د ملي بس وروستي سيټ کې ناست وم. شېبه وروسته به يوه نيمه سورلۍ راپيدا شوه. موټروان هم نه غوښتل چې وخوځېږي او په تشو سيټونو تمځاى پرېږدي.
تنکى ښکلى مې ترسترګو شو، ورځ کې که ډېر نه وي يو ځل يې وينم، کله د شپه غالي (ليليې) په وره کې ورسره مخامخ شم، يا پوهنتون ته د تلو او راتلو پر لا.
وخت ناوخت يې د ډوډۍ وړلو په ځاى کې هم وينم، دوه کاله پوره کېږي چې دا حالت روان دى. زړه مې غواړي ورسره وغږېږم، ملګرى يې کړم، خو تر اوسه داسې ونه شوه او نه مې خبرې ورسره کړې دي. په پلې لار کې راتلو- راتلو او زما څنګ ته کښېناست.
ازموينو يې مخ داسې خړ سپېره کړى و، لکه د ليليې تر څنګ ګلان چې له څو ورځې راهيسې تندې ګرمۍ مړاوي کړي وو. غوښتل مې ورسره وغږېږم خو نه پوهېدم څه ډول د خبرې سر ونيسم.
سورلۍ يوه نيمه راتله او مخته سيټونو کې کښېناستلې. نيمې څوکۍ به نه وې ډکې، يو کس راته اشنا ښکاره شو، څرنګه چې په وره کې راوخوت، په څوکېو يې نظر واچاوه، له نورو څخه راتېر شو، وپوهېدلم چې کوم ځاى يې په پام کې نيولى دى. ښکلى سيټ کې د کړکۍ لوري ته ناست و، زه هم ورپسې نژدې شوم، ده مې پر اوږه لاس کښېښود:
ډېر وبخښـئ زما ګرمي کېږي.
_ که ته لږ دېخوا ته شې او هغه پلو زه کښېنم.
خبرې مې ورسره زياتې نه کړې... په کرسۍ کې بېرته وښويېدلم، دى د ښکلي څنګ ته کښېناست. ځان يې سره سم کړ، ساعت ته يې وکتل، بيا يې ښکلي ته وويل:
څو بجې دي؟
داسې يې ښووله چې ساعت يې سم وخت نه ښيي.
له ځانه مې زړه بد شو. په څومره اسانۍ يې خبرې ورسره پيل کړې. زه ولې بې فکر يم، ما هم دغه ډول راغږولاى شو.
ورته ځير شوم، ته ګوره زما پوره ګيره نه ده راغلې، د ده پرمخ له تورو سپين ډکي ډېر دي. تجربه لري، په دې کې د بې فکرۍ څه.
ده د کورتۍ له جېب څخه سوربخون کاغذ راوايست، داسې يې ښووله چې خولې پاکوي، پر ورمېږ او تندي يې تېر کړ، بيا يې ښکلي ته وويل:
ډېره ګرمي ده، پر نېکټايي يې لاس تېر کړ، له دې نېکټايي نه هم تنګ راغلى يم.
زه په خبره کې ورولوېدم:
په کابل کې دا څو ورځې ګرمي وي، بېرته هوا يخېږي.
ده لږ ما ته وکتل، بيا يې ښکلي ته مخ ورواړاوه.
زما شک په يقين بدل شو، ده پوښتنې ترې پيل کړې وې، څوک يې کوم پوهنځى لولې، نوم دې څه دى؟
غوښتل يې ملګرى يې کړي، خو زما چېرې پرې لورېده، هوډ مې وکړ، چې که هر ډول وي، خپله هڅه کې به دې پاته راولم او دا د ښکار لومې به دې شلوم.
له څو پوښتنو وروسته جاوېد (ښکلي) هم زړه وکړ، تاسو څه کوئ، ما خوشال مېنه کې ځاى لټاوه، غواړم کلنيک جوړ کړم.
په فکر کې لاړم، عجيبه ده، چې ډاکټر وې بيا دې اطلاعاتو او کلتور وزارت کې څه کول؟ په وره کې به يې ولې ولاړ وې؟
جاوېد بيا پوښتنه وکړه:
اوس مو کلنيک چېرې دى؟
ده د کورتۍ له ښي جېب څخه مبايل راوايست ورته ويې کتل، چپ جېب ته يې واچاوه، نور به يې څه مطلب و، خو دايې ښوول چې مبايل هم لرم.
بيا يې جاوېد ته وويل:
نوى راستون شوى يم.
(نوى راستون شوى يم) خندا راغله، کتابچه مې خولې ته ونيوله، دوه نيم کاله د نوي حکومت وشول، چې واک يې ترلاسه کړى دى او نژدې دوه کاله کېږي چې زه پوهنتون ته راغلى يم او دا دوه کاله کېږي چې کله ناکله د اطلاعاتو او کلتور وزرات ته ځم، تا په کې وينم. ته لا وايې چې نوى راستون شوى يم، خو نور مې هم پرېښوده.
ده سترګۍ (عينکې) له سترګو ليرې کړې، پر زنګنو يې کښېښودې، په برشي ږيره يې لاس تېر کړ:
عمر مې ډېر نه دى، خو بدمرغه مهاجرت مې وېښتان ژېړ کړل.
زما د صبر جام په څڅېدو و، د دې لپاره چې پام يې راواړوم، لاس مې پر زنګنون ورکښېښود، ومې ښوراوه، ده چې مخ راواړاوه، جاېد هم د زرک په څېر ځرځې او ژېړرنګه سترګې په ما کې ښخې کړې:
صاحب! تاسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وره کې تالاشي نه اخلئ؟
مخ يې ګونځې شو، په نه زړه يې سر وښوراوه:
هو صاحب!
بيا يې جاوېد ته وويل:
زه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نظم امر يم.
په خپله ټيټه رتبه يې پرده اچوله او جاېد ته يې دا هم په ډاګه کوله چې څو کسان په لاس کې لرم.
په مکر- مکر يې باڼه پورته کړل:
د ټول وزارت امنيت زما پر غاړه دى.
جاوېد ته دا خبره حيرانوونکې وه
د ټول وزارت!
دى موسکى شو:
هو جاوېد جانه! هرڅه خدمت چې ولرې تابعدار يم.
خو نه پوهېده چې زه يې له حاله خبر يم او هره خبره کې به ورلوېږم. ورته ومې ويل:
مسووليت مو ډېر دى، خو حيثيت د څوکيدار لرئ!
مخ يې سور- شين واوښت، ته به وايې چې غومبسو وچيچه، څه ويلو ته يې خوله جوړله کړه، خو جاوېد وار ړومبى کړ:
تاسو ويل ډاکټر يم، ولې مو ډاکټري نه کوله؟
د ځان پرده يې غوښتله، ما ته يې څه ونه ويل، لاس يې د جاېد پر زنګون کښېښود. ته به وايې په ورېښمو لاس ږدي او پته لګوي چې څومره پاسته دي.
بيا يې ووړکى اسوېلى وکيښ، له خپل مسلک څخه په تنګ يم، غواړم اسانه کار ولرم، چې بوج يې کم وي.
دغه ډول خلک مې نه خوښېږي، دوى ته خلک ناپوه برېښي، فکر کوي چې هرڅوک غلطوي، خو نه دوى تېروتلي دي. خپل ځانونه غلطوي.
له ځان سره مې ويل:
دې لاپو شاپو څه ګټه درته وکړه. چې څوکيدار يې، خو يې دې، ستاپه څېر ډېر خلک څوکيداران دي. خپله غريبي دې ژاړه، له ښايسته ځوانانو سره دې څه دي. هسې دې عمر خوړلى، يوه ورځ به د مرګ سپېره سېلۍ راځي، ستا د ژوند زړه ونه به له بېخه باسي.
خوله مې خبرو ته تخمارېدله. داسې خبرې چې دى پرې ذليل کړم او زما زړه اوبه وڅښي (زړه مې پرې يخ شي)
اوس خو لا لوى بوج در په غاړه دى
سر يې وښوراوه:
هېڅ بوج نه دى.
_ ولې نه دى، که څوک چاودېدونکي مواد ننباسي.
ده د کبر په ژبه خبرې پيل کړې، د دې پر ځاى چې ما ته وګوري، د مخته سيټونو سورلي يې په پام کې راوستله.
د وره مخې ته مې وسلوال درولي هرڅوک چې راننوځي، تالاشي کوي يې، عجيبه ده، زه غواړم چې سلامي يې کړم، خو دى نور هم لوړ خېژي، ته به وايې د رهين پر ځاى دى وزير دى (د وره مخې ته مې وسلوال درولي دي!).
جاوېد هېښ پاتې و، زما او د ده ترمنځ د سيالۍ جايزه وه، که ماتې ورکړم، جاوېد به زما وي او که برى يې ترلاسه کړ، هسې يې هم اول تر څنګ کښېناست، د ده به وي.
خو کلک هوډ مې وکړ، چې اول به يې ګټم او که ومې بايلوده، ده ته به يې هم نه ورپرېږدم. د ملي بس دړې (دروازې) وتړل شوې، د ښار لوري ته وخوځېده. زموږ مخې ته يو ځوان ولاړ و، ځان يې مټه پورې تکيه کړى و، د بيارغونې کارونه روان دي، خو سړکونه لا هم کنډ او کپر دي، ملي بس به چې جم جول نيوه ځوان به يې يو ځل مخ ته او بيا شا ته خوځاوه. ده ته يې وويل:
وزارت څه کوې، کومه موسسه کې داخل شه. ښه تنخواه به درکوي.
ده وار له واره وويل:
تنخواه ته اړتيا نه لرم، شکر دى ښه شتمن يم.
پوه شوم چې بيا يې د ښکاري کار وکړ، کوترو ته يې لومې واچولې، خو خبر نه دى، چې باز به راځي او لومې به په غاړه کې ترې وړي.
ورڅخه ومې پوښتل:
شته له پلاره درپاته دي که په خپل لاس دې ګټلي دي؟
لاس نه د قلم په مټ، هندي سينما ته مې د دوو فلمونو سناريو وليکلې، دا هرڅه د هغه له برکته دي.
جاوېد په سيټ کې راجګ شو، سترګې يې په کې ښخې کړې، بيا مې وپوښت:
سناريو خو د لويو ليکوالو کار دى!
_ تا ته زه ليکوال نه ښکارم؟
_ کوم کتاب متاب دې هم ليکلى دى؟
_ هو ولې نه!
فکر مې وکړ، سړى ليکوال نه وي! اطلاعاتو او کلتور وزارت خو سر او کار له اديبانو سره لري، دى به له ښه نيته دغه وزارت ته ځي، زړه مې ګړبه واخيستله. ځان مې چپه کېدلو ته نژدې وګاڼه، وپوهېدلم چې جاوېد يې رانه وګاټه. د ده روحيه نوره هم لوړه شوه. سترګۍ يې راواخيستلې، په رومال يې پاکولې، ما په عاجزۍ سره ورنه وغوښتل:
صاحب! که نوم يې راته واخلئ.
لکه د قاضي په وړاندې چې حاضر وي، درواغ يې ويلي وي، ثبوت يې وړاندې کولاى نه شي، په رېږېدلي غږ يې وويل:
اثر از شېرزوى.
د ده رېږدېلي غږ زما د کاميابۍ نښانې وې.
دا ستا د کتاب نوم و.
ما شونډې پسې بوڅې کړې:
د کتاب نوم خو داسې نه وي.
ملي بس عمومي سړک ته واوښت. شېرزوى غوښتل ځان تېر باسي، د مېږيو په څېر روانو موټرو ته يې لاس ونيو:
ډېر بير و بار دى.
جاوېد پسې وويل:
د ښار هرې برخې ته چې لاړې...
ده يې خبره ونيوله:
د خلکو او موټرو ځاى نه کېږي.
لږ غلى شو، بيا يې وويل:
تر اوسه خلک پوره باوري نه دي، کله چې انتخابات ترسره شول، بيرو بار به هغه وخت ووينې.
موقع په لاس راغله، ګوندې وي يو څه ترې راوباسم، بېرته يې خپله خبره کې بند کړم او له جاوېد سره يې مجلس هم پرې کړم.
کومې مجلې ته ليکنه نه ورکوئ؟
په نه زړه يې ځواب راکړ:
نه
د شېرزوى (نه) ښووله چې نور مې پرېږده. تا ته به ترڅو ځوابونه درکوم، غوښتل يې جاوېد ته څه ووايي، خو وار مې مخکې کړ:
نن سبا حساس حالات دي، په کار و، څه دې ليکلاى.
د خبرې پرې کول يې غوښتل:
ليکل به زه وکړم، خو اجوره به يې څوک راکړي.
ما پسې وخندل:
لږ پخوا دې ويل پيسو ته اړتيا نه لرم، اوس اجوره پلمه کوې.
زما له خبرې سره جاوېد هم وخندل، ده به له سيالۍ څخه لاس اخيسته او زما پوښتنو ته به يې د پاى ټکى ايښوده.
که رښتيا راباندې وايې پېښور ته چې لاړم ليکل رانه پاتې شول.
لا هم جاوېد نه پوهېده چې شېرزى ده ته لومې اچوي او غواړي د خپل عشق په قفس کې يې ايسار کړي. ورو يې وويل:
ډاکټر صاحب! په پېښور کې دې څه کول؟ د سردارداود وخت کې له حقوقو فارغ شوو، خو پېښور ته چې لاړم، سهار به مې افغان پوهنتون کې طب وايه، تر وخت وروسته به په موسسه کې وم.
خبرې يې ورو کولې، نه يې غوښتل بل څوک پرې پوه شي.
زه په پېښور کې د يونسار(UNHCR) د موسسې رئيس وم. غوږونه يې څک وو، چې جاوېد به ورته وايي ما ته کومه موسسه کې کار پيدا کړه، خو هغه څه ونه ويل، ده سورلۍ ته وکتل، د چا ورپام نه وو، فکر يې کاوه زه هم د جاېد غوندې په انګليش نه پوهېږم، له جېب نه يې کارت راوباسه، د سپين کارت تور ليکل په شنه قلم ډک شوى و، د ښي لاس په دوو ګوتو يې ونيوه، ويې ښوراوه، ورو يې وويل:
هر ډول مشکل چې ولرم، دا کارت يې حلولاى شي، په دې کارت اروپايي هېوادونو ته هم تللاى شم، کارت مې ترې واخيست په زوره مې لوستلوName مانا نوم، شېرزوى Duty مانا دنده Security guard مانا چپړاسي يا محافظ، د دې ټکي په ويلو سره مې ده ته وکتل مخ يې داسې شو لکه د مني باد چې پاڼه ژېړه کړي او لوېدلو ته يې نژدې وي، کارت يې راڅخه واخيست، سټ يې پرېښود:
زه کوزېږم.
ما پسې وخندل.
جاوېد وويل:
عجيبه سړى و، لا هم نه پوهېده چې ټګ و او ده ته يې لومې اچولې.
٠٤-٨-٩
كابل پوهنتون مركزي شپه غالى