د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې


ترياک نشه يي توکي او زيانونه يې

په  نړۍ كې د اتومي انرژۍ د پاوړي كېدو او د درېم نړيوال جنګ په لګېدو سربېره اوس نړيوال دې ته حيران دي، چې څنګه وكړي تر څو د ټولوژنې اتومي وسلې له منځه يوسي؟ په نتيجه كې ګورو، چې بين الملل او منځنګړې خيريه ادارې ټولې لاس تر زنې ورته ناستې دي پردې سربېره اوس نړيوال دې ته فكر وړي دي، چې څنګه وكړي، د نشيي توكو او قاچاق مخنيوى وكړي. په اكثرو بې وزله هېوادونو كې د نشيي توكو كرونده زياته كېږي. په دې خاطر چې له نورو حاصلاتو لكه غنم، وريجې، مالوچ او... په نسبت له نشيي توكو څخه زياتې پيسې ل

07.11.2007 محمدحنيف حيران

پښتنې کونډې دبې وسي په لومو کې

خدايه د قطر پاچا مړ کړېپه شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينههو رښتيا هم په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دي. هغه بې وسه پښتنې پېغلې چې د ښکلا  او ځوانې غرور ته يې غرونو سرونه ټيټول، د ښکلا ښاپېرۍ بلل کېدې او د سپېڅلتيا ملکې خلکو ورته ويلې، هغوی خو لومړی په پيسو پلورل کيږي، په سرونو يې سودا بازي کيږي. د ژوند حويت يې نه وي څرګند، د خپل کوژدن څېره، انځور او کورنۍ يې نه وي ليدلې، د علميت علم يې نه وي ورته . بيا چې واده شي ورته، لکه مزدوره او وينځه د خاوند په کور کې ژوند تېروي. هغه ار

07.11.2007 محمدحنيف حيران

د خيرخوا تازه غزل

زور د غوسې،سور د خندا دې الله مه کموهشوخ د نظر،خوند د ادا دې الله مه کموهپه ګرد کميس واړۀ چارګل دې خدای نظر ولرهشور د بنګړو،نوردښکلا دې الله مه کموهزما د نوم توري دې تل پر شونډو وچورلېږهد لېونۍ مينې سودا دې الله مه کموهد رقيب زور،د رقيب زر،د رقيب هر فشار تهد پښتني غرور\'انا\'دې الله مه کموهدا چې روانه يې نامه د خيرخوا اخلې خاندېبس دغه ورد،دغه دعا دې الله مه کموه  

07.11.2007 محمدحنيف حيران

دمحمدوزيرهمت غزل

څومره غني يم د يار يادونه لرمپه زخمي زړه سوي داغونه لرمخلك به وايي دولت ډېر راسرهزه د جانان خواږه يادونه لرمخير كه دنيا مې ليونى و بولي په ټوټه زړه كې ستا تصويرونه لرم دا راته مه وايه چې تېر شه ترينهپه دغه لار ځم مزلونه لرم همت منم چې به سوځيږمه زه په خوږ من زړه ډېر پرهرونه لرم

07.11.2007 محمدحنيف حيران

څلوريزه: عزيزاحمدعزيز

څلوريزه: عزيز احمدعزيزله ماخوهېر نه يې بلا دې واخلمپه ما خو ډېر نه يې بلا دې واخلمسترګې دې دواړه دې پستوکی اسلامته خو کافر نه يې بلا دې واخلم.

31.10.2007 محمدحنيف حيران

دګل شاه صبري غزل

غشـي وي راتـــــاو شي ځيګــــــر وخوريشپه وي را خوره شي لـه ورځ لمر وخوريکاڼي مــــــــاتوي هـــــــــم نړوي  ديــــوالستا همـدا کيسې به يو ورځ غـــــر وخوريواړه بـــــــه سپېره ډاګ يـو سپېره غرونــهتبر د دښمن کـــــه مـــــــــو نښتـر وخوريدا څه عجيب وخت دى پــر عجيـب موجودراشـــــي ګنجى سرى سر بـبر وخـــــوريوخته دا څه ژونـد دې پــــــر دنيا راووستپورتـــــــــــه يو بشر شي بـل بشر وخوريژوند وي لار پرې جوړه کړي مزلونه پرېڅـــــو د وينو تږي ژونــ

29.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: نورشاه نوراني

د بې وفـــــــــا يار لـــــه سلوکه  درته څه ووايمزه د بدرۍ او لــه ملوکـــــه  درتــــــه څه ووايمکه مې په شا مرمۍ  خوړلې پـــر ټټر مې نه ويبيا مې پــــر قبر لاړې توکــه درتـــــه څه ووايمزما د زړۀ پـه نغري بــــــاندې دى د هيلو ديګىد هجر مړې سکروټې  پوکه درتــــــه څه ووايممينو مــــــه راوړئ زړګوټي لــــوټوي يې درنهد ښکلو ښار کې خو ده شو که درتــــه څه ووايممــــــــــا د فــــــطرت د کاېناتــــــو ننداره کولهناست وم د پـورې غره پـه څوکه

29.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: احسان الله درمل

د زلفو شپو کښې د مخ نور مه تړهموسی ته لار د کوه طور مه تړه وخته سوري د زندان ټول وتړهخو لاس او پښې مې د شعور مه تړه رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟ زړه به پخپله مړ کړې ، ګوره ډېر یېپه زرین تار کښې د سرور مه تړه د کوثر سیند به ټول در پرېږدو شیخهخو بند اوبو ته د انګور مه تړه پرېږده چې ستا د تصور انار خوريدومره هم خیال د خپل رنځور مه تړه ښکلي آزاد پرېږده چې زړه وړي درنهدرمله مخه د دې چور

29.10.2007 محمدحنيف حيران

دلويې پکتيا ادبي تذکره (اولسمه برخه)

نـــــوم       : ميربات خانتخلص       : ځدراڼدپلارنوم    : عيسى خانزوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کالزده کړه     : د دوولسم ټولګي زده کوونکىولايت       : خوست ولسوالي    : مرکز – متون کلى          : لکڼ بډاخېلهچاپ شوي اثار : نه لرينــاچاپ اثــــار : يوه ش

27.10.2007 محمدحنيف حيران

ډېرراباندې ګران دی. کړاومنګل ته ډالۍ

يو څوک ديوه غلچک نظر په څېر راباندې ګران دیله ځانه او جهانه  څخه تېر راباندې ګــــــــــــــــران دیدخدای (ج ) اود رسول(ص) دمينې بېـــــله فلسفه ده خو دومره درته وايمه چې ډېر رابــــــاندې ګران دی داچې په سينه باندې اوس لاس نه ږدي پرې پوی يمهداسې معلوميږي چا هوښيـــــــارې ترې زړه وړی دهښه يـــــې پرې دخپل مغروره حســن بُت تراشلی دیښــــې يوې ماهـــــرې اوفنـــــــکارې ترې زړه وړی ده تا خوبه ذوقونه تخنــــــــــول او پاچاهـــــــــي دې کړهسل او

26.10.2007 محمدحنيف حيران

دپکتيا او پکتيانيو لرغوني دور ته لنډه کتنه

څنګه چې د مهال د تېريدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي چې دې دا ډول بدلونونو اغيزې د يوې ژبې په وييونو (( لغتونو)) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاخيتا  يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده چې دارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غزېدلې وه او څومره  لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقيعت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.کله چې اريايان  له منځنۍ آس

26.10.2007 محمدحنيف حيران

غزل: درمل

جار یې تر مړو سترګو باڼه چې په ادا پورته کړيد زړه پر څلي مې لاسونه د دعا پورته کړي پېغلې په چم کې کمې نه دي خو څوک داسې نشتهچې مې لوېدلی توغ له لاسه د غزا پورته کړي قاتل نظر یې خدای خبر دی که شي موړ په وینوکه جنازه هم پر اوږو د مسیحا پورته کړي هغه د خپلو مستو سترګو لېونی مه ګڼههغه چې ستا په مخ کښې شونډو ته صهبا پورته کړي خدای دې بیا هغه مستانه بهار ته سوبه ورکړيچې سرې جنډې په غرو رغو کښې د سوما پورته کړي نګهت د څڼو یې وړي داسې رانه ز

24.10.2007 محمدحنيف حيران

څڼېور شهيد

            داهديره دشهيدانو هديره باندې مشهوره وه. له لرې لرې به خلک راتلل اود قبرونوسر ته په ولاړو لکړو به ېې دعقيدت دسمالونه تړل. هغې ښځې چې اولاد به ېې نه درلود، تشې ځانګو ګانې به ېې راوړې، په  زيارت کې به واچولې اوز نګولې به ېې. داسې به ېې انګېرله چې ګني په داسې کولو سره خدای پاک ددې شهيدانو په برکت دوی خالي ځولۍ نه ليږي. ځينو ښځو به دخپل ناوړه دستور له مخې له قبرونوڅخه طوافونه کول، دعاګانې به ېې له زيارت څخه غوښتلې ( اې زيارته ته

23.10.2007 محمدحنيف حيران

دشاهين غزل

دحنيف حيران دشعر پر زمکه(روان چې شي دوريځو برګ اوښان په نيمه شپه کېبېلتون راته راياد شي د جانان په نيمه شپه کې)يوڅوک راته ياديږي د هجران په توره شپه کېپه چغومېژړيږي هرارمان په توره شپه کېازل نه يې دي برخه کې دردونه تکليفونهياديږي مې زخمي افغانستان په توره شپه کېرالوتې پرې سېلۍ د بربريت ده له مودو نهځليږي مې لېموکې هرافغان په توره شپه کېسپرلي اواخترونه دې په منډوترې ر وان ديخو بونوکې تل وينم يتيمان په توره شپه کېخو بونوخنداګانوهم له مونږه نه کوچ کړی

23.10.2007 محمدحنيف حيران

دخيرخوا تازه غزل

د غم وهلـــي زړه ټکــــــور څـــــــومره دی؟بنګړيو! شر مو څومره شور څومره دی؟زړګيه ستـــــا د ضُعف حـد نــــــشته دید بېلتانـــــه د بــــــلا زور څومــــــره دی؟ستا لـــــه محـــــله لــــــوی دی څو کرتېاوس نو زما د زړګي کور څومره دی؟لــــه زړه دې وپوښتنــــــه د زر څښتنه!په غـــــريبانو باندې پـور څومره دی؟د زړه ايمان خيرخوا په دې معلوم کهد غليم مخې ته نسکور څومره دی؟.

23.10.2007 محمدحنيف حيران

دلويې پکتيا ادبي تذکره( شپاړسمه برخه)

نــــوم        : زرولي خانتخلص       : خوشنوددپلارنوم    : شاه ولي خان (خاکسار)زوکــړه     : ١٣٦٤  لېږديز لمريز کال زده كړه    : محصلولايت       : خوست متون ولسوالي    : مرکز کلى         : کونډيدنده         : ژورنالېست

23.10.2007 محمدحنيف حيران

د الهام تازه غزل

دسرو لمبو خبرې زده دي راته د اننګو خبرې زده دي راته ژوندون مې نه دى په اوږو بارشوى د پښتنو خبرې زده دي راته زلفې خورې کړه زلفې و غوړوهد تورو شپو خبرې زده دي راته سترګې مې سرې نه دي شرابو باندې د شوګيرو خبرې زده دي راته د زړه خبرې به دې خود اورمه چې د لېمو خبرې زده دي راته ستا دښکلا نظر به مات شي ګرانې د سپېلنو خبرې زده دي راته مينه د زړه د دولت پانګه ګڼم دغه يوڅو خبرې زده دي راته چې د رباب خبرې اورمه زه

23.10.2007 محمدحنيف حيران

د وطن يادونه

په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی ګران وطن راته سوراورشود دوزخ لمبی تری خیژیبل محشر ته حاجت نه شته قیامتونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی د کابل هره کوڅه موښکلی ښکلی خاطری دیاوس یی وران اوویجاړګورمګړنګونو کی مو شپی دیدا د کوم ظالم له لاسهچه ظلمونو کی مو شپی دی زوړ او ځوان مو شهیدان شولڅوک بی پلاره څوک بی مورهد چا کور جوړ قبرستان شو

23.10.2007 محمدحنيف حيران

غيبي اوازونه

راځي راته لـــــه مخامـــــخ هېنــــدارې اوازونـــــهوحشت دی او  که څوک کوي کوکارې اوازونهمودې وشوې چې داسوالګره راشي دلته کېنيخــو څــــوک هم اوري نه د دغې خوارې اوازونهيو چا دلته ضرور د  چا مين زړه دی مات کړیغــــيبي رادرومــــي ځکه له دې لارې اوازونـــهحيران يم دا ستا ياد دی اوکه څه بلـــــــه بلا دهپه خوب کې راته بو کړي په بيدارې اوازونه.

21.10.2007 محمدحنيف حيران

اعدام د مقاومت مخه نشي نيولی

څه موده کيږي چې په هېواد کې پر ځينو بنديانو د اعدام پرېکړه وشوه او تطبيق شوه . په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو او د انساني حقونو مدافعو ټولنو ورسره ښکاره مخالفت و ښوده؛ خو د کابل د حکومت د ليل دا و چې مخالفين پند واخلي .دادى يو وار بيا پر ځينو بنديانو د اعدام حکم شوى دى ، چې د جمهور رييس اخيرنۍ پرېکړې ته ځنډ دى او دا هم په هماغه زوړ دليل چې مخالفين پند واخلي او له خپل عمل نه لاس په سر شي ، که څه هم ځينې خلک دا هرڅه د شيعه توب او سني توب ټس بولي خو اللهج خبر چې څه لامل به وي، چې يو ناڅاپه

21.10.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more