د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
انځورګر
انځورګر به انځورونه جوړول. يوه ورځ به يې خلكو ته ښوول، هغه به ويل زما انځورونه ډېر ساده دي، خو په مانا به يې څوك نه پوهېدل. تل به يې دى پوښته: دا څا مانا لري او ها څه مانا لري؟ انځورګر له ونې ګرد او په وجود خوار و. نري كلك لاسونه يې وو، شنه تنكۍ لښته به يې په كې نيولې وه او لكه ښوونكى چې اول ټولګي ته سبق وايي، دوى ته به يې داسې انځورونه ښوول. د يوه انځور څنګ ته به يې بل ايښى و او ويل به يې دويم انځور د اول مانا ده. يوه ورځ يې ننداره جوړه وه، ټاكلي وخت ته ډېر خلك راغلل، انځورګر وويل: كوم
غزل
څومره مغرور وم ، څومره ښه خوی د ملنګ مې وکړ زه چې د زړه له بامه ولوېدمه شرنګ مې وکړياد دې چې نيمه شپه کې ور د زړه را وټکوه بس خوب مې پرېښود و ښه وژړېدم ننګ مې وکړجانانه اوس مې له نيمژواندې ځوانۍ لرې ګرځه لکه د لومې تار د درد سېلۍ ته ترنګ مې وکړ د يوې نوې ښکلا ژبه يې په ګوتو راکړه د طبيعت لونګين غره سره چې جنګ مې وکړ جلانه مړ شې اخر دومره بې غوري څنګه وي پاڼه د ګل وم اخر اوسپنه شوم زنګ مې وکړ
غزل
لمر به له ګرېوان نيسم ، د پښو ړکۍ به غر کړمه ګورې به چې څنګه لاس په لوړو باندې بر کړمههله دې زه ومرم چې ټيکرۍ مې د خوږ ې پښتو بس چې دې سرتورو زمانو ته ور په سر کړمهوخته ! د هنر په تماشو کې به مې وستايي يار به ګوړه ، ګوړه کړم ? او ځان به مرور کړمه هله به يې زور د مينې زړه ته لاره ومومي زېړ زېړ اننګي چې يې په شونډو بختور کړمه وا جلانه ! ډېرې جينکۍ به ليونۍ کړمه زه چې شړۍ واغوندم ، اتڼ ته مټې ورکړمه
دموسکا خاپوړې
په یوه رنګین ګلشن کې له غرونو غرونو انتظار نه وروسته زه یوه غوټۍ دپیغلو پاڼو داتڼ په منځ کې لکه تڼاکه د عدم په پونده په بغاوت سره راووټوکیدم لا مې وړې سترګې پرانستې نه وې چې شنو ازغو راته زانګو جوړه کړه په الله هو به شنو وریښمینو پاڼو دسړې پرخې په تنکیو ګوتو په زنګیدا لکه معصومه فرشته ویده کړم په سپیده چاود به دوږمو ناوکۍ زما دزانګو په څنګ کې ودریده په څو مچکو به ئې راویښه کړمه او په توده خ
دخوږمن دوه قطعې
وار به دې راشي داساغر به په سرواړوې خوزاهده کېنه صبر وکړه اخېر چور خونه دیپه کارخو موږ ته ده په دې چې فطرتي رندان يوکه ته يې ونه څکې جنابه څه ضرور خو نه ده.چې داسې زريې دړانده مرغه په شانې ښکېل کړونوپه تګلاره دمذهب کې مو ضرور کمی دیدا چې رسيوکې يا غي سرونه نه شي ليدیداناالحق کمی را غلی دمنصور کمی دی
دميران شعرونه
ضرور راځي ماډېره ټينګه په جانان کړې دهتل مې غندنه په يارۍ کې دهجران کړې ده ګرانې په مخ دې د رنخو خالونه دومره ډېرديانځور ګري دې داسمان دکهکشان کړې دهاې خدايه وې وروه يار مې ځي چې پاتې شي نند تږي ګل په څېرمې مينه د باران کړې دهستا اننګي که دي ګلونه ماهم ښکل کړل ښکليهما دغه لوبه ديو مست بورا په شان کړې دهياره که راشې سېدکرم به ګلابونه شي ټولراځه راځه دا وړاندوينه ما مېران کړې ده.
دتپان شعرونه
چې ته رانغلې نصيب زه دروستمځکه دې خپل لېوني زړه دروستمستا د راتلو خبرې ډېرې کېدېدې خوار نصيب چې زه په څه دروستمته دې داخپل تندي ته وګـــــــــــوره لږغرور په دې خبره نه در وستمله ما تپا ن ليوني څله پوښتي؟جوړ يې کړه څېرې ګرېوانه دروستم
دناګار غزل
هرڅه سندريز شولو شرنګار دزولنو ته مې وچاودې سپېدې دشپې سهار دزولنو ته مې هر د ويښتابه غورځنګ په شور په بدرګو راځي &n
غزل
دلته مرګي ته انتـــــــــظار دي خلكدلــــــــته د ژوند په اوګوباردي خلكدا چې ورانۍ كوي جـــــنګونه كويسبــب يي داده چه اوزګـاردي خلكګــناه مو داده چه بـس مـــــــــينه كووپه دې كيــــــسه راته په كار دي خلكپه دې وطـن كي به الماس ډيروي خومـګر په نس باندې يي خواردي خلكخوارشې كم غــــقل چا ته ونه وايېهمـكاره دلته ټول هوښـــياردي خلك
واورې وريږي
ښايي ستونی د اسمان په ژړا کېناســــتسږ پر وخت د بارانـــــــه واورې وريـــــږينه به بيا سپــــــينې کوتـــرې په بام کينينه به ته ېې، بـــيا به نه واورې وريــــــږيستا له زلفو،ګلې ستا له سپينـــــــــه مخهلاندې لمر دی پاس په غره واورې وريږيوچکالي مو نورې ژبـــــــــې هم کړې وچې لاس کړه پورته ستا په خوله واورې وريږي
غزل
يو راز مې دښکلا ستـــا له جـــــماله دی راوړید سرو زرو منـــــــــګی مې له کولاله دی راوړیزما اود رقيب به راځه اوس ايمان معـــــلوم شيخپل سر مې په تلي کې لـــه جنجاله دی راوړید خدای پاک له نامه ســــره مې ته هـــم ېې پر ژبهثواب مې غرونــه غـــــــرونه له وبالـــه دی راوړیراځئ سره راټول شئ يوښه مست اتڼ شروع کړئما خوږ داودي غږ له سُــــــر اوتـــــــا له دی راوړیليدی مې نشو ستـــا دا نورانــي مـــخ په يو وارېداګرد مې دې ايينې ته له خپل خياله دی راوړیبورا
طرحي مشاعره
دارواښاد مولوي صاحب خا لص بابا دادبي ټولنې له خوا دپښتوادب ټولو شاعرانو ته خبر ورکول کيږي، چې دارواښاد مولوي صاحب دلاندې شعر په طرحه موږ ته خپل يو غزل يا نظم راوليږي. موږ غواړو چې په همدې ليکه دشاعرانو شعرونه را ټول کړو اود مولوي صاحب دتلپاتې مينې لپاره ترې يوه شعري ټولګه جوړه کړو. همدارنګه په نږدې راتلونکي کې په پېښورکې په همدې طرحه د نوموړې ټولنې له لوري د يوې پرتمينې مشاعرې اهتمام هم نيول شوی دی، چې دکره نيټې اعلان وروسته خپريږي.شعر داسې د
هنر مند
حاجي محمدعمرخېل ته ډالۍ هنرمنمه هنرمندمنمهدا هم منمهچې خدای پخپلهيوبې سيا له هنرمند دی قدرتونه ېې عجيبه ديلا زواله هنرمند دیډک له مينې ډک له رحملا مثاله هنرمند دی خوقاري دې هم ژوندی ويهنري ګوتې دې نه خوريچې زما داشډل توريدهرچا داشډل توريدهنر په جامه پټ کړيدکمپيوتر په جامه پټ کړيدقلم نوکه عاجزه کمپيوتر ېې داسې رام دیته واښه دده غلام دیچې لايق داحترام دیدحيران ورته سلام دی
غزل
درد مې دارمان اسمان ته څوکې کړيدا پرارژلی زړه مې کوکې کوکې کړيوږي ماشــــومان شــي دوطن را يـــــادلـــنډې چې مرغان سره مښـــوکې کړيخير که نن وحشت ما ترګرېوان نيسيچرته به ستا مخ هم شوکې شوکې کړيداکوچينيان ډوډۍ غواړي تربيه غواړيدا نيا لګي د زړه په وينـــو ځوکې کړيمــــاته شي وزلـــــــوبه د مــــزار رايـــــــادتاو چې له اســــــونو نه مــــــتروکې کړيحيران يم چې تعبير ددې خوب څه دی؟باز راشي کــــوتره نوکــــې نوکـــې کړيڅرنـــــګه
مسافر
دغمي په سعودي کې د مسافري دا پنځم کال و، چې کور ته نه و راغلی.پلار ېې څو واره حال وروليږه، چې نور کور ته راشه،واده به هم درته وکړم، بيا به له خيره سره ځې. غمي ورته وويل: پلا ره په کور کې خو درنه شرمېدم، نشو مې درته ويلای چې فلانکۍ راته وکړه؛ خو اوس چې زه نه يم درغلی واده مه راته کوه. پلار ېې په دې خبره ډېر وقهرېده، ويل ېې چې دا زمانه څومره بې حيا کوله، زموږ په وخت کې به ېې چې چاته واده کاوو، له زلمي خوبه ېې يووارې پوښتنه نه کوله؛ بلکه زلمی به څو ورځې ک
زړه مې نه ځي له کوچيو،نظم
نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځم زړه مې نه ځي له كوچيو له دې شپول له دې كېږديو له دې مېږو او سېرليو توبه كلي كې مې زړه چوي هم په غم هم په ښاديو نشته بله مشغله مو سره وژنو په مرميو تل اخته يو په بديو د خېمې ليمڅي دې ښه دي له قالينو او دريو ¯¯¯ نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځم ښار مې زړه چوي پر لوګيو راځه تاسو سره به شپون شم ځو به پورې تر غونډيو روح مې غواړي څو سندرې ډېر مېن
غزل
ستا په باره کې که له تا وپوښتم، ته څــــــه واېې؟دلمر له سترګې که رڼاوپو ښتم ، ته څـــــــه واېې؟ستانوم چې په ريګونوباندې ليــکم ورانـــــوي ېېدابې رخي کــــه له هوا وپوښتـــم، تــــه څــــه واېې؟ستا لطافت له کوم يورنګ کومې خوشبوسره ده؟داله ګلاب که له ســـوما وپوښـــتم،ته څـــه واېې؟تاخو ښـــــکلا خپـــــــله ښـــــــکلا دکاينات وښودهکه داپوښتنه درنه بياوپوښـــــــتم، ته څه واېې؟زمادعشق ستا دښـــــــــکلا اودنيمــــګړې مينېجانانه داکه له
پراشو ت
کله مې چې رايه دولسي جرګي درياست په ټاکنوکې ګوډ ته ورکړه نو دهغه له سکرترڅخه مي دهغه رازپه هکله پوښتنه وکړه چې دهغه دګوډي پښي سره تړلي وه. سکرتر دکونج خوني ته اشاره وکړه.لږه شيبه وروسته سکرتر په وارخطايې خوني ته راغي او کيسه يې دبُن له غونډي پيل کړه .سکرتر- تاسوخبرياست چې دجرمني _ بون ښار په غونډه کې رئيس صاحب له شمال څخه، له جنوب څخه پاچاخان ځدران ،له مشرقي څخه مرحوم حاجې قدير،له لويديځ څخه حامدکرزي اودسپين ږيروپه مشري صبغت الله مجددي په غونډه کې برخه اخيست
پکتيا دتاريخ له دريڅو څخه
پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوګر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننګرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري.د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منګلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوګن دي. پاتې دې نه وي،
ښکليه پنځلسيه تابه څوک رڼوي؟
كله چې د روژې مياشتې ته پينځلس ورځې پاتې شي؛ نو ټوله پكتيا سندريزه سندريزه شي ته وا په ټوله پكتيا كې واده دى، د پينځلسي شپه، چې څوك ورته "ښه شپه" او ځينې يې د "سپين ږيرك" شپه بولي په پكتيا كې په دېره مستۍ نمانځل كېږي.د شعبان له لسمې هر ماشوم له خپلې مور پوښتنه كوي، چې پينځلسى كله دى؟ د پنځلسي له راتلو وړاندې هر ماشوم پخپلو تنكيو ګوتو شمېر كوي او ورځې ګڼي، چې څو ورځې دغې سندريزې شپې ته پاتې دي، بيا چې كله دا شپه راشي؛ نو له مازيګره هلكان ډلې جوړې كړي، كله چې د ماښام تورې تيارې په خپرېدو شي