د محمدحنيف حيران لخوا خپرې شوې لیکنې
دڅلورو مروت والو څلور غزلونه
غزل: عبدالرحيم مجذوبملامت نه دي که مې پټ حالت د زړه نه وينيبارې ړانده دي چې زما لېمه لانده نه وينيد ډېوې کور کې تروږمی دی واړه کور دی رڼاخلک خو کور وينې د بل په خونه څه نه وينيسترګې مې خوب پسې لوييږي خو اوس خوب کله شتهښه شوه خوبونه خو به نور خواږه خواږه نه وينيچې زه دې وينمه اشنا بيا دې په تپو وينممه وايه دا چې سترګور وينې ړانده نه وينيڅړيکه د نمر وه چې مې نېغ ورته کتلی نه شوقصور مې خپل دی ښاپېرک په نمرخاته نه وينيکله
غزل
نه پوهېږم د مين به څه ژوندون ويدغريب لپاره عمر ځيګر خون ويچې د زړه په مينه يار ځان ته پيدا کړيخبر نه وي چې په مينه کې بيلتون ويبيا به ټول عمر ګرځيږي ناقرارهپه ژوندون کې نه ارام او نه سکون ويحال يې بد شې سودايې شې ليوني شېګريوان څيري سر يې
مرور ځوانيمرګ ته
وجود دې خاوروسره خاورې شولوروح دې له خدايه په جنت کې غواړمهله دې فانې دنيا رحلت دې وکړو ښکلې ژوندون دې اخيرت کې غواړم په خوله دې هيڅ هم راته ونه ويليواځې سترګې دې راپورته کړلېستا دکتو په مقصد نه پوهيد مچې دواړه غبرګې دې راپورته کړلې داته څومره دلوړعظم څښتن وېپه چوپه خوله دې چې دردونه تيرکړلنه دې فرياد دچا په وړاندې وکړڅومره په ځان دې تکليفونه تير کړل ته وې راغلې دعلاج په تمه څومره بې هېلې له ډاکټره لاړېنوره دې لاس له ژو
يوه سړي ته دوه غزلونه
که وقف مې کړه ټوله زندګي يوه سړي تهخو بيا هم ورښکاره نه شوه راستي يوه سړي تهد ډېر خواست او منت باوجود بيا يې راز کېنښودعبث مې هسې وکړله زاري يوه سړي تهچې عکس يې د ځوانۍ زما د شعر ايين کې وليدورياد شول د ښايست تلي سپرلي يوه سړي تهله دې نه به لا نور د انسان کومه سر ټيټی وي؟تر زنې مې لاس وروړ په نغري يوه سړي تهموسکی شو سر يې ټيټ کړو يوه شېبه غلی ولاړ وچې ومې کړه خبره د زړګي يوه سړي تهسرتور و، يبلې پښې عمردراز مروته راغیاحساس وشو د ظلم
د يوتاند ګل درژېدو د وير زوروره څپه
د ارواښاد محمد هاشم مصور په ویر کې بیا خوني ماښام دی د جکړ چیغې وحشي راځيبیا کومې کړۍ په غړۍ پرېښې د دار کرښه ده د جمعې مبارکې ورځ سهار یوولس بجې مې د ښاغلي نورمحمد لاهو ناچاپ ناول(زروجانه) لوستلو، چې ټلیفون مې وشرنګېد، د ټلیفون په ښیښه د ډاکټر رودوال نوم لیکلی وو، د اوکې تڼۍ مې کېکاږله، ډاکټر رودوال له سلام او روغبړ وروسته پوښتنه وکړه چې چېرې یې؟ ما ویل کورکې یم، رودوال صیب وویل: ټول ملګري تللي او څوک په لاره کې دې ، ما ویل ته به هم تللی وې، خو زه پوه نه شوم چې رودوال
د ماښامونومين
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .انګور په مني کې سېلۍ ووهل کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه ود تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لار ې وتړلې داتڼو یو څڼور زلمي ته خپلې زړي جامې یې غوټه کړلېویل يې چېرې په خوارۍ پسې ځمتر لوی اختره پورې به بېرته راشم اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم کشرۍ خور یې پر تندي ښکل کړهوي ، د ابا به احترام ساتې مېږو ته هم په وخت اوبه ورکوه د کور په غوا
هو هغه کاروان (وروستۍ برخه)
بېرته خپلې خبرې ته راځم، يوه بله شپه ورسره مېلمه وم، يو هندي فلم، چې وجود يې نوم و، کاروان صاحب راوخيست، اطاق ته چې راغلو، د دوی د خوست يو دوه نور مېلمانه هم راغلل. د ډوډۍ خوړلو نه پس کاروان صاحب کمپيوتر ته سي ډي وردننه کړه، ويل يې ( دا ډېر ښکلی فلم دی، زما ډېر خوښ دی؛ ځکه چې د ددې فلم ستوری (هيرو) خپله شاعر هم د
ددوو يارانو دوه شعرونه
غزل: غيور ساحر اريوبيته يې څه بولې چې څه ونه لري؟زه يې ښه بولم چې زړه زړه ونه لريپه موسم دى پشكال كې رسواكيږي بختور وي چې ليـــــــــــــــــمه ونه لريله هغه دردنه خو زخم وي بــــــيزارهچې محسوس شي اوخواږه ونه لريپه رخسار يې د كجلو باران وشي څوك چې زور د بيلتانه و نه لريترې ارزو دمحبت مكړه ساحره هغه سترګې چې اوبه ونه لري يو څوک: محمدسعيد منګلله رنګه توره سپينهله حده ډير حسينهتاته كتــــلى نه شمتاپريښودلى نه شمفكر مو تانيولى
تاته ډالۍ
استاد صميم او فطرت په سيدجمال الدين افغان ادبي ټولنه کې عزتمنده او ګرانه وروره حيرانه! درانه درانه سلامونه لوراند او لورين څښتن دي راته د ستوري په څير وځلوه.زړه مي غواړي ډيره لويه دعا درته وکړم خو د سوال لپې مې وړي دي.خو رب دي درباندي تود باد هم نه لګوي.ګرانه په ويبلاګ کې مې شعر خپور شوي وه او په هغه تبص
دامونه اودانو ته يوه کتنه
دامونواودانوته يوه کتنه: استاد محمداصف صميمپه بزم ورزم باندې چې راشيد توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي خوشال باباپ١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهير وتلي ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي شهرت ننګيال ( وينه په قلم کې ) نومې تذکره د جهادي څيړنو مرکز له خوا خپره کړه، نو د هجرت په چاپېريال کې يې د يوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود هرکلى وشو، خو نقادانو ته بيا د ادبي تذکرې د ښووليو آرونو او معيارونو له مخې ادبي تذکره ښکا
هو هغه کاروان (لومړۍ برخه)
په ټل ادبي چمن کې دا ځل هم کلنۍ مشاعره وه، زه نوی نوی د شعر ليکلو ډګر ته راوتلی وم. ټولو به ويل: داځل کاروان صاحب هم راځي. ډېر ښه شاعر دی ، دوه کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه او له نر ګسه تر نرګسه ) يې هم چاپ دي. د شپې مهال په يوه مېلمستون کې نور ډير شاعران ناست وو، زه هم ورغلم، کور کې مې پلمه وکړه، چې د
مرګيه تا هم ناځواني وکړله
نا ځوانه! څنګه ؟ لا س دې نه رپيده ؟دغه بدرنګه لا س دې نه رپيده ؟څنګه د ګل څانګه دې ما ته كړله ؟مړشې بې ننګه لا س دې نه رپيده ؟تا چې د ګل وينې په لپو څكلې خونه دې ړنګه لا س دې نه رپيده؟وړې سلګې دګل دې نه اوريدې ؟چيغې نا رې دې دګل نه اورېدې؟دګل په خوله باندې دې لا س ايښى وودوا ادې چيغې دې نه ا وريدې ؟ګوته دې څرنګه ما شې له ورتله ؟اخ! د هغې چيغې دې نه اوريدې؟په وينو سره څانګه دې نه ليدله ؟په وينو سرې چيغې دې نه اوريدې؟هغه نا زكې او معصومې ګوتې
عقيدې او انګېرنې
د هرې ټولنې وګړي ځانګړي دودونه لري او د هغو دودونو او رواجونو له مخې خپل ورځنى ژوند پرمخ بيايي. دغه دودونه او رواجونه په هره ټولنه كې ځانته ارزښت لري او درناوى يې كېږي، چې له هغو څخه سرغړوونكي كسان ګناهكاره او بدكاره ګڼل كېږي. ځينو دودونو زموږ په پښتني ټولنه كې د خلكو عقيدې هم ټينګې نيولې دي او كه داسې كومه پېښه وشي، بيا نو د دستور او رواج له مخې نه، بلكې د عقيدې له مخې ورته په يوه خاص نظر ګوري. دلته بايد دا يادونه هم وكړو، چې دود او رواج ځانته خبره ده او عقيده ځانته. زه غواړم پر هغو انګېرنو
د لويې پکتياادبي تذکره (يولسمه برخه)
نوم: نصير احمدتخلص: صميميارد پلارنوم : پير ګل صاحب شاهزوکړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کالزده کړه : د لکڼو عالي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکىولايت : خوستولسوالي: مرکز- متونکلى : د شمل پيرانو شينکى چاپ شوي اثار : د شغلې په نوم شعري ټولګه نا چاپ اثار: يوه شعري ټولګه &nb
سندره دې د مينې ده
ژبه دې د مينې ده خبره دې د مينې دهيوه دنيا په سترګو کې دلبره دې د مينې دهدا سوې نارې مې د احساس په تسلۍ واخلههره يوه اوښکه مساپره دې د مينې دهماته اسويلي د نهيلۍ دې غيږ کې نه راځيورځ لکه اختر شپه بختوره دې د مينې دههيرې کړه زړګې د ګل د مينې کيسې هيرې کړهدا سپيره مماڼه د زړه سره دې د مينی دهوکره پرې هيلې نن د مينې د سبا په نومخاوره د ميينو لر او بره دې د مينې دهبيا ئ د ورک امن په خاطر ګرانې راغبرګه کړهژوند په کې څپې وهي سندره دې د مينې ده
دفطرت تازه غزل
بيايې سپين رخسار ليونی شويدیګورئ نن مې يار ليونی شويدیپام ورته د زړه په سترګو وکړه لږځي ستاسو په لار ليونی شويدیتل چې يې نارې دان الحق کړلېنن په سر د دار ليونی شويدیراشه ليونتوب يې خپله وګورهکړي دګوتو شمار ليونی شويدینور يې بس په کاڼو باندې مه ولئوبه کړي ازار ليونی شويدیدومره ستامين په تا فدا دی چېستاپه تش ديدار ليوني شويدیپام کوه فطرت ته انکار ونکړېيو ځل په اقرار ليونی شويدی
د رحماني صاحب غزلونه
دنګه وه په ملا باندې راماته شوهويې خندل ما باندې راماته شوهداد چينار ونه ده ټالۍ وهيمړ به شي که چا باندې راماته شوهما په محبت چې درته وکتلټوله دنيا تا باندې راماته شوه. شونډې راکه ښخه ورسره غېږههله راشه غېږې ته راوړه غېږهما ته چې راځې په کې وصال راوړهبېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږهوخ له څومره لويه انتظاره پسستا په سينه شوله مې سړه غېږهټوله دې له ځانه سره نه وړمهغواړم رحماني درنه وړه غېږهنورو سره چل کوه دوکې کوهبس له رحماني مه سپموه
د جلان ځاځي خوږه غزله
لکه خپل نوم لوېدلی ستا د خولې له بامه يمهځکه ناهيلی د ژوندون له هره ګامه يمهوشوې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کېد درد لمانځه کې بې جانانه بې امامه يمهپوښتې مې څه ګرانه چې شعر څنګه شاعر څنګه شوېډير متاٌثر د تورو څڼو دماښامه يمهژوند لکه شين فصل ريبي خو ماتې نه قبلويپام کوه دنګه زه يو څوک له هاغه قامه يمهزېړ مازديګر چې يې د ګوتو په سينو کې نيسيپيوندي څړيکه ددې جامه تر الهامه يمهجلانه اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوهاوس په همځولو کې دا ستا په نوم بدنامه ي
د لويې پکتيا ادبي تذکره (لسمه برخه)
نــــوم : ولي جان تخلص : همزاردپلارنوم : حاضر باد شاهزوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کالزده کړه : د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصلولايت : خوستولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي کلى &
غزل
لاړلو نـــظر د تنـــدي خـــــال کلــــــي کـــــې واړوليار دې بـــــېرته بيا د کليـــــوال کلي کــــې واړولهيچا هم عقدې د خپل مغرور هوس سړی نکړېډېرو د ننـــــګونــو د ابــــدال کلـــــــي کـــــې واړوليوه شپه يــــې هم لاس لکه مين پرې راچاپېر نکړســـــتورو خو ټول عمر د هلال کلــــي کــــې واړولشاته درپـــــــسې د تغــــــزل کـــــــډې هم راغـــــــللېکلـــــه نه چـــــې تــــــا زما د خيـــــال کلي کې واړولنه مــــې ټنډې ته کتــــل او نه مې لاس چاته ښــودهخپله