نذيراحمد نذير زموږ  د زلميو شاعرانو په ډله كې د يوه خوږژبي او خوش اخلاقه شاعر په توګه پېژندل كيږي. د هغه هره خبره په شعر پيليږي او همدغسې په شعر پاى مومي. شعر كه د فطرت زېږند وبولو، نذير د فطرت دغه رنګ له ماشومتوبه اخستى دى. ښكلى فطرت؛ ښكلى رنګ، ښكلى ژوند او ( ښكلى سړى) زېږوي، دغه ښكلا او سړيتوب زموږ د زلمي شاعر"نذير" په خټه كې اخښل شويدي. هغه كه خبره كوي او كه مجلس، رنګ يې شاعرانه وي. د شعر او شاعرانه طبعيت دغو ښكلاوو او رنګينيو زموږ ددغه زلمي شاعر راتلونكې هم روښانه او رنګينه ساتلې ده.
((په درانده خوب ويده ده نجلۍ)) د نذيراحمد نذير د رنګينيو نړۍ ده. نذير په خپل دغه شعري جونګ كې د خپل فطرت او طبعيت ښكلې انځورګري كړې ده. شعر د فطرت او طبعيت انځورګري ، او شاعردمصور په څېر هغه انځورګر دى،چې د رنګونو او كرښو غوندې له ويونو او لفظونو څخه تصويرونه جوړوي. د شاعر دغه انځور  اولفظي انځورګرۍ د انسان په ټولو انګيرنو  او حواسو پورې تړاو مومي. ((په درانده خوب ويده ده نجلۍ)) ټولګه له لفظي- عيني او خيالي تصويرونو نه يوه  ډكه شاعرانه نړۍ ده.
چې شپه شي، كوم يو ښكلى كومې لارې نه راووځـي
تصـوير ديـار وي، يارشـي، له هــيندارې نه راووځي
زمــا د لــوټـې لـوټـې وطـــن ځــوان شـاعــر دى داســې
فقــط لكه كوم ګــل ،چې له شــوديــارې نه راووځــي
دغه دوه بيتونه موږ ته د خيالي او عيني انځورګرۍ دوه غوره بېلګې په لاس راكوي. كه چېرې د (( لوټې لوټې وطن ځوان شاعر له شوديارې نه د ګل په څېر راوځي)) د پكتيا د يوه كليوال خوږ ژبي شاعر كړاو منګل په څېر ديوه كليوال شاعر عيني تصوير په مو په مخكې دريږي. كه چا كړاو منګل ليدلاى وي يا نه، شعر د خپلې عينيت پالنې او ښكلي روښانه تصوير وړاندښت له مخې لوستوال او مخاطب ته د پرتله شوي څيز يا كس ژوندى درك او حسي تصوير وركولاى شي.
كه څه هم د هرې انګيرنې لپاره پاروونكې او ويښوونكي  انځورونه پنځول كيږي، خو په ټولو كې يو ليدونى( بصري) توكى موجود وي، چې د تصوير او شاعر ځواك بيا دغه څيز ( جذبه او حس) لوستوالو ته هم لېږدوي:
چېرته به د بورې زوى له ځانه سره وړى وي
داده لېنده ماسره ده، تللى تير به چېرته وي
د ښاغلي نذير په دغه شعر كې موږ  ياد شوى  انځور او حس په ښه توګه درك كولاى شو. د بورې زوى، لينده او (( تللى تير)) هغه ژوندۍ كليمې دي، چې په يوځايتوب سره يې موږ ته د ښكاري او ښكار صحنه او تصوير لاس ته راځي.
ارسطو وايي، د تصوير يا استعارې پنځونې ځواك د شاعر ستره ځانګړنه ده. استعاره يو داسې څيز دى، چې په كسبي بڼه يې نشو ترلاسه كولاى، بلكې دا د يوې غيرعادي شاعرانه ملكې نښه ده. نذير په خپلو شعرونو كې خپله دغه وړتيا يا ملكه په بريالۍ توګه كارولې ده. هغه تصوير راوړي، استعاره راوړي، منطقي تړاو، خو تر شا يې يوه نړۍ مانا هم وي:
نذيره ها ماشومان وينې، ها كم عمره ستوري
چې هر ماښام نوي زېږيږي، سبا ساه وركوي
په دغه بيت كې سره له دې،چې شاعر په ښكاره په اسمان كې د شپې له مهاله د ستورو پر راپيداكېدو او بيا د رڼا په راتګ سره د هغو پر وركېدو غږيږي، خو كه د شعر داخلي تصوير ( معنا) را واخلو او د پردې شاته وګورو، يو ښه انځور پكې موندلاى شو. د هغو ماشومانو تصوير هم راكولاى شي، چې د خوارځواكۍ او زېږون پر مهال د طبي اسانتياوو د نشتوالي له امله (( كه شپه زيږيږي)) سبا بېرته مري.
يوه بله ورته غوره بېلګه:
زمـا شاعره خياله تل د يار دوه سترګـې ساتـې
په څراغو كې شوې رالوى، تورتم لا نه پېژنې
ډرايډن لويديزوال كره كتونكى وايي، داسمه ده، چې ښه تقليد د شاعر كار دى، خو د اروا اغيزمنولو، د جذبو ويښتابه او تر ټولو ډېر په لوستوالو كې د هنر په توګه د ښكلا او ستاينې سلوك پنځول يوازې په تقليد سره نشي كېداى. يانې شاعر يوازې تقليد يا پېښې نه كوي، هغه د تقليد يا نقالۍ په چاره كې له خپل تخليقي تخيل نه هم كار اخلي او په دې توګه د فطرت انځور له خپلې ارې بڼې څخه په ښكلي ډول وړاندې كوي:
خـيـر كـــه د غــرو يـم مــا لـيدلې د اوبـــــــو هېـــندارې
ډېــر نــاديــده نــه يم، تــصــوير خــو لــږ څــه پــېژنـمــــه
شور وكړي، شرهار وكړي،د ړنګ كلي د څنګ اوبه
وژاړي، ښــېرې وكــړي، ګـودر په غېـږ كـې ونيســي
( په درانده خوب ويده ده نجلۍ كتاب څخه)
 
ورډز ورت په شعر كې پر كليواله ژبه ټينګار كوي. هغه په شعر كې پر ښاري او شاعرانه ژبه بنديز لګوي، خو بل پلو بيا سكاټ جيمز( لويديزوال كره كتونكى) پر هغه دا نيوكه كوي، چې ايا كليواله ژبه تر ښاري هغې ډېره انساني ژبه ده؟ د نوموړي په وينا، انسان،چې هرځاى اوسي او په هر حالت كې پايې، همغه موضوع د هغه شاعري جوړوي. ورډز ورت او سكاټ جيمز دواړه تر يوه بريد په خپلو دريځونو كې رښتيني دي. بشپړ ه كليواله او بشپړه ښاري ژبه ښايي هغه ټوليزتوب ترلاسه نكړاى شي، چې موږ يې په ګډه( ښاري او كليواله) ژبه كې ترلاسه كولاى شو.  نذيراحمد نذير هم په خپلو شعرونو كې يوه ګډه ښاري- كليواله ژبه كارولې ده. هغه د ښار رنګينۍ هم راخستې او د كلي فطري او طبعي ښكلا او ساده ګي هم.
وختي به بل كړمه د اوښكو څراغ
وايي، ناوخته يې نيستي راولي
يوه كليواله اصطلاح ده، چې كليواله نستي پكې انځور شوې ده.
يو كليوال ښكلى تصوير:
ستــا په كتــلو به اييــنې شـوې
ما به ،چې غره نه ډبرې رواړې
يا هم د ښار په اړه:
سندرې مې ورو ورو له ياد وتې ،چـې ښار ته راغـلم
مادي غوښتې مې زړه ته پرېوتې،چې ښار ته راغـلم
خــاونـــده غــريبــي ده، چې يـــــوه ښــكــلې نـــازولــې
په تـا سـپارمه، تـه بـه يې ساتـې،چې ښـار تــه راغـلم
د نذيراحمد نذير په ډېرى شعرونو كې د نهيلۍ او له ژوند نه د ستړيا او ماڼيجنۍ څرك هم لګي. هغه خواري تېره كړې ده، تريخ ژوند، د پلارناڅاپي مړينه او ... هغه څه دي، چې د نذير شعر ته يې هم لاره موندلې ده:
چـې يـې لــــه عـــقلــه رانــيولى په عــشــق وسپـــارلم
زه يـې د مـــور غــېږ تــه لـه غېـږې د پــلار راوستــمه
وشوې مودې ژوند كې بې واكه يم، زړه تورى يمــه
اخــر تــر پــــوزې د مــــرګي انــتـــظــــار راوســـتمـــه
يا دا:
يــــو بديدار، زړه بې بېځايه وي قدم به وهي
ځمه ناوخته دى، د مور به مې سودا ډېره وي
( او داسې نور)
په هرحال د نذيراحمد نذير شعرونه كه هر څو څيړو او لولو ډېر څه پكې موندلاى شو. ښېګړې او ښې ځانګړنې يې تر نيمګړتياوو ډېرې دي. پر دغه كتاب او د ښاغلي نذير پر شعرونو ډېر څه ويل كيږي، خو د وخت كمى او نورې بوختياوې دا اجازه نه راكوي،چې بشپړ پرې وغږېږم. دا څو نيمګړې كرښې د خپل دغه شاعر ملګري او ټولګيوال يار په ياد او نمانځنه ليكم. ژوند باقي- خبرې ډېرې. د ښاغلي نذير د لاښو شعرونو په تمه