د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل

  زماتڼاکې پښې لالارې غواړيلکه ماشوم چې له هيندارې غواړيشکرلاسونه دپاچازرغون شولاعلان ېې وکړبورې ورارې غواړيدپېزوانه رواج لانه پرېږديټيک ته روپۍ کليمه دارې غواړيدلته هم زوردپنجابيانومنمهردوکانداررانه کلدارې غواړيزه ساده پېغله په پښوهم شله يمژڼي خوروغې اوهوښيارې غواړيدلوږې تاب نوردايتيم نه لريپه ډېرانونوکې مردارې غواړيزمادورورغوښتنې څومره لوړېمن اوسلوه له خدای تيارې غواړيتره،پلاراومورېې په يوبم والوتليتيم ډوډۍ اوس له تيندارې غواړ

04.03.2007 محمدحنيف حيران

له خپل ژوندڅخه راضي يم. طنز

له پتلون سره په زړه پورې مرکه موږدادی له وخت څخه په ګټې سره له پتلانه سره مرکه کړې،چې ترپايه يې دلوستلوبلنه درکوو، پوښتنه: له معمول سره مركه مهرباني وكړئ په پيل كې ځان راوپېژنئ، بده به نه وي؟ ځواب: مننه، زما نوم پتلون، تخلص نه لرم. اصلي ټاټوبى او د پيدا كېدو ځاى مې معلوم نه دى، همدا ده، چې له پلار و موره هم احوال نه لرم، چې څوك دي او چېرې دي. پوښتنه: ټولو پوښتنو ته مو يو مخ ځواب ووايه، په هر صورت كه مو د ژوند په هكله معلومات راكړئ؟ ځواب: ژوند دى تېرېږي، ټيټې او هسك

01.03.2007 محمدحنيف حيران

مهال وېش

له دې چي خلک وايي دنوروخبروته چې هغوی نه غواړي خبرې ېې نورڅوک واوري غوږنيول ښه اوغوره کارنه دی اوسړی پرې سخت ګناهګاريږي؛خوڅه وکړم داعادت راته له پخوانيو په ميراث راپاتې دی.بس چيرته چي کوم دوه کسان سره ووينم،چې سره نژدې شوي اويوبل ته په غوږکې څه وايي،نوزماپروجودخارښت ولږي اودناقرارۍ لمبې مې په هډوکوپورې شي اوپه ډېرکم وخت کې مې ټول وجودغوږونه غوږونه شي اولکه داوسيۍ پرمختللې ټيکنالوژۍ مايکروفوتونوپه څيرچمتوشي اوحتی په سلومترونوکې هم که څوک غوږونه سره نژدې کړي اودڅه ويلوخيال وکړي؛نوهغه مخابر

01.03.2007 محمدحنيف حيران

داروپانيا

څلورشپېته کاله ملکه وه،دانګلستان تاريخ ېې داوج ټکي ته ورساوه.ددې په پېرکې دبريتانيې بيرغ دنړۍ پرڅلورمه برخه ځلېده اولمرنه په کې ډوبېده.نوموړې دانګلستان دواکمنۍ مشهوره ملکه وه،دنورو ښځينه اونارينه واکمنانوپه پرتله ېې دخپل هيواددتاريخ په ټاکلوکې مهم رول لوبولی دی اودملکې په  توګه دانګلستان په تاريخ کې اوږدپېر لري. په 1819م كال كې زوكړې ده. لنډ نوم يې ويكتوريا و او پوره نوم يې ?الكساندرينا ويكتوريا? دى. پلار يې اډوارډ ډوك اف كنټ، د درېيم جورج څلورم زوى دى. ويكتوريا له وړكتوب څخه د ت

01.03.2007 محمدحنيف حيران

ديارانوکډې ګورته وارپه وارځي

د سليمان غر مجلې د دويمې ګڼې مطالب او ليكنې مو اوډلې، ښاغلي اخلاص يار د پكتيا او نورو ولايتونو د ليكوالو ليكنې او شعرونه راوړي وو. زه هم قصه خوانۍ ته ورغلم، اخلاص يار مې په يوه څلور لارې كې وليد، له روغبړ وروسته مو وپتېيله، چې په يوه هوټل كې كېنو او د مجلې په اړه سره وغږېگو. ښاغلي اخلاص يار راته كړه، چې يو ډېر فرهنګپال ملګرى خان محمد مفتون مې هم راغوښتى دى. لږه شېبه وروسته ښاغلي مفتون زنګ وواهه او هغه مو هم هوټل ته راوغوښت. لوړ قده ځوان و، ږيرې او برېتو يې اوس خط وهلى و؛ خو په وجود ښه غښتلى و

01.03.2007 محمدحنيف حيران

خارجي مېلمه

دري كاله كيږي دافغانستان په يوه ولايت كې دبهرنيو چارودمشرپه توګه دنده ترسره كوم تل دخارجي ميلمنو په راتګ اودهغوي دليدني داجنداپه اړه خبرراكول كيده خواداځل لكه چې كوم ډيرمهم ميلمه راروان دي ،ځكه واليصاخب په اشاره كې راته وويل:_سبا چيرته ځان مصروف نه كړي،خارجي ميلمه راځي.ماهم دخارجي ميلمه په اړه دكومي پوښتني جرات ونكراودواليصاخب له دفتر څخه ووتم ، خيرتشويش خوراسره پيداشو،ځكه نه پوهيدم چې څوك ،څه وخت اوڅنكه اجندا بۀ ورته جوړوو.نن چې دماښام په ډوډي ديو دوست سره ميلمه وم، په تياره كې د

21.02.2007 محمدحنيف حيران

په پکتياکې فرهنګي ګلان مخ په ټوکېدو دي

  فرهنګ او ادب د يو هېواد او خلكو د شناخت او هويت د سپړلو ښکلې وسيلې دي هر څومره، چې دغه عرصه وده كوي او په دې اړه خدمتونه پراخېږي په همغه كچه د يو هېواد د خلكو د شناخت ګراف لوړېږي اوله دې سره د نورو د پام وړ ګرځي. په افغانستان كې د تېرو دوه نيمو لسيزو ناخوالو كودتايي اوتحميل شويو سيستمونو په دې هېواد كې د خلكو هر څه د نابودۍ غېږې ته وسپارل له ټولو وړاندې يې بېګانه وارد شوې ايډيالوژيګانې، كلچرونه او تقليدونه وو، چې موږ يې له خپلو اصيلو شتو او تاريخي ماصفاتو څخه محروم وګرځولو.

21.02.2007 محمدحنيف حيران

پناه ورکول

  دپورتني سرليك لاندې به خپل معلومات تاسوښاغليواو اغليوته وړاندې شي . هيله ده چې لوستل به يې تاسې ته په زړه پورې تمام شي . او له تاسوهم هيله كووچې د خپلو دودونوپه هكله چې په چم ګاونډ كې مو رواج دي ليكنې وكړى او مجلې ته يې راوليږى . په هرصورت ، داځل په پناه وركولو غږيږو، پناه وركول هم زمونږ د افغانانو او دځينوچم ګاونډ هيوادونود وګړو يو ډيرپخوانى دود دى چې له نيكه مرغه دنړۍ په نوروهيوادونو او ملتونو كې هيڅ نشته ، يا هم په لږه كچه ليدل كيږي . دافغانستان په كلو او بانډو كې ن

21.02.2007 محمدحنيف حيران

اريوب ځاځي دتاريخ په پلوشوکې

رښتيا ده، چې اّريوب ډېر ښكلى او زړه راښكونكى منظر لري. دا يوه ښېرازه سيمه ده، چې شاوخوا يې غرونو احاطه كړې او غرونه بيا په شنو ونو لكه نښتر، لمنځه، څېړۍ، بېجور، جلغوزي اوبښته او نورو باندې سينګار دي. دا هغه ونې دي، چې په دوبي او ژمي كې شنې پاتې كېږي او د اّريوب درې همدا ونې پخپله غېږه كې رانيسي او لا ښكلا وربښي. د اّريوب ختيځ لور ته كرم ايجسنۍ شمال لور ته يې سپين غر، چې د ننګرهار سره نښلي او د شمال لويديز لور ته د كټه سنګ او لوګډي د غرونو په ذريعه له لوګر ولايت سره پيوند اخلي. لويديځ لور

21.02.2007 محمدحنيف حيران

دافغاني مفکوري تدوين دسياسي تحليل په رڼاکې

_ تاريخي سريزه: افغانستان د لرغونې اريانا او خراسان څخه وروسته د هغه تاريخي هېواد نوم دى، چې د مركزي اّسيا، منځني ختيځ او افسانوي هند تر منځ موقعيت لري. له دې سره سره، چې تاريخي پېښو، ددې لرغوني هېواد سياسي پولې (سرحدونه) وړاندې وروسته كړي دي؛ خو خپل حساس جيوپوليتيك او ستراتيژيك موقعيت او اهميت يې له لاسه نه دى وركړى. په تاريخ او سياست كې دا يو منل شوى اصل دى، چې جغرافيوي موقعيت (جغرافيوي جبر)، د هر هېواد د برخليك په ټاكلو، سياست او تاريخ جوړولو كې لوى لاس لري. نړۍ او سيمه كې د س

21.02.2007 محمدحنيف حيران

هغه ځواني مرګ شو

د تنكيو  ارماونونو او تاندوهيلو ډك ځوانهغه چې د خپل ژوند په اوږدو كې يې څوك ازار كړى نه وو.هغه چې د بدۍ لاس يې  چاته اوږد شوى نه وۀ.هغه چې په نو راني څيره كې يې اُلفت له ورايه ځليده. هغه چې په ورين تندي به يې د دوسستۍ رنګونه يوتربل غاړه وتل.هغه چې هميشه به يې  موسكا پر گلابي شنډو نڅيده.   هغه چې يومينه پالونكى انسان وو.هغه چې آرمانونو يې غزيدلو ته ځانونه جوړ كړي وو،او د تاندو هيلو نيلۍ يې زين او پښه يې په ركاب ايښې وه. (محمد آمي

20.02.2007 محمدحنيف حيران

ذهني عياشي پرېږدئ

  له پلارسره مې په دې نه لګېده،چې زموږدتربورانوخبرې به ېې منلې:زوی دې لوچک دی،زوی دې نشې کوي،زوی دې سپينه خوله دی او له لويانوسره ګرځي،داسې دی اوهاسې دی.زه به چې دماماګانوکره لاړم،هلته مې يوهلک ملګری کړی و،ډېرې شپې به هلته وم.پلاربه مې چې تيليفون راوکړ،دنن اوسباپلمې به مې ورته کولې.هغه انډيوال مې اقبال نوميده،ډېرشوخ و،ښوونځي ته تلو؛خويوه خبره وه پکې چې سګرټ ېې څکول.مانشې نه وې کړې؛خودپلارترڅنګ به چې ناست وم،دچيلم له سره اودپلارله خولې مې ډېردوګونه(لوګي)ترستوني تېرشوي و.ډېرځله به

17.02.2007 محمدحنيف حيران

مينه.نظم

.نوره پرګلومينه نه کومهدچم پرښکلومينه نه کومهزه بايدنوره پرخپل ځان مين شمښه ده له دې چې پرجانان مين شمياپه نامه دتش انسان مين شمزه بايدنوردځان شاعرواوسمبايدسندرې ځان ته ووايمهزه بايدمينه پرخپل ځان وکړمهخلک لادلته له يوبله تښتيخدای خبرهلته به چې څه پېښيږيهلته خوزوی له خپله پلاره تښتيدمينې يارله خپله ياره تښتيمجبورغلام له خپل باداره تښتي..وۍ داسې ولې راته برندبرندګورېزه خوهريوښکلی خپل ځان ګڼمهدژوندلپاره ېې جانان ګڼمهداچې مې

14.02.2007 محمدحنيف حيران

غزل

  دمينې لارکې  کمزورپاتې نشومشکرستاترپېغور پاتې نشومستادحيااوعفت غم وو کنهشيرينې ځکه په کورپاتې نشوم له رسوايي نه راته ډېره ښه شوهچې ستاپه کلي کې نورپاتې نشومپه نيمه خوله مې بېلتون وموندلويودې دعاته سرتورپاتې نشومستادستم پنجې وې ستاپه زړه کېچې ستاپه زړه کې انځورپاتې نشومکه کاڼي زرووکه اوبه مې ګبينافغانستان وم،سمسورپاتې نشومته وې نالوستی اوکه زه ضدي ومچې تراخره دې ورورپاتې نشوماوس هريتيم خپل ځان پدې خوښويکه پلارم

13.02.2007 محمدحنيف حيران

عبدالرحمان باباژوندی دی

                            په رحمان باندې دا عمر هسې تېر شو لـــــــــكه تېر شي يو ساعت په دا دنياداسې پښتون نر، ښځه، ماشوم او سپين ږيرى به نه وي، چې د رحمان بابا نوم يې نه وي اورېدلى او يا يې هم شعر نه وي زده، ويل كېږي، چې په نړۍ كې په مذهبي او غير مذهبي كتابونو كې يوازې قراّن كريم زيات تلاوت (لوستل) كېږي؛ خو كه ووايو، چې تر قراّن كريم وروسته په ټ

13.02.2007 محمدحنيف حيران

نهيلي ولې؛

    دنفسياتي اوروحاني ناروغيودرملنه داسې وکړئ       زموږپه ټولنه کې اکثره وګړي هغه دي،چې ژوندېې دپښېماني،نهيلي،خفګان اوزړه تنګون سره تړلی دی.هغوی ته داکاينات اودهرانسان ژونداودهريوشي راتلونکی توره شپه ښکاري.ماښام مهال چې دلمرزېړې وړانګې دچېنارونوله سرونوسره خدای پاماني کوي؛نوهغوی دمغرب دافق دشفق له زړه راښکونکورنګونوڅخه خوندونه نشي اخيستلای.هغوی صرف داګوري چې لمرسترګه پرېوتله اواوس به شپه خپل تورمخ راښکاره کړي.له دې څخه هغوی ژورخفګان اخلي.په اک

13.02.2007 محمدحنيف حيران

نهيلي ولې؛

    ستاسې خيالات،جذبات اوراېې دچاپه لاس کې دي؟حقيقت دادی چې موږخپل خيالات اوراېې خارجي اثراتوته سپارلي دي.په اکثره خلکوکې دخپل ځان په اړونددپرېکړې هيڅ ماده نه وي موجوده.دوی په خپل ځان کې داسې هيڅ صفت نه ويني،چې خپل ځان ته تسلي پرې ورکړي.ددې نيمګړتياووپايله داوي،چې هغوی داسې حکيمانو،کوډګرواورنځپوهانوته مخه کړي،چې کليوال ېې ورته صفت وکړي.هغوی اکثره داسې کس ته مشوره ورکوي،ددوی تشخيص واردواره وکړي،ورته وايي:ته فلانکي ملا،حکيم ياپيرۍ ته ورشه،خامخابه چاکوډې تاويذونه درباندې کړ

13.02.2007 محمدحنيف حيران

ناقبوله دعا

يوه ناقبوله دعا                                                    كه په سجدو واى په تندي مې چينې واېستلې خلك راځي رانه دعاوې اخلي او په لمنه مې مونځونه كېږي "حيران" شم دلته ګلې! ستا د يارۍ سوال مې چې نه قبلېږي

13.02.2007 محمدحنيف حيران

له نظيراحمد سهارسره مرکه

  ژورنالېزم دادب مخه نيسي     مرکيال:محمد حنيف حېران            نزيراحمدسهارپر١٩٨١زکال په وزيرستان کې زېږېدلی،زده کړې ېې په پېښوراوکابل پوهنتون کې بشپړې کړې دي .دژورنالېزم په څانګه کې ېې د لېسانس تر درجې زده کړه کړېده.چاپ اثاردلونګو ځونډي.(شعري غونډ) هغه لېو نۍ ده(لنډې کېسې)،نازنين(ناول،ژباړه)،شېطان په پرېوتوکې(ناول.ژباړه)،د مسافرو دې خدای مل شي(د شاعرانو پېژندګلوي)دبشري حقونو بنسټيزې ﻻرښوونې(ژباړه)

13.02.2007 محمدحنيف حيران

انځور، لنډه کيسه

د افغان پوهنتون د طب پوهنځي د اول سيمستر سعادت را په برخه شو. نه پوهېږم، چې خوشبختي ورته ووايم كه بدبختي؟ له كلي نه اول راغلى وم، سفر مې بېخي نه و كړى، خپل يو ملګري هارون راته په زاهد هاسټل (ليليه، شپه غالي) كې مخكې له مخې داخله اخيستې وه. د بورډ په بازار كې د ناصر باغ د سرك په غاړه د خوسا نهر خوسا اوبو راته تر شپه غالي پورې كپري ګړى كړ، له يو كس نه مې وپوښتل: وروره! زاهد هاسټل چېرته دى؟ راته يې وويل: _ په دې خوړ پورته ورشه، لوحه به يې خپله وګورې. وړاندې په يو دېوال ل

12.02.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more