د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
نېکمرغه لوی اخترمومبارک شه
اختر د ټولو مبارک شهکه مسافر وي يا د يار په غېږ کې وينه.نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه، خدای پاک مو د ژوند هره شېبه اختر اختر کړه.
دګلوڅانګه دې خدای ماته نکړي
دراز خبــــــره اشنـــــــا ماته نـــــکړيځينې کيســــې سړی هر چاته نکړيدوی به ګرېوان د وطن څه وګنډي؟دوی چې ډېوې بلې هوا ته نــــکړيزه لکه ژوند ترې لاندې شپې تېرومد ګلو څانګه دې خدای ماته نکړيد جـــــــــفا ياده مې بـــــې ځايه وکړهد حق خـبره څوک پاچا ته نـــــکړيځان ته چې ګورم دښمن هم ويـنمهخدای دې د هيچا هم ميراته نکړيزه يــې يوازې داستـــــا حق ګـــــڼمهزړه مې حوس ځــــــکه خندا ته نکړيپه شته جانان کې زړه زخمي داسې وړم(لکه کرزی چې کار پکتيا
مينه: غزاوي وردګ
مينه: غزاوي وردګپه زړونو كی ميشته يي تهپه سترگو كی نشه يي تهپه زلفو كی تياره يي تهد روح سره خواله يي تهخلوت كی دی صفا پرتهپه ناز كی دی ادا پرتههوس كی دی هوا پرتهپه غیږ كی دی پناه پرتهﺑڼو لاندی چاړه يی تهليلی- مجنون كيسه يی تهپه شونډو كی لمبه يی تهسپرليو كی رنگه يی تهقاصد ته دی ليكل نشتهآشنا په لور ليگــل نشتهفراق ته دی ازل نشتهوصال ته دی مزل نشتهوجود كی مي مهره يي تهدقدر په څیر شپه يی
دسپين ټني کوچنۍ لورکۍ ځلا ته
دسپين ټني درې كلنې لور ځلا تهدغـې ځــــلاته دحيــــــــــــران يــم سپـــــــينهچــــه فــــــــــنكار پــــــيـــژني اتـڼ پـــــــيژنيدرڼاګانو ښــــــــــار كـــــــــــې وركـــه نـدهزمــوږ لمبه-لمبه وطـــــــن پــــــــــــــيژنــــــــي اوس خو يي ښــــه نره پښـــــــــــتوزده ده خو چه بيــا وروســــته ځني هــــيره نشيجانانه ښــه ورســـــــــــره لاس يوســـــــــــــهچه دا موقـــع درځــــــــــني تيره نـ
هر څه ته يې
درنو د شعر مينه والو سلامونهدا د ښاغلي عزيز ناصري يو خوږ شعر دی چې يو چاته ېې ليکلی چې دا ېې چاته ليکلی راځئ چې خپل خپل اند پرې څرګند کړو او د شعر هر يو توری ورپسې وګورو نو موندل ېې څه سخت نه دي مننه.- رالېږونکې : ليلا مينه هرڅه ته يې ته يو راز د ژوندانه يې کله څه او کله څه يېلږ ښکاره شې اوبيا نه يېهرڅه ته يې، هرڅه ته يېدګودر د منګو شور يېدبدرنګې ږلۍ زور يېد دوزخ د لمبو
دپسرلي صاحب ښکلی غزل
ماسکه ويل بر د پرښتو په عـــــرش کـې غـــــونډه وهته وې، د حيــــــــا خَــــوَله پـــــرته د تــــا په ټــــــنډه وهاوښکه مې د حُسن جلوې تويې کړه له ســـــترګو نهما چې ويـــل چېرته د لويـــدلي ستـــــوري منډه وهتا ويل چې بــيا به ســــره ګورو د محـــــشر په ورځجوړ په ما قيامت شو،که رښتيا دې وعده لنډه وهوبخښه که ســـــتا په دلـجويي کې کوتاهي وشوهورا د تاندو هيـــــــــلو مې د زړه په غولي پنډه وهنور به د فراق د شپو د سخـــــــتو لمحو څه وايمسور دوزخ که نه و د س
دلويې پکتيا ادبي تذکره ( درويشتمه برخه)
نـــــوم : کمالتخلص : شهزادهدپلارنوم : ګل شهزادزوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کالزده کړه : زده کوونکىولايت : خوستولسوالي : تڼيکلى : نيشقه بنده خېل چاپ شوي اثار : نه لرينــا چاپ ا
حمزه بابا او دايران ايټمي پروګرام
د نړيوال اېټمی اژانس د مشر محمد البرادعی له دې رپوټ نه پس چې پکښې يې په صفا ټکو کښې دا خبره په ډاګه کړې وه چې د ايران اېټمی پروګرام په کامله توګه سوله ايز او غېر تسليحاتی دے او هيڅ نښې نښانې نه دی ليدل شوی چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمی وسلو جوړولو اراده لری بالاخره د امريکې په شپاړسو جاسوسی او استخباراتی ادارو مشتملې د دغه هېواد امنيتی شورا هم په اول ځل په خپل تفصيلی رپوټ کښې اعلان وکړ چې هيڅ داسې شواهد او نښې نښانې نه دی ليدل شوی چې ګنې ايران د اېټم بم يا اېټمی وسلو جوړولو څه اراده لری. د
په ښاپېريو مين
په ښاپېريو مـين ( محمدحنيف حيران ته ډالۍ) ډاکتر نور نبي بشيري.مېلمه مې د زړه کور کې شو يو ښکلې شانتې ګلمين يې په سنــــــــــــدرو شوم، مـــــــــين يې په غزلنغــــــــــــــــــمو د بلبـــــــلانو سره هر وخت ترنم کړيشي ښکلې غونچه جوړه پاس د پېغلو په کاکلحيرانې ښاپــــــــېرۍ ورته ولاړې وي مـــــــــلګروسيوری په ده وکــــــــړي ښايســـــــته د تور وربلرازونه يې شريک دي ښاپـــــــيــريو د حرم سرهکيسې د ښـــــــــــاپېريو تل کوي په هر مـــــحفلښکل
غزل
په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتلښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړېښکاري جانان مې مرور شوی دیرېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکړېجرگه مو وشوه خو غماز ملک ؤراته يې سمې فيـــــــــصلې ونکړېدچا دعا به راپسې وي خداييګوچې له سرو سترګو يې حملې ونکړېساده مين يو غنمرنګ خوښوومونږ د پی مخو يارانې ونکړېلوی او واړه يې په تهمت غږيدلهيچا نيکمل پورې پردې ونکړې نيکمل ځاځی
غزل: محمدصديق پسرلی
که درلنډ شوم، که غځېږم لکه ســــيوریپه هر حال دې پښو ته لوېږم لکه سيوریتصور ته دې څه ستونزې کړې راپېښــېپه هر غره خېژم، څوړېږم لکه ســــــيوریته مې سرله خاورې مه جــــګوه خير دیپه سينه به درښـــــويېږم لکه ســـــــيورید وفــــــا لمـــــن چې وســــاتم له داغـــــهله مـــــــــهرويو پناه کېـــــږم لکه سيوریچې حواس مې په نګاه د آسمان وره کړېستــــــا په زلفـــــو به ورېږم لکه سيــــــورینه مې شور شته، نه مې زور شته پسرليههسې تــش په نوم بهـــــېږم لکه سـ
دلويې پکتيا ادبي تذکره ( دوه ويشتمه برخه)
نــــوم : عبدالرشيدتخلص : دلسوزدپلارنوم : بادشاه الدينزوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کالزده کړه : تر شپږم ټولګي پورېولايت : خوستولسوالي : مرکز - متونکلى : متون چاپ شوي ا
د بصيرالله همکار غزل
له پردونه له خـپله ځـــــــــــــــانه ګيله له يودوونه له ټول جـــــــــــهانه ګيلهزه لاله خپل ځان سره نه يــــــــمه جوړزما ملګري كړي له مـــــــــــانه ګيلهپه دغه ژوند كي نوڅه خوند پاتې شوچه ته له ماكړي زه له تـــــــــانه ګيلهعمرموتيرشوچوپې خولې ګرځـــــوودريغه كوای نـــــــــــشو له چانه ګيلهخدايه دچاپه ګــــــــناه موژه سيزېخدايه درليژو تر اســــــــــمانه ګيلهكه درته ګران يمه اوخيال مې ساتېما ته به نه راوړې جــــــانانه ګيله بصيرالله (
دمجذوب صاحب ښکلی غزل
ګل ورژېده خو کبـــــــــل پاتې دهلا دې کرشمــــو کې خلل پاتې دههجر تغافل دې څه کافـــــي نه دیبيا دې په ما کوم يو بدل پاتې دهزړه نه مې لوګی د اسويلي خيژيڅه بڅري بل لـکه بل پـــــــــاتې دهکور دې لېوني په منـــــډو وموندهعقل ولاړ سوچ کې په پل پاتې دهدومره ارايش نه دې مطلب څه دیوار کوه د زلفـــــــو دې ول پــــاتې دهخيال د تېر شباب يې سره ډنبره شوهګوډي کې لا لږ څه عـــــسل پاتې دهستا په اداګانو باندې ســــــوچ کومحل يې معمه شــــــوله حــل پاتې د
غزل: محمدصديق پسرلی
مينې درته وتـــــړلم، ستــــــا د درګاه سيــــوری شومتور راپورې ښه شو، اوس ايله د مطلب توری شومتېرو خاطرو کې دې مرموزې موســــــکا وا خيستمشوق مې وزر وټپـــــــول ما چې ويل ستــــوری شومدومره ژر دې مه غواړه راکړی تصـــــور ښــــــــکلې!کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بدپوری شومعـــــطر د ګلـــــونو شـــــوې، پــــه هره خوا روانه يېما پـــــورې رانغــــلې آخر زه غريب کوم لوری شومچا يې يم ليـــــــدلی د بڼــــو سيــــوري ته غږ وکړئشپې مې روڼولـــــــــې ورته، ځکه
غزل: حيران
ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــتهزما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــتهمنم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشتهخو په غرور کې دې هم سيال نشتهاسمان کې ستوري ځکه نه ښکاريچې ستا په غونډه زنه خال نشـــــتهرقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنهزموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشتهزما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشتهديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړهزما لونګۍ نشته ستا شال نــــشتهورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دېوش
دلويې پکتيا ادبي تذکره ( يوويشتمه برخه)
نــــــوم : سيدموسى تخلص : مجروحد پلارنوم : بسم الله د نيکه نوم : فضل الرحمنزده کړه : تردوولسم ټولګي پورېولايت : خوستولسوالي : ټنيکلى : صحراقـوم :&
دهټلر دنقاشۍ ليلام ( دويمه برخه)
ځكه خو هټلر هغه ورځې يادوي او وايي، چې (د هغو ورځو غربت او بې وسي او د روزګار د غم زغمل اوس هم راكې يوه حيرانوونكې قوه پيدا كوي) دا ځكه چې مصور جوړېدل د تنكۍ ځوانۍ هغه خوب و، چې تر ډېره دده په سترګو كې و. په ويانا كې خلك د اّرټ ډېر خوښوونكي وو؛ ځكه خو به د هټلر تصويرونه په ډېره ښه بيه او ډېر زر خرڅېدل، چې هټلر به پكې نه يوازې پيسې ګټلې؛ بلكې ډېر تعريفي او توصيفي ټكي به يې هم ګڼل. اوسني رابرسېره شوي تصويرونه هماغه د تېر مهال تصويرونه دي، كه په غور ورته وكتل شي؛ نو يوه كليسا له درو مخ
داستاد روهي وصيت پر ځای شو
ستر استاد، عالم، څېړونكى، كره كتونكى او سياستپوه ارواښاد محمد صديق روهي له نن څخه قابو لس كاله وړاندې په 1375 لمريز كال د ثور په 28 ماښام د دنيا په هغه بل سر (جرمني) كې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وكړه، استاد روهي كه څه هم په داسې يوه ټولنه كې پردېس و، چې د شاعر په اصطلاح ټوله رڼا رڼا او ښكلا ښكلا وه؛ مګر د استاد روح نه وه ورسره تړلې او تر اخره يې ستړى روح پكې دمه نه شو، استاد به تل خپلو ملګرو او دوستانو ته ويل، چې خداى(ج) دې ژر زموږ په هېواد كې سوله په جګړو او بدمرغيو واكمنه كړي، خداى(ج) دې ژر
په درانه خوب ويده ده نجلۍ
نذيراحمد نذير زموږ د زلميو شاعرانو په ډله كې د يوه خوږژبي او خوش اخلاقه شاعر په توګه پېژندل كيږي. د هغه هره خبره په شعر پيليږي او همدغسې په شعر پاى مومي. شعر كه د فطرت زېږند وبولو، نذير د فطرت دغه رنګ له ماشومتوبه اخستى دى. ښكلى فطرت؛ ښكلى رنګ، ښكلى ژوند او ( ښكلى سړى) زېږوي، دغه ښكلا او سړيتوب زموږ د زلمي شاعر"نذير" په خټه كې اخښل شويدي. هغه كه خبره كوي او كه مجلس، رنګ يې شاعرانه وي. د شعر او شاعرانه طبعيت دغو ښكلاوو او رنګينيو زموږ ددغه زلمي شاعر راتلونكې هم روښانه او رنګينه ساتلې ده.