چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله
کور ته بلا زمونږه ځکه راغله
بيا به د چا په خونه بم غورزوي
له پاسه خړه الوتکه راغله
چا وويل دا بمبار له کومه کوې
ما وې چې پورې له اټکه راغله
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دی
تر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
(احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته
له هرې خوا نه لويه سپکه راغله
حميد احساس
متحده عربی امارات العين
23.01.2008
- محمدحنيف حيران
نــــوم : عبدالباريتخلص : نعيمي كټوازىدپلارنوم : الحاج محمد نعيمزوکړه : د ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د وږي مياشتزده کړه : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصلولايت : پکتيکاولسوالي : يوسف خېلکلى &nb...
24.01.2008
- محمدحنيف حيران
پېښور اوس د لاشونو تاج محل شو
د دې ښار هر يو منظر دې بې مزې کړ مازيګر او زېړی لمر دې بې مزې کړ پېښور خو ستا په سترګو پېښور و ته چې لاړې پېښور دې بې مزې کړ
د ګلونو سپين سحر پيکه پيکه شو هر نشه نشه نظر پيکه پيکه شو زلزلې په خماري سترګو کې نه شته سندريزه مازيګر پيکه پيکه شو
نه خو تورې شپې اوس هغسې درنې دي نه د ورځو تماشې دي هسې مستې نه خو څوک د چا لپاره دار ته خېژي نه د عشق د نوم نشې دي هسې مستې
د چوپتيا سيلۍ وهلي دي ګونګي د...