترتعقيب لاندي وي .منور له شاه غږونه پسي کول خواشرف خان لکه چې کوڼ شوي وي مخ په وړاندي په منډه منډه روان وه ،اخرمنور په منډه ځان ورورساو.داشرف  خان په  اوږه يې لاس کيښود .منور:ډاکټرصاحب چيرته داسي په منډوروان يې اوداڅه درباندي شويدي ،تاخوويل چې چيرته رئيس مقررشوي يې؟اشرف خان منور دسرک دغاړي دګڼي ګوڼي څخه اړخ ته کړو اوبيا

02.05.2007 محمدحنيف حيران

مړی

له مركزي دفتر څخه مې دتقرري مكتوب ترلاسه كړ اودخوست  په لوري دكاركولو په موخه وخوځيدم ،دنده مې  دخوست ولايت دعليشروولسوالي په نوي جوړشوي روغتون كې ترلاسه كړي وه.زه دمعالج ډاكټرپه توګه اوډاكټركريم دجراح په توګه ،يوه ميرمن ډاكټره اودوه نرسان موپه روغتون كې ځاي پرځاي شوي ول.دخوست وضعه اوبيا دټول افغانستان حالات ورځ په ورځ خرابيدونكي وه،.هرچاسره ويره وه ، دوستانوددندي دځاي په هكله ښه ويرولي وم،خواخردبچيانوروزي راباندي فرض ده اوبيا اوه كاله دطب پوهنځي مې دڅه دپاره لوستلي  دي

02.05.2007 محمدحنيف حيران

پښېماني

کټ کې لټ پر لټ اوښته. په هر لټ سره به په کټ كې خرچا لاړه. فکر يې وکړ چې ناروغۍ بيا پرې راګرځېدلې که څه؟بيا يې له ځان سره وويل:نه ګرمي زياته ده ګرمي، تبه مې نه شته، وجود مې هم نه خوږېږي.سترګې ته يې خولې ولوېدلې. سترګه يې وسوځېدله، ده ګوتې ورتېرې کړې، لژ يې وموښلې.      چېرته مې ښادي کړې ده. رښتيا وايي له کور نه چې راوتلى لالهاند ګرځي، په اسمان کې يې ستورى پيدا نه کړى، پر ځمکه سيورى. يو بل خوا ته تورې مښې ترې تاو وې. شخوندونه يې وهل او خوړلي واښه

02.05.2007 محمدحنيف حيران

خبرتيا

دخالص بابا ټولنه چې په پام کې لري، دخالص بابا په لاندې شعر طرحي مشاعره وکړي او له مشاعرې وروسته د همدې طرحي شعرونو ګډه ټولګه خپره کړي،       مه خانده ظالمه کړپهار دزولنو ته مېګوره نتيجه کې اخر کار دزولنو ته مې      دپورتنيوڅرګندونو يادونه څه موده مخکې درسنيو له لارې شوې اوتر تاسو در رسېدلې وه، نواوس چې دمشاعرې دکېدو اود ګډې ټولګې چاپ ته وخت کم پاتې، نوځکه يو ځل بيا له تاسو هيله کوو، چې که چا پر دې ليکه شعر ليکلی وي اويايې ليکي

26.04.2007 محمدحنيف حيران

غزل

چې فطرتي حسن نواز نه ويدهغه زړه څه امتياز نه ويسورۍ کڅوړه، زړه، که ورانه کنډرڅه يې ګڼې چې پکې راز نه ويشپه دوصال عجيب سکوت خورويزړونه درزيږي خواواز نه ويپه يار دخدای مينه اول ده ځکهچې حقيقت راشي مجاز نه ويهغې اداء کې زور له کومې راشيچې ورپسې دښکلي ناز نه ويچې زوريې نه لرې ورګورې څلهګوتې غوڅيږي چې شهباز نه ويخيرخواه دزړه مرغه دې مړ وګڼهچې يې دعشق په لور پرواز نه وي.  

26.04.2007 محمدحنيف حيران

ژور اندونه

له څو ورځو راهيسې د غره په لمن كې يو ځوان ليدل كېده. كله به د ونې سيوري ته، فكرونو سيورى پرې غوړولى و. ځينې وخت به په شنو جلګو كې په ليكلو لګيا و، يا به هم د كورونو په منځ كې ګرځېده. څوك څه پوهېده چې دى به څوك وي او څه به غواړي. د كلي ووړكيو به چې ترې وپوښتل څه كوې؟ په خوږه ژبه به يې ويل: ګرانو! څوك به وي چې څه نه كوي. ووړكيو به وخندل، بيا به يې وپوښتل: موږ هم دا وايو چې كار راوښيه! ده به په موسكا وويل:تاسې غواوې پيايئ، مېږې مړوئ او وزې هم څړځايونو ته ر

19.04.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more