انځورګر
يوه ورځ يې ننداره جوړه وه، ټاكلي وخت ته ډېر خلك راغلل، انځورګر وويل:
كوم يو درته روښانه كړم؟ دوى وويل:
هر يو چې مهم وي.
انځورګر:
ټول مهم دي.
يو كوچنى جګ شو، يوه انځور ته يې اشاره وكړه، هغه هم د كوچنيانو په باب و. ده وويل:
تاسو ته د روزنې سبق دركوي. وينئ چې څو مشران ناست دي، د دوى په منځ كې يو ماشوم هم دى. مشران پر كومه ستونزه غږېږي.
بيا يې لښته يوه كس ته ونيوله، هغه د ماشوم لوري ته لاس جګ كړى و. انځورګر وويل:
دا يې پلار دى. ووړكي ته وايي ته مه غږېږه او زموږ خبرو ته غوږ شه.
بيا د دې انځور بلې برخې ته لاړ، په هغه كې يوازې ماشوم او پلار يې و. پلار يې ښى لاس ځان ته نيولى و او چپ لاس يې ده ته ورتېر كړى و او خولې ته يې خپړه ورنيولې وه. انځور وويل:
پلار يې د كومې ستونزې په باب خبرې كوي. زوى يې غواړي مشوره وركړي. خو پلار يې ورته وايي ته مه غږېږه، ماشوم يې نه پوهېږې بس يوازې ما ته غوږ شه.
خلكو وويل:
د دې مطلب څه دى؟
ده د دې انځور په وړاندې بل ته ګوته ونيوله:
دا يې مانا ده. نندارچيانو يو بل ته سره وكتل، يو يې هم په مانا نه پوهېده. ده يوه انځور ته ګوته ونيوله، د پاخه عمر خلك ناست دي. يوه موضوع څېړي، څوك خبرې كوي، ځينې غواړي څه ووايي نور يو بل ته لاس ښوروي. يا ورته وايي ستا خبره سمه ده، يا هم غوښتنه كوي چې زما رايه واورئ. خو يو كس لاس تر زنې ناست دى، دوى ته يې غوږ نيولى، په خپله خوله نه چوله كوي، ته وا هېڅ يې نه زده.
انځورګر لږ غلى شو، بيا يې وويل:
دا هماغه ځوان دى، چې پلار يې له خبرو منع كاوه.
د دې انځور په بله برخه كې ځوان نور هم عمرخوړلى و. بل ځوان ته غوږ و، هغه لاسونه ښورول او څه يې ورته ويل، دى داسې اېسېده لكه په هېڅ چې نه پوهېږي او نه له ژونده خبر وي.
انځورګر وويل:
دا كس چې كوچنى و، غوښتل يې د ستونزو په باب پلار ته مشوره وركړي، خو پلار يې دا احساس په كې وځاپه او ورو- ورو ترې بې برخې شو، اوس يې عمر هم خوړلى دى، خو د بل مشورو ته غوږ وي. پر ځان يې هغه وخت باور له لاسه وركړ، چې پلار به يې ورته ويل ته نه پوهېږې او د ده برخليك به تر پايه نور ټاكي.
انځورګر وويل:
انځور تاسو ته سبق دركوي، چې كوچني له خبرو څخه مه منع كوئ، خو د خبرو په دود يې وپوهوئ، داسې مه ورته وايئ چې د مشرانو په مخ كې مه غږېږه، په دې يې وپوهوئ چې له لويانو سره څه وړ خبرې وكړي. له هغه څخه رايه وغواړئ، كه مشوره دركوي، ورته غوږ شئ او كه داسې ونه كړئ، په خپل لاس به يې ګونګى كړئ.
انځور بل يوه ته لاړ، غوښتل يې پر هغه رڼا واچوي، يو ماشوم په كې و، خلكو ته يې لاس نيولى و، څو روپۍ يې ترې غوښتې، د انځور په بله برخه كې دا وړوكى ماشوم زلمى شوى و، د پخوا غوندې زاړه كالي يې اغوستي وو، جج پج وېښتان يې پرمخ پراته وو، په كوڅه كې ولاړ و، زړه نازړه به يې يو چا ته لاس ونيوه، په مړو سترګو به يې غوښتنه ترې وكړه، چا په څه وركړل او كله به له ښكنځلو سره مخ شو.
بل ځاى په سوالګر كې سپين لګېدلي وو، اوږده ږيره يې وه، زوړ پټكى يې پر سر و، نور هم پسې خوار شوى و، ځمكې ته يې كتل، په عاجزۍ به يې د خير غوښتنه وكړه، كله به يې څه ترلاسه كړل، كله به هم د يو چا د خولې خندى شو. د دې په وړاندې بل ايـښى و، پالش والا ماشوم په كې و، زاړه كالي يې په تن وو، بكس يې غاړې ته اچولى و، په ډاډه زړه خلكو ته ورته او ورته ويل به يې:
بوټان دې رنګ كړم؟
په بله برخه كې دا كوچنى زلمى شوى و، يوځاى يې كرايه كړى و، د بوټونو رنګ يې مخ ته ايښى و او موچيتوب يې هم كاوه. مخ يې روڼ ښكارېده، د پخوا په څېر وچ كلك هم نه و، په بله برخه كې ځوان د هټۍ څښتن و، پر څوكۍ ناست و. پېرونكى ورته ولاړ و، ده يو مزدور هم درلود، هغه به خلكو ته څپلۍ ورښودلې.
انځورګر وويل:
كه لټي او ټنبلي وكړو، په خپل ځان باور ونه لرو، همت له لاسه وركړو، ژوند به مو ښه نه شي. سوالګر چې سوال كاوه، هر چا ته به په منت ولاړ و، تر پايه يې سوال وكړ او ورسره يې منت كاوه، ژوند يې خراب و او هوسايي يې ونه ليده. پالش والا پر ځان باور وكړ، پر خپلو مټو يې زور واچاوه، ځكه خو په ډاډه زړه هر چا ته درېده. خپل ژوند يې ښه كېده، ورسره يې اراده هم غښتلې كېده او پر ستونزو برلاسى شو.
انځورونه سبق دركوي، كه د بل په هيله شوئ، هيله مو نه پوره كېږي. خپل ژوند په خپله جوړ كړئ، هېڅوك هم د بل ژوند نه شي جوړولاى، ځكه هر څوك په خپل ژوند جوړولو لګيا دى. پر يوه وخت دوه كاره نه كېږي او څوك چې د ستونزو په وړاندې درېږي، پر ځان يې باور زياتېږي، يه هغه كې د هوسايۍ غوښتنې حس ډېرېږي او ارامي په كار كې ويني، نه په لټۍ كې. تاسې وينئ سوالګر ترپايه سوال وكړ او پالش والا كار كاوه او د هوسا ژوند څښتن شو.
انځورګر بل ټوكر ته لاړ، څلور انځورونه په كې وو، په منځ كې يې شنه كرښه تېره وه، دوه يوپلو (لوري) انځورونه د بل پلو له هغو سره يو شان و، په لومړي انځور كې شاړه ځمكه وه او ترې هاخوا شنې جلګې وې، انځورګر وويل:
دلته څه شى وينئ؟
_ خلك، نه هېڅ نه.
انځورګر لږ په توند ډول:
تاسې ړانده ياست؟
ورپسې دويمې برخې ته لاړ، هماغه ډول شاړه ځمكه وه، خو له انسانانو برخمنه وه. واړه او لوى ، ښځې او نران په كې ليدل كېدل. هغه پسې زياته كړه:
دا خلك چې په دويم انځور كې وينئ، اول كې هم شته.
يو سړى پاڅېد، په ګيله من ډول يې وويل:
صاحب! پر موږ ملنډې مه وهه. كه اول انځور كې خلك واى، نو د دويم په شان به برېښېدل.
دى موسك شو:
څوك چې د ځان درناوى غواړي، پر نورو ملنډې نه وهي، خو تاسې زما په مطلب نه پوهېږئ.
يو كروندګر ولاړ شو، يوم يې په لاس كې پورته كړ.
صاحب موږ يوازې يوم پېژنو.
انځورګر ترې مننه وكړه. شاباسى يې وركړ، بيا يې وويل:
موږ- تاسو كې به څوك پيدا نه شي چې تر سلو كلونو پورې ژوندى پاته شي.
ټولو وويل:
بې شكه!
ده پسې زياته كړه:
نن موږ راټول يو، زه انځورونه روښانه كوم، تاسې يې ننداره كوئ، سل كاله مخكې دا ځاى خالي نه و، داسې نه و، لكه ړومبى انځور د دويم انځور له خلكو څخه.
خلكو بيا وويل:
په دې كې هېڅ شك نه شته.
_ كه دا بېشكه ګڼئ، دا هم ومنئ چې اول انځور تش نه دى او څه چې په دويم كې وينئ، د اول انځور، يانې په اول كې د خلكو نشتوالى په دويم كې د شتوالي ثبوت دى او موږ له نشت څخه شتوالى وموند.
لښته يې درېيم انځور ته ونيوله، خلك يې وپوښتل:
يوه ورځ به له موږ څخه دا ځمكه تشه نه شي، داسې به شاړه نه شي لكه د دويم انځور له خلكو څخه چې په درېيم انحور كې تشه ده.
ټولو وويل:
خلاصى نه لرو، نن وي، كه سبا مرګ به راځي.
انځورګر څلورم ته اشاره وكړه، په هغه كې د دويم دا خلك وو، بيا يې نندارچيانو ته مخ واړاوه:
د څلورم انځور مطلب له نورو درېيو څخه اخيستلاى شو او دا يقين مو كېږي چې بيا ژوند شته، يانې اول كه نه و، اوس يو، دا شتوالى مو نشتوالي ته رسوي. نو نشتوالى به مو څنګه بيا شتون ته بونه ځي؟
يو سړى جګ شو:
كه بيا ژوندون وي، ولې ډېر خلك ترې منكر دي؟
انځورګر:
تاسو بزګر ماما وليد، هغه ويل يوازې يوم پېژنو، نور په هېڅ نه پوهېږو. څوك چې د ده په څېر وي او يوازې د ژوند برابرولو هڅه كوي. په هغه سترګې پټې شي، هغه خلك نه ويني، چې څه ښه ژوند لري، خو يوه ورځ يې واك پردى كېږي او هرڅه ترې پاتېږي. داسې خلك د لاسته راوړلو هڅه كوي. كه په روا وي، يا ناروا، د ډېرېدو هيله لري.
دوى د هغو خلكو كيسې اورېدلي نه وي، چې ډېر كورونه يې وران كړي وي. د ډېرو د لاس مرغلرې يې په زور خپلې كړې وي، ځان ته يې لوړې ودانۍ جوړې كړې وي، خو يوه ورځ د ځمكې تل ته ورځي او هرڅه ترې پاتېږي. له دوى سره چې حساب كېږي، نارې به وهي:
موږ كاڼه او ړانده وو، خو څوك چې نن ژوند جوړوي، دا فكر هم لري، چې د څه لپاره ژوند كوي، له بيا ژوندي كېدو څخه منكر كېداى نه شي.
نور انځورونه تمام وو، ده انځورونه ټولول، نندارچيانو وويل:
بې انځوره څه ووايه.
ده وويل:
له چا سره چې مخ شې، ظاهري بڼې ته يې باور مه وركوئ او د هغه له مخې د ده شخصيت مه ټاكئ، ظاهري بڼه د ورېځې په ډول ده، ورېځ كله اوږده وي، كله لنډه، يوه ورځ يوه لوري ته روانه وي، بله ورځ بل لوري ته او د سيوري په ډول يوځاى نه پاتېږي، د هغه كړه- وړه مطالعه كړئ، خبرې يې واورئ او شخصيت يې په كردار كې ولټوئ.