نـــــوم : رمضان
تخلص : تراب توتاخېل
د پلارنوم : عبدالقيوم توتا خېل
زوکــړه : ١٣٤١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د حربي پوهنتون لېسانس
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
کلى : کوه سين
چاپ شوي اثار: ( وران اوربل) شعري ټولګه
نـــــا چاپ اثار: ( له سوداګري تر سرداري) پښتو ناول
د نرخونو کلى
هلته يو ښکلى ځنګل، څو درنګونـــــــو کلي
هلته شملې د غيرت، هلتــــــــه د پت پوړني
هلته مغـــــــروره غرونه، هلته پتمن قومونه
هلته چې لمر هم دشنو پاڼو دحجاب له درزنه
پــــــــــــــه پټه، پټه سترګکونـــــــــــه وهي
هلته چې زمـــــــوږه اسمان څـــــــکي نښتر
پاس د سپوږمۍ پر مخ خالونـــــــــــــه وهي
هلته چې جنګ وي نـــــو سنګر شي غرونه
هلته چې سوله وي نو بــــر شي غرونـــــــه
هلته چې ننګ باندې غورځنګ کړي ژڼکي
غليم پـــــــــــه خپلو وينو رنګ کړي ژڼکي
ها چې يــــــــاديږي د نـــــرخونـــــــو کلي
د ښــــــــکلي دود او رواجونـــــــو کـــــلي
هلته چې هر وګړى پوه دى دجرګو په قانون
چې هـــره شخړه هواريږي د پښتو په قانون
نـــــوم : اجمل خان
تخلص : مسعود زى
دپلارنوم : حاجي مسعود
قـــــوم : احمدزى
زوکـړه : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمداباه
کلى : مچلغو
دلته کابل هلته خيبر
چا رانـــه زړګى او چا ګوګل وېووړ
چا رانــــــه خيبر او چا کابل وېووړ
ټول وطن ښکلا ښکلا جنت و زموږ
چا رانــــه چمن او چــــا بلبل وېووړ
ډېر يې دا ديو بل په نوم ورک کړلو
چا رانــــه مجرم چا قران مل وېووړ
ډېرو مـــــــو په ژبــه هم تېرى وکړ
چا رانـــــــه ټپه او چاــ غزل وېووړ
دلـــــــته کـابل هلـته خيبر قبضه شو
چا رانه سنګر او چا مـورچل وېووړ
نـــــوم : عبدالقدير
تخلص : مصروف
د پلارنوم : محمود خان
زوکــړه : ١٣٤٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : اريوب ځاځي
کلى : علي خېل
اعتراف
لـــــــــکه پاڼه د عشق شاخ پورې به زانګم
څو مې مرګ پـــــــه موسمي خزان بېل کا
که نــــــه! چارې چې د مينې اغاز کــــړي
داسې چارې بـــــه قابيل پــــــر هابيل نه کا
اعتراف کوم ډاګيزه چــــــې عاشق يــــــــم
پـــــــــه بل هېڅ به مې واعظ هم قايل نه کا
يو پښتون چې بنديوان يمـــــــــه پـــــه زلفو
حــــکمران دې هسې هاند دبل جېل نــــه کا
خداى پـــه ياد لرم په سوال يي غېږه غواړم
«مصروف» سوال لکه دبل کوم سايل نه کا
نـــــوم : نيازالله
تخلص : اصيل ځاځى
دپلارنوم : اصيل خان
زوکــړه : ١٣٤٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د ژورنالېزم لسانس
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد خېل
کلى : وام
چاپ شوي اثار : له فارسي څخه پښتو ته د هزار يک شب کتاب ژباړه او همدغه راز په پکتيا ولايت کې د سينما د هنر بنسټ ايښودونکى چې محصول يې د پېچومي جګړه ، پېښه او وژړام که وخاندم فلمونه دي .
هيله
ولې پسرليه ته !
زموږ کلي ته نه راځې ؟
لوى واړۀ د کلي زموږ
ستا په تمه تمه دي !
پوه شوم، ملامت نه يې
تا زموږ په کلي کې
لو درنګا رنګ ګلو
ډېر کله ليدلى دى
خو، واوره پسرليه !
نور زموږ په کلى کې
لو د ګلو ختم دى
ستړي هالوګري دي
لو د ګلو نه کوي
راغلل بلبلان بڼ ته
والوتل زاغان دلته
بڼ يو څه سمسور ښکاري
ستا راتلو ته هر افغان
اوس په تمه تمه دى !
نه شته زموږ په کلي کې
آه، د دردېدلي زړۀ
نه شته د باروتو بوى
نه غواړي بابا له تا
زړونه يې صبر شوي دي
ټول داغلي زړونه اوس
ستا په تمه تمه دي !
واوره پسرليه!
غږ د ټوپک نه شته اوس
لر او بر دې کلي کې
واورې بارانو نه اوس
اوري د ګو لوپر ځاى
ختم شو نفاق شقاق
منځ کې د بچو زموږ
داستړي بچي زموږ
ستا په تمه تمه دي !
واوره پسرليه!
ناست په يو ټغر سره
بېلا بېل قومونه دي
تېر يې په هېر وشميرل
يو تربل ځاريږي اوس
اوس نو پسرليه!
ستا دراتلو وياړ غواړي
ووايه راځې که نه ؟
اصيل بچي ددې وطن !
ستا په تمه تمه دي !
نـــــوم : ډاکتر عبدالهادي
تخلص : حماس
د پلارنوم : غلام سرور
زوکړه : ١٣٥٣ لېږديز لمريز کال
زدكړه : د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ
دنده : دطبابت ترڅنګ د پكتيا د ادبي ټولنې مشر
ولايت : پكتيا
ولسوالي : احمد ابا
كلى : سالو خېل
قوم : سلام خېل
چاپ شوي اثار: ابن سينا کتاب ،بيړنۍ او ورځنۍ ناروغي او د روغتيا کلى.
نــــــا چاپ اثار: د تروريست هېنداره، دويم ايوبي ته د اقصى انتظار اوپنځه ويشت بېلابېل تمثيلونه چې ځينې يې د درې ساعته چلېدو توان لري.
نـــــوم : عبدال احمد
تخلص : رودوال
دپلارنوم : عبدالجميل
زوکــړه : ١٣٥٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د د وولسم ټولګي څخه فارغ
دنده : د ملي راډيو ټلويزون امر
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد ابا
کلى : عيسى خېل
چاپ شوي اثار: د ( زګروي ) په نامه د لنډو کيسو ټولګه