د ښاغلي علم ګل سحرګڼ شميرشعرونه مې د (پاريال خوبونه ) يانې د ده په لومړۍ شعري ټولګه كې لوستې وه او ګڼ شميرمې ېې هم په بهيراو نورو ادبي غونډواو مشاعروكې اوريدلي وو، خوپه هغه مهال مې ځان نوراړ كړچې په ژورتيا سره ېې شعرونه وڅيړم او يا په سم ډول ځان پرې پوه كړم . يوازې مې د خپل دردسكون له امله په واه واه او ډيرښه بدرګه كړى و. تيره جمعه كله چې د تل په شان د بهيرغونډې ته لاړم د سحرصاحب ترخوامې ځاى پيداكړ. ورسره كيناستم سحرصاحب خپل نوى كتاب (پاس سپوږمۍ ده لاندې
ته ېې ) دكتابونوله منځه راوويست او راته ډالۍ ېې كړ. داچې دكتاب د لوستلووخت نه وو، يوازې مې د كتاب د نوم په لوستلوبسنه وكړه نوره مې د كتاب د منځ د كتنې تلوسه ښه وبلله . د نوم په لوستلو مې د استاد غضنفرهماغه خبره راياده شوه چې ويل ېې ( شاعردرواغ وايي، ته د سپوږمۍ غوندې ېې سپوږمۍ د تا غوندې ده ) په ريښتياهم د كتاب په نوم كې د ادب د مينانودوه ډيرې الهام بښونكي ښكلاګانې ځاى شوى وې . د سړي په ذهن كې ېې د زړه د خوښۍ انځورګري كوله د كتاب په شاه مې د پښتوپياوړى شاعرپيرمحمد كاروان ليكنه ولوسته چې لوستونكي ېې د بدرنګيوڅخه د ژغورنې په موخه او دخپل زړه څخه د راوتلي درد د موندلولپاره د كتاب لوستوته بلل، د غونډې په پاى كې د ښاغلي نبي سلايي له خوا بهيروالوته د سحرصاحب د نوموړي كتاب دمخكتنې بلنه وركړشوه. ماهم په همدې غونډه كې د ګډون لپاره څوكرښې تورې كړې ترڅوغونډې ته د ګډون پلمه جوړه شي . خوله بده مرغه ومې نشوكړاى .
سحرصاحب په ( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته ېې ) كتاب كې ډيرڅه ويلي دي خوما د كتاب له مطالعې نه وروسته څلورټكي چې د سحرصاحب زړه ترې ډيراغيزمن ښكاري وموندل هغه دا دې (مينه ، بيلتون، خيال او خوب) چې وروسته به ېې په ګوته كړم .
څرنګه چې ويل كيږي شعردشاعر ټولنيزژوندتوضيح كوي او دهغه شخصيت روڼوي د شاعردعواطفو، احساساتو، هيلواو ارزوګانو ژباړن وي . ماهم دا خبرې د سحر صاحب په شاعرۍ كې وموندلې . هغه لكه څرنګه چې له ټولنې سره په مينه او په خندا ډكه خوله ژوندكول غواړي داسې ېې شاعري هم د ميني له زړې څخه ځوكه وهلې ده ځكه خويوځل په مينه كاته د ښكليوسترګوانعام ګڼي او داسې ورته وايي :
چـــې يوځل وګوري په مينه مينه مينه ماته
ګلې همدغه يو انعام دا ستاله سترګواخلم
په آيئينه كې د اوبودې تصويرورك شو رانه
د مينې ژوندته مې مرام دا ستاله سترګواخلم
دا چې زمونږ ټولنې زمونږ په ژوند او د سحرصاحب په ياد د ښې ورځې مخ نه دى ليدلى بيلابيل سرونه چې بيلې بيلې هواګانې پكې چليدې . دهيواد تخت او ګډۍ ته راغلل ، كيناستل او بيرته لاړل . ټول ېې د نورو په وينوراتيرشول او څوكې ته وختل نوچيرته چې د وينوبيه ارزانه وي هلته مينه په ګرانه تم كيږي او له بده مرغه زمونږ تيروواكمنونه يوازې دا چې په خپلوزړونوكې ېې د مينې واكمني نه منله بلكې د نورو په زړونوكې ېې هم مينه نشواى زغملاى . نوسحرصاحب هم ځكه په داسې حالاتوكې د مينې د فطري لړۍ په ډپ كيدوويريده او دا ويره ېې په (دلته به لمرنوره رڼا ونه كړي ) شعركې داسې نغښتې ده :
دلته به څوك مينه ونه كړي نوره
دلته به څوك په چا مين نشي نوره
دلته به څوك هريوبل نه مخ اړوي
دلته به ښكلي وي خوسترګې به دښمن لټوي
همدارنګه :
د (خوب رانه هيروي ) سپين شعرپه يوه برخه كې د مينې په باب داسې وايي :
دلته خومينه او ګناه په يوه كاڼي تلي
دلته په هيچا هيڅوك نه دي مين
چې زما درد احساس كړي
دلته د چا زړه د ښكلاتندروهلى نه دى
دلته ړانده دي خلك
څوك چې بينا دي يا مااويا خوتاته ګوري
او د تهمت رنګونه ويشي وړيا
طبعي ده چې داسې افتونود ځان سره تراژيډي درلودې د انسانانوترمنځ ېې فاصلې راوستې د زړونواو وجودونوترمنځ ېې فاصلې راوړې له دې فاصلوڅخه سحرصاحب هم بې برخې پاتې نه شو، هغه له موركۍ څخه ترابده د بيلتون خوندهم وڅاكه ، له هيوادڅخه هم لرې شواو دخپلې خوښې انسان څخه هم بيل شو.
چې د د ې حقيقت ښه ثبوت ېې د مور دمړينې د ردوونكي ويرنه او دهغې شاليددي له هيوادڅخه د بيلتون سوې نارې به ېې په لاندې بيتونوكې وګورو:
دا وطن خوښكلى دى جنت دى خو
مونږ به ېې له لاسه ديوه پريږدو
اويا :
د نيرون په هوسونوكې لاهوشو
خوږ كابل مې په كابل كې رانه ورك شو
په همدې ډول په لاندې سپين شعركې ېې هم د وطن د بيلتون ځورليدى شو:
بابامونږ ستالاره بيا وپاللـه
مونږه هم ستاپه لاره ګام ايښى دى
مونږه هم ووتوجنته ځيني
په دغه فرق چې
تا غنم خوړل جنت نه ولاړې
مونږستا د اولاد له غمه تنګ شوو
په غنم پسې دوزخ ته ولاړو
او اوس د وزخ كې په يوه ګوله مړۍ پسې
ستومانه ګرځو
او له خپلې مينې څخه د بيلتون سوزېې هم په لاندې توګه را اخلو:
لكه چې ستانه هير دي
لا ډيركلونه په خوا
په يوه بله زمانه كې موږه
سره مين وو دواړه
ته وې مينه پرما
او زه مين وم پرتا
هغه مهال كركه هيچا نه پيژنده
په هم دې توګه ترپايه زمونږ د پورتنۍ خبرې انځوردى .
د انسان فطري جوړښت هم همداسې دي كله چې په ژوند كې څوك ناهيلى شي ، دكليوالوخبره له يوې خوا ورباندې شين نوي ، دتخيل آزادي نړۍ ته فنا وړي . د دې لپاره چې د هرډول قيداو بند څخه ځان آزاد كړي ، ځكه په خيالي نړۍ كې كه هرڅوجلاوطنه هم وي د خپل هيوادپه غرونو، رغونواو دښتوكې چكروهلي شي ، دخپلې خوږې مينې په زنګانه سركيښودلى شي ، له ځانه داسې واكمن هم جوړولى شي چې د خپل ټاټوبي په وګړومينه وويشي .
اوبل دا چې تاسوبه ليدلى وي كله مو چې په خيال كې د چا په اړه فكركړى وي يا ورپسې ځوريدلي ياست او يادشوى مووي نوډيرځله مو دغه خيال د حقيقت جامې اغوستي وي زما په اند خوب د خيال د انځورلپاره ښكلى هنداره ده نوځكه سحر صاحب هم څه چې په خيال كې راوستي له هغوڅخه ېې خوبونه جوړكړي دي اوپه خوبونوكې ېې بيان كړي دي لكه (خوته به نه وې ) سپين شعركې چې يواوږدخوب بيانوي ځيني برخې ېې په لاندې توګه رااخلو:
په دويم ژوند په زرمت كې ومه
له يوخواږه خوبه راپورته ومه
خوب كې له تاسره وم
ماژوندون نه غوښت
خوپه زورېې راكړ
مابه ژړل
دوى خوشحالي كوله
ماسترګې نه پرانيستې
ځكه له تابيليدم
همدارازدخوب شعريې هم ښه بيلګه ده :
بيګا مې خوب ليدلې
ته وايه ښه !
مانا ېې مه راكوه
بيګامې نيمه شپه په خوب كې راغلى
له سروګلابودې جامې جوړې وي
په ګريوانه دې ټك وهلي ستوري
دښاپيرود ملكې تاج دې پرسر وي
له دنګې ماڼې
دوو ښايستونجونوته رازدخپل زړګي ووايي
يوڅوك مين د ى پرما
په همدې ډول ترپايه ...
كله كله بې وسي او په تيره د مينې بې وسي انسان ته ډيرچلونه ورزده كوي په رڼوسترګوېې دخپل ځان او ضميرغولولوته اړباسي ځكه خوسحرصاحب هم د داسې بې وسۍ د درد درمل په دې خبروكول غواړي .
زړه ته به دروغ ووايم ژر به دې ترې هيره كړم
وايم به سپوږمۍ ېې ته آسمان ته برختلى ېې
يا :
ما لا خپل زړه ته ستا د تلو خبره نه ده كړې
ګلان ژوندي دي لا وږموخبره نه ده كړې
كه څه هم په لومړۍ بيت كې سړي ته داسې ښكاري چې د سپوږمۍ هيرول ناشوني دي خودلته د سحرصاحب دوه هدفونه (موخې) دي ، يو دا چې آسمان ته تګ شونى نه دى اوهرهغه څه چې د چا لاس ورته نه رسيږي او چيرته چې رسيدل ممكن نه وي ښه داده چې زړه هم ورپورې ونه تړل شي .
بل داچې سحرصاحب پښتون زړى مين دى زړه ته ورپام كوي چې ستا مينه د هغه چارسره د كولو نه ده څوك چې د ځان غوښتنې او غرور په آسمانانوكې چكروهي او ستاله مينې او اخلاص څخه ځان پورته ګڼي .
سحركه شاعرانه الوت د تخيل په وزرونوكوي خو د ذهني ساتيرۍ لپاره نه وي بلكې فكري ليدېې هم ورسره ملګرى وي هغه د ځينوپه شان نه دى چې هربدلون ته د خوښې لستوڼې اچوي ، بلكې هغه مسايلوته په ژور نظرګورى او شك پرې كوي لكه سايل چې وايي :
هرګل راته اوس هم خپل په وينوسورماضي ښكاري
خــــــــــدايږو په سپرلي مې د سپرلي مينه ماتيږي نه
همدا ډول سحرصاحب هم نه غواړي چې د تورزړو په سپينه څيره ځان تيرباسي دا په دې مانا نه چې هغه دمثبت بدلون پلوي نه دى بلكې هغه دخپل فكري ځواك په وسيله د غوړې ډوډې شاته چاړه او د شاتوپه جام كې زهر پيژني نوځكه خو وايي :
زمونږ وطن ته لوګي مخكې رڼا وروسته راځي
اول ژړاوې فريادونه خندا وروسته راځي
وسلې راوليږي او غلې راته ووايي چې
د ډوډۍ غم مه كوى دغه سخا وروسته راځي
او يا دا چې :
مخامــــــخ خاندي او له شاه مو په خنجرووهي
سحره مونږ داسې وختونوكې لا روغ پاتې يوو
كاش چې وخت اجازه راكولى چې د سحرد سندرو له كان څخه مو ډيرې د خبروملغلرې را ايستلى واى ، خووخت مې د نورو خبرو حوصله نه لري نو يوازې به سحرصاحب ته په مباركۍ خپلې خبرې پرې كړم خداى پاك دې هغه ته د ادب په ګلبڼ كې دا راټوكيدلى ګل نيك او مبارك كړي ، د نورو هنري لاسته راوړنوپه هيله ېې.
کره کتنه