د صفدر په فکر کې غرونه- غرونه سوچونه وو، سر يې ورکښته کړى و، ټيټ سر پر څوکۍ ناست و، نه پوهېده چې څه چاره وکړي. هغه به له سګرېټ څخه لوګى وباسه، په هوا کې به تيت پرک شول. دغه ډول يې که هر فکر سنجاوه د سګرېټ د لوګي په څېر ورکېده او ده ته به يې نوې اندېښنې زېږولې.
له مېرمنې څخه يې هم کرکه کېده، د هغې په زړه کې به څه تېرېدل، خو ويلاى يې نه شوه، اولاد خو له پلار څخه په مور ډېر ګران وي. ولې يې صفدر ملامتوي او ټوله پړه د هغې پر غاړه اچوي. که هر څو يې فکر وکړ. د ستونزې اوارى (حل) يې پيدا کولاى نه شو، بيا به يې په خپلو کې لفظي شخړه پيل کړه، چا خبر کړى نه و، چې لور يې له ټوپکيانو سره ده. زړونه يې خبر وو، چې له سپوږمۍ سپينه لور به يې په تورمنګولو کې وي. د ټوپکيانو په لاس به لوبېږي، د هغوى غوښتنې به مني، کله به ومني چې په عزت يې لوبې وشي، خو په زور به پرې منل کېږي، صفدر يوځل بيا بړچ وهل:
ټول ستا له لاسه رارسېږي.
د رابعې په سترګو کې اوښکې راغلې.
_ زما له لاسه ولې؟
_ درته ويل مې چې امنيت نه شته، ټوپکيان برلاسي دي.
_ په روغ حالت کې تا هم ويل وطن ته راغلو. ما هم نن چې په بلا...
_ د بلا لورې! نه مې درته ويل لور دې سږ کال پوهنتون ته مه لېږه. هسې هم ځمکې ځاى نه ورکاوه، په دې خبرو نوره هم ځورېدله. هغې خو د لور نېکمرغي غوښتله، بيا يو د دې لور خو پوهنتون ته نه تله. په سلګونو پېغلې په پوهنتون کې سبق وايي.
له هغوى سره به يې وروڼه وي که يه دا له خپل ورور سره تله اوراتله. انګړ ته ووتله. په چوتره کې ولاړه وه، له لور سره يې سهارنۍ خبرې په زړه کېدلې او په غوږونو کې يې ازانګې کولې.
رابعې ګلان خړوبول. لور يې بکسه څنګ ته اچولې وه سر يې په شنه پړوني کې پټ و، ترې راوتلى سپين مخ يې داسې اېسېده لکه سپين ګلاب چې له غوټۍ څخه سر راوباسي. د دې تر څنګ تېرېدله:
لورې پام کوه مسعود به څو ورځې نه وي.
هغې مړاوې سترګې ورواړولې، په نرمه موسکا يې وويل:
که مسعود نه شته، هارون خو به وي.
_ کوم هارون؟
_ د مسعود ديني ورور، هغه ته له خور نه کمه نه برېښم.
رابعې فکر کاوه چې هارون به نه وي، که هغه وي څه به نه پېښدل، يا يې که لور ته څه پېښ شوي وى، هغه به پرې خبر کړي وو او کېدى شي له مسعود سره پېښور ته تللى وي، په هغه ګران دى، د لارې ملګرى يې نه و، هغه به يې بېولى وي.
صفدر انګړ ته ووت، رابعه يې له لاسه ونيوله:
راځه له دې غمونو خوب ته پناه يوسه.
کوټې ته ننوتل، پر بسترې وغزېدل، هغوى ته يوه لار هم نه وه پاتې، چې څه ډول لاس په کار شي، ځکه زړونو يې منلې وه چې لور به يې د ټوپکيانو لاسته ورغلې وي. که بله پېښه وى ټليفون به يې کړى و، که د کوم خپل کره تللې وى، بيا يې هم خبرول، په خپل لاس کې ګرځنده (موبايل) ليري.
زړه يې غوښتل خپله ورکه نژدې حوزې ته ووايي، ترڅو هغه حوزه له نورو سره اړيکي ونيسي، بې ګټې کار يې وباله. ټوپکيان په حوزه کې داسې کار نه شي کولاى. په کوم غونډ کې به يې ايساره کړې وي، چېرې چې عادي خلک تللى نه شي او د دوى تر پردې لاندې ظلمونه ليداى نه شي.
دوى ته داسې پېښه شوې وه، چې له چا سره يې شريکولاى نه شواى، نه يې خپلوان ترې خبرولاى شواى او که خبره د خلکو غوږونو ته ورسېږي، د دوى عزت به له منځه لاړ شي او هغه څه مرسته هم ورسره کولاى نه شي، هېڅ يو خپل يې ټوپکى نه دى، د صفدر په څېر لعنت پرې وايي او د ټولو بدمرغيو لامل يې بولي.
×××
سهار د ځمکې غېږ ته منګولې غزولې وې. د تيارې تور پړونى يې ترې ليرې کاوه، لا يې پړونى پوره جګ کړى نه و، دهغه سيورى د ځمکې په غېږ کې پروت و او د لمر زرينې وړانګې يې ورته رسولې نه وې، صفدر له کوټې څخه ووت، هغه فکر کاوه چې خوب يې ليدلى، لور به يې ورکه شوې نه وي، د هغې کوټې ته ننوت، د څملستلو ځاى يې تش و، پخلنځي ته ووت، ناکرار ناکرار يې په انګړ کې وکتل، څه يې تر سترګو نه شول، ويې منله چې خوب نه دى، پري لور يې ورکه شوې، ټوپکيانو تښتولې، بل به څه شوي وي؟
که بله پېښه وى ارو مرو به خبر شوي وو. واپس کوټې ته ننوت، پر څوکۍ ناست و، اندېښنې يې پسې زياتېدلې، په پري به شپه څه ډول تېره شوې وي، د ښاپېرۍ غوندې ښايست به يې کومو دېوانو ښکار کړى وي، د هغې په سينه به څومره لاسونه وهل شوي وي. ها لوبه نه وي ورسره شوې لکه د يوې ښځې سره چې شوې وه. په ځنګل کې يوازې وه بيزوګانو يرغل پرې کړى و، ښځه يې د جنسي غوښتنو ښکار کړې وه، تر لسو زيات پرې ګليا و، چا له مخ څخه خرابوله او چا يې پر څټ لوبې کولې. ځينې يې په خوله لګيا وو او نورو يې مخ ځبېښه، په دې ډول يې د ژوند ډېوه ورمړه کړې وه.
لور به يې د هغوى له غوښتنو روغه راوتلې وي له وېرې نه يې زړه چاودلى نه وي، هغه خو نازولې وه، هېڅ ستونزه يې نه وه ليدلې، بيا به يې وويني، که يه، څو ورځې به د هغوى په لاس کې وي، کله به يې وږي نفسونه پرې مړېږي.
له صفدر سره دا اندېښنه هم ملګرې شوه، چې په لور يې د کوم قوماندان زوى مين نه وي، پرون ورځ به يې ښه موقع ګڼلې وي، کومې غرنۍ سيمې ته به يې بېولې وي، هسې نه د ځان يې کړي.
سر يې پورته کړ، رابعه لا هم پرته وه. غوسه ورغله:
هغه ولې ويده ده؟ د هغې زړه ولې نه خوږېږي؟
پسې ورغى بړستن يې ترې پورته کړه، رابعې لاسونه سترګو ته نيولې وو، اوښکې يې پرمخ بهېدلې، بالښت يې هم لوند کړى و، صفدر وپوښتله:
د هارون موبايل شمېره درسره شته؟
_ که وى، ښه وه.
_ د کور پته يې درمعلومه ده؟
_ نه.
د وره د زنګ غږ شو، صفدر ومنله چې څه پېښه شوې، دومره وختي څوک چېرې ځي، که ځي کوم اړين (مهم) کار به لري، په بيړه يې ور پرانيست، سړى انګړ ته ورننوت، صفدر يې مخ ته کتل. خبرې يې ځيرلې، خو نه پوهېده چې څوک دى، لومړى ځل يې ستړي مشي ورسره کاوه. خواله يې ورسره غبرګ کړه. ترڅو يې وپېژني، فکر يې کاوه همزولى يې دي، کوم ځاى به يې وخت ورسره تېروي، د ده په څېر يې سر ګډوډ و، پر ټنډه يې نرۍ- نرۍ کرښې پيدا شوې وې. ياد ته يې رانه وړ، په بيړه يې وويل:
خير دى؟
هغه په ډک زړه وويل:
له خير نه خبره تېره ده!
بيا يې ځان وښوده، د هارون پلار خواجه يم.
د صفدر زړه ښه شو، د هارون پته به ترې واخلي، ترڅو يې د لور درک وشي او له ده څخه يې غوښتنه وکړه چې دويم پوړ ته ورسره وخېژي، په مېلمستون کې چاى ورسره وڅښي. خو خواجه وويل:
د تللو وخت نه دى، زما زوى او ستا لور پوليسو نيولي.
صفدر لږ خوشحال شو، چې د لور پته يې ولګېده، ټوپکانو تښتولې نه ده، خو نيولې يې ده، بيا يې پوښتنه وکړه:
ولې يې نيولي، اوس محصلين هم نه پرېږدي.
هغه سترګې کښته واچولې، ته وا خپل حيثيت له خاورو سره برابربولي:
وايي چې غېږې يې سره لګولې، يو بل يې مچو کول.
صفدر به ولې نه غوسه کېده. هغه ټوپکيان د رڼا ورځې غله بولي، فکر يې کاوه هغوى چې په خلکو جنسي تېرى کوي، څرنګه به نور خلک له جنسي کارونو وګرځوي. ټوپکيانو به د پيسو اخيستلو ته چل جوړ کړى وي، کوم چا به ورته ويلي وي چې د موسسې مشر دى، خواجه ته يې ورغبرګه کړه:
درواغ وايې، زما لور داسې نه ده.
_ دواړو اقرار کړى، چې خاوند او مېرمن دي.
×××
صفدر او خواجه پوهنتون ته نژدې روان وو،د حوزې وره ته ورسېدل، صفدر تر اوسه ټوپکيانو ته ورغلى نه و، نه يې د هغوى ليدل خوښېدل، خو نن يې بله لار نه لرله، که ورنه شي، د لور خلاصون يې شونى نه دى. خواجه پوهولى و، چې د حوزې مشر ويلي د دوى پلرونه دې راشي. خپلې پېژندپاڼې (تذکرې) دې ورسره راوړي، ترڅو معلومه کړي، چې پلرونه يې دي، که يه؟ بيا دې شاهدي ووايي چې هارون او پري سره په نوم دي که يه؟
دواړه نه پوهېدل چې هلک او نجلۍ به څه ډول راخلاص کړي، محکمې ته يې بونه ځي، يا څارنوالي پرې خبره نه شي. دفتر ته چې ننوتل، له ونې ګرد سړى پر څوکۍ ناست و، په ږيره کې يې خال- خال سپين ډکي برېښېدل. درېشي يې په تن وه، خو د پوليسو خولۍ يې په سر نه وه، د هغې پر ځاى يې پکول پر سر کړى و.
د دوى غوندې يې نېکټايي هم تړلې نه وه، وړوکى دسمال يې پر اوږه اچولى و، ملګرو يې امر صاحب نوماوه. امر صاحب يې په ليدلو بد راغلل، هغه پوهېږي چې دغه ډول خلک ټوپکيان ته ورته وايي. دا نه سنجوي چې ټوپکي څوک دى او مجاهد...
امر صاحب يې نه ګرموي د بل د لاس اله يې بولي، هرځاى وايي (دا خلک د پرديو توتيان دي، هغوى چې هرڅه ووايي دوى يې پسې تکراروي).
دواړه پر څوکيو کښېناستل، کښته يې ځمکې ته کتل، هغوى به هرڅه و، لوړ حيثيت به يې لاره، د ستورو په شان به هسک و. راڼه به ځلېدل، خو کله- کله ستوري هم لوېږي. د ځمکې په بېخ کې ولګېږي. بيا يې د تل لپاره رڼا ورکه شي، صفدر او خواجه به ښه سړي وي، خپل عزت به يې پېژانده، بل به يې سپک کړى نه وي. خو نن د يوه زوى او د بل لور تور داغ پرې ولګاوه او عزت يې له خاورو سره وربرابر کړ.
امر صاحب له وخت څخه ګټه اخيستله:
څوک چې ډيموکرات وي، زامن به يې خود فاحش کېږي.
خواجه وويل:
اوس شوي، خاوند او مېرمن دي.
_ بل څوک څه خبر دي، چې نامزادان دي؟
خواجه يې تاييد وکړه:
امر صاحب ښه وايي.
امر صاحب پسې زياته کړه:
د دوى په ليدلو نور ځوانان فاحشۍ ته تشويقېږي.
بيا يې ولاړ پوليس ته امر وکړ چې لاړ شي، هارون او پري ورته راولي. صفدر لا هم کښته کتل، امر صاحب ډنډه وروغزوله د دې لپاره چې ځان ته يې متوجه کړي، هغه يې سرته پرې لمس کړ، صفدر سر پورته کړ، ده ورته وويل:
واده ولې نه کوئ؟
مجبور و خپله خوله وخوځوي، يو څه وايي:
صاحب کوو يې.
د هارون او پري رنګونه داسې ژېړ وو، لکه منى چې پاڼه له ونې ولوېږي او تر پښو لاندې کېږي. مړو سترګو يې شاهدي ويله چې څومره ملامت دي.
امر صاحب خواجه او صفدر ته مخ واړاوه:
پرون د غرمې يوه بجه وه، د پوهنتون ګڼوونو کې ناست وو، د برڅو تڼۍ يې خلاصې کړې وې، له غوسې سور او شين واوښت، لږ غلى و، بيا يې وويل:
ستا لور دى له تناسلي الې نيولى و او ده يې په... کې ګوتې اچولې وې.
هارون او پري څه نه ويل.
د هغوى چوپتيا ښودله چې څومره ملامت دي، د دوى پلرونه هم ګونګ وو. د امر صاحب هرې خبرې ته يې سر خوځاوه، هغه له دواړو څخه پېژندپاڼې وغوښتلې، ترڅو معلومه کړي، چې دوى رښتيا صفدر او خواجه دي که نه؟
خو نه پوهېده چې هلک او نجلۍ سره په نوم نه دي، د پېژندپاڼو تصويرونو ته يې کتل او هم يې د خواجه او صفدر شکلونه ځيرل. کومه تېروتنه يې پيدا نه کړه او هغوى دېته اندېښمن وو، چې څو روپۍ به ترې غواړي، لا يې هم باور نه راته، چې امر صاحب د څه غوښتلو هيله نه لري او غواړي چې د ناوړه کارونو مخنيوى وکړي بيا يې دوى ته وويل:
تللاى شئ.
صفدر ومنله چې له ښو سره بد تړلي دي، ګل بې اغزي نه وي، دغه ډول ټوپکيانو کې ښه خلک هم شته او ټول بد خلک نه دي.
دوى چې روانېدل امر صاحب غوښتنه وکړه چې بل څوک په دې خبر نه کړي، چې زوى او لور يې ده بنديان کړي وو. ځکه امر صاحب ته اجازه نه شته چې له خپل ځان سره څوک وساتي، بايد بند ته يې بوځي، خو امر صاحب وېرېدلى و، که پري يې بند ته بېولې وى، هسې نه کوم پوليس بې پته کړې وى، بيا يې صفدر ته وويل:
د دې لپاره چې پري د خطر احساس ونه کړي، توله شپه مې هغې ته پيره وکړه.
کابل پوهنتون
شپه غالى (ليليه)