درنو وروڼو اوخوېندو!
لومړى سلام!
دا چې سليمان غر دوه مياشتنۍ مجله زموږ له سيمې او چم ګاونډ څخه خپرېږي؛ نو ومې غوښتل زه هم څه ورته وليكم، داسې څه چې زموږ له دود او رواجونو سره سمون وخوري اوپه دې اړه خلك لا ډېر معلومات تر لاسه كړي. كه څه هم زموږ وګړيو ته په سياست، اقتصاد، ښوونه او روزونه، كرهڼې او مالدارۍ، ديپلوماسۍ، معلوماتي ټيكنالوجۍ او سوداګريزو موضوعاتو كې هم پوهه تر لاسه كول په كار دي، چې ان شاء الله په راتلونكيو ګڼو كې به په همدې اړه هم موضوعات تياروو. اوسمهال غواړم، چې د خپل كلي ...

اولس په دودونو ليكنه وكړم، چې په دې لړ كې په دې ګڼه كې دمېلمه پالنې تر سرليك لاندې معلومات په ساده ژبه خپلو خوېندو او وروڼو ته پيل كوم، په بله ګڼه كې به په يوه بل مشهور دود خبرې وكړو، هيله ده ستاسې د ټولو درنو وروڼو اوخوېندو د پاملرنې او خوښۍ وړ وګرځي. له نورو خوېندو او وروڼو څخه هم غواړم، چې د مجلې د غني كېدلو لپاره په بېلا بېلوموضوعاتو ليكنې وكړي، يو ځل كه قلم راپورته كړي؛ نو ستونزې زښتې زياتې دي، چې ډېر څه پرې ليكل كېداى شي او كه نوموړې چاره مو له لاسه نه كېږي؛ نو هغه افغاني مجلې،
ورځپاڼې او اونيزې، چې زموږ په سيمه او چم
ګاونډ كې خپرېږي د مطالعې لپاره يې له بازاره په پيسو راونيسي هم كفايت كوي، ويې لولي او نورو ته يې د لوستلو لپاره وركړي. خوښ او ودان اوسئ.
مېلمه پالنه: Hospitality
بايد ووايو، چې مېلمه پالنه د نړۍ د ټولو هېوادونو د ملتونو او د نړۍ په ټولو وګړيو كې په يو ډول نه يو ډول موجوده ده او دود دى، د يو ډول نه يو ډول څخه مانا داده، چې د مېلمه پالل، ډول او ورسره د كړنې چلند توپير كوي، يانې طرز، طريقه او شكل يې سره بدل دي. د نمونې په توګه په اروپا كې يو څوك يو چاته دعوت وركوي، چې سبا غرمې ته زما مېلمه يې؛ نو دا په دې مانا ده، چې سبا غرمې ته د هغه كس سره بايد په خوراك پخولو كې بلل شوى كس (مېلمه) هم مرسته وكړي، يا په دې مانان چې يو څه ښه خوراك پخول يې بايد زده وي؛ لكه د هګيو، سبزي، ينې (ځيګر)، الوګان (پټاټې)، وريجې، ثلات، د قومې بېلابېل ډولونه او داسې نورو خوراكي توكو د پخولو ډولونه. له غرمې دوه ساعته مخكې بايد بلل شوى كس د هغه شخص كور ته ځان ورسوي، په پخلنځي كې به هر څه مخكې له مخكې تيار وي، د كوربه به هم لګيا وي او ته به هم لاس په كار پورې كړې، چې هر څه پاخه او تيار شول؛ نو د كور د نورو غړيو سره به يو ځاى د ډوډۍ خوړلو په غټ مېز پاخه شوي خوراكونه په خوند خوند نوش جان كړې. دا نو د هغوى د كولتور په زړه پورې مېلمه پالنه ده.
مېلمه پالنه  د افغانانو يو ډېر پخوانى، زوړ او په زړه پورې منلى دود دى، افغانان په ځانګړي ډول پښتانه، چې كله خپل استوګنځى، مېنه (كور) جوړوي؛ نو له ټولو مخكې د مېلمه لپاره د ځاى خوښون كوي، يانې د مېلمستون د جوړولو لپاره ځمكه په ګوته كوي.
زموږ په پكتياواله لهجه رته اوجره، هوجره (حجره) وايي. يو څوك كه له اقتصادي پلوه بېوزله هم وي؛ خو د مېلمه لپاره مېلمستون يا حجره ضرور جوړوي.
او هغه كورنۍ، چې اقتصاد يې يو څه جوړ وي يا يې له اقتصادي پلوه وضعه ډېره ښه وي، غټې او لويې ښكلې حجرې جوړوي. د يادولو وړ ده، چې پښتانه حجرې د درېو موخو لپاره جوړوي:
1_ په عمومي توګه ټول پښتانه غواړي، چې د زړه له كومې د مېلمه عزت، درناوى او مېلمه پالنه وكړي او يا د چا خبره، چې پرده وكړي، چې مېلمه يې ناهيلى نه وي. داسې ډول وګړي غواړي مېمله يې خوښ او خوشحال وي، ښه شپه او ورځ تېره كړي او چې څومره يې له لاسه كېږي، اسانتياوې ورته برابرې كړي.
2_ په غم، ښادۍ، خيراتونو، د وفات شوي مراسمو او فاتحې، د دعوو او لانجو د غوڅولو او پرېكړو، مېلو او محفلونو او نورو ټولنيزو مراسمو د سر ته رسولو لپاره مېلمستونونه ډېر اړين دي، چې د نوموړو موخو لپاره هم خلك بايد مېلمستونونه جوړ كړي.
3_ ځينې خلك، چې څه ناڅه وس لرونكي هم وي، يانې اقتصادي وضع يې ښه وي، د مېلمه د پالنې او عزت تر څنګ د خپل شهرت، ځان ښودنې او مغروريت لپاره له نوموړي دود څخه ګټه پورته كوي. په دې مانا چې خلك راشي د دوى حجره وګوري او بيا نو په بل كوم ځاى كې د دوى د حجرې صفتونه او ښګړې يادې شي؛ ځكه د ځان ښودنې، مغروريت او شهرت دا هم يوه ښه لاره ده. ددې لپاره، چې نور پوه شي، څومره دولتمن دى؟ څنګه سليقه او نظم لري؟ څنګه ځوان او خراباتي دى؟ او داسې نورو موضوعات...
څومره چې د نړۍ د وګړيو نفوس ورځ په ورځ ډېرېږي، بل خوا كلچرونه، عادتونه او خويونه هم بدلېږي، پخوا به په كليو او بانډو كې غټې غټې لويې حجرې وې، لس شل كټونه به پكې ايښي او اوږده اوږده غټ پېړ بالښتونه به پكې پراته وو. سپين ږيرو او د نيم پاخه عمر كسانو به پكې ډډې لګولې وې؛ خو په هغو حجرو كې نه يوازې چې مېلمه او مېلمانه خوندي كېدل او خدمت، درناوى او پالنه يې كېدله، ورسره په څنګ كې يې بله ښېګړه دا وه، چې په نوموړو حجرو كې د غم، ښادۍاو ستونزو حل هم د درنو سپين ږيريو او هوښيارو مشرانو له خوا فيصله كېده. نن سبا ددې ډول حجرو نمونه د كوزې پښتونخوا په زياترو ځايونو كې شته، چې هغوى ورته دېرې وايي. زموږ د افغانانو په اوسنيو ځينو حجرو كې د ناستې دوه ډوله اسانتياوې وي، په دې مانا چې هم په يوه ځاى كې مېزونه او چوكۍ اېښودل شوي وي او په بل ځاى كې سنتي دود قالينې يا ټغر هوار شوى، توشكې او غټ بالښتونه موجود وي.
په هر صورت!
مهم مسئله داده، چې د مېلمه غريب غم وخوړل شي او د هغه عزت وشي؛ ځكه چې څوك مېلمه له كوره نه شي بندولاى، يا وايي: (مېلمه چا له كوره شړى دى) پښتانه وايي، چې بې مېلمه مه شې؛ ځكه مېلمه د خداى دوست دى؛ خو خداى(ج) دې نه كړي، چې ځينې وخت مېلمه د خداى(ج) د دوست پر ځاى دښمن نه شي او كور واله ته د سر درد ونه ګرځي.
د مېلمه او مېلمه پالنې په اړوند زموږ په ټولنه كې بېلابېل متلونه او اصطلاوې شته، چې وخت ناوخت په خبرو او بنډارونو كې يادېږي او خلك ورباندې غږېږي. وايي: (پلانى په دسترخوان كې مېړنى دى)، په دې مانا چې مېلمه ښه پاللى شي، يا وايي: (د پلاني ښه نغرى و او يا يې نغرى ښه ګرم دى، يا په نغري كې نر دى). دا هم په دې مانا چې تل يې په نغري كې اور بل وي او په دېګونو كې يې څه وي.
ځينې وايي: (چې د مېلمه ځاى مشكل دى، مړۍ او خوراك يې څه مشكله خبره نه ده). دا نو په دې مانا چې مېلمه ارامه كېني، دمه وكړي، ستړيا يې رفع شي، ګرم او نرم وي، دا د مېلمه لپاره هر څه دي، پاتې شوه د خوراك او څښاك خبره يې دومره ګرانه نه ده. كه څه هم ځينې مېلمانه د خوراك ښه شوقيان وي او د نه موجوديت له امله خواشيني كېږي او په ټنډه كې يې له ورايه اسمان ورېځ ښكاري.
هوښياران وايي، چې كله كور ته مېلمه راشي ښه درناوى او عزت يې وكړه او ويې نازوه، ښه ډوډۍ ورته پخه او تياره كړه، كه خپل وي خوشحال به شي، چې خپلوان خو مې اباد دى، كه دښمن وي خواشينى به شي، چې دا ولې اباد دى؟
كه مو اورېدلي وي د ځينو له خولې داسې هم ويل كېږي، چې: (پلانى ځكه اباد دى، چې ډېر مېلمانه لري) كه څه هم ددې ماقولې او يادښت تر شا يو لړ نور پلټنيزه وجوهات او سببونه شته؛ ځكه څوك چې ډېر مېلمه لري؛ نو ښكاره خبره ده پېژندګلوي به يې پراخه وي او ډېرې اړيكې به لري، ښه پراخه كاروبار او يا دولتي زوروره څوكۍ به يې په برخه وي، خير د غټو خلكو غټ مېلمانه وي د خوارانو، خواران. غريب ته موړ مېلمه نه دى تللى او موړ نه بېوزله مېلمه. د ټولنپېژندونكيو له نظره پېژندګلوي، دوستي، اشنايي، راشه درشه او ملګرتيا كول څه اسانه خبره هم نه ده؛ ځكه دا كارونه ځانته ځانګړي مهارتونه او وړتياوې غواړي، هر څوك دومره ټولنيز جوړېداى نه شي، چې پراخې اړيكې او پرېمانه دوستان ولري؛ ځكه له هغوى سره راشه درشه او د پېژندګلوۍ پالل سخت كار دى، په دې مانا چې بايد دې ډول چارو ته يو بېل وخت وركړل شي كنه نو دا څه اسانې چارې نه دي. زموږ په ټولنه كې يوه بله خبره هم مشهوره ده، چې هر څوك د هر چا كره نه ځي، يا وايي: (چېرې چې زړه ځي هغه خوا پښې ځي).
په همدې توګه اورېدل كېږي، چې وايي: (پلانى ډېر اجتماعى دى، ښه خلقت لري، راشه درشه كې ډېر نر دى، د هر يار دوست په غم او ښادۍ كې شريك دى؛ نو ځكه يې دوستان او مېلمانه ډېر دي).
ښكاره خبره ده، چې اړيكې، راشه درشه، اخلاص، مينه، صداقت او ځواني ټول دې ټكي ته زمينه برابروي، چې ډېر خلك دې ليدنې، ملاقات او پوښتنې ته راشي او مېلمانه د سړي ډېر شي كه څه هم زموږ وګړي نن سبا لږ څه ماده پالونكي شوي دي، چې ګټه يې درپسې وي ممكن هره اونۍ درته ډوډۍ او مېلمستيا وكړي كنه نو د خداى لپاره نن سبا يو څوك بل څوك نه مېلمه كوي.
په هر صورت!
مېلمانه هم توپير كوي، نژدې خپلوان مېلمانه، نژدې دوستان مېلمانه، خواږه ملګري مېلمانه، كليوال مېلمانه، د كار روزګار پېژندونكي مېلمانه، سيال مېلمانه، پردي مېلمانه، د شپې اړولو والا مېلمانه او داسې نور، چې د كوربه له پلوه د هغوى له هرې ډلې سره د مېلمه پالنې چوپړ او چلند هم توپير كوي. ځينې وايي، چې په بېوزلۍ كې په سړي ځان دروند وي؛ نو چې مېلمه مبارك هم پرې راپېښ شي؛ نو وايي پكه دادې لا بله سپكه.
په دې اړه يو متل دى، چې په يوه مېلمه بل مېلمه بد لګېږي او په كوربه دواړه. ځينې كسان بيا داسې هم موندل كېږي، چې د مېلمه پالنې له دې دود څخه ناوړه ګټه هم پورته كوي، په كور كې يې اړولي وي، د كور څښتن يې له كار او روزګاره اېستلى وي، ان تر دې، چې ځينې مهال خو داسې هم كېږي، چې د يوې ډلې په شكل كې، چې له شپږو تنونيولې تر لسو پورې په يوه كور ورشي، هغه هم د څو ورځو او يا يوې اونۍ لپاره، چې خداى دې داسې كوربه ته خير پېښ كړي، چې څه به كوي؟
داسې ډول چارې بيا نو د مېلمه كېدنې يو منفي شكل دى. مېلمه ته هم په كار دي، چې د هر چا اقتصادي او ټولنيز حالت ته په پام سره د يوه چا مېلمه شي او د مېلمه پاتې كېدنې په صورت كې له كوربه څخه بې ځايه غوښتنې ونه لري او د پښتو په هغه پخوانيو زړو ملتونو باوري وي، چې وايي: (تور توتان تر يار قربان)، (پياز دې وي خو په نياز دې وي) او يا هم (څه چې تيار وي هغه د يار وي).
ځينې پراخ او روښانفكره خلك هم شته، چې څه تيار وي هغه په ډېر شوق او مينې سره خوري او نه غواړي، چې له امله يې د كور نورو غړيو ته تكيلف جوړ شي.
په كليو، ولسونو او بانډو كې زياتره كليوال مېلمنو ته خوشحالېږي؛ ځكه چې هغوى هم په دومره پابندۍ سره كاروبار نه لري، پام يې هم نه غلطېږي؛ نو له مېلمه سره بنډار جوړوي، ولې په ښارونو او بازارونو كې بيا داسې نه ده هر لوى او كوچنى، لوستى او نالوستى په كار پسې سهار وځي او ماښام راځي، ډېرو كورنيو په كرايې كورونه نيولي وي، چې د مېلمه لپاره پكې بالكل ځاى نه وي موجود.
كه څه هم چې اوس د هېواد په ګوټ ګوټ كې ښارونه او ښارګوټي شته او د مېلمنو لپاره پكې پرېمانه ځايونه (مېلمستونونه) موجود وي او ډېرى مېلمانه اوس په هوټلونو، ښاري مېلمستونونو او ريستورانونو كې پاتې كېږي.
پخوا به خلكو مېلمانه ډېر نازول او سخت عزتونه او قدرونه به يې وركول، په پخوانيو حجرو كې يوه نيم شوقي كس رباب، تنبور يا باجه هم ساتله، چې د نژدې مېلمه، خپل او عزيز د راتګ او موجوديت په وخت كې غږول كېدل او بنډرا پرې جوړېده، اوسني وګړي او ځوانان خپل وخت په پرو، قيطو (تاش)، ګرامبوډ، شترنج، ډول ډول نېشو، د ټېپ په غږولو او د تلويزيون په ليدلو تېروي.
له موضوع سره د تړون له امله دلته يو بل دود هم يادوو. د كليو او بانډو په خلكو كې اوس هم دا عنعنه ژوندۍ ده، چې كله د يو كوم نژدې خپل، دوست، اشنا او يار كره ځي؛ نو خالي لاس نه ورځي او يو څه له ځان سره وروړي. په دې مانا چې تازه مېوه، وچه مېوه، غوښه، وريجې، كومه ډالۍ، د اغوستلو توكي او داسې نور.
په دې اړوند كليوال خلك په دې بارو دي، چې خپل پردي او يار دوست كره تش لاس تلل او مېلمه كېدل هغه كور ته سپكاوى دى او په هغه كور كې بركت ختمېږي، په هر صورت رښتيا چې هر څه وي، وي به. ولې نوموړى دود د نړۍ په نورو هېوادونو، ملتونو، ټولنو اود ښارونو په وګړيو كې هم ليدل كېږي؛ لكه ځينې ځوانان او نجونې، چې كوم ځاى مېلو او بنډارونو ته ځي؛ نو ره ځوان له برخې او توان سره سم يو څه خواركي توكي له بازاره رانيسي او له دوستانو سره يې يو ځاى شريكوي او خوري.
اوس هم ځينې وګړي او ځوانان د خپل يار دوست كره د ورتګ پر وخت له بازاره مېوه او نور خوراكي توكي رانيسي او هغوى ته يې د مينې، درنښت او دود د پاللو په موخه وروړي.
كه څه هم ځينې كسان شته، چې له دې دود څخه د چاپلوسۍ او يوې موخې د سر ته رسېدلو لپاره هم كار اخلي، چې نوموړى دود زموږ په وګړيو او ځوانانو كې اوس هم شته، نه يوازې دا دود؛ بلكې دې ته نژدې يو ډول بله عنعنه زموږ د رواجونو يوه برخه جوړوي، هغه داسې كه كوم كس ځوان، پاخه عمر سړى يا هم سپين ږيرى چېرې بهرني هېواد ته د كار، ګرځېدا يا د حج د مراسمو د ادا كولو لپاره لاړ شي او چې كله راګرځي؛ نو د كور غړيو، نژدې خپلوانو او دوستانو لپاره څه ډالۍ اخلي؛ ځكه د پوښتنې او ليدنې لپاره، چې هغوى بيا ده ته تشريف راوړي كه تش لاس له كوره ووتل؛ نو خواشيني كېږي.
ډالى كه كوچنۍ وي كه لويه پروا نه كوي؛ خو بايد د خپلو خپلوانو يو څه برخه وشي. د وركړې نومړى دود په ځينو ودونو، د خوښۍ په مراسمو، په يوه كور كې د نر اولاد د زېږېدو او ځينو نورو مراسمو كې هم دود موندلى دى.
اوسمهال هم چې له ښاره ځينې وګړي په كليو او بانډو كې د خپلو خپلوانو او دوستانو د دليدلو په نيت روانېږي، دپوښتنې د ورتګ پر مهال تش يانې خالي لاس نه ورځي او يو څه وچه يا تازه مېوه، د اغوستلو او استعمال توكي او يا څه نور شيان لكه رخت، لباس يا كومه ډالۍ وروړي. په دې اړه د پيغمبر(ص) يو حديث هم دى، چې فرمايي: (خپلو دوستانو ته ډالۍ وركړئ، چې دا كار ستاسو او دوى تر منځ مينه ډېروي).
په هر صورت!
په پښتنو كې د مېلمه او مېلمه پالنې په اړه د پښتو ژبې تكړه ليكوال، خادم، شاعر، پياوړى پوځي، سياست پوه او ټولنپېژندونكي عالم محمدګل خان مومند بابا د خپلو ليكنو په يوه ځاى كې وايي، چې:
يو مهال زه د هېواد په شمالي ولايتونو كې په دنده وګومارل شوم؛ نو زه به چې له پښتنو سره مخامخ كېدم او ناسته پاسته به مې ورسره كوله، په پاى كې به هغوى كور ته د بيولو هېڅ ست نه كاوه، چې دا كار تر پايه ما څاره او زه ډېر خواشينى شوم، ولې يو وخت مې دې ټكي ته پام شو، چې اصلاً دا پښتانه، چې دلته اوسېږي په دوى كې د مېلمه پالنې او حجرې جوړولو دود او عنعنه وركه شوې، مومند بابا وايي، چې زه په دې هلو ځلو لګيا شوم او په كلكه توګه مې دوى وهڅول، چې مېمله ولري، پالنه يې وكړي او په كور كې د مېلمنو لپاره حجرې جوړې كړي، چې تر ننه پورې د شمال په پښتنو كې دا دود ښه فعال دى.
 
نـــــن ميگ همزوليگ ميگلمنيگ دي
كلـي كيگ كگرحگم بالشگتونه تگولومه
يوه افغان سوداګر كيسه كوله، چې د پاكستان د لاهور په يوه ښارګوټي كې له يوه پنجابي سره د غرمې مېمله شوم، د غرمې له ډوډۍ وروسته چې هغه هم ما لږ غوندې وخوړه؛ ځكه چې ډېره ترخه وه، هغه پنجابي په باوري توګه راته وويل، چې وروسته له څلوېښتو كالو ته لومړنى كس يې، چې په دې كوچني بېټك (مېلمستون) كې د غرمې ډوډۍ خورې، كنه موږ مېلمنو ته په حجرو كې اوبه، د اوبو رنګه شربت، يا چاى وركوو او بس، د شپې لپاره خو پاتې كېدل  ناشونى كار دى. هغه كس رښتيا خبره كړې ده؛ ځكه چې اوس ژوند ښاري او عصري بڼه غوره كړې ده او ورو ورو كليوالې، سنتي او پخواني دودونه له منځه ځي، چې يو له هغو رواجونو او دودونو څخه په ښار مېشتو افغانانو كې د مېلمه پالنې د  دود كمزوري كېدل دي؛ خو خداى(ج) دې موږ او تاسو ټولو ته توفيق او وس راكړي، چې د مېلمنو لپاره لويې او ښكلې حجرې جوړې كړو او پرته له كوم هدف، تمې او توقع څخه د درنو مېلمنو عزت، درناوى او مېلمه پالنه په سر سترګو وكړو او د پلرونو او نيكونو دا زوړ، ښه او په زړه پورې دود همداسې تلپاتې وساتو او له دې سره په څنګ كې يې بدګړې، نيمګړتياوې او منفي خواوې اصلاح كړو.