د هرې ټولنې وګړي ځانګړي دودونه لري او د هغو دودونو او رواجونو له مخې خپل ورځنى ژوند پرمخ بيايي. دغه دودونه او رواجونه په هره ټولنه كې ځانته ارزښت لري او درناوى يې كېږي، چې له هغو څخه سرغړوونكي كسان ګناهكاره او بدكاره ګڼل كېږي.
ځينو دودونو زموږ په پښتني ټولنه كې د خلكو عقيدې هم ټينګې نيولې دي او كه داسې كومه پېښه وشي، بيا نو د دستور او رواج له مخې نه، بلكې د عقيدې له مخې ورته په يوه خاص نظر ګوري. دلته بايد دا يادونه هم وكړو، چې دود او رواج ځانته خبره ده او عقيده ځانته. زه غواړم پر هغو انګېرنو خبرې وكړم، چې موږ ورته بېخي اسلامي او مذهبي بڼه وركړې ده، خو څوك نه دي خبر چې عقيدوي رنګ لري او كه نه؟
په اسلام كې د داسې عقيدو درناوى شته او كه نه؟ زموږ پر چاپېريال او ژوند يې اغېزې څنګه دي؟ موږ ته څه ګټه او الهي نژدېوالى راكوي او كه نه؟ دغسې نورې ډېرې پوښتنې دي، چې گزموږ د پښتني چاپېريال عقيدې يې غواړي.
 موږ چې ماشومان وو، ټوله ورځ به يبلې پښې ګرځېدو. ماښام به مو پښې له اغزيو ډكې وې، مور به مو ستن راپسې واخيسته، چې اغزي به يې راځنې ايستل. نو ويل به يې: ”بچيه! دا اغزي دې په سر كې واچوه. بيا دې وېښتان راشنه كېږي".
 كله چې به له توندې هوا، توپان او يا هم بړبوكۍ (دوړ دوړكې) سره مخ شوو، نو منډې به مو ترې وهلې. ويل به مو چې په دې غړوسكه ګردونو كې بلاوې وي، كه درباندې درشي، څپېړه دركوي او وژني دې.
 موږ به چې چېرې د كوم بزرګ او يا شهيد له قبر سره په خوا كې د ميزرې پاڼې وليدې، نو به مو په پټو سترګو او په چپ لاس غوټې ورواچولې، هرڅومره غوټې به مو چې ورواچولې، ويل به مو چې پاك خداى به دومره زيات وروڼه راكړي او كه به د چا خور نه وه، نو به يې په ښي  خور وركړي.لاس غوټه وراچوله، چې كه خداى پاك
 ډېر ځاى مې ښځې ليدلي، چې كله اوړه اغږي او اوړه كه له كنډول څخه والوزي، نو بيا وايي چې خامخا څوك مېلمانه راځي، نو بيا لږ نور هم ورواچوي، چې بيا هسې نه كم شي.
 او دا خو مشهوره خبره د ه. د هر چا چې سترګه ورپېږي، بيا وايي چې "كه خداى مې نه غلطوي، څوك مې يادوي" خو ځينې خلك بيا دا عقيده لري، چې وايي: "خامخا پلانكى راځي، نن مې سترګه رپېږي".
 زموږ لوري ته خلك د كارغه كاغ هم په ښه يا بد فال نيسي، كله چې كارغه د بلۍ پر سر كاغ وكړي، نو وايي: "كارغه كارغه د ښو زېرى، كه د بدو وي خوله دې ماته شي".
 ځينې خلك له يو بل سره ټوكې كوي، پښې يې وتخنوي. كه چېرې تخنېده نو بيا ورته وايي: "خواښې دې غلګنه ده".
 داسې مې هم ليدلي دي هغه پېغله چې د خاوند كور ته واده وي او يا هم كوژن شوې وي او خاوند يې په څه سبب مړ شي، بيا وايي: "دا سپېره ده، له دې نه ليرې ګرځئ" او تر پايه پورې څوك نكاح هم نه ورسره كوي.
 د بلا او پېري كيسې خو زموږ په پښتني چاپېريال كې داسې سيورى دى، چې خپلو ماشومانو ته له دوه كلنۍ څخه تر شل كلنۍ پورې د دغو شيانو كيسې كوو. خو اكثره وخت د دې پرځاى چې ماشومان تكړه، ځيرك او بااستعداده وروزل شي، ډارن، كمزوري او بې زړه وي. له عادي پېښو څخه زيات اغېز اخلي، د شپې بهر نه شي وتلاى، هره تيږه او ونه ورته پېرى ښكاري. د للۍ للو پرځاى ورته اوس "بلا دې خوري!" وايو. ماشومان به ځاى پر ځاى ناست وي، يو بل ته به وايي: "د بلا نكل واچوه" هغه ورته نكل پيلوي: "داسې يوه بلا وه، سر يې په اسمان كې و، پښې يې په ځمكه كې وې..."
 زيارت ته چې لاړ شو، طواف ترې وكړو او ورته وايو: "اى زيارته! ته مې نوره لمن زرغونه كړې، ته مې تشه ځولۍ مه لېږې" بيا نو هغه د قبر تيږې راواخلو د خپلو بچيانو پر سر يې راتېروو، مالګه پرې وڅكو او كه كومه كتيبه پر قبر ولاړه وي، درې ځله يې په تيږه ټكوو، وايو چې كه مړي ويده وي، راويښ به شي او زما سوال به ومني او كه مړى له خپلوانو څخه وي، نو خبر به شي چې پلانكى مې پوښتنې ته راغلى دى.
 څوك چې له كوره مسافر كېږي، نو درې ځله يې د قران شريف نه وباسو او تر شا پسې اوبه هم شيندو.
 د چا چې زامن نه پاتېږي، نو كوم ژوندى زوى يې چې وي، د هغه د سر له وېښتو څخه يوه غټه كوڅۍ پرېږدي او وايي چې بيا يې پاك  نور وروڼه ژوندي پرېږدي.خداى 
 څوك چې په بدن كې مرداره دانه، زخه او يا هم شينۍ (غټه بېخ لرونكې دانه) ولري، بيا ورته وايي: "په داسې ښځگې يې سورى كړه، چې غبرګ زامن (غبرګولي زامن) يې پيدا كړي وي".
 كليوال د ناوې كره تر اوو ورځو پورې ډوډۍ نه خوري، وايي چې: "بيا يې كوچنيان ناروغېږي" همداسې د لنګې ښځې كره هم.
 سهار وختي چا ته پور نه وركوو، ځكه: "بيا مو ټوله ورځ له دكان څخه خلك سامان په پور وړي".
 كه څوك بد خوب وويني، ورته وايو: "اوبو ته يې ووايه".
 څوك چې له نظره شي يا هم له نظر څخه وېرېږي، نو سپېلني ورته دود كوو، د پېريانو او بلاګانو لپاره هم سپېلني دود كوو.
 څوك مو چې له عادي حالت څخه په اخلاقي لحاظ بدل شي، يا هم كومه ځانګړې اوږده ناروغي ولري، وايو چې: "چا پر پلانكي كوډې يا تاوېزونه كړي دي".
 له چا سره چې پچه (قرعه) اچوو، وايو: "زه پچه نه ورسره اچوم، يا زه سوچ نه ورسره وهم. زما قسمت خراب دى".
 څوك چې په خوب كې خبرې كوي، وايو: " څپلۍ يا بوټونه يې پر څټ (بل مخ) واړوئ"، بيا غلى كېږي.
دا او دېته ورته په سلګونو انګېرنې، عقيدې او دودونه زموږ په ټولنه او بيا په بېلابېلو ډولونو شته، چې ما يې له خرواره چونګ راواخيست. اوس نو تاسې فكر وكړئ چې ايا دا عقيدې سمې دي او كه نه؟ زموږ پر ورځني ژوند منفي او كه مثبت اغېز لري؟ پر عام ژوند سربېره ايا د اسلام له نظره هم د دې خبرو او انګېرنو درناوى په كار دى او كه نه؟.