دغمي په سعودي کې د مسافري دا پنځم کال و، چې کور ته نه و راغلی.پلار ېې څو واره حال وروليږه، چې نور کور ته راشه،واده به هم درته وکړم، بيا به له خيره سره ځې. غمي ورته وويل:
   پلا ره په کور کې خو درنه شرمېدم، نشو مې درته ويلای چې فلانکۍ راته وکړه؛ خو اوس چې زه نه يم درغلی واده مه راته کوه.
     پلار ېې په دې خبره ډېر وقهرېده، ويل ېې چې دا زمانه څومره بې حيا کوله، زموږ په وخت کې به ېې چې چاته واده کاوو، له زلمي خوبه ېې يووارې پوښتنه نه کوله؛ بلکه زلمی به څو ورځې کورته هم نه راتلو، ته اوس ده ته ګوره چې په خوله ېې غواړي.
    څو ورځې وروسته دغمي دوی يوه قام والا ددوی کره مرکه ولېږله. دغمي خور چيناره هم پېغله وه. دغمي پلار ورته وويل، چې که بدل راسره کوې، ښه ده ګني زه خپله لور چاته په ولور نه ورکوم. هغوی ورسره ومنله. دغمي پلار له خپلې ښځې سره خبره شريکه کړه. چيناره ېې وليدله، خوښه ېې شوه. دغمي پلار اومور هم ورغلل. جلکۍ چې زرينه نومېده، ډېره شرمېده، ترې پټه شوه.دغمي مور ډېر چل ورسره کاوو، چې موږ ستا ليدو ته نه يو راغلي. لنډه داچې د جلکۍ مخ ېې ونه لېده. دومره ېې وليده چې ښه لوړه ځواني ېې وه اومخ ېې ټينګ پټ کړی و، له مورېې وپوښتل:
  زرينه څو کلنه ده؟ اخلی پخلی کوای شي، مشين ېې زده دی او....هغې وويل:
دااوږده اوږده پاستي چې ګورئ ېې دې پاخه کړي دي، نامه خدای دکاليومشين ېې داسې زده دی، داسې کتغ پخوي، داسې حياناکه ده او.....چې مه پرې غږېږه. زما خوزړه نه پرې کيږي؛ خو پلار ېې وايي چې زوی موهم ژڼی دی، په بدل به ېې ورکړو. جينکۍ هسې هم دپر دي کور وي.
        دغمي پلار اومور ورته وويل چې سمه ده، موږ به صلا ح وکړو، بيابه حال درکړو. کورته چې لاړل دغمي پلار ترې وپوښتل:
ښځې څنګه ده جلکۍ دې خوښه شوه؟
- هو ولې نه، نام خدا داسې ځواني ېې وه، دومره حياناکه وه، هغه اوږده اوږده پاستي چې حجرې ته ېې دروړل اوکتغ (ترکاري ) داټول زرينې پاخه و، دکاليو مشين خوېې په ټول کلي کې مشهور دی.
-  ښه ده نوره ېې پرېږده، که خوښه دې وي سبا به حال ورکړو. دوی خوچينارو هسې هم ليدلې ده، خوښه ېې ده، که خدای کول دغمي به هم همداسې خوښه وي.
   هغه و چې سبا ېې دزرينې له پلار سره دواده خبره وکړه، دسمال ېې ترې راوړ. غمي ته ېې تيلي فون وکړ چې زويه مبارک شه، داسې واده مې درته وکړ، داسې  جلکۍ مې درته وکړه چې له ګودرو (تيرانو) سره ېې سر لګيږي. اوس خو وطن ته راشه. دواده نېټه مې راتلونکې مياشت ورسره کړې ده. غمي هيڅ ونه ويل، تيلي فون ېې بند کړ. پلار ېې وانګېرله چې زوی مې وشرمېده ځکه ېې خبرې راسره ونکړې. دغمي په ټنډه دخوښي او اندېښنو څرک له ورايه ښکارېده. (څه ډول جلکۍ به وي، رښتيا به هم لوړه دنګه ځواني لري او...) دديرې ملګري پرې خبر شول، ټولو توده مبا رکي ورکړه، دشپې ېې بنډار جوړ کړ اتڼې ېې وکړې، ځينو ېې په تيلي فون مبارکي ورکړه.
 ( په څو ېې درته وکړه، څوک ېې درته وکړه، تاليدلې وه، څنګه جينۍ وه؟ مبارک اوس خوبه وطن ته هم ځې، بختور ېې، که وخت دې ډېر تېر کړ، موټر دې هم دلته واخيست اواوس به نوکورته هم لا ړشې، نوش جان دې زموږ دې خدای په لوري شي.)
          ملګرو ېې داکيسې ورته کولې. خوغمي يوازې دافکرونه کول چې رښتيا به ېې ښځه ښايسته اولوړه دنګه وي. تر يوې مياشتې پورې غمی په دې ونه توانېده، چې له کفيل څخه رخصت واخلي. وداده نېټه ېې راورسېده. پلارېې بيا زنګ ورته وواهه. غمي همدا نن سبا کول. دوی دلته په خوشالۍ اودرز دروز سره واده راوړ. ځکه چې يرېدل، ژمی نږدې و، ويل ېې که واورې ورېدل پيل شي، بيا نو واده خوند نه کوي. دواده په ورځ ډېرو ښخو غوښتل چې دواړه ناوې ګانې وګوري، چيناره ډېره ښکلې وه؛ خو زرينه سربېره په پوډرو اوډول سينګار بياهم توره اوبد رنګه وه. وړې وړې سترګې، سره وېښتان اوتښتېدلي اننګي. په واده کې راغلې ښځې يوې بلې ته پوسېدلې: داناوې خو ډېره تکه توره او بدرنګه ده، غمی که راشي قبوله به ېې کړي اوکنه او......
  داپس پوسي و، دغمي مور په ښځو او نجونو غږ وکړ، چې جګې شئ، سندرې ووايئ زما دنازولي زوی غمي واده دی،اتڼې وکړئ. خپله پورته شوه، دريا ( تمبل ) ېې ورسره واخيست سندره ېې پيل کړه.
                    په لمن به دې چکن کړم په لستوڼي ګل مېخۍ
                    وای په لستوڼي ګل مېخۍ
مورېې ويل ارمان چې غمی زوی مې په واده کې وای. لنډه داچې واده تېرشو. ناوې ېې دکور په کوټو کې بلده کړه. داد نغري کوټه ده، داغوجل ده او.....ګودر ېې هم دنورو نجونو په ملتيا پرې وليد.
    غمی شل ورځې وروستو وطن ته راورسېد. دويمه شپه ېې نکاح ورته وتړله. زرينه ېې خوښه نه وه، داچې له مور سره ېې يوڅه راز شريک و اودومره نه ترې شرمېده، سهار ېې ډېرورته وژړل. ورته ېې ويل چې مانه و درته ويلي چې زه نه يم درغلی واده مه راته کوئ. مور ېې بياهم ډېر صفتونه ورته وکړل ويل ېې:
    زويه څومره ښکلې ښځه دې ده، نار ې مه وهه، پلار دې خبر نشي، نور کلي خبر نشي، ولې زويه دغره غوندې لور مې پرې ورکړه؛ خو بيا ېې هم که ته نه منې بل واده به درته وکړو او.....
    غمي يوه شپه بله هم په کور کې وکړه. سهار وختي په کور کې  نه و. څو شپې کورته رانغی. مور اوپلار ېې ډېر زهيروو. هغه روپۍ ېې چې له ځانه سره راوړې وې، بېرته ېې سعودي ته ټکټ پرې وکړ اوپټ له کوره څخه هلته ولاړ. ددېرې ملګري ېې ټول حيران و، چې غمی لس ورځې پس څنګه بېرته راغی. دانو دزغملو نه وه چې غمی دې هر چاته داکيسه وکړي. يوه شپه وروسته غمی په دېره کې هم نه و. ملګرو ېې نورې ډېرې دېرې پسې وکتلې خو غمی بيا هيچا ونه ليد.