دمينې لارکې  کمزورپاتې نشوم
شکرستاترپېغور پاتې نشوم
ستادحيااوعفت غم وو کنه
شيرينې ځکه په کورپاتې نشوم

له رسوايي نه راته ډېره ښه شوه
چې ستاپه کلي کې نورپاتې نشوم
په نيمه خوله مې بېلتون وموندلو
يودې دعاته سرتورپاتې نشوم
ستادستم پنجې وې ستاپه زړه کې
چې ستاپه زړه کې انځورپاتې نشوم
که کاڼي زرووکه اوبه مې ګبين
افغانستان وم،سمسورپاتې نشوم
ته وې نالوستی اوکه زه ضدي وم
چې تراخره دې ورورپاتې نشوم
اوس هريتيم خپل ځان پدې خوښوي
که پلارمې لاړوله مورپاتې نشوم.