دپورتني سرليك لاندې به خپل معلومات تاسوښاغليواو اغليوته وړاندې شي . هيله ده چې لوستل به يې تاسې ته په زړه پورې تمام شي . او له تاسوهم هيله كووچې د خپلو دودونوپه هكله چې په چم ګاونډ كې مو رواج دي ليكنې وكړى او مجلې ته يې راوليږى . په هرصورت ، داځل په پناه وركولو غږيږو،
پناه وركول هم زمونږ د افغانانو او دځينوچم ګاونډ هيوادونود وګړو يو ډيرپخوانى دود دى چې له نيكه مرغه دنړۍ په نوروهيوادونو او ملتونو كې هيڅ نشته ، يا هم په لږه كچه ليدل كيږي . دافغانستان په كلو او بانډو كې نوموړى دود تراوسه پورې لا پياوړى دى او په ښارونوكې نورنوامكان لري داسې ډول مسايل د تاريخ يوه برخه شي . په كلو اوبانډو كې هم په هغه پخواني پياوړي شكل كې نه ليدل كيږي ، ځكه چې اوس وګړي خپل ځان نه شي ساتلى نو نورو ته به څنګه پناه وركړي . اويا په بله مانا ټولنيزو، فرهنګي اوسياسي حالاتو اوس ډيربدلون موندلى دى چې ښكاره خبره ده _ چې نوموړي توكي په عنعنو او دودونو هم خپل اغيزاچوي .
داچې پناه وركول څه شي دي ؟ څنګه ، په څه ډول ، ولې او كوم كسان پناه اخلي په لاندې توګه به پرې وغږيږو.
_ پناه وركول داسې يوحالت دي چې يوڅوك يوازې يا يوه كورنۍ يا يوه ډله خلك يوه كلي ، يوه چا يا يوه هيواد ته د كوم بهرني پام شوي زيان له كبله پناه وروړي . پناه په دې مانا چې غواړي له زيانه بچ پاتې شي او كوم ګواښ چې ورته متوجه وي ، له هغه ځان وژغوري . ځينې مهال داسې كيږي چې يوڅوك په زوره له ويرې ناببره په كور دننه كيږي او غواړي چې دنوموړۍ كورنۍ دمشر او دكور دنوروغړو تر وزرو لاندې خوندي شي . په نوموړي دود كې ښيګړې هم شته او نيمګړتياوې هم لري . دښيګړو په هكله بايد ووايو چې پخوا د پښتنو ، تركانو، او ايماق قبيلوكې د ميراتې ( له يوه سره ختمول ) په نوم يو دود موجود و ، چې اوس هم په پښتنوكې شته ، كه ريښتياه ووايو پخوانيووختونوكې هم ظلم او تيرى ډير موجود و، دميراتې كولو ډيرې پيښې پخوا اوريدل كيدې ، مونږ اوس هم له خپلومشرانود پخوانيو مهالونود ميراتې كيسې اورو ، ميرات كول تقريباً يو داسې حالت دى چې د اقتصادي ، مذهبي او ټولنيزوګټو لپاره يوه يا څو كورنۍ د مقابل لوري يوه كورنۍ چې له نارينه وګړو(ميړونو) د لږوالي سره به مخامخ وو، د شپې يا د ورځې په پټه توګه به يې پرې هجوم وروړل ، له يوه سره به يې واړه زاړه ور وژل ، حتى مشران وايي چې په ميراتې كې په زانګو كې نارينه اولاد هم نه پريښودل كيږي ، او وژل كيږي . دا د دې لپاره چې سبا لپاره كه دا ماشوم را لوى شي ممكن حساب كتاب به راڅخه واخلي . په دې توګه به د ميراتې شوې كورنې ميرمنې ، نجونې ، مځكې ، جايئدادونه، باغونه ، غرونه ، رمې اويانغدي دولت ميرات كوونكو ته ورپاتې شول . پيغلې نجونې به يې پخپلوكې واده كړې يا به يې بل ځاى وپلورلې ، اوس هم زمونږ دپښتنو په غونډو او مجلسونوكې په دې هكله دا متل اوريدل كيږي چې ( ولې ميراته خومې نه ده) ، يعنې له ميړو خو نيمګړى نه يم ، يا مې ميړونه نه وي چې څوك راباندې راوخيژي اوهرڅه مې وخوري ، دامتل هغه مهال ډير پښتانه كوي چې كله يې مځكې ، جايئداد، باغ او دولت ته د يو چا له خوا كوم ګواښ ورپيښ شي او يا څوك پرې خيټه واچوي او ناروا دعوه پرې وكړي . په هرصورت مونږداخبرې ځكه يادې كړې چې له د پناه وركولوله موضوع سره اړيكې لري . ځينې مهال د ميراتې كوونكو د نيټ له داسې پيښويوڅوك خبريږي چې پلانۍ كورنۍ يا زورورخلك ما ميراتوي ، نوشپه په شپه كډه كوي ، كومې بلې سيمې او يا كلي ته پناه ور وړي ، نوكه چيرې داسې يومظلوم ته پناه وركړل شي ، بهتره ده ، چې دا دپناه وركولويو ښه ډول دى ، خوكه چيرې يو بدمعاش ، بدسړۍ، غل او يا تيرى كوونكى يو جرم وكړي لكه يوڅوك وژني ، يوه پيغله (نجوني يا ماشومان ) تښتوي ، غلاكوي ، ړنګول او ورانول كوي ، يوځاى ته اوراچوي او بيا دځان ساتنې لپاره يو چاته پناه وروړي ، او هغه كس هم پرته د كوم ملحوظه پناه وركړي . دا نو د دې دود يومنفي اړخ دې ، كه چيرې د پناه وركولوواله كس هوښياراو باانصافه وي ، خوحتماً د پيښې په هكله هراړخيزه پلټنه كوي ، او دستونزې يو وړ حل راوباسي ، اوكنه داسې وانګيرې چې دا نو كلتوردى ، غيرت دى ، پښتودى ، ننګ دى وغيره وغيره ....... يا څنګه داسړى چاته وروسپارم چې ځينې مهال دا بې ځايه او سرټمبه دفاع او ملاتړ د هغه كورنۍ د له منځه تلو، تباه كيدو او بربادۍ په قيمت هم تماميږي . خير خداى د وكړي چې څوك داسې ناوړه كارونه ونه كړي ، كه داسې وشي ، نوښه دا ده چې د پناه وركولوپه ځاى هغه قانون ته وسپارل شي چې مناسبه سزا وويني .اوكه بيا داسې وي چې كوم مظلوم د چا په كوروربرابر شي ، نو خداى د هغه كورواله ته توفيق او د دې وس وركړي چې هغه ته په پناه وركولوكې بريالى شي . نه داسې چې هغه پخپله روزي پسې حيران وي او پرې د پاسه بل پيټى هم كيښودل شي ځكه خو وايي چې ( پكه دا دې لا بله سپكه ) .
په پښتنوقبيلوكې پناه وركول يوڅه توپيرسره لري ، په دې مانا چې يوڅوك په يوه كلي كې پناه اخلي ، مخكې له مخكې دهغه كلي د يوې شتمنې اونوم څښتنې كورنۍ په هكله معلومات لري ، بيا نو دهغه كورنۍ په دروازه كې پسه حلاليږي ، د پسه حلال كيدل يو داسې دود دي چې مسلمانان ، په ځانګړې توګه پښتانه په ډير درناوي ورته قايل دي ، د كوم كس د دروازې په مخكې چې پسه حلال شو ، بيا نو دا ناشوني او ناممكن كاردى چې د كورواله څښتن به د پناه واله غوښتنه ونه مني . د پسه د حلاليدو څخه وروسته دكورنۍ او په چم ګاونډ كې خپل پردي هم په موضوع خبريږي ، په داسې صورت كې كه چيرې دپناه واله سره كورنۍ (ميرمنې او ماشومان ) هم ورسره وي ، نو د پناه وركوونكي مسووليت جوړيږي چې د خپل كور، حويلۍ او يا كلا يوه يا دوې كوټې پناه غوښتونكي ته وركړي . په يوازې توګه هم ځيني كسان پناه غواړي چې تقريباً د هغه نورو په نسبت يو كس په آسانه سمباليدلى شي . ځيني مهال كه چيرې يو كس ناروا عمل سرته ورسوي يانې ، غلاوكړي ، څوك ووژني ، كوم ځاى يا كورته اورپورې كړي ، په دعوې لانجې كې كومه پيغله وتښتوي ، او تورن كس له پيښې وتښتي يو چاته پناه يوسي او وروسته د زيان اوښتې كورنۍ هم دا خبرترلاسه كړي چې پلانى كس د پلاني كره پناه وړې ده ، نو د يوڅومشرانوچې دښواو هوښيارو خبرو كولو څښتنان وي ، د پناه وركوونكي كورته ليږي ، ترڅو په دې هكله ورسره وغيږي او خپل هغه زيان چې وراوښتى دى ، مطرح كړي او په دې هكله پوښتنه وكړي ، مونږ مخكې ياده كړه چې كه پناه وركوونكى كس هوښياروي او له عقل څخه كار واخلي ، دمسلې ټول منفي او مثبت اړخونه سره پرتله كړي ، نو د هوښيارو درنو مشرانو په خوښه يو وړ حل موندل كيداى شي . چې په هغه صورت كې به تورن كس يا قانون ته سپارل كيږي ، يا به د خپل كړي جرم سزا په ځان مني يا نور چې په دې اړوند د كلي ولس د جرګواو مركو د نرخونو وړ اومناسبې دوديزه پريكړې شته . دلته داخبره هم مهمه ده چې هرڅوك له هرچا څخه پناه نه غواړي ، په دې مانا چې ډيرې مهال يوڅوك له داسې چا پناه غواړي چې د زړه ورتوب ، غيرت ، ننګ ، امانت ساتلو، ريښتينوالى ، صداقت اوميړانې غوندې صفتونو درلودونكى وي ، په همغه كلي او بانډې كې پياوړى ځواك ، اثراو رسوخ ولري . ميلمه ، حجره او نوم ولري . دا مو په ياد وي چې څوك په هرچا او هركس پسې پناه نه ور وړي . ځكه داسې ډير شوي دي چې پلاني كس هغه كس ته پناه ور وړه او هغه بې غيرته او بې ننګه پرې روپۍ يا (ايمين) وخوړ ، يا ډيره ځله اوريدل كيږي چې هغه كس چې پلاني سره يې پناه اخيستې وه ، پرته د كوم جوړجاړي يې لاس تړلى ور وسپاره ، چې داسې ډول كړنې په پښتنوقبيلوكې د بې غيرتۍ او شرم خبرې دي او هرڅوك ورته په بده ګوري او پيغور وركوي . ځكه خومو مخكې ووې چې هرپناه غوښتونكى مخكې له مخكې په دې ټكي فكركوي چې آيا پلاني كس ته كه پناه يوسم ، وبه مې ساتلى شي كنه ؟ په هرصورت د پسه دحلاليدو په دود خبرې روانې وې ، د پسه حلاليدل دود په ځينو نورو حالتونوكې هم كارول كيږي ، لكه ځيني زورورو او د پښتنو په ژبه چې كبرجن خلك په نامشروع او ناروا توګه د يوه چا په مځكه ، جايئداد ، دولت او يا سوداګرۍ باندې خيټه اچوي ، او يا په دعوو لانجوكې ورسره كبركوي ، نودا بل لورى د دې لپاره چې څوك پرې تيرى ونه كړي او مسله يې په بشپړ توګه حل شي ، د خپل قوم يا د يوه بل چم ګاونډ پياوړي قوم چې په جرګو او مركو كې نوم ولري ، همغه كلي كې پسه حلالوي ، دې ته په ولسي ژبه وايي چې ( پلاني په پلاني قوم پسې پسه حلال كړى دى ) وروسته د پسه حلاليدو څخه د همغه قوم د نوم او خبرې څښتن سړۍ د پسه راوستونكي كس موضوع په څيړلو او حل كولولاس پورې كوي. چې په داسې حالت كې يې د دفاع لپاره ټول قوم ورسره دريږي ، بيا نوكبرجن كس يا زورور خلك دې خبرې ته راضي كيږي چې له دعوه لرونكي سره خبرو حل كولو ته كيني اود جرګې مركې له لارې ستونزه حل كړي ، په داسې مهال بيا ښكاره كيږي چې څوك په حقه دى څوك په ناحقه . كه داسې مهالونوكې موضوع ډيره خرابه شي او په سوله يزه توګه يې كوم حل را ونه وځي ، نوپه پاى كې د قومونوترمنځ جګړې كولو ته هم خبره پكې رسيږي .
دميراتې د دود د يادونې ترڅنګ چې زمونږ په ټولنو كې اوس هم خال خال شته ، دكورسوزونې په نوم يو بل كلچرهم په پښتنو ټولنوكې راوج دى . دا دود دميراتې او پناه وركولو دواړو دودونو په نسبت زيات ليدل كيږي او اوريدل كيږي .
د ويلوده چې نوموړى دود په ډله يزه توګه د يوه قوم په وسيله سرته رسيږي ، هغه داسې چې يوه قبيله او قوم په خپل منځ كې په يوه غټه موضوع سلامشوره كوي او پريكړه كوي چې داسې به كيږي ، او داسې به نه كيږي _ وروسته دا هم زياتوي چې كه چا د مشرانو د جرګې اومركې د پريكړې څخه سرغړاوى وكړو، نو سزا به يې دا وي چې كوربه يې سوزول كيږي . په دې فيصله ټول هوكى كوي، يا ځيني وخت په كلي او قوم كې يوڅوك د خپل يا پردي يا هم د چم ګاونډ د كورنۍ له غړوسره له كچې زيات تيرى وكړي ، په ناروا يا بې ګناه توګه يې ووژني ، نو په هغه صورت كې هم قوم پريكړه كوي چې د تورن (مجرم ) كور د وسوزول شي ، دسرغړونې په صورت كې بيا شوې پريكړه عملي كيږي ، تركومه چې مې معلومات ټول كړي دي ، د كورنۍ غړي له كوره بهر كيږي اود كور له سامانونوسره يوځاى كورته اور اچول كيږي . د كورد سوزولو مادي اړخ لږ يا ډير ، خو د عبرت او معنويت له مخې يې په كلو ، ولسونو، بانډو او قبيلوكې ډيرپراخ مفهوم او درس شته ، يانې دا ډيره ستره سزا ده . په دې مانا چې ډير وګړي د كورد سوزونې صحنې ته راځي او په دې مسله د خلكو اووګړو ترمنځ ډيرې خبرې كيږي ، چې قوم د پلاني كس د هغه سرغړونې له امله د هغه كورته اور واچاوه .
په هرصورت د پناه د دود دموضوع سره په اړوند په هغو دودونوهم خبرې وشوې چې له نوموړي دود سره تړلې وې ، پناه وركول كه د كلي ، قوم ، چم او ګاونډ څخه لږه رابهر شي نو ترلوې كچې پورې هم رسيږي ، په دې مانا چې د هيوادونو، حكومتونواو دولتونو ترمنځ هم ځينې داسې پيښې رامنځ ته كيږي ، لكه د دوهمې نړيوالې جګړې څخه وروسته چې جرمنيانوماتې وخوړه ، نو زمونږ هيواد افغانستان كې چې كوم جرمني انجيئنران ، ډاكټران او د پوهنتون استادان وو، د جرمني دښمن هيوادونو هغوى له افغانستان څخه وغوښتل ، چې هغه مهال د اوسني ملت بابا د شاهۍ دوره وه ، دا موضوع ولسي جرګې ته وړاندې شوه ، هغوى پريكړه وكړه چې دا زمونږ ميلمانه دي او دلته د خدمت لپاره راغلي دي ، دا چاته نشوسپارلى ، افغانستان د نوموړو كسانوله وركړې څخه انكاروكړ، چې ترننه پورې دجرمني هيواد د افغانستان نوموړې ښيګړه نه هيروي او د تاريخ يوه برخه يې شوې ده . په همدې توګه اسامه د لادن زوى د سعودي عربستان اوسيدونكى چې يومهال د امريكې ، غرب او اسلامي هيوادونو (شرق او غرب ) دوياړ نښه او نږدې دوست و، اوننمهال يې سخترين دښمن ګڼل كيږي _ په افغانستان كې لومړۍ د اسلامي حكومت ( له تنظيمي جهادي ډلو جوړ حكومت ) ميلمه و بيا د طالبانوداسلامي امارات ميلمه شوچې وروسته يې له ميلمه پالنې سره پناه هم په برخه شوه ، خبره تر ناندرواو تاويلوماويلو پورې ورسيده ، كه څه هم چې ويل كيږي د ميلمه پالنې او پناه وركولود دودونو د پلي كولو په برخه كې له تنظيمي جهادي ډلو څخه د طالبانواسلامي امارات ور وړاندې او په دې هكله كلك وخښتو، ځكه چې تنظيمي جهادي ډلومشرانود اسامه په ميلمه پالنې او پناه وركړې هم پېښيمانې وښوده ، خو د طالبانواسلامي امارات ترپايه پورې دهغه په ميلمه پالنې اوپناه وركولو ټينګ ولاړ وو تردې پورې چې په پاى كې يې ټول امارات هم پرې لړه كړو، په هرصورت ريښتيا چې هرڅه وي ، هغه به وي ، سياست او سياسي لوبې څنګه چې ښكاري _ هغسې نه وي او څه چې دي ، هغسې ښكاري نه . مونږ ټولو مسلمانانواو افغانانو ته د خداى پاك وس راكړى چې مظلوم او بېوزله كس ته پناه وركړو ، نه يوازې پناه ، بلكې له مظلومانواو بېوزلانوسره مرستې هم وكړو. او له داسې كسانو څخه مو دخداى پاك وساتي چې ناوړه او نامشروع چارې سرته رسوي او په پاى كې د زيان او سزا څخ د بچ پاتې كيدو لپاره له چا پناه غواړي او په دې ستر آزمويښت كې يومسلمان او افغان وګړى اچوي.