نــــوم : زرولي خان
تخلص : خوشنود
دپلارنوم : شاه ولي خان (خاکسار)
زوکــړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده كړه : محصل
ولايت : خوست متون
ولسوالي : مرکز
کلى : کونډي
دنده : ژورنالېست
پښتونستان وطن
ګلشن ګلشن افـــغـــانستان وطـــن يـــــې
زمــــوږ ټاټوبى زمـــوږ ګران وطن يې
ستــــــا د بچيانو افسانـــــــې مې يــــادې
د سوري لـــوړ ميرويس خـان وطن يـې
ستا سرحدونـه يې چې ډيـلي پورې کړل
د لوى امپراطوراحمدشاه خـان وطن يې
ستــــا ورانـــــــــول خو د اغيارو خوښه
زړۀ د اسيــــــــــــا پښتونستان وطن يې
که هر څو ړنګ او خړپړ ته ښکاريږې
«خو شنود» ته ښکلى ترجهان وطن يې
نـــــوم : قيام الدين
تخلص : ګلفام
دپلارنوم : الحاج انجنير بخمال الدين
زوکــړه : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تريوولسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : مركز- متون
کلى : سپينکي بوړي
قـوم : لكڼ
غزل
نفرت د مينې راغللو ګــــــودر خامــــوشه ښکاري
هغه شوشرنګ يې نه شته مازيګرخاموشه ښکاري
خاونده پــــــــه کـــــوڅو د پښتنو ټکــــــــــه لوېدلې
شمشاد خاموشه ښکاري او خيبر خامـوشه ښکاري
راځئ لکــه منصور د دار الحق نـارې کړو پورته
بيا دار سرونــه غواړي او سنګر خامـوشه ښکاري
ماښام هم راتـــــه بلې کړې ډيوې د مـــــــــاتمونـو
سندرو کډې کــــړي دي سحر خامـــــوشه ښکاري
نــــوم : خوارحبيب
تخلص : ارماني
دپلارنوم : باد شاه خان
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر شپږم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : علي شېر
کلى : ارخېل
سترګونه مې اوښکې ځي رودونـه دي
مــــا سـره د وران وطن غمونــــه دي
نــــــه شته د وطن غـم لــــه هيچا سره
هــر چا سره د خپل جيب ارمانونه دي
سترګې يې ړندې ژبـــه يې ګونګـه شه
چا چې پــه مظلوم کړي ظلمونــــه دي
هر څوک ځان هوښياربولي پوهېږم نه
ولې بـيـــا وطن کــــې جنجالونـــه دي
خلکــو وطن حق د مــور او پلار لري
دې تــه بد نظر کول جرمــــــونـــه دي
اې خواره «حبيبه» مـلامت نــــــــه يې
ډک دې چې لـه غم اودرد شعرونـه دي
نـــــوم : لايق خان
تخلص : لايق
دپلارنوم : ګل حکيم
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : تريزي
څلوريزه
د وخت د تجاوز او د سخت والي لــــــــــــه امله
سوځېږو د ډېر وخـتـــــه لـــــــــــــه اټکه تر کابله
يوه شخړه چې ختمه شي نو وايوچې بس ښه شوه
هغه لا ختمه نـــــه وي چې بـــيا راشي پسې بله
نــــوم : اسلام الدين
تخلص : لېوال
دپلارنوم : باد شاه جان
زوکړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : متون- مرکز
کلى : کاروان سراى
چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــاچاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
سپيڅلى ملنګ
ستا شوخ باڼه مې د زړګي په در کې ګوتې وهي
لکــــه ماشوم شي مرور په سر کې ګوتې وهي
بد نــــــه هېريږي او بدل به يې پـــــــه بده مومي
ملګرو څوک موچې په خړ خيبرکې ګوتې وهي
ورته خلاصيږي به ضرور په زړۀ کې مينه لري
هغه سپيڅلى ملنګ بــيـا پــــه ور کې ګوتې وهي
ګوندې را چپه کړي پــــــياله اخېر څه کفر نه دى
زاهد لالى پـــــه مدني کوثـــــر کــــې ګوتې وهي
ورتـــــه پېښيږي به په خپله ګرانې فـکر مـه کړه
چې بېلوي مو څوک په لر او بر کې ګوتې وهي
نـــــوم : فيروز
تخلص : ځدراڼ
دپلارنوم : ډاکټر خان بادشا خان
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي زده كوونكى
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : د سرکيو بوړي
دزړۀ دنيا
غم د شبنم غوندې وريږي مـــــــــازيګر مـــــــازيګر
څـــــــه دروند خاموش غلى تېريږي مازيګر مازيګر
د زړۀ دنيا تــــه مې ټکان د ستا لـــــــه لوري راځي
وجود مې واړه ترې لړزيږي مــــــازيګر مـــــازيګر
زړۀ چې خالي وي دبت غوندې داخوهېڅ زړۀ نه دى
ښايي يو څوک پــــــــکې اوسيږي مـــازيګر مازيګر
زه بــــــــه يې څنګه محبت د زړۀ نــــــــــــه وباسمه
چې مې پــــــــه سترګو کې غړيږې مازيګر مازيګر
پـــــــه دې دنيا خو کيسې څه چې راتـــه ګوري هم نه
د خيال دنيا کــــې را غږيږي مــــــازيګر مــــــازيګر
يوازې زۀ نــــــــــــه يم دلبره چې پر مــــــا ورانيږي
دنيا پـــــــه هــر مين ورانيږي مـــــازيګر مـــازيګر
تـــــــه د «ځلاند» د محبت امـــــــان منې او کـه نـــه
مدام دا ستا پــــــــه غم ژړيږي مــــــازيګر- مازيګر
نـــــوم : صاحب ګل
تخلص : فرهاد حيدرخېل
د پلارنوم : ښايسته ګل
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : منځنۍ بشپړې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : کټاساري
قوم : حيدرخېل
چاپ شوي اثار : په مختلفو خپرونو کې يې شعرونه او ليکنې چاپ شوي دي.
نــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
غزل
وصال د عرش په کرامت شي سره غېږ پــــــه غېږ شي
چې په مذهب د انسانيت شي سره غېږ پـــــــــه غېږ شي
هـــــمـه د هـــــــغې ازلي ژوند پـــــــــــه انداز روحونه
دلته کې هم ګډ پـــــــه الفت شي سره غېږ پــــه غېږ شي
پرېږده د سترګو مــــاشومــــان زمـــــا ا وستــــا لېونۍ
ګوندې پــــه جنګ د محبت شي سره غېږ پــــه غېږ شي
څوک شي قــــارون څوک شي ايوب د امتحان دور دى
څوک شي درب څوک د دولت شي سره غېږ په غېږشي
په کومو زړونو کې چې مينه نـــــــه وي ذکر نــــــه وي
شيطان پـــــــه هغو مسلط شي سره غېږ پـــــه غېږ شي
د ريـــــا ګرو پــــــه هستۍ کـــــــې ده نيستـــــــي دايمان
قيمت د داسې زړونو نشت شي سره غېږ پـــــه غېږ شي
«فرهاده» هلـــــه شي محبوب ورتــــــــه محبوب د مولا
پوه چې د ښکلو پــــه صحبت شي سره غېږ په غېږ شي
نــــــــوم : ګل ولي شاه
ادبي نوم : ساده حيدر خېل
دپلارنوم : نور علي شاه
زوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
دنده : ښوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : اسماعېل خېل او مندوزي
قوم : حيدرخېل
کلى : حيدراباد
چاپ شوي اثار : دوه شعري ټولګې ( غرنى ګل او د ګل انځور )
غزل
مينه کــــوي خو بس دلبر نـــــه لري
پـــه دين مين دي پېغمبر نــــــه لري
ايله چې زړۀ ورباندې خوږ شي دچا
دومره پــــه سترګو کې اثر نــه لري
ابليس بـــې غمه پــــکې ګـرځي ازاد
کلا د زړونو مـــــو هېڅ ور نه لري
دا بـــــــرکت د پر مختګ دى زموږ
ژڼي جومــــات پېغلې ګودر نـه لري
سړي بـــــه کـړى لا پخوا واى الوت
له دغـــه چمه خو وزر نــــــــه لري
ژړا را درومي د پـــاچا پـــــه احوال
داسې پـــاچا دى چې عسکر نـه لري
مزل په سمه ورتـه ګران شي بيخي
د عشق په لارکې چې رهبر نه لري
پـــه هره شپه پسې سحر وي ضرور
زمــــــــونږه شپه ولې سحر نه لري
اغيار ملـــګرى د رقيب دى (ساده)!
د ائينې شاتـــــه جوهر نـــــــــه لري