د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
د لمر نيازي په زړه پورې نظم
لېونتوب مې ؤ ملګرىماشومتوب ؤ راپه برخهپه هر رنګ کې د وجود په لټون سر وملاړم لاړم، اور ته لاړمغېږ يې راکړه وجود نه ووتش رنګونه سوځول وونه وجود وو نه يې نښېبس يو رنګ وو چې شهود يې د وجود ووڅو پېړۍ پکې ميشته شومچې مقصود په لاس رانغىله اورونو رابهر شوم له رنګونو را بهر شومبيا هم لټه کې د رنګ شومپه بل هيڅ مې نظر نه ووبس په رنګ پسې کاته وو.ناګهانه مې خوله په تندي راغلهﻻس مې وروړ ما وې څه دي چې خواږه دي!په زړګي ښه لګېدل خو، پو
پلټونکی يا تحقيقي ژورنالېزم
Investigative Journalismپه غربي نړۍ كې دپلټونكي ژورناليزم اصطلاح له ۱۹۷۰ كلونوراهيسې مشهوره ده . كله چې ډېرخبريالان دغه اصطلاح اوري ، ددوى ذهن ته پټې كېمرې ، پټ ثبتول ، پټ هويت اومايكروفونه درېږي ، خودادهريوژورناليست دكاريوه وړه برخه ده .ددې ماناداده چې كله يوخبرليكل كېږي ، بايدله ثبوت نه وروسته وليكل شي ، يوازې دانه چې ژورناليست تورولګوي اوبېرته ئې بياردكړي . بايدحقايق راوباسواودهغودملاتړ لپاره شواهدراغونډكړو. خوځينې موضوعات شته چې ددوديزې كچې په پرتله دزياتوهڅوغوښتونكي دي . ښا
د شعر او شاعري موخې
شك نه شته چې انسان تل آړدى اودخپلې آړتيادلرې كولولپاره تل آنداوهڅه كوي ، ټولنېزنظام يوازې ديوياددوغړوكارنه دى چې ټولوته ئې برابركړې ، هرڅوك بايددټولواوټول ديوه لپاره بايدكاروكړي .شته داسې كسان چې يوازې دځان اوخپل كاله اوكورنۍ په محدودفكركې وې چې اصلاً دايوه ځان غوښتنه ده اوارواپوهان دفكرداډول محدودتيايوه روانې ناروغې بولې .څومره ښه ئې ويلې دى :(( كاركوئ كه ژوندغواړئ ، زيارباسئ كه خوندغواړئ .)) موږ ټول چې دټولنيزنظام غړې يووبايدهڅه اوكاروكړواودځان اونورولپاره دښه اووړخدمت مصدروګرزو
د خيرخوا صاحب د شعر پر ليکه
لاړلو نـــظر د تنـــدي خـــــال کلــــــي کـــــې واړوليار دې بـــــېرته بيا د کليـــــوال کلي کــــې واړولهيچا هم عقدې د خپل مغرور هوس سړی نکړېډېرو د ننـــــګونــو د ابــــدال کلـــــــي کـــــې واړوليوه شپه يــــې هم لاس لکه مين پرې راچاپېر نکړســـــتورو خو ټول عمر د هلال کلــــي کــــې واړولشاته درپـــــــسې د تغــــــزل کـــــــډې هم راغـــــــللېکلـــــه نه چـــــې تــــــا زما د خيـــــال کلي کې واړولنه مــــې ټنډې ته کتــــل او نه مې لاس چاته ښــودهخپله
غزل
لــــــکه اوښــــــکه په کـــــږو لارو روان يـــــمراستون شوی دخپل ورک زړه له ارمان يمميينــــــان د اناالـــــحق راتــه نـــه ښـــــکاريځــــوړند دار ته زه ولاړ ځــــکه حيــــــران يمد ګرېـــــوان قــــــــهر مې ونــــړوو اوښـــــــکولکه سيـــــند د اباسيـــــن په شــــور روان يمته ډېـــوه شــــــه داد ژوند کور مې رڼـــــا کړهزه هم ستوری ستا پر سر د سپين اسمان يميم شــــــاهين پر لوړو غرو ځــــکه پرواز کړمزه مجبور د خپل مغروره خـــــوی له شان يم.
د خالص بابا فرهنگي ټولنې خبرتيا
نن ١٣٨٦/٥/1 ل د خالص بابا د فرهنگي ټولنې په نوښت د ارواښاد خالص بابا(رح) د لومړي تلين د رارسېدو پر مناسبت د پېښور ټولې پښتو ورځپاڼې د ارواښاد خالص بابا(رح) د ژوند په ټولو اړخونو لېکنو ته ځانگړې شوې دي او ټولو ورځپاڼو د ارواښاد خالص بابا(رح) پر ژوند، د ژوند پر ځانگړتياوو او د هغوى کړنو ته په کتنه خپرونې کړي دي.په درنښت
د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې
خالص بابا خپلې کورنۍ لومړنۍ زده کړې له خپل پلار ارواښاد عبدالاکبر څخه او بيا له خپل ماما عبدالرازق څخه کړې وې، خو د نورو زده کړو لپاره گاونډي هېواد پاکستان ته له خپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره لاړ او هلته يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په پاکستان کې يې د وخت له مشهورو او نوموتو عالمانو څخه خپلې زده کړې پيل کړې او هلته يې په فقه، نحوه، صرف، عقايد، منطق، فلسفه، اصول فقه، معاني، بديع، بيان، عروض، ادب، سيرت، حديث، او تفسير کې خپلې زده کړې ترسره کړې. ارواښاد خالص بابا (رح) د حديثو ستره دوره د وخت له
د ارواښاد خالص بابا پر مړينه
بس تر پايه له اغازهژوند دې ډک شو له اعزازه نور باطل او حق جلا شولپرده پورته شوه له رازه پس له مرگه زندگي دېشوه د خداى په کرم سازه ځينې وخت خو معلومېږيد روحونو له پروازه دا معلوم کړئ چې خپه يمد زړگي له اهتزازه حقيقت به سره وايواو بغير له امتيازه تانه نور څه پاتې نه ديتانه پاتې دوه محازه ته زمونږ دويم بابا يېاى ثاني غريب نوازه
د خالص بابا(رح) مقاومت او کړنې
کله چې روسي ښکېلاکگرو د افغانستان په خاوره ناحقه تېرى وکړ، يوازې دانه چې د افغانانو په وژنه يې لاس پورې کړ، بلکې د هېواد په جواهراتو يې هم خپله خېټه واچوله او د هېواد وگړو ته يې يوازې غلامي او بېچاره گي ور په برخه کړه، نو همدا لامل و، چې غيرتمنو افغانانو چې همېشه يې د غلامۍ او اسارت زنځيرونه شکولي دا ونه شوه زغملى چې د بل تر غلامۍ لاندې ژوند وکړي؛ نو ځکه يې د هېواد او اسلام د ساتنې لپاره توپک ته لاس کړ او په جهاد يې لاس پورې کړ. ارواښاد خالص بابا(رح) د رسول الله(ص) په څېر هجرت ته اړ شو او گاو
د ارواښاد خالص بابا لنډه پېژندنه
د١٢٩٧لمريز کال د مرغومي په يخو شپو کې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو د ولسوالۍ دقاضيانو په کلي کې دمولوي عبدالاکبر په کور کې يو ماشوم سترګې وغړولې. کورنۍ پرې محمد يونس نوم کېښود. دې ماشوم خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل ماما عبدالرازق څخه پيل کړې کله چې لږ لوى شو، نو دنورو زده کړو لپاره دخپل مشر ورور مولوي محمد يوسف سره دلرې پښتونخوا په لور روان شو. په لره پښتونخوا کې يې په چج، طورومايار(مردان)، چکۍ سر،دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک او نورو ځايونو کې زده کړې تر سره کړې. نوموړي د خپلو زده کړو په لړ کې
خالص بابا(رح) د يو مسلمان افغان په توگه
له ډېره وخته دا هڅه روانه ده، چې د اسلام او افغانيت ترمنځه يو ډول رقابت څرگند کړي سره له دې، چې اسلام د قومونو د له منځه وړلو لپاره نه دى راغلى، بلکې د قومونو د هدايت لپاره راغلى؛ ځکه خو يې ښه روايتونه برقرار ساتي او بد يې له منځه وړي.د انساني تهذيبونو تر منځه افغاني يوازېنى هغه دى، چې له اسلام سره يې ټکر ډېر کم دى. حمزه بابا وايي:پښتو مې د اسلام د(الاالله) څخه زده کړېهمدې راته ښودلې د جنت د چمن لارهځينو خلکو دا ډېره عجيبه ښکاروله، چې څنگه دې يو سړى مسلمان او په عين وخت کې افغان
دخالص بابا(رح) ادبي او جهادي رسالت
پر خالص بابا(رح) څه ليکل زما په څېر د ادب د مدرسې د يوه کوچني چڼي کار نه دى، د هغه شخصيت، جهادي کړنې، ادبي هلې ځلې، اسلامي جذبه، اخلاقي سپېڅلتيا، قوي عزم، بشري درناوى او..... دومره څېړنه غواړي، چې په زرگونو بابونه او په لکونو کتابونه پرې ليکل کېږي. خالص بابا(رح) که عامې خبرې کولې، که د خداى(ج) په لاره کې به يې جهاد کولو، که پر قلم به يې څه کښل، يوازې يو هدف يې و، چې هغه ټولو ته څرگند دى.په دې لمبه لمبه حالاتو کې دا ډول کارونه کول زما په اند د يو نابغه کار و، هو دا نبوغ ستر څښتن پر دوى لور
نهيلي ولې؟ ارواپوهنه
بسم الله تعالیيادونه: نهيلي ولې؟ دارواپوهنې اود رواني ناروغيو ددرملنې يوه په زړه پورې ټولګه ده، چې په تېرو شپو کې ددانش خپروندويې ټولنې له خوا په کتابي بڼه چاپ شوې ده، غواړو چې دلته يې ستاسو لپاره پر کرښه کړو. په دې هيله چې تاسې به ګټه ترې پورته کړئ. د ژباړن خبرې موږ چې څه مهال له پکتياڅخه سليمان غر مجله چلوله؛ نو ما پکې د اروايي اورواني ناروغيو د ژباړې (نهيلي ولې؟) يوه لړۍ پيل کړه. مادومره فکر نه کاوه، چې دا برخه به د لوستونکيو لپاره دومره اثرناکه او اغيزمنه وي؛ خو
غزل
په اوښــــکو نه ارزي په غـــــم نـــــه ارزيژوند داسی دی چې په هيڅ هم نه ارزيســـــترګې مو وخـــــــوړې غـــــبار دلارېلا دګـــــــــــلرنــــــګو په قــــــــــدم نه ارزيمات کړل ريـــــا دشېــــخ داوښکو غميپه تبســــــم اوس دصــــــنم نـــــــــــه ارزيموږ ژوند پرېږدو په غنمرنګو پســــــېموږ تـــــه جـــــــنت په يو غنـــــــم نه ارزيهرڅــــــــوک په تېغ د نظر ولې وژنــــــې؟هر څوک په تــــــــوره درستــــــم نه ارزيددرمـــــــــل غــــــــــږ به پرهر ژلی
غزل
زنده گــی ده ځـګرخـون سره تـيريـږيبنـده گی ده له ازمــون سره تیریــږي درسته ورځ دې د یادونو کتاب لـولــمڅه ساعت له دې مضمون سره تیریږي اباسین سره کـه تور پنــجابـیان گرځيسره خرسان هم له جیحون سره تیریږي د خپل پلار د کتابونو منځ کې ناست یمکه مـې عــمر افلاطون سره تیـریــږ ي دلته مرگ دی، هلته مرگ دی، هر خوا مرگ مرگڅــه جــفا ده لــه ژونــدون سره ، تیـریـږيامیران په بــادشاهـۍ کــې نـــا کـــرارهفقــیری څــه لــه سکون سره تــیریــږي هوښ
غزل
ښې دي چې مــاڼی د بادارانو ډېـــرې ـلوړې ديسيورو ته يې څو دانې زمونږه هم جونـګړې ديبښنه غواړم خدايه (ج) چې سبب ددغې څه دی؟يــــوازې افغــــانانو ته مرګــــونه دي جــګړې ديهره يـــوه مورکۍ د وطن بــــاد د غـــم وهـــــلې دهدلته ميندې ټولې بورې ورارې دي زوی مړې ديزه يې د ايـــــمان د تـــــراوت لپــــاره ښــــې ګــــــڼم چــــا ويل چې حـسن ته سجدې په غم ککړې ديبار اوښــــان زموږ د دعـــاګانـــو ور د نـــنه کـــړېخدايه پاکه ستا دهر رحمت دروازې لـــوړې ديهو
خدايه (ج) ته داسې وکړې
خـــدايه ته دا وګړي داسې جوړ کړېچې هيڅ سړی د چا په لاس ونه مريداســــــې لـــــمن کړې تــــه د ظلم ټولهچې نور مېږی د چا پــه لاس ونه مريخدايه چې تا وي ورتـــــه روح ورکړیهيڅ داسې شی دچا په لاس ونه مريچې د هر شي ظلم په ستر ګو کې شياو هيڅ ژوندی د چا په لاس ونه مريهيڅ لاروی د چا سپــــی ونــــــــه داړيد هيچا سپی د چا په لاس ونــــه مري
دناګار صاحب پر ليکه دخيرخوا غزل
(درڼو اوښکو په کاڼو مې سنګسار کړ)بيا مې غم لکه منصور درته په دار کړداچې ستا دغم کفارو دی وژلیما زړګی دشهداو صف کې شمار کړدابه شايد ستا دياد شراب و خدايهزما زړه يې نن پېنځه کرت خمار کړما چې راز دمينې څومره پټ ساتلودې ساده غزل مې هغومره اظهارکړته چې زړه دچا په سترګو دلته راغلېهمغه درباندې څنګه ځان ناګار کړزه زخمي شوم سکه ورور رانه شهيدشومېرني راته له هغه ځايه څار کړدخيرخوا شعره کمال به دې بيا منمکه دې يوبې لارې شوی راپه لار کړ. &nb
له ماسټر علي حيدر سره مرکه
يادونه: خان محمد مفتون دې خداى پاك وبخښي، يوه ورځ يې راته ويل، چې ماسټر علي حيدر مې ډېر خوږ ملګرى دى، ما ورسره خبره كړې ده، يوه ورځ به د مجلې لپاره مركه ورسره كوو. خداى پاك دې مفتون ته جنتونه وركړي. د هغوى په ژوند دا كار ونه شو او هغوى دا ارمان له ځانه سره ګور ته يووړ. ما يوه ورځ په پېښور ښار كې ماسټر صاحب وليدو، د مفتون د مرګ كيسه مې ورته وكړه، ماسټر صاحب ډېر پرې زهير شو، ويل يې خامخا به يوه ورځ كېنو او مركه به سره كوو. دا چې دوى ډېر مصروف وو اول يې په جرمني كې كوم كنسرت درلود، بيا چې هې
غزل
ټيټې سترګې مه ګوره سر پــــورته کاکلـــــکه پـــــــښتنه شه نــــظر پورته کاګل ګل پېښور نور ســـــــــوزوي راته خدايه پاکه لږ خو ترې لمر پورته کااودې ويشتم زه لکه ټـڼـــــــپي مرغهوه ظالمې اوس خومې ژر پورته کاشور چې اذانګې شي دمنګو ترمېنځنن خو يوه ټپــــــــــه په ګودر پورته کازړه مې لکه خاورې ستا تر پښو دروړلږ خو يې دلارې له ســـــر پــــــــورته کااور اور زندګي ده له بېلـــــــــتون سرهسوزي نينې سوزي مـــــجمر پورته کازور د تـــــــــــغزل يې لا