د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
ښځه ( نظم) : کاروان
د مارچ د اتمې دښځودنړيوالې ورځې په وياړسړي د خداى په جنتونو كې چكر وهلود شودو شاتو او خوشبو شرابوڅه عجيبه غوندې ويالې بهيدېديوې رنګينې ديوې نه تشريح كيدونكې نشېشېبې شېبې نڅيدېګلونه ډيرووګډيدل به دعدن په هواپه هر شبنم كې به را ټوله وه دټولو كايناتو ښـكلادهرې پاڼې له وږمو سره نغمې وريدېدبلبلانو له بڼكو زمزمې وريدېلكه وې تار د مرغلرو په اميل كې روانسړى د داسې لذتو نو په يوه سېل كې رواندى همدې ښكلا مېلمه ؤ د عشق بريد نه ؤيو ويښته ګواښ په مقابل ك
غزل: کړاومنګل
نظر كه مې که هر څو دېره په جام او په ساغر دىخو زړه کې مې بيا ياره هم فردوس دى هم كوثر دىستا غېږې ته په توره شپه کې ځکه راځم ګله!شبنم يمه څښتن مې دشمنۍ ته پيدا لمر دىجانانه خاندې ولې که بنګړو ته دې تسليم شومخداى نه يم چې په ټولو زورورومې زور بر دىدوه وروڼه و، دښمن ته يې يوه و يو يې غږ واوس دواړه سره بيل دي يو "كابل" دى بل "خيبر" دىنظر او زړه مې دواړه ستا ليدلو پسې ګرځيوګړي اشنا دوه دي خو د دواړو يو سفر دى"کړاومنګل چې زړه ښه کړ د ک
يوازې د انګليسي ژبې او کمپيوترزده کړه دهيواد ښوونيز.....
يوازې د انګليسي ژبې او کمپيوتر زده کړه د هيواد ښوونيز بنسټ ته ګواښ: نيازالله اصيل ځاځید تېرو درېو كلونو په ترڅ كې د انګليسي ژبې او كمپيوټر زده كړې د كورسونو د بې كچې زياتوالي او ددغه تقريباً نوي فرهنګ دودېدل په ګران هېواد افغانستان كې كه په سلو كې پنځوس ددغه هېواد د پرمختګ (نړيوال كېدو) په لوري د تګ په كار كې ګټور تمام شوي وي؛ نو بې له شكه په همدې كچه يې د هېواد د نوي نسل پوهنيز نظام ته د پام وړ تاوان هم پېښ كړى دى. شايد زما دغه ادعا د ډېرو په ذهنونو كې د (ولې؟) كلمه راوپاروي. ځواب دا
زموږ افغاني سپيڅلي دودونه
درنو وروڼو اوخوېندو! لومړى سلام! دا چې سليمان غر دوه مياشتنۍ مجله زموږ له سيمې او چم ګاونډ څخه خپرېږي؛ نو ومې غوښتل زه هم څه ورته وليكم، داسې څه چې زموږ له دود او رواجونو سره سمون وخوري اوپه دې اړه خلك لا ډېر معلومات تر لاسه كړي. كه څه هم زموږ وګړيو ته په سياست، اقتصاد، ښوونه او روزونه، كرهڼې او مالدارۍ، ديپلوماسۍ، معلوماتي ټيكنالوجۍ او سوداګريزو موضوعاتو كې هم پوهه تر لاسه كول په كار دي، چې ان شاء الله په راتلونكيو ګڼو كې به په همدې اړه هم موضوعات تياروو. اوسمهال غواړم، چې د خپل كلي
غزل: زيارت سهار
نن د شعرونو شازادګان زما په لوري راغللځکه مي خيال ته دغزلويوڅو توري راغللڅومره خواږه ه دڅومره پاسته و ګرانهدنظرغشی دې زړګي ته پورې وورې راغللدا نابللی مېلمانه دغه ظالم ستمګرزمونږ دکلي اود چم ښکلو ته ګوری راغللبيا به شپونکی راويښ شي بيابه شپېلۍ وغږيږيزمونږ پټوته يوځل بيادونو سيوري رراغلشملې به جګې شي نن به بيا ټکري خوځيږيداسې حالا ت زمونزه کلي ته سرزوري راغللباغ به له ګلو ډک شی ماليار به بېرته راشي بلبلان
پښتو ژبه اويستا سره مستقيم تړاو لري ( نبي مصداق)
ډاكتر نبي مصداق ځاځى په لندن كې د اقتصاد او سياسي علومو له ښوونځي څخه د BSC ډپلوم د ثقافت شناسۍ په څانګه كې لاس ته راوړ. ډاكتر مصداق د نړيوالې پښتو خپرونې بنسټ كېښود او تقريباً 20 كاله يې په BBC راډيو سروس كې خپله دنده سر ته ورسوله او په 1996 كال د خپلې دندې څخه مستعفى شو. د يوولسم سپتمبر د پېښې څخه څه موده وړاندې ډاكتر مصداق د انګلستان څخه امريكا ته سفر وكړو او اوس هم په امريكا كې ژوند كوي. ډاكتر مصداق په امريكا كې يوه د پښتو راډيويي شبكه چلوي، چې تقريباً 4000 اورېدونكي يې په ډېره مينه سره ا
دلويې پکتيا ادبي تذکره ( شلمه برخه)
نـــــوم : ولي مت خانتخلص : خادمد پلارنوم : خادم خانزوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کالزده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغولايت : خوست ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزيکلى : عارف خان شبي خېل چاپ شوي اثار : نه لرينــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټول
ژبې ته ولې طبيعي پېښه يا پديده نه شو ويلای؟
ژبه په بشري ټولنه كې د انسانانو تر منځ د افهام او تفهيم يوه مهمه وسيله ده، بې ژبې بگشري رابطه او معاشرت ناشونى دى، بې رابطې او تماس څخه نه پخپله انسان وجود لري او نه ټولنه، بې له ژبې تفكر هم ناشونى دى، يعنې د ژوندانه د واقعيت درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغه واقعيت كې بې له ژبې په يوه تپه تياره كې راحصارېږي. اما دا دواړه واقعيتونه درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغو واقعيتونو كې په انساني ګډ او ټولنيز ژوند كې تحقق پيدا كوي. د مثال په ډول ايرتن نومې سړى د ك
د هټلر د نقاشۍ ليلام ( لومړۍ برخه)
د لندن د مادام تساو په موزېم كې د هغو نومياليو شخصيتونو مجسمې اېښودل شوې دي، چا چې د تاريخ په نه ورانېدونكې پاڼه كې خپلې نه ورانېدونكې اغېزې پرې ايښې دي. په دې موزېم كې يوه جلا برخه د "Horrer Chamber" په نوم هم شته، چې د داخلې دروازې پر سر يې د نازي جرمني ليډر ايډولف هټلر مجسمه، چې د وحشت، دهشت، بربريت او د ظلم د انتها يو بې مثاله نوم دى نصب شوې ده، كله چې سړى دې چېمبر ته ورداخل شي؛ نو رښتيا هم ورته ددې خوف البشر د كړنو جوته پته لګېږي. ډېره حيرانوونكې خو داده، چې څنګه يو داسې سړى چې د ظلم
جنرال د جنګ په ليکه کې
د مشرف الدين زوى پروېز د جنرال ضياء الحق څخه راوروسته د پاكستان دوهم پوځي ديكتاتور دى، چې تر ډېره د واك پر ګدۍ پاتېږي. هغه چې كله هم خپل ځان ګېر ليدلى؛ نو خپلو مخالفينو ته يې داسې موضوع را زېږولې، چې هغوى نه يې هغه د پرون اجنډا هغه د حكومت د غورځولو او كلابند كولو ټولې خبرې هېرې كړې دي. كله چې د پاكستان اپوزېسيون د عدم اعتماد تحريك د چلولو پرېكړه وكړه حكومت ورته د "حدود اّرډيننس" بيل وړاندې كړ، دا مهال چې اپوزيسيون "د ګرېنډ الاينس Grand Alliance" (ستر اتحاد) خبرې كولې، پروېز خپل كتاب مارك
دلويې پکتيا ادبي تذکره (نولسمه برخه)
نــــوم : شاکراللهتخلص : شاکردپلارنوم : حيدريزوکــړه : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کالزده کړه : د دوولسم ټولګي فارغولايت : خوستولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزيکلى : حيدرخېل د ستا
دوست محمدخان کامل
دا مقاله د اكيډمي ادبيات پاكستان پېښور څانګې له طرفه په 6 مارچ 2006 كې خانهْ فرهنګ ايران پېگښور په تالار كې منعقد شوې دستوره كې اورول شوې وه، كوم چې د ارواښاد دوست محمد خان كامل مومند په ياد كې جوړه شوې وه. د دستورې صدارت ډاكتر شېر زمان تايزي كولو او د خانهْ فرهنګ ډايريكټر محترم مسعود اسلامي صيب او د اكاډيمي ادبيات مشر سيد ولي خيال مومند د كوربه په صفت ناست و (ادار). د پښتو ژبې او ادب په خدمت كې د دوو قبيلو رول لكه د لمر څرګند دى يعنې خټك او مومند په خټكو كې خو خوشال خان خټك او د هغه كورن
سحراو(پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)
د ښاغلي علم ګل سحرګڼ شميرشعرونه مې د (پاريال خوبونه ) يانې د ده په لومړۍ شعري ټولګه كې لوستې وه او ګڼ شميرمې ېې هم په بهيراو نورو ادبي غونډواو مشاعروكې اوريدلي وو، خوپه هغه مهال مې ځان نوراړ كړچې په ژورتيا سره ېې شعرونه وڅيړم او يا په سم ډول ځان پرې پوه كړم . يوازې مې د خپل دردسكون له امله په واه واه او ډيرښه بدرګه كړى و. تيره جمعه كله چې د تل په شان د بهيرغونډې ته لاړم د سحرصاحب ترخوامې ځاى پيداكړ. ورسره كيناستم سحرصاحب خپل نوى كتاب (پاس سپوږمۍ ده لاندې ته ېې ) دكتابونوله منځه راوويست او
غزل: حنيف حيران
په ژونـــدانه دې کوم يو ښــــــه ياد کړم؟ جــــــانانه تا په کومـــــــــه خوله ياد کړم؟اوس دې له خدايه په بل رنــــګ غواړماوس دې سجده کې په لمانځه ياد کړمتاته د وصل هيڅ احســـــــاس نشــــــــتهتــــــاته څــــــــه درد د بېــــــلتانه ياد کړمراځــــــه چې عشــــــــق تر انتـــــــها بوځوته به ما ياد کـــــــړې تابه زه يــــــاد کړمد زلفو سيـــــــوري ته د مخ لـــــــــمر تهکله ســــــاړه کله تـــــــاوده يــــــــاد کړمژبه مې خــــــــــپلو پښـــــــت
افغاني ټولنه اوبېګانه کولتور
. هر هېواد كوښښ كوي، چې افغانستان؛ بلكې د پښتنوكولتور له منځه يوسي او پر ځاى يې خپل كولتور په افغانستان كې رواج كړي، هر هېواد كوښښ كوي، چې خپل كسان په افغانستان كې لوړو څوكيو ته ورسوي او د هغو په مرسته خپل كولتور په افغانستان كې خپور كړي. ددې خبرې يوه نمونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او كولتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين دى، چې د ايران د كولتور په مخته وړلو كې او د پښتنو د كولتور په له منځه وړلو كې يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړې. كله چې مخدوم رهين د اطلاعاتو او كولتور وزير
دبيان ازادي که د مسلمان امت دجذبو سره لوبې؟
په 1989ز كال هندي نژاد بريتانوي اوسېدونكي او تش په نوم مسلمان سليمان رشدي كتاب د سټاينك وريس "شيطاني اّيتونه" تر سرليك لاندې چاپ شو، چې پكې يې د اسلام د لوى پيغمبر محمد مصطفى(ص) د شان د حرمت جراْت كړى و، چې د صحافت د اّزادۍ په بهانه د اروپايي هېوادونو ليكوالانو او ټولنو ددې كتاب دفاع وكړه او انګلستان سلمان رشدي ته د هغه د ساتلو ډاډ او اطمينان ...وركړ. د سلمان رشدي دې كتاب ته يې د ښه خرڅېدونكي "بيسټ سيلر" كتاب اېوارډ وركړ او ورسره يې د كال ښه كتاب "بيسټ بك اّف د ائير" اېوارډ هم وركړ. د
پيرروښان او دهغه غورځنګ
مونږ دا منو، چې پير روښان يو سياسي، ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ بيوونكى او د ادبي مكتب بنسټ اېښودونكى و، څرنګه، چې ملي نهضت د مختلفو عواملو زېږنده ده؛ نو كله چې مونږ په پير روښان او دده په غورځنګ څه ويل غواړو؛ نو ددغو پوښتنو سره مخامخ كېږو، چې بايزيد په څه راز محيط او ماحول كې ژوند كاوه او هغه عوامل، چې دى يې ميدان ته راووست او دده د تحريك موجب شو څه شى و؟ زه غواړم په دغه مقاله كې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو په رڼا كې د پير روښان غورځنګ په لنډ ډول وڅېړم.د بشريت تاري
د کُرمې سندره
پښتو په ختيزو اريايي ژبو كې يوه پراخه او شتمنه ژبه ده، سندره د پښتو شفاهي ادب يو زوړ صنف دى، ويل كېږي، چې سندره د سيمې د ټولو ژبو مذهب حصه وه. د سندرو په ذريعه به خلكو خپل خدايان خوشحالول. پوهان وايي، چې د پښتو د بګتۍ ريشه مونږ د سنسكريت او د ويدي ژبو په ډېرو كليمو كې موندلى شو. په سنسكريت كې بګهت د زاهد په معنى دى. ساز سرود او سندرې له لرغونې زمانې څخه د عبادت او د خداى نمانځنې يو لازمي جز و؛ نو په دې وجه مونږ د پښتو دې بګتۍ كليمه هم له دغې ريشې سره نژدې بولو. بګهت هغه چاته ويلى شي څ
داجمل اند غزل
خيرکه ځنګله اوراخيستی ونې ډېرې لږې دي راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېدهدلته د زيارت د کټارو کوترې وږې ديهغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي دا د واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي ديدلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې ديشونډې دې دسوي زړه د تندې شاهدي واييسترګې د ې جانانه که رېښتيا ووايم، ټګې ديتېزو هواګانو راته ورو په غوږ کې وويل انده نوم يې مه لېکه ، و
ديارانو کډې ګورته وار په وار ځي
د سليمان غر مجلې د دويمې ګڼې مطالب او ليكنې مو اوډلې، ښاغلي اخلاص يار د پكتيا او نورو ولايتونو د ليكوالو ليكنې او شعرونه راوړي وو. زه هم قصه خوانۍ ته ورغلم، اخلاص يار مې په يوه څلور لارې كې وليد، له روغبړ وروسته مو وپتېيله، چې په يوه هوټل كې كېنو او د مجلې په اړه سره وغږېگږو. ښاغلي اخلاص يار راته كړه، چې يو ډېر فرهنګپال ملګرى خان محمد مفتون مې هم راغوښتى دى. لږه شېبه وروسته ښاغلي مفتون زنګ وواهه او هغه مو هم هوټل ته راوغوښت. لوړ قده ځوان و، ږيرې او برېتو يې اوس خط وهلى و؛ خو په وجود ښه غښ