ژورنالېزم دادب مخه نيسي مرکيال:محمد حنيف حېران
نزيراحمدسهارپر١٩٨١زکال په وزيرستان کې زېږېدلی،زده کړې ېې په پېښوراوکابل پوهنتون کې بشپړې کړې دي .دژورنالېزم په څانګه کې ېې د لېسانس تر درجې زده کړه کړېده.
چاپ اثار
دلونګو ځونډي.(شعري غونډ) هغه لېو نۍ ده(لنډې کېسې)،نازنين(ناول،ژباړه)،شېطان په پرېوتوکې(ناول.ژباړه)،د مسافرو دې خدای مل شي(د شاعرانو پېژندګلوي)دبشري حقونو بنسټيزې ﻻرښوونې(ژباړه)مرکه څنګه وکړو؟دسروزرو صندوق (په څو ټوکونو کې)
ترچاپ ﻻندې او چاپ ته تياراثار
خبرڅنګه وليکو؟،نوې خبريالي،څنګه خبريالان شو،فيچرڅنګه وليکو؟،دچينې ترغاړې راشه(شعري غونډ)
پ :سهارصاحب شعر ليکلو ته موڅنګه مخه کړه؟
ځ:ډېرخلک چې دهنر اوشعر په اړه پوښتل کيږي ځواب ېې داوي چې له کوچنيتوبه ورسره مينه لري؛خو له نېکه مرغه ېې وبولم که که له بده ،پر ما دا ډول (کانه)نه ده شوې .زه په زلميتوب کې د شعر په لوري مات شوم،زما شعر په عشق او مينه پېل شو،داعشق نو وروسته پرا خ شواودمعنويت اواحساس اړخ ېې ونيو.کله چې مينه حسي شي عقل ته تم کيږي،عقل او فکر بياد شعراړخ هم بدلوي.که چېرې تاسې زماپخواني اوبياد١٩٨٠کال شعرونه سره پرتله کړئ،ډېر څه به پکې د وګورئ،ښا يي ټکرونه اولوړې ژورې ډېرې ولري.اوسني ېې ښايي بيخي بېل رنګ ولري.
پ:خلک وايي چې اکثره ليکوالان دشاعري له لارې له نورې ادبي دنياسره اشنا کيږي،تاسودامنئ او که شعريوازې الهام ګڼئ او نوره ليکوالي يوازې يواحساس اوشوق؟
ځ:زما په فکر ليکوال اوشاعريوبل ته نږدې مفاهيم راکوي،څومره چې يو بل ته سره نږدې دي ،هومره يوتربله بيا واټن هم لري.شعر دعشق اوعا طفې يوډېرقوي اړخ لري،چې ليکوال ښايي دعشق په برخه کې دشعرځواب ونشي ويلای،ځکه عشق او مينه ډېر ځله دشعرسرچينه ګرځي،عشق دشعردخلقت سرچينه شي؛خوليکنه يا ليکوال دا ځانګړنه نه لري.کوﻻی شي ،البته که لږ کار پرې وکړي.
ډاکترکوﻻی دطب په برخه کې څه وليکي اوساينس پوه دساينس اوټکنالوژۍ په برخه کې.؛دلته بيا دهنراوعلم مساله هم رامنځ ته کيږي اوادبي ليکنې بيا دهمدې وېش له مخې له نوروهغوڅخه رابېليږي.داسمه ده ،چې زموږډېری شاعران له شعرڅخه دليکوالۍ په لور مات شوي؛خوداحتمي نه ده ،چې ليکوال بايد شاعرواوسي،يااپوټه شاعرليکوال واوسي.حديث شريف دی ،تاسې خپلوبچيانو ته شعروروښيئ ،چې استعدادونه يې پراخ شي،شعردرياضي په څېر دانسان استعداد پراخوي او که سړی پرکار واچوي ليکوال کېدای هم شي .دشعردالهام په اړه ډېر خلک سره ورته نظر لري اويوالهامي څيزګڼي ،زه نه يوازې شعر بلکې ډېرنورڅه هم دالهام تابع بولم.داالهام داسې شی نه دی ،چې پرموږرانازل شي،داله فکره هم زيږي له محيط اوچاپېريال نه هم زيږي،دانسان له طبيعت نه هم زيږي.زه خوان په دې عقيده يم ،چې دالجبرپه فارمولوکې هم الهام برخه لري،الهام که دخپل کلاسيک تعريف له چوکاټ نه راوباسو ډېروشيانواوتخليقاتو ته الهامي څېزونه ويلای شو.له هر اړخه که وڅېړل شي له سو چ ،فکر،خيال اودانسان له طبعي حالت (خوښي_غم)،جغرافيايي موقعيت اوټولنيز دريځ سره تړاولري.دغه تړاودشاعرپه شخصيت اوشعرکې په يونه يوډول راڅرګنديږي.دشعرپه اړوند ويل کيږي، چې فطري اوکسبي شعر دی،فطري ېې ښه اوکسبي ېې ....وي؛خو زما په اندفطرت ډېر ځله تغيرمني،شعرشاعرکه له خپل الهام شوي شعريا فطري پنځونې سره خپل فکراواورياضت مل نه کړي .دانوډېرځله ښايي داسې څه وي،چې يوازې شاعرپرې وپوهيږي ،دلته هغه د(معني اشعر في بطن الشاعر)خبره تريوه بريده صدق هم کوي.الهام په دې مانا نه شو،چې هر څه دې پر ذهن راځي ته ېې ليکه ،الهام يوه سرچينه شوه ،شاعر کوﻻی شي دغه سرچينه وپلټي فکر پرې وکړي اوترښکلي ښکلی او بامفهومه شی وړاندې کړي.بل تاسې داحساس اوشوق خبره وکړه ،احساس اوشوق خو حتمي شيان دي،که احساس اوشوق سړی ونه لري،تخليق ناشونی دی.
پ:له شعر ليکلوسره شعري الهام ،مينتوب يادردمنئ؟
ځ:دشعري الهام په اړه مومخکې وويل،چې شعر لپاره يوه سرچينه ده،لکه دکان پيداکول،چې ورو سته کرګرپرې بوختيږي اولعل اوجواهرترې راوباسي ،شعرهمدغسې درواخله، چې الهام ېې سرچينه ده او ښکلې ويونه ،فکر،تخيل اوشعري صنعتونه ېې کورنۍ اوبهرنۍ ښکلا ده.
دمينتوب خوزه ځکه پلوی يم،چې زه بشپړه عقيده لرم،زه وايم انسان ،چې مينه ونلري،په انسانيت کې ېې شک دی،ځکه کلمه هم له اٌُنس ،الفت اومينې اخستل شوېده.مينه نو بيايوه پراخه نړۍ ده،چې دانسان اوتنګې له دايرې وځي اويوه پراخه نړۍ په بر کې نيسي.درددمينې ازمويښت دی،دازمويښت پړاودتجربو،بيدارۍاواحساس پړاو وي،بنده چې دخدای په مينه کې درديږي،اجراوثواب ېې ډېروي،مينه اوبيادرد،چې شعرکې رابرسېره کيږي،دادشاعردتخليق ډېرنادراړخونه موږته راښيي،موږله همدې درده دشاعرروان دريځ اوڅرنګوالی پېژندلی اوانګېرلی شو،يوشمېرخلک وايي مينه عقل څښي؛خوزه وايم دمينې درددانسان ﻻشعورراويښوي اوداچې ترڅوزايل کيږي او رغيږي،شعر خپل کمال ته رسېدلی وي.
پ:په شعرکې شعري بغاوت څنګه ارزوئ؛لکه بېلګې ېې چې دغني خان ،سالک اوپېکاراو نوروشاعرانوپه شعرونوکې ګورو؟
ځ:زموږشاعرچې کوم بغاوت ته شعري بغاوت وايي داهسې شين کفردی.له استبدادسره ډغره وهل ،نارواوغندنه،له يو شمېرټاکلوچوکاټوونووتل،له تحميلي اوتپلي شعرنه تېښته هم بغاوت بللی شوهم ابتکار.شاعرچې کله بغاوت کوي،باغي کيږي يو ابتکاراو نوښت ته اړتيالري،يوه ﻻره او سبک ته اړتيا لري،يوې ډلې ،دريځ پېغام اومتبادل څيز ته اړتيا لري،که موږ له خپل دود نه وځواويو منطقي دليل اومتبادله ﻻره هم ونلروداخوبغاوت نه شو،داخوګډوډي ،تخريب اوله يوه بهيرنه بېلتون شو.که وايي چې بغاوت غندنه ،له نادودوسرټکول او.....دی ،دا خو بيا دهرشا عر په شعر کې شته دي ،ځکه شاعر دټولنې سترګې دي او ښه او بد هر څه ويني،تشخيص ېې کوي اوپه دې توګه شعر بايدله څېلمې بغاوت وبولو.
پ:داچې پخوابه موډېرشعرونه ليکل اوخپرول،اوس ولې شعرنه ليکئ،علت ېې بوختياوې دي اوکه بل څه؟
ځ:څومره چې دانسان په رنګ،وده اونوروتوپېرونواوورته والي کې جغرافيايي اوطبعي غيرطبعي حالتونه رول لوبوي،په شعرکې هم دغه څيزونه ليدﻻ ی شو.سيمه،چاپېريال،سړه هوا،توده هوا،غم،خوښي،طبعي حالتونه دشعرپررکوداوجمودژوراغېزښندي.مامخکې دمينې هم يوڅه وويل،ددې رول هم پکې شته.کله کله انسان له يوه داسې حالت سره مخ کيږي،چې دشعرکان ېې تش شي،ياېې چينه وچه شي؛خوڅه وخت وروسته بياراخوټيږي.بوختياوې ډېررول لري،تاسې نه وينئ زموږليکوالاناوشاعران ټول په ژورناليستيکي چاروبوخت شويدي،يوشی چې ماته ېې تجربه شوې ده،دادی چې ژورناليزم دادب مخه نيسي،که ووايم کله کله ېې دښمن هم پاتې کيږي بدبه مې نه وي ويلي،ځکه زه چې کله دژورناليزم برخې ته راغلم په دې اووکلونوکې مې يوه لنډه کيسه ليکلې ده اوڅودګوتوپه شمېرشعرونه،نورهيڅ.که دالهام خبره سل په سلوکې رښتياوبولوولې په کابل کې زموږپه شاعرانوالهام نه اوري؟داسې هم نه ده چې زه شعرونه نه ليکم،اوس اوس مې يوه ټولګه برابره کړې ده،که خدای کول په نزدې راتلونکي کې به چاپ شي،خودتېرکتاب په څېربيړه پکې نه کوم،ځکه دلونګوځونډي هنري ارزښت ډېرراوغورځاوه.
پ:يوه بله پوښتنه هغه داچې تاسې له پېل راهيسې له ادبي خلکو اوبنډارونوکې پاتې وای،موخه مې داوه چې ولې موادبياتوپه ځای دژورناليزم پوهنځی غوره کړ؟
ځ:له پېله ترننه دژورناليزم لېوال وم،زه طب ته بريالی شوم څه وخت مې ولوست،خوبېرته ژورناليزم ته راغلم.ادبيات مې يوکال لوستي،هغه مهال په افغان پوهنتون کې ادبيات اوژورناليزم يوپوهنځی وبيا چې کابل پوهنتون ته ﻻړم ،مستقل ژورناليزم پوهنځي ته ﻻړم.زماددغه انتخاب يوﻻمل داو،ترادبياتومې ژورناليزم غوره وباله.ژورناليزم نه يوازې داچې هنردی؛بلکې علم هم دی،دهنريوځايتوب زماذهن اوطبعيت ډېرښه قبول کړ.ادبيات اوژورناليزم بيادومره سره لرې هم نه دي،چې موږېې يوتربله بيخي سره جلا کړو.
پ:دکوموشاعرانوشعرونه موخوښيږي؟
ځ:هرښه شعرمې خوښيږي،هغه مې که خپل وي که دبل،کاروان،اند،افضل شوق،درانی،ياره ډېردي،په اردواوايراني ادب کې مې هم يوشمېرشاعران خوښيږي.
پ:په دې وروستيوکې مولکه چې وويل نوي شعرونه ندي چاپ شوي؛بلکه دژورناليزم په اړونداودژباړوکتابونه موخپاره شوي دي،وايي چې څوک په شعرکې ځانګړی مقام تر ﻻسه نکړي،بياژباړوياکيسوليکلوته مخه کوي،په تاسوخوبه داسې ټوکه نه وي شوې؟
ځ:مامخکې وويل،چې په شعرخپراوي کې بيړه نه کوم،رښتياچې شعرونه مې لږشوي،خوپريښي مې نه دي.دژورناليزم په اړه خومې مخکې هم وويل،دامې مسلک دی،ترشعراوبل هرڅه زيات ارزښت ورکوم؛ځکه په همدې برخه کې مې زده کړې کړې دي اويو څه علمي کارهم کوﻻی شو،دمسلک له مخې ښايي زماراتلونکی ډېرکارونه په ژورناليزم پورې تړلي واوسي،دژباړوپه برخه کې ېې که ومنې،مايوه ديني رساله ژباړلې وه،دانوزه په لسم ټولګي کې وم،چې ومې ژباړله.يانې ژباړه مې ترشعرمخکې پيل کړې وه.نازنين ناول مې په ١٢ټولګي کې وژباړه؛نوځکه خودځانګړي مقام خبره نفي کيږي.بل زه هغسې شاعرنه يم،چې څوک مې ونه ستايي زړه به مې مات شي،زه شعردخپل زړه تسکين لپاره وايم،شعرحتمي نه ده چې د ټولوخلکوترجماني وکړي اوداناشونې هم ده،چې هرفکرراسره وهم مني.زه دشعرله برکته يوڅوکسانووپېژندلم؛خودشهرت تمه نه کوم،زماموخه تردې لوړه ده،که مقام ته ورسېږم،يانه خپله موخه اولاره نه پرېږدم.
پ:لنډې کېسې ياناولونه موهم ليکلي دي اوکه نه؟
ځ:دلنډوکېسويوه ټولګه مې څوکاله مخکې خپره شوې ده.ترژورناليستيکي بوختياوومخکې مې په اونۍ کې يودوه لنډې کيسې ليکلې،خوکله چې په ورځپاڼواوخپرونوکې بوخت شوم،بيانوهر څه رانه پاتې شول.ناولونه مې ژباړلي دي؛خودليکلواوسېله ېې نه لرم.
پ:تاسودعامومعلوماتو(دسروزروصندوق)څوکتابونه چاپ کړي دي،دالړۍموترکومې ورسوله؟
ځ:دسروزروصندوق څوټوکه خپاره شول،دنوروتمه هم شته،چې خپاره شي،خوفکرکوم يوشمېرنوروکسانوهم پردې کارپيل کړی دی،زه وايم نوره به ماته اړتيانه وي،چې ځان پرې بوخت کړم.
پ:تاسې خودخبري رسنيوپه برخه کې له ډېرې مودې راهيسې په سهارورځپاڼې،الفت،لپه اوکليدمجلوکې کارکاوو،په ژورناليزم ښونځي کې موولې راديوتلويزيون انتخاب کړ؟
په خپرونو په ځانګړې توګه چاپي خپرونوکې مې يوڅه تجربه وه اوپه همدې وخت کې مې په اونيزوکې کارکاوه،ماويل راځه داراديوتلويزيون هم تجربه کړه؛ځکه دبرېښنايي رسنيوژورناليزم ته پخوادچاپام نه و اونه هم زموږپه وروسته پاتې ټولنه کې دژورناليزم اوخبريالۍ پرارزښت څوک دومره پوهېدل؛نن سبادولسواکۍ څلورم رکن رسنۍ اوميډياده.افغانستان اوپه ټوليزډول ټولې اسلامي نړۍ پربهرنيورسنيوډډه کړې ده،کله چې په يوهېواداوټولنه کې درسنيوپه برخه کې دغسې سترتحول راځي اوددغه تحول لپاره ﻻزم اوکارپوه کدرونه نه وي،داړتياله مخې دتشې دډکون لپاره له بېلابېلوکسانواوځانګوالوکاراخيستل کيږي.موږهومره ژورناليستان نه درلودل،چې درسنيودغه تحول ته ځواب ووايي،غېرمسلکي ژورناليستان په لومړي پړاوکې زموږشاعران اوليکوالان و،چې ترډېره ېې تشې ډکې کړې،ځينوېې لنډمهالي کورسونه ولوستل اودرپورټرانوپه توګه ېې ځانونه مطرح کړل،ځينونورودژورناليزم پرمسلکي زده کړه پيل وکړ.دادليکوالانواوشاعرانولپاره ښه چانس و؛خوهمدومره تاوان موهم وکړ،ځکه ټول بوخت شول اوادب شاړپاتې شو.يووخت ماشيني جنراﻻن راووتل اوس ېې ځای دغه دی کورسکي خبرياﻻنوونيو.ټولنې شته ؛خوهغه نه داحق لري اونه هم وړتيا،په څومياشتنيوکورسونوله خلکوژورناليستان جوړکړي؛ځکه ژورناليزم يوازې راپورليکل نه دي،راپورليکنه دژورناليزم يوه برخه ده.
پ:اوس به لږدشخصي ژوندپه اړوندراته ووايئ،ولې موتراوسه واده نه دی کړی؟
ځ:موراوپلارمې پسې ګرځي؛خوجينئ ېې نه خوښيږي،زماچې څوک خوښ و،هغه نويوازې ترشعره راپاتې شوه.مړه ﻻخوځواني ده،ته څه وارخطاېې(په خندا)
پ:ملګري وايي چې سهارته ګوشه نشيني(يوازيتوب)ډېرخوندورکوي،ددې څه علت دی؟
پ:دروغ وايي،زماخوی همدغسې دی،له ماشومتوبه غلی وم،له نذيرنذيرنه نه پوښتنه وکړئ،چې ماپه پوهنتون کې څومره شوخي کوله،څوک چې شوخ وي؛نوټولنيز هم وي.دځينوپه څېرډېرراشه درشه اوښکته پورته هم خوندنه کوي،د(محبوب)غوندې که شم خدای ج که مې بياڅوک وره ته ورپرپږدي(په خنداګوره چې محبوب خپه نشي،زماملګری دی)
پ:په پای کې که دسليمان غرلوستونکيوته څه پيغام لرې.
ځ:سليمان غرتروزيرستانه پورې رسيږي،يوتربله پراخې اونږدې اړيکې لرو،ډېرلوستوال به ېې ښايي دهمدې سليمان غرپرشاوخواوي،موږبايدددوی پېغام واورو؛ځکه له بدوناورينونوسره مخ دي،زه يوازې دومره وايم،چې له خدای،ولس اوهيوادسره مينه ولرئ،نيکمرغي اوسرلوړي موهم داده.