يادونه: خان محمد مفتون دې خداى پاك وبخښي، يوه ورځ يې راته ويل، چې ماسټر علي حيدر مې ډېر خوږ ملګرى دى، ما ورسره خبره كړې ده، يوه ورځ به د مجلې لپاره مركه ورسره كوو. خداى پاك دې مفتون ته جنتونه وركړي. د هغوى په ژوند دا كار ونه شو او هغوى دا ارمان له ځانه سره ګور ته يووړ.
ما يوه ورځ په پېښور ښار كې ماسټر صاحب وليدو، د مفتون د مرګ كيسه مې ورته وكړه، ماسټر صاحب ډېر پرې زهير شو، ويل يې خامخا به يوه ورځ كېنو او مركه به سره كوو. دا چې دوى ډېر مصروف وو اول يې په جرمني كې كوم كنسرت درلود، بيا چې هېواد ته راستون شو؛ نو په لاهور كې يې د دوه پنجابي او يوه پښتو فلم (كاكي جان) ته موسيقي جوړوله؛ نو وخت نه و، چې مركه مو ورسره كړې واى، څه وخت چې دوى پېښور ته راستانه شول؛ نو ټليفون مې ورته وكړ. زه او عظيم خان شيدا قصه خوانۍ ته د مركې لپاره ورغلو، ښاغلى مجيب الرحمن انګار مو هم راوغوښت؛ خو فكر كوم هغوى كوم مشكل درلود؛ ځكه يې حاضري ونه كړه.
ماسټر صاحب په داسې حال كې چې د پاكستان د اّزادۍ د ورځې (14 اګست) لپاره په موسيقۍ جوړولو او نورو كارونو ډېر بوخت او ستړى و، موږ ته يې ډېر وخت راكړ، زموږ پوښتنې يې ډېرې په مينه ځواب كړې، تاسو يې لوستو ته رابولو.
په مينه (حيران).

پوښتنه: ماسټر صاحب ستاسو له نوم سره خو ټوله پښتنه نړۍ اشنا ده، كه د زوكړې او زده كړې په اړوند راته ووايئ؟
ځواب: اول زه حيران صاحب تاسې ته او بيا ستاسې د سليمان غر مجلې ټولو لوستونكيو ته سلامونه وايم. بيا مو ډېر شكر ګذار يم، چې ماته مو د خبرو كولو وخت راكړ، څومره چې د زده كړې خبره ده ما له وړكتوب نه دلته په پېښور كې درس ويلى دى، تر لسم ټولګي پورې، تر هغې وروسته مو تر دولسم صنف پورې په شخصي ښوونځي كې درس ويلى دى، له هغې وروسته د خپل هنر په وجه درس راځنې پاتې شو، چې نه پوهېږم خوشقسمتي ورته ووايم او كه بدقسمتي؛ خو دغه هم يو سبق دى، چې زه هنر ته راغلم، چې د اواز او اّهنګ په مرسته د لرو او برو پښتنو خدمت كوم او د زړه نه يې كوم.
پوښتنه: موسيقي ته مو څنګه مخه كړه؟
ځواب: زما د درس د پرېښودو علت همدا و، چې له موسيقۍ سره مې ډېره مينه لرله، دا چې دا كارونه په زور نه كېږي؛ بلكې په شوق سره كېږي؛ لكه چې تاسې شعر و شاعري كوئ په زور خو يې نه كوئ؛ بلكې الهام درته كېږي، دغسې كه يو سړى ووايي، چې زه هنرمند جوړېږم؛ خو نه شي كېداى. يا مثلاً ووايي، چې زه په زوره يو تخليقي كار كوم، داسې خو نه كېږي، دا خو د الهام كار ده. يا به ووايو، چې خدايي وركړه ده. دا الهام شاعر ته كېږي، هنرمند ته كېږي، يا هم فلسفي ته كېږي؛ نو زما له وړوكوالي نه كه ووايم، چې له هنر سره شوق نه و؛ بلكې ماته يو الهام و، زه د اوو كلونو وم، چې زما هنري شوق زياتېدو زياتېدو، په همدې سبب مې د درس لوري ته توجه كمه شوه.
پوښتنه: دا چې تاسې موسيقار يئ، ولې مو سندرو ويلو ته مخه كړه، مطلب دا چې څنګه مو زړه وكړ، چې په يو وخت دې موسيقاري او سندغاړى يئ؟
ځواب: حيران صاحب چې تاسې دا دوه كوم هنرونه وښودل، دا دواړه ډېر سره نژدې دي؛ خو دې دواړو كې ډېر فرق هم دى، دا چې موسيقي جوړول، ترتيبول، يوازې د سازونو ترتيبول نه دي، يو شعر او سندرې ته جامې ور اغوستل دي؛ لكه ستاسو يو شعر دى هغه يو بې ځانه مجسمه ده، هغه سينګارول او سا پكې اچول دې ته موسيقي وايي؛ نو دا تخليقي كار دى، سندرې ويل ته په زده كړه كولاى شې، چې زده يې كړې، دا چې تاسو وايئ، چې موسيقي مو جوړوله؛ نو سندرو ويلو ته ولې راغلئ، له موسيقي جوړولو نه وړاندې زه سندرغاړى وم، زه په هغه وخت كې اوه كلن وم، د لس كلنۍ په عمر كې ما له ريډيو پاكستان نه ډېرې سندرې ويلې دي، تر 1989ز پورې ما سندرې ويلې، له هغې وروسته ماته د مرۍ تكليف پيدا شو، اواز مې دېر خراب شو، بيا مې د مرۍ عمليات وكړل، له عمليات كولو نه پس زما اواز بېخي كېناست، تر دې وخته پورې ميډيا زما په اند دومره مخته نه وه، دا چې زما شوق ډېر زيات و؛ خو ماته چا وخت نه و راكړى، چې ما په تلويزيون يا راديو كې سندرې ويلې واى؛ خو بيا مې هم يو څو سندرې په تلويزيون او راديو كې ثبت كړې وې. بيا هم چې زه ناجوړه وم، له ګلزار عالم ملګري سره ما هارمونيه غږوله، ما ويل چې زه بايد هرومرو مصروف وم، تاسې ته به معلومه وي، چې زما هارمونيه ډېره مشهوره ده او خلك يې ډېره خوښوي. په دې دوران كې ګلزار عالم او نورو ملګرو راته وويل، چې كه ته موسيقي جوړولوته مخه كړې څنګه به وي؟ ماته دا پته نه وه، چې زه موسيقي هم جوړولاى شم، دا چې دا تخليقي كار دى، بيا يوه داسې موقعه په لاس راغله، چې ما اولين كېسټ، چې په هغې كې مشهورې سندرې لكه بيا د عشق درياب راوخوت چلې چلې او د سايل صاحب دا شعر: مړې سترګې او مړه كاته... كمپوز كړ، هغه خلكو ډېر خوښ كړ، زه خپله هم ځانته حيران وم، له هغې وروسته ماته د پاكستان تلويزيون لوى لوى انعامات راكړل، همدا رنګه ما د ميوزك فسټيول مسابقې وګټلې، ما يو نوم پيدا كړ. دا سلسله همداسې روانه وه، تر 1996ز پورې ما دا كار وكړ، په دې وخت كې چې ما به نغمې ته كله كله ميوك برابراوه، ځينې سندرې به مې ورته وښودلې، هغې به ويل، چې ته څومره ښكلى اواز لرې، ته ولې سندرې نه وايي، دا هم يو خدمت دى، ته خپله سندرې وايه. كرار كرار د خلكو ډاډېينې زه دې ته اړ كړم، چې 1998ز كال ما په تلويزيون يو پروګرام وكړ او يو كېسټ مې وكړ (نيمګړى مازيګر) دا بتګي بتګي چې ښكاري؛ نو هغه خلكو ډېر خوښ كړ، له هغې وروسته دادى سندرې هم وايم او موسيقي هم جوړوم.
پوښتنه: د موسيقۍ په برخه كې مو اول استاد څوك و، يعنې زده كړې مو له چا كړې دي؟
ځواب: زه چې وړوكى وم، اول بايد دا درته ووايم، يو وړوكى ماشوم، چې وزېږي هغه ته دا پته نه وي، چې زه د ماسټر په كور كې يم او كه د حنيف حيران په كور كې او كه د يو عالم په كور كې يم؛ خو چې كله د باجې او طبلې اواز واوري هغه ورته لاسونه پړقوي؛ نو دا يو فطري كار دى. دا زموږ په وينه كې اغږلى دى. زما چې عمر پينځه شپږ كاله و، ما به شوقي سندرې ويلې، زما پلار په دې وخت كې وفات شو. زه خپلې مور، ماما ته وسپارلم؛ نو له ماما سره به ما سندرې ويلې، بيا چې زه د دولسو كلو شوم؛ نو بختيار استاد، چې د رباب استاد و؛ خو په نورې موسيقۍ هم ډېر پوهېده او ډېر ايوارډونه يې هم اخيستي وو؛ نو ما د هغوى شاګردي وكړه، په روحاني استادانو كې مې بيا ډېر استادان دي؛ لكه استاد زاخېل، دا چې ما د هغوى عملي شاګردي نه ده كړې؛ خو د هغوى خوندوره هارمونيه ما دومره زياته اورېدلې ده، چې زه ورته روحاني استاد وايم، بل زما پير او مرشد او د موسيقۍ استاد رفيق شينوارى، هغه هم زما روحاني استاد دى؛ خو په هر صورت خپل ماما او بختيار استاد څخه ما عملي زده كړې كړې دي.
پوښتنه: دا چې تاسو ته خلك ماسټر وايي، تاسې د موسيقۍ په برخه كې ماسټري كړې ده او كه څنګه؟
ځواب: يقيناً ماته ټول خلك ماسټر وايي، زما مورنى نوم علي حيدر دى، ماسټري خو يوه ډګري ده، چې څوك په موسيقۍ، طبابت او نورو مسلكونو كې پي ايچ ډي وكړي.
زه چې ډېر وړوكى وم، ما په اوه كلنۍ كې سندرې ويلې، زما دېر ښه اواز و، يا به ما ترانې ويلې؛ نو خلكو به ويل، چې دا خو سم ماسټر دى؛ ځكه چې زما له عمر نه زما تجربه مشره وه؛ نو له وړوكتوب نه دا لقب ماته خلكو راكړ، دا چې دلته خو څه اكاډيمي وغيره نشته د موسيقۍ دپاره؛ خو ما په موسيقۍ كې دومره پرمختګ وكړ، د استادانو شاګردي مې وكړه، چې اوس خلك راته ماسټر وايي.
پوښتنه: د شاعر، موسيقار او سندرغاړي په منځ كې څومره خپلمنځي تړون وينئ؟
ځواب: زما په فكر، چې شاعر نه واى؛ نو سندرغاړى به نه و؛ نو كه سندرغاړى نه واى؛ نو شاعر به خلكو تر كتابونو پورې پېژانده. دوى سره لازم او ملزوم دي، د نوك او ورۍ غوندې يې سره تړون دى، شاعر او هنرمند له يو بل نه زما په خيال نيمګړي دي.
پوښتنه: دا چې تاسو ماته ياده كړه، چې په اول ځل مو د يو پښتون په صفت دوو پنجابي فلمونو ته موسيقي ترتيب كړه، كه په دې اړوند لږ معلومات راكړئ؟
ځواب: ماته د مور و پلار او ملګرو دعاګانې دي، زما په فكر زه اولنى پښتون يم، چې ما په اردو كې په سندرو ويلو ايوارډونه اخيستي دي، د ميوزك فسټيول مقابلو كې دا اولنۍ ځل دى، چې يو پښتون د پنجابي فلمونو ميوزك جوړوي. دا چې اردو د پاكستان ملي ژبه ده، لوستې مو ده؛ خو د پنجابي ژبې سره په اول ځل زما مخامخ كېدل وو؛ نو په پنجابي ژبه كې دوه فلمونه (كرايم فايټر او ماهي اّوېګا) اوس را روان دي، چې موسيقي يې ما ترتيب كړې ده، له ارشد خان سره زما اول فلم (شرنګ د بنګړو) و، چې ډېر وځلېده، فكر كوم، چې له هغې وروسته د پښتو فلمونو مستقبل ډېر بدل شوى دى، ما د ارشد صاحب په مرسته د پنجابي فلمونو موسيقي ترتيب كړه.
عجيبه خبره داده، چې زما په فكر او شعرو كې هم نه وو، چې زه به پنجابي فملونو ته موسيقي كوم، اردو ته مې خيال و؛ ځكه چې اردو په اسيا كې ډېر ويونكي لري، ما ويل، چې زه بايد په اردو ژبه كې هم قلمونه ترتيب كړم، زه لاهور ته د ارشد صاحب سره د پښتو نوي فلم (كاكي جان) دپاره تللى وم، دوى راته وويل، چې موږ په تا باندې يو نوى امتحان ايښى دى، يو پنجابي فلم دى، چې يو څه برخه د پښتو هم لري، ته به هغه ته يوه سندره كمپوز كړې، ما ورته خندل، چې تاسې رښتيا وايئ او كه ټوكې كوئ. ماته دا ډېره عجيبه ښكارېده؛ خو چې كله مې ملا ورته وتړله، يوه سندره مې كمپوز كړه؛ نو هغه سندره ځايي خلكو او د فلم كاركوونكيو او تافوګ رانا، چې د فلمي نړۍ يو غټ سړى دى، ټولو دا چيغې ووهلې، دېر داد يې راكړ، هغوى ويل، چې داسې نه ښكاري، چې يوه پښتون ددې ميوزك ترتيب كړى دى؛ نو ددې دواړو فلمونو موسيقي ما جوړه كړه، دا سعادت زما په برخه شو.
پوښتنه: په پښتو فلمونو ډېر تنقيد كېږي، چې عرياني ډېره وي پكې، موسيقي يې ښه نه وي، ښه كيسه او پيغام نه لري، تاسې پخپلو فلمونو كې دې ټكيو ته توجه كړې ده؟
ځواب: دا چې فلمونه فحاشي لري، يا يې كيسه نه وي ښه، حقيقت دادى، كوم دور چې د پښتو فلمونو د 1972 و، بيا تر 1988ز پورې ډېر ښه دور و. د پښتو فلمونو ډېر ښه وو، دا ټولې ځانګړتياوې يې لرلې؛ لكه وربل، دهقان، خانه بدوش، ديدن، يوسف خان شېربانو، اّدم خان درخانۍ، دا ډېر ښه فملونه وو، زموږ د فولكلور او ثقافت ښه ترجماني يې كړې وه؛ خو له 1985ز نه تر 1996ز پورې زموږ فلمونه ډېر خراب وو؛ خو په هغې كې د جوړوونكيو سره د كتونكيو لاس هم دى؛ ځكه چې ولې موږ خراب فلم وګورو او خوښ يې كړو، دا چې موږ پښتانه يو، غيرت لرو، غوره كولتور لرو، ولې داسې فحاشي فلمونه خوښ كړو؛ خو دا هم بايد درته ووايم، چې دې فلمونو كې كومو ښځو كار كړى دى، دا پښتنې نه دي، دې كې سل فيصده ټولې د نورو ژبو دي. زه به اوس څه درته د نورو ژبو سپكاوى كوم؛ خو لنډه دا چې دا پښتنې نه دي.
پوښتنه: نو دا خو هم موږ او تاسې راوستلې دي، ولې موږ په دې برخه كې څوك نه درلودل؟
له شگي لوري: ماستگر علي حيدر، حنيف حيران او زرين كگل
ځواب: دا چې چا راوستې دي، هغه هم پښتانه دي، زياتې خو همدغو خلكو كړې دي او بيا زياتې موږ كتونكيو كړې دي، چې موږ ولې داسې فلمونه خوښ كړي دي، زه حقيقت درته وايم، كله چې زه په 2000ز كال كې پښتو فلم انډسټرۍ ته تللى يم او لومړى فلم (پښتو به زه ګټم، شرنګ د بنګړو او بنارسۍ) تاسې دا فلمونه وګورئ، چې دا څومره پاك او په زړه پورې فلمونه دي. ميوزك يې هم ښه دى او كيسې يې هم، اوس زه په يقين سره درته وايم، چې له پخوا نه اوسني پښتو فلمونه ډېر ښه شوي دي، سندرې او كيسې يې هم ښې دي.
پوښتنه: د پښتو فلمونو د وروسته پاتې والي علت ستاسو په اند څه دى؟
ځواب: پښتانه وروڼه كه غور پرې كوي يا نه؛ خو زه د زړه له درده دا درته وايم، د نورو ژبو لكه انګليسي او د اردو فلمونو سره خو پښتو فلم پرتله كول غلطه خبره ده؛ خو كه تاسې د هندوستان خلك وګورئ، هغوى چې كوم فلمونه جوړوي؛ نو د حكومت ورسره ډېر لاس وي او كوم خلك چې فلمونه جوړوي، هغوى ډېر سرمايه دار وي. هغوى خپلې ژبې ته خدمت كولاى شي او پيسې هم ګټلى شي. زموږ چې كوم دولتمند خلك دي، هغوى فلمونو ته نه راځي او كوم خلك چې د يو فلم جوړولو وس لري، هغوى چېرې په دومره لوړه سويه فلمونه جوړولى شي؛ خو زه دا درته وايم، چې تر كومې پورې به زموږ خلك دا بېكاره فلمونه ګوري، كه د هنر خبره شي تاسې به زما له خولې چټيات نه وي اورېدلي، چې زه چټيات نه وركوم، خلك به څنګه چټيات اوري او ګوري. دا چې په يو فلم جوړولو دېرش څلوېښت لكه روپۍ لګېږي؛ نو هغه خلك، چې دا فلمونه جوړوي يوازې يې د ګټې دپاره جوړوي، دا مقصد يې نه وي، چې خپلې ټولنې ته يو غوره پيغام وركړي؛ نو كه سرمايه دار خلك فلمونو جوړولو ته رامخې ته شي، كېداى شي زموږ پښتو فلم ډېر ښه شي او ډېر كتونكي ولري، داسې كه زما غوندې يو غريب سړى پښتو فلم جوړ كړي او هغه كامياب نه شي؛ نو د هغه خو د ټول عمر تباهي وشوه.
پوښتنه: تاسې د پښتو فلمونو انډسټري لرئ او كه نه او كه لرئ يې تاسې ته د فلم جوړولو په وخت كې كومه خاكه دركوي كه نه، كه د هر چا خپله خوښه ده، چې هر رنګ فلم يې زړه وغواړي جوړوي يې؟
ځواب: هو! انډسټري شته، د پاكستان په سطحه موږ په لاهور كې ډېرې انډسټريانې لرو، فلم سټوډيو لرو؛ خو هغه سټوډيو يوازې د فلم پيسې اخلي نور د چا په ښه او بد فلم جوړولو غرض نه لري. له هغې وروسته بيا فلم حكومت پاس كوي؛ خو دا ماته ښكاره نه ده، چې حكومت يې څه ډول پاس كوي، څه حساب يې دى، دا ماته پته نشته، دا چې ته پيسې لګوې، فلم جوړوې؛ نو د پوښتنې څوك نشته، چې درته ووايي، ته څه رنګ فلم جوړوې.
پوښتنه: په افغانستان كې په دې وروستيو كلونو كې ځينې فلمونه جوړ شوي دي، كه هغه مو ليدلي وي د هغو په اړوند مو څه نظر دى؟
ځواب: خير هغو ته خو فلمونه نه شو ويلاى، فلم خو داسې وي، چې د سېنما په كچه وي، يو داسې فلم وي، چې موږ يې په ويډيو يا وي سي اّر جوړوو، هغې ته خو موږ فلم نه شو ويلاى. دې ته ټيلي فلم ويل كېږي. دا صرف تر كور پورې محدود وي. په افغانستان كې پخوا هم ځينې ډرامې لكه د كونډې زوى او نورې جوړې شوې دي، هغه خو په دنياوي كچه نه دي، يوازې تر كور او تلويزيون پورې محدودې دي، دا ښه قدم دى؛ خو كه دا ډرامې د سېنما په 35 سكرين باندې راوستل شي، بيا به ډېرې غوره وي. د سېنما سكرين نظر تلويزيون ته لوى وي. د افغانستان خلكو ته دې خداى(ج) وس وركړي، چې هغوى ښه فلمونه جوړ كړي، واحد نظري صاحب زما ډېر نژدې ملګرى دى، هغه په دې برخه كې ډېر د كار سړى دى، څه موده وړاندې زه جرمني ته تللى وم له هغوى سره مې په دې اړوند ډېرې خبرې وكړې.
پوښتنه: د پښتو ډرامو بازار ډېر ګرم دى، تاسې فكر نه كوئ، چې دا به د فلم په بازار بده اغېزه وكړي، يا يې بده اغېزه نه ده كړې؟
ځواب: يقيناً د خلكو دپاره د سيل او تفريح دپاره ډرامې ډېرې ښې دي؛ خو زما په فكر كه په سلو كې يو دوه ډرامې معياري وي، نورې ټولې زموږ د پښتو فلمونو تشريح او فيوروډي يې رانقل كړي دي، د ډرامې او فلم خو فرق پكار دى، ښې دې ډرامې هم ښې دي؛ خو زما په فكر د ډرامو دپاره ځانته لار او اسلوب پكار دى.
پوښتنه: نن سبا جاز موسيقي ډېره عامه شوې ده، په كلاسيكه موسيقۍ يې څومره اغېزه كړې ده، تاسې يې څنګه ارزوئ؟
ځواب: هر قوم ته د وخت سره تګ پكار دى، همداسې خپل كولتور هم ورسره پر مخ بيول پكار دي؛ خو پكار دي، چې د خپلې ژبې معيار برقرار وساتل شي. حقيقت دادى، چې هارمونيه او طبله دا هم د پښتو خپل سازونه نه دي، دا موږ خپل كړي دي، حالانكې دا ساز له فرانس نه هندوستان ته او بيا موږ ته راغلى دى. دغسې طبله هم د پښتو ساز نه دى، دا د حضرت امير خسرو ايجاد دى، يو شى و په هندوستان كې هغې ته به خلكو (مردنګ) ويل، د ډول غوندې دوه سره يې وو، زموږ پاسني خلك ورته دوسره وايي؛ نو امير خسرو دا په منځ نيم كړ او طبله يې ترې جوړه كړه. جاز ميوزك هم ښه دى، پكار دي، چې سندرې پكې وويل شي. دا چې زموږ كوم بنيادي سازونه دي موږ په هغې فخر كوو. جاز موسيقي موسمي غوندې ده، تر يو وخته به وچلېږي؛ خو فكر نه كوم، چې تل تر تله به پاتې شي. د هند يوه مشهوره سندره ده، د جدايي فلم (مجهآ پيار هوا، پيار هوا الله ميان) دا د رفيق لالا شينواري طرز دى. د نن نه دېرش كاله مخكې د پښتو يو فلم (بنګړي او هتكړۍ) په هغې كې يوه سندره وه (هر سړى مې ياره مينه كې درغل دى، څوك چې راته وګوري اور يې په زړه بل دى)، مجهآ پيار هوا، پيار هوا الله ميان (په ترنم سره) فكر وكړئ دا همهغه طرز دى. الحمد لله ډېر د فخر ځاى دى، چې زموږ په طرزونو په هندوستان كې هم خلكو سندرې ويلې دي؛ لكه يوه بله سندره؛ بلكې ټپې: (اول به كله كله غم و) ددې طرز بنياد هم ما ايښى دى؛ خو دا طرز بيا زما د ملګرو هارون باچا او رحيم شاه په اوازونو ډېر مشهور شو. رحيم شاه بيا دا كمال وكړ، چې هغه دا طرز په اردو كې وكاراوه، يعنې پښتو يې په بهرنيو سازونو كې په خلكو وپېژانده، چې ډېر د فخر ځاى دى، كه غربي خلك زموږ په ژبه نه پوهېږي، موږ بايد خپل سازونه د هغوى په ژبو كې استعمال كړو؛ خو ترنم بايد زموږ خپل وي. اّهنګ زموږ خپل وي، چې خلك ووايي، چې دا د پښتو يو اّهنګ دى. دا زه يو ځل بيا درته وايم، چې جاز موسيقي دوامداره نه ده، زموږ دا رباب او طبله نه زړېدونكي او نه ختمېدونكي دي، ولې چې دا زموږ په فطرت كې اغږلي دي. د نصرت فتح علي خان خبره به درته وكړم، هغه دېرش كاله قوالي وويلې؛ خو پخپلو سازونو كې چا ونه پېژاند. پرته له پاكستان او هندوستان څخه، كله چې هغوى په غربي سازونو كې قوالي وويلې، تاسې يقين وكړئ، چې زه په 1997ز كې امريكا ته تللى وم، چې كشور سلطان او ولي داد لالا هم راسره و، يوه ورځ داسې وه، چې نصرت فتح علي خان په حق رسېدلى و، د هغه دپاره هغوى څلېرويشت ساعته يوه راديو سټېشن خپرونې ځانګړې كړې وې، چې د دوى سندرې، قوالي او خبرې يې نشرولې. هغوى خپله عنعنه او كولتور په غربي خلكو وپېژاند. په ټوله دنيا يې وپېژاند، خپله پنجابي ژبه يې وروپېژندله، خير دى كه موږ پخپل ترنم او شعر د نورو خلكو موسيقي واچوله؛ خو زموږ د ژبې طرز او شعر دې خپل وي.
پوښتنه: ماسټر صاحب تاسې سندرغاړي كومه اتحاديه يا تنظيم لرئ، كه لرئ يې مشري يې څوك كوي؟
ځواب: څه به درته ووايم، د پښتنو ډېرې بدبختيانې دي، د نورو ټولو ژبو خلك اتحاديې لري، اتفاق لري؛ خو موږ پښتانه يې نه لرو، څو ځله مو دا خبره ياده كړې ده؛ خو بيا مو په ځاى پرېښې ده. زموږ مشر كشر نه دى معلوم، چې هر چا څه كول خوښه يې ده، څوك په چا غرض نه كوي.
پوښتنه: هندي موسيقي څنګه ارزوئ، د دومره پرمختګ علت يې ستاسو په اند څه دى؟
ځواب: اصل خبره داده، چې رحمان بابا وايي:
پاچــــاهان كه اوبه څښي په جام د زرو
ماته خوښ دى خپل د خاورو كنډولى
بايد ووايم، چې د هرې ژبې موسيقي د خپلې ژبې او خلكو دپاره ښه ده، ما دپاره خو د پښتو ژبې موسيقي، كولتور، عنعنه او رواجونه تر ټولې نړۍ غوره دي، صحيح ده د هندوستان موسيقي يو ښه كيفيت لري، شاعري يې هم ښه ده. د هغو خلكو موسيقي به ولې ښه نه وي، موسيقي ساز و سرود خو د هغوى د مذهب يوه برخه ده. د اورېدو تر حده ښه ده؛ خو موږ ته دا نه دي پكار، چې هغه موسيقي موږ دومره خپله كړو، چې خپله موسيقي رانه پكې وركه شي ټول پښتانه دې واوري، د ټولو ژبو موسيقي دې واوري، په دې خاطر، چې خلكو ته پته ولګېږي، چې موږ څه كوو او خلك څه كوي. ددې دا مانا ده، چې حيران صاحب كه ته ښه شعر ليكل غواړې، بايد د نورو ښو شاعرانو شعري ټولګې مطالعه كړې، په مشاعرو او غونډو كې برخه واخلې، كه داسې نه ده؛ خو يو ځل بيا زه دا عرض كوم، چې په پردۍ موسيقۍ كې زموږ خپل اّهنګ او كولتور وركېدو ته مه پرېږدئ.
پوښتنه: په كابل كې د شېر غزنوي په نوم يو مشهور سندرغاړى و، خلك وايي، چې هغه به ځينې وخت سندره ويله دومره به په جذبه كې راغى، چې ګرېوان به يې تر لمنې پورې وڅيره، په تاسې هم داسې كومه جذبه راغلې ده؟
ځواب: منم دا خو يوه جذبه ده، سندره ويل يو عاريضي دي يعنې ته خلك خوشحالوې او بل له زړه نه ويل دي. مانا دا چې ته ترېنه كيفيت وانه خلې، زما دا يقين دى، چې هغه به خلكو ته هم خوند ور نه كړي. رښتيا درته وايم، ما خو پخپله ګرېوان نه دى شكولى؛ خو ما پخپلو اورېدونكيو كې داسې كسان ليدلي دي، څه وخت چې ما سندره زمزمه كړې ده، ډېرو شوقيانو ګرېوانونه هم شلولي دي او داسې اورېدونكي مې هم ليدلي دي، چې هغوى ځانته تيږې نيولې دي. د صدې په بګن كې ما يو وخت په يو پروګرام كې سندرې ويلې، زما يو كېسټ دى د اباسين څپې، په هغه كې ما ټپې كړې دي (خاونده بيا دې پسرلى كړو) د خلكو ډېرې خوښې دي، دا ټپې اوس ډېرو سندرغاړو هم ويلې دي؛ نو په همدغه شپه يو كس له خوست نه راغلى و، ما دا كس وليدو، چې يوه غټه ټيږه يې خپلې سينې ته نيولې وه، چې يو څو ګوزاره يې ځان وواهه؛ نو ما په مايك كې چيغې كړې، چې هله شئ سړى ونيسئ، تاسې ورته ګورئ، خوند ترې اخلئ او هغه لګيا ده ځان وژني.
يوه بله پېښه درته د ژوند وايم، زه پاراچينار ته د پروګرام دپاره تللى وم، يوه شپه په يوه كلي كې پروګرام و، بله شپه په بل كلي كې، يو زلمى هلك چې شل كلن يا پينځه ويشت كلن و، هغه ټوله شپه ګېډو او ستړى كېده نه، زما د وېښتو په څېر يې لوى لوى وېښته وو، سبا ورځ موږ په يوه هوټل كې ارام وكړ، په دا بله شپه مو په بل كلي كې پروګرام و، كتل مې چې هغه هلك دې بل كلي ته هم راغلى و، ما چې وكوت وېښته يې خرېيلي وو، ما ورته غږ كړ، چې تا دا وېښته ولې وخرېيل، ويل يې: دا تاته خپل پرهرونه ښايم، زه حيران شوم، چې ماته څنګه پرهرونه ښايي، ويل ستا يو كېسټ دى د بنارسۍ په نوم، په هغې كې تا ټپې ويلې دي، چې:
اول به دواړه سره ناست وو
اوس چې يوازې چرته كېنم وژاړمه
ويل يې چې تا څنګه دا ټپه ويلې ده، دده له كيسې نه وړاندې راته د كلي خلكو كيسه وكړه، چې تاسو يقين وكړئ، چې سر يې له دې خوا نه هم په تبر وهلى و او له دې بلې خوا نه هم، د كلي خلكو وويل، چې دى دوه مياشتې په روغتون كې پروت و، د مرګ او ژوند په كشمكش كې دې هلك دوه مياشتې تېرې كړې وې. په هغه وخت كې چې زما دا كېسټ لګېدلى و؛ نو سندرغاړي خو ګرېوانونه شكوي، ما خو ګرېوان نه دى شكولى؛ خو يوه خبره درته كومه زه چې سندرې وايم د زړه له شوقه يې وايم او خلك هم دا راته وايي. ايماني درته وايم، چې له سندرو ويلو سره مې ډېر شوق دى، دا شوق مې نه دى، چې زه يوازې پخپل فن پيسې ګټم. زما دا يوه عقيده او ايمان دى او زه خلكو ته وعده وركوم، چې كله زما دا جذبه ختمه شوه، بيا يې زه نه كوم، چې زه ژوندى يم، زما دا امانت هغه كه زما ميوزك دى او كه زما اواز دى، زه به يې خلكو ته په ښه طريقه رسوم.
پوښتنه: موږ اورېدلي دي، چې خارجي هنرمندان او سندرغاړي، چې په كنسرتونو يا نورو پروګرامونو زياتې پيسې وګټي؛ نو هغه د خپل ملت دپاره په پوهنتونونو، ښوونځيو، د لوبو په ميدانونو او روغتونونو لګوي ستاسې د هنرمندانو اتحاديې يا خپله تاسو داسې څه كړي دي.
ځواب: ډېره ښه پوښتنه مو وكړه، ما مخكې عرض وكړ، چې موږ پښتانه سندرغاړي اتحاديه نه لرو، زموږ پښتانه دې خداى پوى كړي، څه به درته وايم، هغه يو متل دى، چې وايي: "جولا مې خوښ دى، خامتا مې نه ده خوښه"، زموږ پښتون قوم منم، چې د هنرمندانو سره ډېره مينه لري؛ لكه چې ومې ويل په تيږو او تبرونو خپل ځانونه وهي؛ خو كه زه اوس يو اقدام وكړم، چې زه يو روغتون جوړوم، كه زه يو پښتون سرمايه دار ته ورشم او مرسته ترې وغواړم، زما يقين نه شي، چې مرسته به راسره وكړي. د نورو ژبوخلك بيا داسې نه دي. ماته خو خپل ځان ډېر وړوكى ښكاري. زه يو عام سړى يمه، يو ډېر وړوكى هنرمند يمه، يو فقير غوندې سړى يمه؛ خو كه زما غوندې يا زموږ د يو بل مشهور هنرمند غوندې مشهور سړى په نورو ژبو ويونكيو كې واى او هغه چاته لاس نيولى واى، فكر نه كوم، چې انكار به يې ورته كړى واى؛ خو زما په اند كه موږ داسې كارونه كوو، د چا په مټ به يې كوو، زموږ مشرانو او سرمايه دارانو تر اوسه پورې زموږ په سرونو د ترحم لاسونه نه دي ايښي. په هغه وخت كې چې كله يې واده ښادي وي، بيا داسې په ډېره مينه راځي او له هغې وروسته مو بيا هېڅ پوښتنه نه كوي، داسې كم خلك به وي، چې له موږ سره له زړه نه ملګرتيا كوي. په كال كې موږ نهه مياشتې بېكاره يو؛ ځكه چې عرفات، محرم، روژه، عاشوره او نورې داسې ورځې وي، چې موږ پكې بېكاره يو؛ نو په ټول كال كې موږ هنرمندان يوازې درې مياشتې كار كوو، ګنې ډېر زړه مې غواړي، چې خوارانو، يتيمانو او كونډو سره مرسته وكړم، ښوونځي ورته جوړ كړم؛ خو يو كار مې كړى دى، چې چېرته د محصلينو يا د ادبي ټولنو پروګرامونه وي، ما هلته پروګرام كړى دى او هېڅ روپۍ مې نه دي ترې اخيستې.
پوښتنه: تاسو د څومره سندرو كمپوز كړى دى او څومره سندرې مو خپله ويلې دي؟
ځواب: زما پخپل اواز كې كېسټونه له سلو نه ډېر دي، د كمپوز په اړوند به درته ووايم، چې هغه مې په سلګونو نه؛ بلكې په زرګونو كړې دي. هغه د تلويزيون دپاره او كېسټو دپاره او د فلمونو دپاره، زه دا ډېر په فخر سره وايم، چې په پښتنو كې داسې سندرغاړي نشته، چې ما ورته كمپوز نه وي كړى، هغه كه د پكتيا دي كه د شمال دي او كه د نورو ولاياتو دي؛ نو تاسې اندازه واخلئ، چې ما څومره سندرې كمپوز كړې دي.
پوښتنه: كه د كوم سندرغاړي اواز مو خوښ دى او د كوم شاعر كلام مو خوښېږي؟
ځواب: دادې ډېره ګرانه پوښتنه رانه وكړه، ټول سندرغاړي پخپل ځاى ډېر خواږه دي؛ خو بيا مې هم له وړكتوبه د خيال محمد لالا اواز خوښېږي. دا نوي سندرغاړي مې هم ډېر خوښ دي، ښې سندرې وايي. زه بخښنه غواړم دا نور ملګري رانه خپه نه شي، بس تاسو چې هر څوك درسره وليكل زما خوښ دي. شاعران مې هم ټول خوښ دي، خوشال بابا، رحمان بابا، علي خان، حميد ماشوخېل او حمزه بابا د ټولو شعرونه ما ويلي دي؛ خو خاطر او سايل مې د زړه شاعران دي. پرته له دې مې د عابدجان، بابرزي او جهاني صاحب شاعري هم خوښېږي.
پوښتنه: خپله مو هم كوم شعر ليكلى دى؟
ځواب: دا يو الهامي كار دى، ګوره زه كمپوزر يم، كمپوز كولى شم، شاعري نه شم كولاى، ته بيا شاعري كولاى شې، موسيقي نه شې ترتيب كولاى. كله وارې داسې شوي دي، چې د سندرو سروكي مې ليكلي دي او نورو شاعرانو ته مې وركړي دي، په دې خاطر، چې هغوى نور شعر پسې جوړ كړي؛ خو مكمل شعر مې نه دى ليكلى. د شاعرانو په غونډو كې دومره ناست يم، چې د شعر په وزن، بحر، قافيه او رديف څه ناڅه پوهېږم.
پوښتنه: په دې مخته وختو كې افغانستان ته ګلزار، رحيم شاه، نازيه او نور سندغاړي راغلي وو، هغوى هلته كنسرتونه وكړل، خلكو ډېر خوښ كړل، تاسو ولې نه وئ لاړ او په راتلونكي كې مو اراده شته؟
ځواب: پښتون خو يو پښتون دى، كه لر دى او كه بر دى، افغانستان مې پلرنى وطن دى؛ خو دا درته وايم، چې د رحيم شاه او زما د تګ كابل ته يو ځاى پروګرام و. بيا د څه مصروفياتو په وجه زه پاتې شوم، زه هلته جرمني كې وم، هلته مو يو څه كنسرتونه درلودل، هو ولې نه كابل ته لاړ يم، جلال اّباد ته څو ځله لاړ يم. دا يوه خبره درته كوم، چې د خوست ملګري زما ډېر يادېږي. تاسې يقين وكړئ، چې ما لس ځله اراده وكړه، چې هلته لاړ شم؛ خو څه به درته وايم، قسمت مو لا نه دى شوى، د خوست د خلكو سره زما وعده ده، چې زه به ورځم. زما په شهرت كې د خوست او پكتيا د خلكو لوى لاس دى، زه د دوى د احسانونو پورړوى يم. دا چې د دوى د لويو، وړو، د نرانو او ښځو، چې له ما سره څومره مينه ده، زه قسميه درته وايم، چې يو په لسه زما ورسره مينه زياته ده.
پوښتنه: زموږ او تاسې په ټولنه كې به پخوا خلكو هنرمندانو او شاعرانو پسې بد ويل، هغوى به يې ګناهګار بلل او بد نومونه به يې ورته اخيستل، ستاسو په نظر اوس هم خلك همغسې دي او كه څنګه؟
ځواب: بايد ووايم، چې زه يوازې سندرې نه وايم، زه د اسلامياتو، د سياست او ادبياتو مطالعه هم كوم، ما وړاندې وويل، چې پښتون داسې قوم دى، چې وايي جولا مې خوښ دى او خامتا مې نه ده خوښه، پښتانه دې خداى پاك وپوهوي؛ خو بيا هم له مخكې نه اوس ډېر فرق راغلى دى. د ښو ښو كورنيو نه سندرغاړي راغلي دي، چې په هغوى كې د نوابانو، د مياګانو، د عالمانو او د خانخېلو د كورنيو سندرغاړي دي، پرته له دې داسې ډېر كسان هم ګورو، چې خپل زيات شوق او مينې دې ميدان ته راوستلي دي، زما په فكر هغه تضاد اوس ډېر له مېنځه تللى دى، اوس الحمدلله هنرمندانو او شاعرانو ته خلك ډېر درانه ګوري. دوى وپوهېدل، چې هنر هم زموږ د ژوند يوه مهمه غوښتنه او ضرورت دى. هنر د امن غږ دى، هنر د مينې نوم دى، نورو هېوادونو ته موږ خپله پېژندګلوي په فيوډال نه شو كولى، چې دا مې د وطن يو فيوډال سړى دى، خپله ثقافتي پېژندګلوي به په شاعر، اديب، هيرو، سندرغاړي او لوبغاړي كوي، كله چې ستا شاعر او اديب ستا د كولتور پېژندګلوي شو، ته په هغه پسې څنګه سپك وايې؛ خو بيا هم زه دې خلكو ته وايم، چې دا هنرمند څوك دى، لنډه دا چې زه څوك يم، زه خو ستا يم، كه ښه يم كه بد يم، حمزه صاحب وايي:
سترګو دې ستم كړو زه دې پټ شومه په زړه كې
ښــــــه يمه كه بد يم، اوس په تا باندې تاوان يمه
زه كه هر څه يم، ستا د مذهب يم، ستا د ژبې يم، ستا د وطن يم، ته به ما هرومرو قبلوې، هنرمند او شاعر خو ته نه شې وركولى، زما غږ دې دا خلك واوري، دوى دې له موږ سره مينه وكړي، موږ دې ونازوي، بد دې نه راپسې وايي.
پوښتنه: څنګه ده تاسو له خپل مسلك څخه راضي ياستئ؟
ځواب: الحمدلله زه ډېر خوښ يم، چې زه سندرغاړى او موسيقار يم؛ خو دا ټوله د اورېدونكيو مينه ده، چې ما خوښوي، كه د هغوى مينه نه واى كېداى شي زه تر دې ځايه نه واى راغلى؛ زه كه امريكې ته دوه درې ځله تللى يم، كه اروپا ته لاړ يم او كه اماراتو ته شل دېرش ځله لاړ يم، زه خپلو پښتنو وروڼو بيوولى يم، زه غير مذهبه او پرديو خلكو نه يم بيولى، زه له خپل هنر او له خپلو پښتنو وروڼو ډېر خوښ يم.
پوښتنه: اخري يوه پوښتنه، تاسو مو ډېر ستړي هم كړئ، كورنى ژوند مو څنګه دى، بچيان مو څو دي، څه كوي، په هغوى كې هم داسې څوك شته، چې دې هنر ته راووځي؟
ځواب: كورنى ژوند مې ډېر ښه دى، پلار مې وفات دى، زه څلور كلن وم، چې زما ټول مسووليتونه زما په غاړه وو، موږ دوه وروڼه يو، يوه مو خور ده په وروڼو كې مشر زه يم، خور مې له مانه مشره ده واده مې شته، الحمدلله زامن مې دي؛ خو هغوى لا واړه دي په درېيم څلورم صنف كې درسونه وايي، اول بايد دوى ديني او دنياوي زده كړې وكړي، بيا يې كه شوق و هنر ته د راتلو، زه يې هېڅكله نه منع كوم، ماته چې خلكو دومره مينه راكړې ده، زه خپل زامن هېڅكله نه ترې منع كوم؛ نو په شرط ددې چې دا فن د خپلې ټولنې يو خدمت وګڼي، يوازې پيسه نه.
پوښتنه: په اخر كې كه زموږ  لوستونكيو ته څه پيغام لرئ؟
ځواب: حيران صاحب! زه ستاسو ډېر شكر ګذار يم، چې ماته مو د خبرو كولو وخت راكړ او زما خبرې او زما اواز مو لوستونكيو ته ورساوه، د حمزه صاحب يو شعر درته وايم:
خداى دې مَېن ډېره  كړه چې ښېرې كوې
نـــــــــــور راته هېڅ چل د دعــــــــا نه راځي
خداى پاك(ج) دې داسې مجلې او خپرونې ډېرې كړي، خداى(ج) دې وكړي، چې ډېر لوستونكي ولري او نور داسې پښتانه را اوچت شي، چې خپلې جامعې ته خدمت وكړي.
يوه خبره راياده شوه، موږ جرمني ته تللي وو، هلته دوه قسمه خلك، خلكو ته د ډېرې مينې وړ دي، فټبالران او هنرمندان، دا دوه طبقې خلك دوى ته له خپل رئيس جمهور څخه هم خواږه دي. خير دى موږ به دا درجه نه غواړو (په خندا)؛ خو دا يو عرض ورته كوم، چې كوم هنرمند، شاعر او اديب، چې د قوم سترګې دي، له دوى سره دې مينه وكړي او دوى ته دې بد نومونه نه اخلي او بس.