د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
ماته کرکه راځي
دا څه سبب دی چې د لمر نه ماته کرکه راځيدلته د هر نوي سهر نه ماته کرکه راځيد ژڼي ورور د سينې ټپ مې لا ګنډلی نه دیپاچا قربان ستا د عسکر نه ماته کرکه راځيهاغه د پېغلو په محفل چې توغندئ ولګېدله هغې وروسته د ګودر نه ماته کرکه راځيددې اولس د هر صاحب نه مې تاوان موندلیپه دا وطن کې د رهبر نه ماته کرکه راځيچې ستا په سترګو کې جلال راټولولای نشيد داسې سست غوندې هنر نه ماته کرکه راځي
عزل: م سعيد منګل
بې له تا مې بل كتاب ليدلى ندىپه كتاب كې مې بل باب ليدلى ندىستا لپاره زه د هغو مٌريدي كـــــــــــړمچې په خپله يى مهراب ليدلى ندىد ليدو په طمعه ناست مراقبه يمله تراوسه مې كوم خواب ليدلى ندىزاهدان دې په دربار كې حاضريږيما سعيد لا ستا نقاب ليدلى ندى
د جانان غم
د شوګیرو به درته څه ووایمد ژړیدو به درته څه ووایمچه دې په مینه کی لوګی لوګی شومد نا کردو به درته څه ووایمد جانان غمه لیونی دې کړمهد رغیدو به درته څه ووایمچه په وعده باندې وفا ونکړید تش وعدو به درته څه ووایمګيلې مې ډيرې په زړګی تیریږی ددی ګیلو به درته څه ووایمزړه می د مینی په دریاب لاهو شود ډوبیدو به درته څه ووایمد افغانی زړګی کی مینه د یارد هیریدو به درته څه ووایم----------------------------------سمیع الدین افغانی۲۰ /۲ /۲۰۰۸مهاج
( د مينې وروستی انځور)
څو ورځې وړاندې زړه ته راتېر ملګري ډاکتر عبدالهادي حماس خپله لومړنۍ د لنډو کيسو ټولګه ( د مينې وروستی انځور) د يوه ملګري په لاس راولېږله، ډېر ورته خوښ شوم. ما ښاغلی حماس دومره پېژانده، چې زموږ د پکتيا دی او مسلک يې هم طبابت دی، له دې سره سره د هغوی د فرهنګي خدمتونو څخه هم خبر وم، يوه نيمه ليکنه به مې په مجلو کې لوسته. تېر کال چې زه ګردېز ته لاړم له دوی سره مې ليدنه وشوه، نور هم خوښ شوم، دلته دوه زيري راباندې وشول، يو داچې نوموړی د پکتيا ادبي ټولنې د صدارت دنده هم پر مخ بيايي، بله دا چې ويل
نظم: جيلاني جلان
له ژړا ډک ليک دې راورسيدو قربان قربان ګلاب ګلاب جانانه!ځواني دې ګل باندې زهيره مه شهستا د خواږه وجود نازکه سيمه داور په لومو کې راګيره مه شه له ژړا ډک ليک دې راورسيدوګيلې دې ډېرې له جانان کړيديستا دهغو اوښکو بلا واخلمهد ليک لفظونه چې يې وران کړيدي زه يې ځواب کې درته څه وليکم زه خپل ضمير ته ملامت يم ګرانې!بايد حلال شم ستا د لاس په تورهزه يو قاتل د محبت يم ګرانې! ماستا د پاکو هيلو لو کړيدىستا ارمانونو ته مې سپک کتليچې زه او
څلوريزه: سعيد منګل
بې له تا مې زړه هيڅ كراريږي نهمينه مې په چا باندې ماتيږي نه...........ښه به دې غوسه كړم تكه سره به شېاوسپنه چې سره نه شي پستيږي نه............ م.س. سعيد منګل.....كابل
دجلان ښکلی غزل
ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي سيدجيلاني جلان
مکار زاهد
د شعر قدرمنو مينوالـــــــــو!زه هڅه كوم چې خپل اشعارجوت اوښكاره وليكم خوابهـام په شعر كې هم ځانگړى ارزښت لري دا چې په لاندې شعركې مې مكار زاهــد په پوره ډول په لوڅوكلماتو كې ټولنـــې ته ښـكاره كړى دى علت يې دادى،چې زموږ عام وگړي ژر ورباندې پوه شي اوهغه جعلكاراوفرېبكارشيخان نوردې افغاني ټولنې له مينځه څه گوښه كړي،كوم چې نه تنها زموږپه ټولنه كې دې فصاد منبع دي بلكې دې اسلام له مقـــــــدس دين سره هم جفاكوي .مننـــــــــــه مكارزاهــدهـرلاس دې گران رســـا قامت ته نه
پښتوژبه او د ليکوالو مسْوليتونه: نبي مصداق
ډير د خوشالې ځای دی چې اوس تر هر بل پخواني وخت څخه د پښتو ژبې لپاره ډيرو د خدمت مټې را پورته کړې دي. يواځې په همدې تيره لسيزه کې دعوت، ټول افغان، بينوا، لر او براو ډير شمير نور ادبي، کلتوري او تاريخي ويب پاڼۍ خلاصې شويدي چه هر څوک کولای شي د نړۍ له هرۍ برخې نه خپل مضمونونه او تبصرۍ په کې نشرته ور وليږي. په همدې تيره لسيزه کې ملي خدمت ګار، امام الدين صافي په خپل مصرف په پيښور کې د پښتو ژبې د کتابونو د چاپيدو لپاره دفتر خلاص کړی او تر 250 کتابونو پوريي تر اوسه چاپ کړيدي. په همدې تيره لسيزه کې م
ناوې
د آغلې خور پروين ملال له يوه نظم څخه په تاثر سرهناوې: محمدحنيف حيراند ناوېتوب مې يو څو شپې تېرې وېزه وم د کلي يو طالب ته وادهلس کاله کيږي طالب جان ورک شویمړی ژوندی يې هيڅ مالوم نه دیڅوک راته څه څوک راته څه واييچابه ويل چې په بګرام کې به ويڅوک وايي نه، ګوانتانامو کې به ويزه هره ورځ راديو ته غوږ غوږ يمداځل يې بيا څومره بنديان خوشي کړل؟زما طالب به پکې وي او که نه؟او چې نهيلې شمهلګيا له ځان سره شمقلم کاغذ را
دخيرخوا غزل
ښه ترې خطا وي نو بد څه پېژنيعياش نفسونه مقصد څه پېژنيبس خاورې ښه دي د لحظو مينانذهني لنډپاري ابد څه پــــــــــــېژنيپه بې ډبۍ يې زړګی څه له خورئ چېڅاروي ته ورته وي حد څه پېژنيتر هاغو حورو يې وار څنګه وشيپه خال خبر نه دی خد څه پېژنيدليل شعور غواړي له عقله سرهد لا شعور غلام رد څه پېژنيد تعدد معنا يې نه زده خيرخواداسې جاهل به احد څه پېژني.
دجلان نوی غزل
يار ، بې ميني ترخــه وخـت نه خـواږه كاږيزورور دى لـه ډبـرې اوبــــه كــــــــــــــاږي شــوخ مـاشوم يې د پلــو زينـه كـې ناست دىله پيچــكو يې تــاوكړي ويښـــته كــــــــــاږي خــوله به راكـړي د يـاغي غـــرور نه لانـدېژرنده لــوړه دانه خـــوري خـو اوړه كـــاږي عجـبـــه د هــــــــــــنري تـابـلــــو كشـش دىپه ولاړ نظـــر د ځــان په لـور زړه كـــــاږي يـار چې مــــــا بيلــوي دا يـې بـې ننــــګي دهننـــوتي خــلك څـــوك لـه كــاله كـــــــــــا
غزل ( محمد حنيف حيران)
د شفق سرخي لمبو ته ده راټولهکه حيا دې اننګو ته ده راټولهخوښوي ورته مرګونو کې مرګونهنړۍ ټوله پښتنو ته ده راټولهستا د پله خاورو کې ته له ورايه ښکارېد سپوږمۍ ځلا اوبو ته ده راټولهخمارونه غرونه غرونه پکې ځای دينشه ټوله دې لېمو ته ده راټولهد ماڼيو خلک تورو شپو ته ناست ديد جهان رڼا ډېوو ته ده راټولهد شهيد مېرمن له شرمه داسې وويل:دا ډوډۍ مې لږ بچو ته ده راټولهخماريان يې په خمار کې په لټون ديد زاهد تقوا سجدو ته ده راټولهپه تياره شپه کې کېږدۍ رڼا کو
پېښوراوس د لاشونو تاج محل شو
پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو د دې ښار هر يو منظر دې بې مزې کړ مازيګر او زېړی لمر دې بې مزې کړ پېښور خو ستا په سترګو پېښور و ته چې لاړې پېښور دې بې مزې کړ د ګلونو سپين سحر پيکه پيکه شو هر نشه نشه نظر پيکه پيکه شو زلزلې په خماري سترګو کې نه شته سندريزه مازيګر پيکه پيکه شو نه خو تورې شپې اوس هغسې درنې دي نه د ورځو تماشې دي هسې مستې نه خو څوک د چا لپاره دار ته خېژي نه د عشق د نوم نشې دي هسې مستې د چوپتيا سيلۍ وهلي دي ګونګي د
دحميد احساس نوی غزل
چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله کور ته بلا زمونږه ځکه راغله بيا به د چا په خونه بم غورزويله پاسه خړه الوتکه راغله چا وويل دا بمبار له کومه کوېما وې چې پورې له اټکه راغله ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دیتر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله (احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته له هرې خوا نه لويه سپکه راغله حميد احساسمتحده عربی امارات العين
دلويې پکتيا ادبي تذکره( شپږويشتمه برخه)
نــــوم : عبدالباريتخلص : نعيمي كټوازىدپلارنوم : الحاج محمد نعيمزوکړه : د ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د وږي مياشتزده کړه : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصلولايت : پکتيکاولسوالي : يوسف خېلکلى &nb
دخوښ غزل
زړګيـــــــــــه چې ازار کړې مــــــــا ازار ليدلی ويپه خوب کې مې له غمه مړ خپل يار ليدلی وينا دودو د هجران دې پر ما هســـــــې ستم کړیکه هسې مې يوه شېبه کرار ليــــــــــــــــدلی ويد ژوند د ترږميو دې اوږدو تور تمو شپو کېحرام دې راته خوب شي که ما خوار ليدلی ويسرو سترګو مې وينو منګ له غمه دی نيولیکه نه خدای که ساقي يا مې خمار ليدلی دید زړه درد مې له کومې نه نارې د اناالحق کړيمنصور لکه چې خوند په سر د دار ليدلی دیعجبه زندګي ده د پردېســــــــو رڼو او ښــ
دفطرت ښکلی غزل
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه.
ته يو ځل راشه
1ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمهرب مو دې نورسره يوځاې ديره كړيچاچـــــــــي زموژوطن دوزخ كړراتهرب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړې 2 موژپه زانـــــــــګوكي جداشوي يو ټولاوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنوزموژســــــاقي يي هم وژلې راتـــــــــه موژمـيــــــــكده-موژصهباڅـــــــه پيژنو 3 مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نوزما به په سترګو به تــــــياره خوره شوهبــس له هغې ورځې خنداراڅخه وتښتيدهدلــــــــته چ
د عمر داز مروت غزل چې د سولې په مشاعره کې يې اورولی و
ملګرو خدايګو که بلا موږ ته له باره راځيدلته دې ښار ته شرفساد هم له دې ښاره راځيزموږ له چم دا ستا تر دره يوه لار نه رسيدا ستاله دره زمونزه چم ته هره لاره راځيزموږ د تن په سورکو وينو ټول نظام چليږيتاته خو ګله تل پخه له کندهاره رسيدغه د امن په جامه کې شر پسنده طبقهداپته څوک نکړي چې دا له کوم دياره راځيدغه د خدای عبادتګاه کې راغونډ شوي خلکله خدای جنت غواړي که نه د خدای لپاره راځي؟دې کې خامخا څه لاس وي د منځ غاړي سړيدا چې رټلي ځوابونه تل له ياره راځي