ډاكتر نبي مصداق ځاځى په لندن كې د اقتصاد او سياسي علومو له ښوونځي څخه د BSC ډپلوم د ثقافت شناسۍ په څانګه كې لاس ته راوړ. ډاكتر مصداق د نړيوالې پښتو خپرونې بنسټ كېښود او تقريباً 20 كاله يې په BBC راډيو سروس كې خپله دنده سر ته ورسوله او په 1996 كال د خپلې دندې څخه مستعفى شو. د يوولسم سپتمبر د پېښې څخه څه موده وړاندې ډاكتر مصداق د انګلستان څخه امريكا ته سفر وكړو او اوس هم په امريكا كې ژوند كوي. ډاكتر مصداق په امريكا كې يوه د پښتو راډيويي شبكه چلوي، چې تقريباً 4000 اورېدونكي يې په ډېره مينه سره اوري. سره له دې ډاكتر مصداق په امريكا كې د پښتو ژبې ښوونه هم كوي، چې په زده كوونكيو كې د افغانانو او امريكايانو لوړ شمېر برخه لري. داكتر مصداق پر بېلابېل او ګڼو موضوعاتو څه زياتې ليكنې كړې دي او ورسره يې د ننني افغانستان لومړي بادشاه احمد شاه دراني په هكله يو كتاب هم ليكلى دى. دلته ښاغلي شېر عالم شينواري د ډاكتر نبي مصداق سره يوه لنډه مركه كړې ده، چې تاسو لوستونكيو ته يې وړاندې كوو.

پوښتنه: مهرباني وكړئ او زموږ لوستونكيو ته په افغانستان كې د خپل ابتدايي ژوند په اړه څه معلومات راكړئ؟
ځواب: زه په 1944 كال د پكتيا ولايت د ځاځيو په ولسوالۍ كې زېږېدلى يم او په قوم ځاځى هاشم خېل يم، زما پلار او نيكه د خپلې قبيلې له ملكانو څخه وو. زه د ماشومتوب څخه يو هوښيار او تكړه ماشوم بللى شوم، څنګه چې ما د ښوونځي لومړني دوه كاله په شپږو مياشتو كې سر ته ورسول او درېيم ټولګي ته مې ارتقا وكړه، عموماً به ما په ښوونځي كې لومړى مقام لاس ته راووړ.
كله چې په كابل ښار كې د رحمان بابا پښتنو لېسه فعاله شوه؛ خو هغه زده كوونكي، چې روښانه او اوچت مقام تر لاسه كولو؛ نو د لوړو زده كړو دپاره به نورو ملكونو ته لېږلى شول؛ نو په دې ترتيب زه د ښوونځي له اړخه د لوړو زده كړو دپاره انګلستان ته ولېږل شوم، چېرې چې ما خپلې عالي زده كړې ترسره كړې او ځينې ډپلومونه مې لاسته راوړل.
پوښتنه: په اوسنيو حالاتو كې د امريكا عوام د پښتنو په اړه څه نظر لري؟
ځواب: په افغانستان كې د تېرو اوږدو كالونو راهيسې د جګړې له كبله د امريكايي عوامو نظر د پښتنو په باب څه ښه نه دى پاتې شوى. بل دا چې په امريكا كې د ميډيا او خبرې اژانسونو اّزادي نشته. دلته عوام هغه څه ګوري او مني كوم چې د امريكا ميډيا ورته ښكاره كوي؛ نو همدا سبب دى، چې د امريكا عوام تر ټولو نورو خارجي عوامو څخه څه ډېر تر حقيقته وروسته پاتې دي؛ خو له تېرو دوو كلونو په واشنګټن كې د پښتنو په هكله نظرياتو كې څه ډېر مثبت تغيرات منځته راغلي دي، چې دا د خوشحالۍ خبره ده.
پوښتنه: تاسو د خپلې راډيويي شبكې څخه څرنګه خپرونې خپروئ؟
ځواب: كله چې زه د انګلستان څخه امريكا ته راغلم؛ نو دلته مېشته افغانانو هيله څرګنده كړه، چې يوه داسې راډيويي شبكه چې په پښتو ژبه خپرېږي پرانيزو، ولې چې دلته كوم داسې پروګرام او يا راډيويي خپرونې نه خپرېدې، چې په پښتو ژبه وي؛ نو په دې اساس ما دلته خپل پښتو راډيو سټېشن پرانيستلو كوم چې ډېر شمېر افغانان يې په مينه اوري. د خوشحالۍ او حيرانتيا خبره داده، چې دا خپرونې ځينې داسې افغانان هم اوري، چې په مليت پښتانه نه دي او ځينې په پښتو ژبه هم دومره نه پوهېږي؛ خو زموږ خپرونې په مينه اوري. دا خپرونې په ټورانټو كې د تكرار په توګه خپرېږي او سربېره پر دې د نړۍ په هره  برخه كې يې اورېدونكي د انټرنېټ له لارې اورېدلى شي.
پوپښتنه: د تېرې لويې جرګې او په هغې كې د شويو فيصلو په هكله تاسې څه نظر لرئ؟
ځواب: په افغانستان كې د تازه حالاتو په نظر كې لرلو سره ويلى شم، چې د تېرې لويې جرګې فيصلې څه دومره اغېزمنې نه وې؛ خو دا ځل په لويه جرګه كې چې كومې فيصلې شوې دي؛ نو كه دغو فيصلو ته د عمل او حقيقت جامه ورواچول شي؛ نو په ډاګه ده، چې دا به ټولو افغانانو ته ډېره ګټوره تمامه شي؛ خو دا هر څه ډېر كوښښ غواړي.
پوښتنه: هغه افغان چې په امريكا كې مېشته دي، دې تېرې لويې جرګې په هكله څه نظر لري؟
ځواب: كوم افغانان چې په امريكا كې ژوند كوي د بېلابېلو فكرونو خاوندان دي. ځينې افغانان بېرته وطن ته د ستنېدلو كوم پلام نه لري او ځينې كه څه هم د موجوده حالت څخه دومره خوشحاله نه دي؛ خو بيا هم د يو روښانه مستقبل او ښه ژوند په افغانستان كې په تمه دي؛ نو ويلاى شم، چې ځينو افغانانو ته لويه جرګه او په هغې كې شوې فيصلې دومره اهميت نه لري او ځينې ورڅخه څه مطمينه دي.
پوښتنه: اّيا فكر كوئ، چې په اوسنيو حالاتو كې به افغانان وطن ته ستانه شي او يا به هلته سرمايه كاري وكړي؟
ځواب: تر هغه چې په افغانستان كې ټولې وسله والې ډلې بې وسلې نه شي او يو مستقل امنيت او ثبات منځته رانه شي؛ نو كه افغانان دي او يا نور غير ملكي سرمايه كاران، فكر كوم، چې دوى به افغانستان ته د تلو او يا هلته د سرمايه كارۍ فيصله ونه كړي.
پوښتنه: هغه افغانان چې په امريكا كې استوګن دي، د ډيورنډ كرښې مشرقي اړخ ته پرتو پښتنو په هكله څه نظر لري؟
ځواب: په امريكا كې چې كوم افغانان ژوند كوي؛ نو په هغوى كې زياتره افغانان پښتانه نه دي او دغه افغانان د پښتنو او د هغوى تاريخي پسمنظر په هكله كوم خاص معلومات هم نه لري. دغه افغانان د ډيورنډ كرښې مشرقي خوا ته پرتو افغانانو په هكله كوم داسې خاص يا مثبت نظر نه لري. لېكن هغه افغانان چې په مليت پښتانه دي، هغوى ته په پښتنو كې كه څه د ډيورنډ كرښې مشرقي خوا ته پراته او يا مغربي خوا، كوم توپير نه لري او ټولو پښتنو ته په يو نظر ګوري.
پوښتنه: ځينې د نظر خاوندان او محققين داسې نظر لري، چې په تېره لويه جرګه كې پښتو او دري ژبو ته مساويانه درجو وركولو سره پښتنو خپل اصلي پېژندګلښت او ژبه له لاسه وركړه؟
ځواب: لكه څنګه چې مې مخكې هم وويل دا ځل په لويه جرګه كې ډېرې نيمګړتياوې وې او دا خبره هغه وخت څرګنده شوه، كله چې د ژبو په هكله بحث وشو. پښتو په افغانستان كې د اكثريت ژبه ده. د افغانستان په شمال كې چې كومه تعليمي بوديجه په دري ژبه مصرف كېدله لكه څنګه چې دا يو دود و، اوس به هغه بوديجه په څلورو برخو وېشل كېږي.
پوښتنه: ټولو هغو افغانانو ته چې د نړۍ په هره برخه كې اوسېږي څه پيغام لرئ؟
ځواب: جوته خبره ده، چې پښتو د نړۍ له پخوانيو ژبو څخه يوه ده او دا ژپه مستقيم تړون د اوستا سره لري، كوم اهميت او ارزښت چې پښتو ژبه لري له بده مرغه په اوسنيو حالاتو كې هغه مقام پښتو ته نه وركول كېږي. موږ ګورو، چې د هرې ژبې خاوندان د خپلې ژبې خدمت په مختلفو شكلونو كې كوي؛ خو پښتو ته كوم داسې خدمت نه كېږي.
زه د ټولو افغانانو، پښتنو او په تېره د علم خاوندانو پښتنو څخه دا هيله لرم، چې هر څومره چې كېداى شي د خپلې ژبې خدمت وكړي او هغه ژوندۍ وساتي او ددې دپاره پښتانه په هر ځاى كې چې اوسېږي، هلته د خپلو ماشومانو دپاره ښوونځي پرانيزي او خپل راتلونكى نسل د علم له رڼا سره اشنا كړي. د زده كوونكيو د ښې او لوړې زده كړې دپاره ټول علمي او معلوماتي كتابونه چې په هره ژبه كې ليكل شوي دي، په پښتو ژبه كې وژباړئ، چې پښتانه زده كوونكي ترېنه ګټه واخلي.