ژبه په بشري ټولنه كې د انسانانو تر منځ د افهام او تفهيم يوه مهمه وسيله ده، بې ژبې بگشري رابطه او معاشرت ناشونى دى، بې رابطې او تماس څخه نه پخپله انسان وجود لري او نه ټولنه، بې له ژبې تفكر هم ناشونى دى، يعنې د ژوندانه د واقعيت درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغه واقعيت كې بې له ژبې په يوه تپه تياره كې راحصارېږي.
اما دا دواړه واقعيتونه درك د انسان په واسطه او پخپله د انسان مفهوم په هغو واقعيتونو كې په انساني ګډ او ټولنيز ژوند كې تحقق پيدا كوي. د مثال په ډول ايرتن نومې سړى د كوم جنايت په اثر په جزا محكوم شو او ددې جزا له امله يوې لېرې جزيرې ته وشړل شو. په دې جزيزه كې بېخي ژوندى سړى نه و، د ايرتن رابطه له ټولنې سره بېخي وشلېده او په يوې جزيرې كې راګېر شو، نوموړي په لومړي سر كې د انسان سره د ګډ او ټولنيز ژوند كولو استعداد له لاسه وركړ او ورپسې د انسان د تفكر له ملكه ولاړ او بيا يې ژبه هم هېره كړه، اما ايرتن نومى د مهاجرينو په واسطه بېرته انساني ټولنې ته راوستل شو، دوهم ځل بېرته انساني ژوند ته ورداخل شو.
رښتيا ده، چې په انسان كې انسانيت كه په يو ټينګ بنسټ نه واى اېښودل شوى؛ نو هغه انساني نسل يا د انسان اولاده، چې د وحشي او حيواني ژوند په شرايطو كې را حصار شي او په هغه كې ورداخل شي هرومرو به يې ټولنيز ژوند او انساني محيط له لاسه لاړ شي او حيواني ژوند به يې په نصيب شي.
دلته د هندي روانشناس ريد سېنګ يوه علمي تجربه لوستونكيو ته وړاندې كېږي:
ريد سينګ په هند كې د يوه لېوه په ځاله كې دوې وړې جينكۍ پيدا كړې، چې د لېوه د بچيانو سره يو ځاى وې او د هغوى سره يې ژوند كاوه.
ريد سېنګ ليكي، چې يوه انجلۍ د بڼې او څېرې له مخې 7_8 كلنه وه، وړه انجلۍ زر مړه شوه، اما مشره انجلۍ، چې كيله نومېده تر لس كلنو پورې ژوندۍ وه.
ريد سېنګ د كيله د ژوند ورځني فعاليتونه، تغيرونه او پرمختګونه د خپلو تحقيقاتو له مخې كول تعقيبول، كى له په لومړنيو وختونو كې كله چې د دوهم ځل لپاره د انسانانو ټولنې ته راوستل شوه په څلورو تلله، داسې چې د تګ په وخت كې به يې په لاسونو او څنګلو تكيه كوله. غوښه به يې له ډاګه اخيسته، بيا به يې خوړله او هېڅكله به يې غوښه داسې نه خوړله، چې چا په لاس كې وركوله او اوبه به يې په ژبه څټلې، يعنې د لېوه يا سپي په څېر. كه څوك به كيله ته د خوراك په وخت كې رانژدې شول؛ نو كيله به وار د واره د يوه ځنګلي ځناور په څېر وحشي اواز د خولې نه را اېسته او د لېوه په څېر به غورېده، د شپې له خوا به كيله كله كله د ځناورو غوندې نارې او انګولې له خولې څخه باسلې. د ورځې له طرفه به يې خوب كاوه، كالي به يې په ځان كې نه پرېښودل، څيرل به يې، له ځان نه به يې غورځول.
د شپې په تياره كې به يې ډېر ښه وطن ليده، په لومړيو ورځو كې كيله د اور او رڼا څخه وېرېده، وروسته چې كيله په پښو باندې درېدل زده كړل، اما تېښته به يې د پخوا په څېر په څلورو كوله.
د څلورو كلونو په موده كې كيله يوازې شپږ كلمې زده كړې، دې په دې موده كې ورو ورو د ځينو شيانو څخه ډار له ځانه لېرې كړ، په لاس به يې ډوډۍ خوړله او اوبه به يې هم په ګيلاس كې څښلې او د ټولنې سره يې په كرار كرار مينه پيدا كړه، اما بيا هم كيله بريالۍ نه شوه، چې ټول وحشي فعاليتونه هېر او په انساني فعاليتونو بدل كړي.
پورتني تحقيقات او پلتنې، چې ريد سېنګ په ډېر منصفانه او بېطرفانه ډول پخپلو يادښتونو كې ثبت كړې له ډېرې مودې راهيسې پوهان په دې هڅه كې دي، چې ثابت كړي، چې ژبه كټ مټ داسې جوړښت (اورګانېزم) دى؛ لكه حيوانات او نباتات. د ژبې وجود او انكشاف د هغو طبعي قوانينو پر اساس منځته نه راځي، د كومو په اساس، چې د نورو ژونديو موجوداتو منځته راتګ او انكشاف صورت نيسي.
قانون د ټولو ژبو لپاره چې په هر ځاى كې او هر وخت كې وي كُلي دى. پوهان وايي: ژبه زېږېږي، بلوغ ته رسېږي او په پاى كې مري او له منځه ځي. د ژبې ټول تحليلونه مخصوصاً په 19 پېړۍ كې شوي دي، دا ځكه چې په 19 پېړۍ كې ساينس او ټكنالوجۍ ډېر پرمختګ وكړ، جوته ده، چې د تور پوستكو څخه يوازې تور پوستكى او له چينايي څخه يوازې چينايي پيدا كېږي، اّيا دا ددې معنا لري، چې تور پوستكى به د تور پوستكو ژبه زده كړي او همدارنګه به چينايي ماشوم خامخا په چينايي ژبه خبرې وكړي.
ددې پوښتنې د ځواب لپاره دوهمه فكري او ذهني تجربه وړاندې كېږي، كه چېرې يوه تور پوستكي ماشوم ته په چين كې ځاى وركړل شي او يوه چينايي ماشوم ته په افريقا كې له څو كالو پس دې نتيجې ته رسېږو، چې تور پوستكى ماشوم به په چينايي ژبه او چينايي ماشوم به د تور پوستو په ژبه خبرې وكړي، سره له دې چې د نوموړو كوچنيانو ظاهري بڼه او څېرې به يې خپلې كورنۍ ته كټ مټ ورته وي.
دا كوچنيان به د ظاهري بڼې او څېرې له مخې د هغه محيط د خلكو د بڼو سره توپير ولري د كومو په منځ كې چې دوى اوسېږي، اما د ژبې له خوا د هغه محيط د اوسېدونكيو سره هېڅ توپير نه لري او يو ډول به خبرې كوي، له دې نه څرګندېږي، چې ژبه د بيولوژيكي ارث له مخې انسان ته نه وركول كېږي، اما نور ټول بيولوژيكي خصوصيات د بيولوژيكي وراثت د قانون پر اساس انسان ته وركول كېږي.
له دې نه سړى پوهېږي، چې د ژبې او نژادي خصوصياتو او علايمو يو شان ته ورته والى بېخي علمي اشتباه ده، دا ځكه چې ژبې ځانته علامې او خصوصيات لري او نژاد ځانته، ژبه د بيولوژيكي چاپېريال څخه وتلې ده، يعنې نژادي خصوصيات د بيولوژيكي وراثت پر محور باندې څرخي.
ددې مسئلې سره د ارتباط په وخت كې د متحده ايالاتو اوسېدونكي د سړي مخصوص نظر ځانته جلبوي. امريكايي اوسېدونكي د نړۍ له مختلفو مهاجرينو څخه عبارت دي، چې له مختلفو نژادونو او ملتونو څخه تشكيل شوي دي؛ لكه تور پوستي، چينايان، تركان، انګليستان، حتى افغانان او ډېر داسې نور؛ مګر بيا هم د ژبې له پلوه يو دي؛ ځكه ټول په انګليسي ژبه خبرې كوي، ددې نه داسې نتيجه په لاس راځي، چې ژبه په واقعيت كې يوه ټولنيزه ثقافتي اكتسابي پديده ده، نه عضوي، فطري او طبعي.
د خلكو ژبنى او نژادي ارزښت او اړيكې بېخي بېل بېل موضوعات دي، يعنې دا چې نژادي ارزښت هېڅكله د ژبې په مطالعاتو اغېزه نه لري.
نژادي ارزښت او پېروندنه د يوې ټاكلې ټولنې د كولتوري انكشاف سره هېڅ ارتباط نه لري، له همدې ځايه ده، چې د نژادي تبعيض بده مفكوره لاسته راځي او دا څومره ګناه ده، چې لا تر اوسه د 21 پېړۍ په درشل كې تبيض نژادي د بشريت په مخ كې د يوه ښامار په حيث پروت دى او په مرتب ډول سره استعماري ځواكونه له دې نه سوء استفاده كوي.
ټول پورتني تشريحات موږ دې نتيجې ته رسوي، چې:
1_ ژبه نه طبعي پېښه ده او نه بيولوژيكي.
2_ د ژبې موجوديت او انكشاف په هېڅ ډول د طبعي قوانينو تابع نه ګڼل كېږي.
3_ د انسان بيولوژيكي او جسمي خواص او علامې؛ لكه نژاد د ژبې سره هېڅ ارتباط او اړيكې نه لري.
4_ يوازې انسانان د ژبې خاوندان دي او بس حيوانات ژبه نه لري، هغوى يوازې د زيګنالونو د سيستم څخه استفاده كوي.
5_ دا چې ژبه يوه اجتماعي پديده ده؛ نو خامخا يې ځاى بايد په ټولنه كې ولټوو، ضرورواً بايد د ژبې موقعيت د نورو ټولنيزو پديدو په منځ كې شګاره شي. ارسطو د افلاطون پر خلاف عقيده درلوده، چې ژبه يوه فطري پديده نه؛ بلكې يوه ټولنيزه او اتفاقي پديده ده.
6_ ژبه د بشري ټولنې د معنوي ثقافت مهم عنصر بلل كېږي.
7_ ژبه په كومې طبقې او ډلې پورې اړه نه لري؛ بلكې ژبه د ټولو خلكو مال دى، دا ځكه چې د شهزاده نه تر ګدا پورې په يوې ژبې خبرې كوي.
8_ ژبه د تل لپاره د ټولنې د فكري ارتباط وسيله ده، د ټولنې د نظام تابع نه ده.