څڼېور شهيد
په دې هديره کې دڅڼيور شهيد قبر بيا په ټولو کې معلوم و. څه مهال چې روسي قواوې افغانستان ته راغلې، نوموړي د روسانو خلاف جهادي مقاومت پيل کړ. خدای پاک ډېرې بر ياوې ورپه برخه کړې. څڼېور دتوپ، هوان او نورو درنو اسلحو يوماهر استادو. په دې ترڅ کې ېې ډېر روسان دجهنم ابدي کندې ته ورسول.
يوه ورځ ډېره قوي قوه راغله، څڼېور سره له خپلو مجاهدو ملګرو ډېر مقاومت وکړ، هغوی ته ېې ډېر مالي اوځاني تلفات ورواړول، خو بالاخر دهغوی دهوايي اولوتکو د بمباري په نتيجه کې څڼېور سره له پېنځو ملګرو شهيدان کړل. دوی ېې ټول په همدې يعنې دشهيدانو په هديره کې خاورو ته وسپارل.
يو وخت روسي قواوو غوښتل، چې له دې هديرې څخه پورې غره ته چې دوی په کې سمڅې اوګارې جوړې کړې وې، سرک تېر کړي. ددوی دسرک نقشه دشهيدانو په هديره هم راغله. څه مهال چې سرک هديرې ته راورسېد، دلرې لرې سيمو خلکو دوی ته عذروکړ چې له هديرې څخه سرک چپ کړي. داچې ددوی سرمشري يوې سلا کارې روسۍ کوله، ددی غوښتنه ېې ونه منله اوددې سلاکارې روسۍ امرقاطع و. دوی به چې کوم ځای سرک تېرول غوښتل، همغه سيمه به ېې يوځل ښه له ماينونو څخه پاکه کړه، دنقشې په ډول به ېې يوځل ټانک په همغه سيمه تېر کړ. داچې دڅڼېور شهيد قبر دهديرې په سرکې و، ټانک تر دغه ځايه راورسېد، دخدای کارونه و، ټانک چلوونکي، چې هر څومره زوروواهه؛ خوټانک به حرکت نه کاوو. ټانک چلوونکي نورو چاروکيو ته خبر ورکړ. بالاخره روسۍ سرمشرې ته داکيسه ورسېده. هغه ډېره وقهرېده اوزياته ېې کړه:
هرومرو بايد سرک همداسې تېر شي.
داځل ېې يوبل ټانکيس راوغوښت، هغه هم چې هرڅومره وس وکړ، ټانک ېې پر قبر تېر نکړ. بالاخره خپله ټانک ته کېناستله، دلرې نه ېې تېز پرې راخوشی کړ. داځل دټانک ځنځيرونه ټوټه ټوټه پرېوتل. دڅڼېور شهيد دقبر څنډه ېې ووهله. دقبر له سره تبۍ( پلنه تيګه) لرې کړای شوه. روسۍ سرمشره له هيبته په ټانک کې شله کېناسته اوعسکر هم اريان دريان پاتې شول. دعسکرو له ډلې نه يو عسکر راغی اودټانک ځنځيرونو ته ځيرشو، ناڅاپه ېې سترګې په سوري قبر کې په شهيد ولګېدې، څڼېور شهيد همغسې روغ سلامت اېښی و. په مهينو برېتونو، تک سپين ځليدونکي مخ، چې دغوږ په بېخ کې ېې څوڅاڅکي وينه هم ولاړه وه او په ګوړ ګوتيوڅڼو ېې ميده ميده خاورې ورتوېېدې. عسکر چې دامنظره وليده، يوه چيغه ېې له خولې ووته او بيا ېې نورو عسکرو ته ورنارې کړې.