زما د روح د اسمانونو ښکلا
قسم په خدای دی په تيارو کې يمه
خدايزده د کوم ښکلي مې زړه مات کړی
دا څو کلونه په ښيرو کې يمه
***
ګنې نو ته د ښکلاګانو کتاب
زما د زړه په تاخ کې پاس ايښی يې
له تصوره دې ګردونه شړم
په وريښمين پوخ کې د احساس ايښی يې
***
دشاعرۍ ورځې خو پاتي دي لا
مرموز کتابه مفسر دې يمه
چې شرنګ د تورو شي د شاتو مجۍ
داسې به کړه چې شاعر دي يمه
***
څرک د ليمو راباندې ولګوه
ستا په بنګړيو بلا شور لرمه
بيا به يې دغه دنيا تآب نه لري
په تخيل کې دومره زور لرمه
***
د تاج محل کيسه بلا وړه ده
زه د فولادو نه مرمر جوړوم
دغه دنيا به ړنګه بنګه کړمه
نوې يې زه په خپل هنر جوړوم
***
زړه د سندرو افسانه ده زمه
ورته دعا ور کوم پير يې زه يم
ټول ربابونه مريدان دي زما
خوښي يې زه يم ، ګرانه پير يې زه يم
***
د مخ او زلفو تصور خو نه دی
د خير او شر فکرونه هم کومه
د ننګرهار کيسه يواځې نه ده
زه د خيبر فکرونه هم کومه
***
زه د وجدان د اينې بنديانو
چې څنګه اور کې ګلان وکرمه
له دښتو ټولې کاندو تورې کيږدۍ
زه هم په کور کې ګلان وکرمه
***
د مرګي فکر هم کوم ملګرې
خو داسي نه چې د بلا غوندې دی
ليونی ذهن دليلونه غواړي
مرګی د لوبې معما غوندې دی
***
د حسن و مينې د تقدير خبرې
ټولې په ګډه يو ځواب غواړي
د زرو لارو منځ کې تم وګړي
د يوې لارې انتخاب غواړي
***
زما ملګرې زمونږ ډير ملګري
نشې د ، بير ، او اروپا ګير کړي
که بيرته راشي ژوند به څه ته وايې
خلک مې خم د امريکا ګير کړي
***
د ژوندانه د جنګ کيسه نه کوم
نه د يارانو تير باري يادوم
نه به د ښکليو تذکره کومه
نه به يې زه درته ياري يادوم
***
پرته له دې هم ډير غمونه شته دي
بيلې شيبې دي ، نمايش يې ډير دی
زما د زړه ښيښې ته ځان جوړوي
لکه چې شوق د ارآيش يې ډير دی
***
همدا غمونه زما شونډې نيسي
خوږې خبرې مې پر خوله پاتي شي
ستا د خبرو د سرور ملګری
ښخې نيزې راته پر زړه پاتي شي