زړګيـــــــــــه چې ازار کړې مــــــــا ازار ليدلی وي
په خوب کې مې له غمه مړ خپل يار ليدلی وي
نا دودو د هجران دې پر ما هســـــــې ستم کړی
که هسې مې يوه شېبه کرار ليــــــــــــــــدلی وي
د ژوند د ترږميو دې اوږدو تور تمو شپو کې
حرام دې راته خوب شي که ما خوار ليدلی وي
سرو سترګو مې وينو منګ له غمه دی نيولی
که نه خدای که ساقي يا مې خمار ليدلی دی
د زړه درد مې له کومې نه نارې د اناالحق کړي
منصور لکه چې خوند په سر د دار ليدلی دی
عجبه زندګي ده د پردېســــــــو رڼو او ښــــــکو
ارمان يې د ژوندون د مرګ په لار ليدلی دی.
19.01.2008
- محمدحنيف حيران
لمبه لوګی دې کړمه، مړ دې کړمهچې سپېلنی دې کړمه، مړ دې کړمهڅوک له تربور سره هم داسې نکړيخپل وم پردی دې کړمه، مړ دې کړمهمرګيه! دادې ګوره ښه ونه کړلچې ځوان زلمی دی کړمه، مړ دې کړمهژونده! خوښۍ ته دې پرېنښودمهسم دم سړی دې کړمه، مړ دې کړمهاشنا همدا به دې له وسه کېدلسوړ اسويلی دې کړمه، مړ دې کړمهکه روغ وای مرګ ته مې زړه نه ښه کاوهخو لېونی دې کړمه، مړ دې کړمهدامې په خپلې ځوانۍ نه لورېدلدرد دې کړم سوی دې کړمه، مړ دې کړمه....
23.01.2008
- محمدحنيف حيران
نــــوم : عبدالباريتخلص : نعيمي كټوازىدپلارنوم : الحاج محمد نعيمزوکړه : د ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د وږي مياشتزده کړه : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصلولايت : پکتيکاولسوالي : يوسف خېلکلى &nb...