د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې


عمردرازمروت د ښايستونو انځورګر او ملنګ شاعر

له ښي لوري: درمل، عبدالله صادق، اسدالله دانش، او عمردراز مروت د نصيراحمد احمدي د لنډو کيسو په ټولګه ( مينه) کې د مينې په نوم يوه ښکلې، شهکاره او له دې تشريفاتي نړۍ نه لرې د يوه داسې شډل پډل او خړ پړ ځوان کيسه لولو، چې د يوه شتمن سړي يوې لوستې لور پرې زړه بايللی وي. ځوان نالوستی وي، د دوی په کور کې مزدور وي، ګيا

28.08.2007 محمدحنيف حيران

دلويې پکتيا شاعران( څلورمه برخه)

نـــــوم         :  تاج وليتخلص         : لائيلد پلارنوم     :  وزيرمحمدزوکــړه       : ١٣٦٤  لېږديز لمريزکال زده کړه       : زده کوونکىولايت         :   خوستولسوالي      : مرکز - متونکلى     &n

27.08.2007 محمدحنيف حيران

د حميدې پکتيانۍ غزلونه او څلوريزه

په هر لور باندې چې ځـــــمه درنږدې شمنه پوهېږم له کوم غمــــــــــه درنږدې شمد نفرت اومحبت خپـــــــــــلوي ته ګورهستا دلاسه که څــــــــومرمه درنږدې شمنه پوهېږم چې داڅنــــــــګه نزاکت دی؟زړه چې څو راټـــــولـــومه درنږدې شمخپلې اوښکې چراغان کړم ستا کوڅه کېپه بڼو باندې يــــــــې وړمه درنږدې شمدد ستور زولنې ماتې پکتـــــــيانۍ ويخوب کې ځکه ښه بې غمه درنږدې شم.            غزل ساز يمه، سرود يم

27.08.2007 محمدحنيف حيران

غزل

دا مې په زړه د چا ارمان اوريسپوږمۍ له سترګو دې جانان اوريخدايه ښکلا اشنا ته دومره ورکړهچې نور يې بېرته په اسمان اوريستا د وړې نتې رڼا دومره دهچې ترې غمي د سليمان اوريدا په موسکه دې اشنا څه کړي ديچې ترې صدف اوري مرجان اوريعزيزه بيا دې د چا کډې ياد شوېبيا دې په زړه د چا اوښان اوري.-

26.08.2007 محمدحنيف حيران

د جلان خوږه غزله

پـــه قــــدم قـــــدم روان يـــمـــه درګورمستا دستړي وخت جانان يـــمـــه درګورمپه لېموکې دې ښايست ديــــــــــو چا لولميو سپېڅلى مسلمان يــــــــــمـــه درګورمدنظرلمبې دې مړې مـه شه جانــــانـــــه!توره شپه د بيابـــــــان يمــــــــه درګـورمدفطرت د چينې غــاړې ته دې نـاست يميــــــــــوه تنده يو ارمـــــان يمـه درګورمكه انكار دې د انـــــګارد مــاڼۍ برج شيخوستا (جلان) يمه (جلان) يمـه درګورم  

26.08.2007 محمدحنيف حيران

د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ

په دې برخه کې به تاسې  د لويې پکتيا شاعران وپېژنئ، د هغوی شعرونه به ولولئ او يو بل زيری هم درکوو، چې په نږدې راتلونکي کې به د لويې پکتيا د شاعرانو ګډه شعري ټولګه، چې احمدضياء ضياء راټوله کړې ده چاپ او خپره شي. ددې ټولګې دا لومړی ټوک دی. بايد ووايو، چې دا لړۍ به په همدې وېب لاګ کې کرار کرار خپريږي . دلويې پکتيا کوم شاعر که خپل شعر نه وي ورکړی، هغه اوس هم کولی شي، چې خپل شعر، لنډژوند ليک او يو عکس زموږ په پتو راوليږي   .hanif_hairan

24.08.2007 محمدحنيف حيران

دلويې پکتيا شاعران

نـــــوم         : رمضانتخلص         : تراب توتاخېلد پلارنوم      : عبدالقيوم توتا خېلزوکــړه        : ١٣٤١ لېږديز لمريز کالزده کړه        : د حربي پوهنتون لېسانسولايت          : پکتياولسوالي       : سيد کرمکلى &nb

24.08.2007 محمدحنيف حيران

د لويې پکتيا شاعران

نـــــوم         : يارملتخلص         : تيموريد پلارنوم     : ډاکټر سيد حسنزوکــړه       : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کالزده کړه       :  د لسم ټولګي زده کوونکىولايت         : پکتياولسوالي      : احمد اباکلــــى      &n

24.08.2007 محمدحنيف حيران

ورکه پېغله

د صفدر په فکر کې غرونه- غرونه سوچونه وو، سر يې ورکښته کړى و، ټيټ سر پر څوکۍ ناست و، نه پوهېده چې څه چاره وکړي. هغه به له سګرېټ څخه لوګى وباسه، په هوا کې به تيت پرک شول. دغه ډول يې که هر فکر سنجاوه د سګرېټ د لوګي په څېر ورکېده او ده ته به يې نوې اندېښنې زېږولې. له مېرمنې څخه يې هم کرکه کېده، د هغې په زړه کې به څه تېرېدل، خو ويلاى يې نه شوه، اولاد خو له پلار څخه په مور ډېر ګران وي. ولې يې صفدر ملامتوي او ټوله پړه د هغې پر غاړه اچوي. که هر څو يې فکر وکړ. د ستونزې اوارى (حل) يې پيدا کولاى نه

20.08.2007 محمدحنيف حيران

اغزي او ګلان

يوڅو كلونه مې د ژوند له كلو بېرته باسمژوند كې يې نه شمېر مهزۀ مې دعمر كليز،بېرته له سره ليكميوڅو كلونه مې په خپل عمر كې نه شمېرمهپوهېږې كوم كلونه ؟هغه كلونه چې له تا سره مې مينه وكړههغه كلونه چې مې عقل رانه تاوړى وهغه كلونه چې مې ذهن كې يوازې ته وېهغه كلونه ستا دعمر په كلو زياتومژوند كې يې نه شمېرمهپه دې اميد كې رانه هېره شې ته په دې اميد چې بيا دې ياده نه كړمرښتيا !كه دا كلونه مې د ژوند له كلو بېل كړمرانه هېره به شې ؟نه  نه

20.08.2007 محمدحنيف حيران

غزل

هرخوا ګوري هر خوا څار كوي  كړاودښكاري پـــــه څېر رفتار كوي    كړاود ګودر تـــــرڅنګ ولاړ دى په لمانځهخامخا د چـــــا ديـــــدار كــــــوي كړاودچـــــا سترګو رسولى تــــــــــر جنونهپه هـــــــرچا باندې ګوزاركــــوي كړاوبيايې - بيايې دغــــــــزل تــــا بيا نيولې بيا د هسك د ستورو شمار كــــوي كړاوخوله يې وغوښته خوله وركــړه لېونۍكه نـــــــــه ټوله شپه ازار كـــوي كړاومين نه دى خـــــو په ښكلو پسې ګرځيښكاري نه دى مـــــګر ښكاركو

20.08.2007 محمدحنيف حيران

ګلاب ګلاب جانانه

کله ناکله راته دومره خوږشېچې ستا په ياد کې شونډې وچيچيمهمينه داستا په يوه ګلاب وکړمهمهينې شونډې ترېنه دومره واخلمچې ټول خولې خولې شيلکه يتيم په اوښکو ولمبيږيخو کله کله داسې هم وشيچې ستا ګلاب شونډو ته وژاړمهداستا جفا راياد شياود ازغيو جامې واغوندمهستا له نازک ګلاب ګلاب بدنه داسې راتاوه شمهچې درقيب ګوتې هم ورېبمه.  

20.08.2007 محمدحنيف حيران

د سيدشاه سعود تازه غزل

قدم قـــــدم باندې تر داره ځي او هيڅ نه وايييو کــس د چم په لويه لاره ځي او هيڅ نه واييد شــــــــــپې په توره لوپټه باندې مشکڼې پييسپوږمۍ روانه تر سهاره ځې او هيڅ نه واييوايي چې ده به مــــــــلامتـــــــه زندګـــــي کولهقـــــلندران يې تر مــــزاره ځي او هيڅ نه واييزه ترېنــــــه خوب کې زولنۍ د زلفو وغواړمههغه مې سترګو نه بيداره ځي او هيڅ نه واييساقــــي سعود سره د صـــــــبر خزانې ډکې ديله مېکدې دې بې خماره ځي او هيڅ نه وايي.

19.08.2007 محمدحنيف حيران

څو شېبې په دانش ادبي بهير کې

پخوا به په جمعه کې يو وار ښار ته تلم، په همدې يوه ورځ کې به مې بلا کارونه خلاص کړل. کلينک ته به مې درمل راونيول، په يارانو دوستانو به راوګرځېدم، د خپلې مجلې (سليمان غر) لپاره به مې ليکنې برابرې کړې او داسې نور... خو په دې ټولو سربېره به د نورو ډېرو يارانو په څېر د ګران اسد لا لا پوښتنې ته هرومرو ورتلم. که چا به کوم ليک يا ليکنه کړې وه د سليمان غر لپاره، هغه به يې هم له دانش صاحب سره اېښې وه. د دانش صاحب کتابتون نه و، هغه زموږ د (کابليانو) خبره ده، سمه دانش کده وه، چې د هر شاعر او ليکوال  به

19.08.2007 محمدحنيف حيران

عبدالله صداقت ته ډالۍ

راشين مې دی په زړه کې د ګلاب په څېر يو څوکزرينې ښکلې پاڼې د کتاب په څېر يو څوککوتره مې د خيال تېرو پنجو کې رانه وړيرا ټيټ شي يو نا څاپه د عقاب په څېر يو څوکجومات ته پسې ځم او مېکدې ته پسې ځموالله چې راته ګران دی د ثواب په څېر يو څوکوابه خيسته ستورو ترې رڼا په غېږو غېږوروښان و، د سپين لمر او

17.08.2007 محمدحنيف حيران

ته عجيبه سړی يې

زه د لمبو په رقابت کې نه مرمهره شېبه ترې غېږې غېږې راوړمد سرو ګلانو مينه ماته کړم پرېته عجيبه سړی يېد ګلو منځ کې اوسېمينه هيڅ نه پېژنېلکه په سرو لمبو کې ژوند تېروې.

15.08.2007 محمدحنيف حيران

د جلان ځاځي خواږه شعرونه

                                             څه وکړم لمبو په مخه کړی يم                                  &nb

15.08.2007 محمدحنيف حيران

زه به بيا څه کومه؟

اخ سره لاسونه رانه مه تاووهد جدايي زور دې هيڅ نه لرمهکه مسافر شوم بيا به څه کومهزه به دا ستا ښکلي يادونه نمانځمکه نا خواري او مزدوري به کوم؟

15.08.2007 محمدحنيف حيران

کاروان صاحب ته ډالۍ: حميده پکتيانۍ

پېغله يمه شرنګ مې دبنـــــــــــګړو له مېنځه باسمهغشــــــــــــي دبڼو مې د زړګو  له مېنــــځه باســـــــــــمهسترګو ته مې ستا دانوراني مخ سيوری سيوری شينوم دې که هر څومره دمغزو له مېنــــــــــــــــځه باسمهخدايه ته زما له دې احساسه ســــــــــــوله جوړه کړېخدايه افغانان مې دجګړو له مېنـــــــــــــــځه باسمه

14.08.2007 محمدحنيف حيران

زړه مې نه ځي له کوچيو

نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځمزړه مې نه ځي له كوچيوله دې شپول له دې كېږديوله دې مېږو او سېرليوتوبه كلي كې مې زړه چويهم په غم هم په ښاديونشته بله مشغله موسره وژنو په مرميوتل اخته يو په بديود خېمې ليمڅي دې ښه ديله قالينو او دريو¯¯¯نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځمښا

14.08.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more