له مركزي دفتر څخه مې دتقرري مكتوب ترلاسه كړ اودخوست  په لوري دكاركولو په موخه وخوځيدم ،دنده مې  دخوست ولايت دعليشروولسوالي په نوي جوړشوي روغتون كې ترلاسه كړي وه.زه دمعالج ډاكټرپه توګه اوډاكټركريم دجراح په توګه ،يوه ميرمن ډاكټره اودوه نرسان موپه روغتون كې ځاي پرځاي شوي ول.
دخوست وضعه اوبيا دټول افغانستان حالات ورځ په ورځ خرابيدونكي وه،.هرچاسره ويره وه ، دوستانوددندي دځاي په هكله ښه ويرولي وم،خواخردبچيانوروزي راباندي فرض ده اوبيا اوه كاله دطب پوهنځي مې دڅه دپاره لوستلي  دي.ډاكټردهرچا دپاره ،دهرانسان دپاره بې توپيره دخدمت جوګه دي . ديته ورته  ډيرو داسي  نوروخبرو مې په زړه كې غوټي سپړلي چې پدي فكر ترروغتونه ورسيدم.. ډاكټركريم زما په ليدوډيرخوښ شو . لستوڼي مې كارته بډ وهل،.هره ورځ به دتياري له  خپريدوسره له يولوري دډزواوازونه راتلل .كريم ته مې دډزوپه هكله وويل چې داڅه روان دي ؟ هغه دومره وويل چې لدي كېسو ځان لري ساته ،خپل كاركوه ،داخلك چې ډزي كوي خپل كار كوي.
ډاكټركريم له خبرو معلوميده چې په زړه كې  ښه ويريږي ،په څهره كې ډارله ورايه لېكي جوړي كړي  وي .خوزما دډاډګيرنې دپاره يې  داډول خبري كولي.
اونۍ لانه وه تيره شوي چې په نيمه شپه مودروغتون دروازه چا په وهلو،وهلوماته كړه،كريم په دلاورغږوكړچې څوك دي؟ له وارخطايې مونږ هم دهليزته ورمنډه كړه،ګوروچې څلوركسان مخونه ېې دلنګيوپه شملوپوښلي وه له يو زخمي سره يوځاي په دهليزراننوتل اوپه زوره يې چيغي وهلي :
-  ډاكټر! ډاكټر !
ډاكټركريم ورمنډه كړه اوپه ما يې غږوكړچې انوره راوړاندي شه چې زخمي عاجل اطاق   ته ورسوو.ولاړوكسانووويل چې دومره مرسته وكړي چې دزخمي وينه ودريږي ،ژركوي چې ددښمن تر تعقيب لاندي يو. كريم ورسره ښه كړه.
زخمي په ښي پښه اومټ ټپي شوي وه،مونږ ورته دويني ددريدادپاره زخمونه تمپان كړل، سيروم موپري چلان كړو،ډاكټركريم دعمليات خاني داماده كولودپاره عمليات خاني ته ننوت،چې يوه كس دروغتون له ا نګړه غږوكړ.
- هلي هلكانوحركت كوي ،ملاصاحب وايې دښمن  ساحي ته رانژدي شوي دي .
پدي كې ولاړوكسانوزخمي كس پورته  كړو اوهغه يې له روغتونه وباسه ، زما په زړه ويره ننوتي وه ،غږمې ستوني كه بند وه.ډاكټركريم له دهليزه غږ پري وكړ:
- دا زخمي ډيرشديددي ، مړبه شي ،لږ ځنډوكړي ،الله به هرڅه ښه كړي.
له ولاړوكسانويو په قهرجنه لهجه وويل :لكه چې ډالروته دي زړه شوي ،چې داسي په زوراوزيرغږيږي.
زه ددي هرڅه په ليدو هك حيرانه شوم ،چې خدايه داڅه روان دي .كريم مې په اوږه لاس كيښوداوسوړاسويلي يې وكيښ،څنګ ته مې په كټ كيښناست _.څه وكړو،خداى ښه پوهيږي ،يوخواته دډالرو اوبلخوا دالقاعده نوم راباندي تړل كيږي . دخوب خوني ته بيرته ويريدلي ننوتو.لا موسترګي نه وي ورغلي چې دروغتون ترمخ دموټروغږ شوو،كريم په دلاورغږ وكړچې ته وروځه لكه چې بيرته راوګرځيدل.
دلاورپه وارخطااوستړي غږ وويل :امريكايان راغلل ،امريكايان.
مونږ له وارخطايي دهليزته ورووتو،امريكانودروغتون دسيروم نيمه ډکه خلته په لاس کې  په دهليزراننوتل ،اوبيا يې دعاجل اطاق په وينوككړكټ ته پام شو،پخپلو منځوكې څه وويل اوبيا دباندي دروغتون په انګړ كې په ولاړكس غږوكړ: شان ،شان !
شان خړه امريكايې دريشي كړي وه ،پيك داره خولي يې په سروه ،ګيره يې په دوړواوخاورككړه شوي وه ،توري چشمي يې په سترګووي ،ټيټ قداو خيټه يې دګيس رڼا ته راوتلي ښكاريده .امريكايې پخپله ژبه څه  ورته وويل  اوبيا شان مونږته مخ راواړاوه چې داكسان څه شول اوچيرته دي؟خبره يې لږاوږده كړه ،ريښتيا ريښتيا ووايي ،هرڅه چې موپه كاروي درته دربه يې كړو.
دشان غږ راته اشنا اشنا ښكاريده خو تيروټولو حالاتو اوبيا دامريكا يانوپه ليدلو مې هوښ له لاسه وركړي وه،ومي نشواي كړاي چې دشان اصلي څهره په ذهن كې انځوركړم.دهليزدګيس په تته رڼا اودامريكايانودلاسي څراغونو رڼا ته هرڅه بدل بدل ښكاريدل.
كله چې كريم ټوله كيسه تيره كړه امريكايانو پري باورونكړ.مااودلاورته يې كوټي ته دننوتووويل ،وروسته يې زه  دڅنګ كوټي ته وروغوښتم ،كله چې له نژدي دهغوي دلاسي څراغونورڼاته نژدي شوم،شان راباندي غږ وكړچې ډاكټرانوره دلته څه كوي ،کمپ دي چاته پريښود!
ماغږ پري وكړچې استاذشاه محموده ته يې؟
شان:هو!شاه محموديم ،دقاري عبدالله  پلاريم.
-دترجماني دنده دي ترلاسه كړي ؟
شان: داكېسي به بيا په فرصت كې كوو. زه درته بل وخت بيا راځم اوس داراته ووايه چې  طالبان څه شول په كوم لوري وتښتيدل اوڅونفري يې مړه اوزخميان ول ؟
شاه محموددامريكايې سره په څه خبروشوو.ماورته ټول د سترګوليدلي حال تيركړو،ددوي زړه ومنله چې څوك نشته اوبيا له خوني راووتلو.كله چې دهليزته راووتم ،ګورم چې دهري خوني سامان ددروازي په خوله كې پنډپروت دي.شاه محمود دبيا ليدني ژمنه وكړه اوپه مخه ښي سره  لاړ.
دلاوراوډاكټركريم ديوال ته ډډه وهلي خفه ناست ول ،داسي ښكاريدل لكه چې ښه تهديد شوي وي اوياترڅپيړولاندي تيرشوي وي،..ماتري  وپوښتل چې دايې څه وكړل.دلاورپه ژړغوني غږ وويل چې زه يې په څپيړو او لغتو ووهلم چې داكسان څه شول،څوكسان ول،دزخميانو ټپونه موڅنګه كړل اوداسي نوراوبيا يې دسلاح په هكله وويل چې ژريې راوښيه ،سلاح دې چيرته ده .
دډاكټركريم  له سترګواوښكي رواني وي ،دكوټوسامانونه هري خواته شيندل شوي پراته ول ،ترسهاره مودهري كوټي سامانونه پخپل ځاي كې ځاي پرځاي كړل ،ډيرشيان يې مات كړي ول اوبيا دروغتون دروازه موسهارترنژدي پښ پوري يوړه چې راجوړي يې كړي.زه ډيرخواشيني شوم،نيت مې وكړ چې دمياشت په پوره كيدوسره به دنده پريږدم ،ترڅو مې له نوموړي اداري څخه كاري سند ترلاسه كړم.
ورځ موټوله دشپي په خواشيني كې تيره كړه ،له كريم څخه مې وپوښتل چې پخوا هم داسي څه شوي دي اوكه څنګه ؟
هغه په ژړغوني غږ وويل زه نه يم خبر. اخرداخوارافغانان به كله له جنګه خلاصيږي.داډزي چې ته يې هره شپه اوري داهواي ډزي ندي ،په هرډزيې يوافغان وژل كيږي اويازخمي كيږي ،په شاوخواسيموكې هره ورځ يودوه كسان دامريكايانولخووړل كيږي اويا هم دجاسوسي په توردطالبانولخواوژل كيږي .
هره شپه  موله ويري سره سترګي پټوولي چې خداي نخواسته بيا داسي كومه پيښه ونشي،پدي خفګان كې موشپي ورځي تيريدي چې شاه محموددماذيګرپه وخت له ډيرونوروافغاني عسكروسره يوځاي روغتون ته راغي.له ستړي مشي اوروغبړڅخه وروسته يې وپوښتل
شان : څوشپي كيږي چې پدي روغتون  كې مقررشوي يې ؟
- په هغه شپه چې تاسوراغلي وي ،هغه زما دريمه وه ،خرابوحالاتومې دماغ اوزړه له كاره غورځولي دي، نه پوهيږم چې څو ورځي مي نوري تيري شوي دي .
شان: (په خندا كې ) خداي به هرڅه ښه كړي ،داراته وايه چې  په كمپ كې څه كېسي وي ؟
- خيروخيريت وو،ټول ښه ول .شاه محموده تاخوويل چې په يوه بهرني موئسسه كې دې دنده ترلاسه كړي اودمكتوبونودجوړولو مرستي له خلكوسره  كوي؟
شان :په مغروره خندا كې وويل : ولي لكه چې اوس مكتبونه ورانوو،داخبري پريږده ،په كمپ كې چاته ونه وايې چې زه ترجمان يم ؟
-نه ! نه وايم ،ولي به وايم .خوشاه محموده !كه بله دنده پيداكولايشي دادنده پريږده ،سوال درته كوم .
شان:- پريږدم يې ،ته اوس زما فكر پريږده ،داراته ووايه چې قاري جان زما بچي دي كله ليده اوكنه ؟
- نه والله يو دوه ځله خومې په جومات كې ليدلي ،بيا مې ندي ترسترګوشوي،كله كله به له ملاصاحب سره بازارته راووت .
شان : ملاپايندي يادوي،زمونږ دجومات ملا ؟
- هو!اوريدلي مې دې چې قاري جان ته دې دكوژدي دپاره كوم ځاي كتلي دي.؟
شان: هوكه خداي كول،چې داځل كورته په رخصتي لاړشم ،دډګروال  جميل كورمې ورته خوښ كړي دي .څنګه ځاي دي  ؟
-دډګروال صاحب خوډيره ښه كورني ده.
شان :اخرزما ځوي له چا كم دي ،داراته ووايه چې ژوند څنګه تيريږي ؟
- ژوند الحمدلله ښه تيريږي،. فكرمې كاوه چې سږ كال به كډه راوړم ،خوداحالات چې ګورم ګومان مې نشي ،چې داوطن به مونږه وخورو.....
شان  خبري راپري كړي په خنداكې راته وويل : ته فكرمه كوه داكال به يې اخري كال وي اوكال ته به ټول مهاجرخپل هيوادته راكډه شي .

لدي سره شاه محمودپه ولاړوعسكروغږوكړچې هلكانوځانونه تياروي ،حركت به كوو ډيرورته كلك شوم چې دماښام ډوډي ته پاتي شي ،خوشاه محمودويل بل ځل به شي اوس مې كارونه ډيردي .
شاه محمود روغتون دموټرپه دوړوكې پټ كړواورخصت شوو..روغتون ته چې ننوتم، نوډاكټركريم زړيدلي مخ په كټ  كې ناست وه ،ماتري پوښتنه وكړ ه چې بيا څه پيښ شوي دي.
ډاكټركريم :كه داسړي يودوه ځلي ستا پوښتني ته ترروغتونه راغي .نوبيا نه ستا خيرشته اونه دروغتون.
- زه حيرانه شوم چې داكريم څه غږوي ،:شاه محمود زمونږ په كمپ كې زمونږ دكمپ دمكتب معلم وه ،هغه زه له تيروپنځه لسوكلنوپيژنم ،مونږ يوځاي په يوه كمپ كې اوسيږو.
كريم دواړه لاسونه يوبل كې وركړل اوبيا يې له سوړاسويلي ښكلو وروسته وويل :انوره زه پوهيږم چې تاسوله پخواسره پيژني ،مګرددي خبري ترسپيناوي دي څوك نه پريږدي ،ښه داده چې شاه محمودته سپين ووايې چې ستا پوښتنه دي په تيلفون كوي اوروغتون ته دي نه راځي .
- ماله كريم سره ښه كړه .
نورمې له دندي زړه پورته شوي وه اوپدي فكر كې وم چې څه وخت به لدي ځايه خپله بستره ټولوم،مركزي دفترته مې مكتوبي وليكل چې زه دڅه كورنيوستونزوله امله غواړم مركزكې دنده ترسره كړم اويا دري مياشتي بيله معاشه رخصت واخلم ،دځواب په انتظاركې وم .چې ناڅاپي ډاكټركريم غږراباندي وكړ.
-ډاكټر انوره ! سبا ته زه كورته رخصت ځم ،كورمي ډيرياديږي اودادي يوه نيمه مياشت مې پوره كېږي چې نه يم تللي ،هرڅه ته دي پوره  پام وي .
- دډاكټركريم په خبري مې زړه له ځايه وښويده ،پوه شوم چې ډاكټرهم پښي سپكي كړي  ،ماښام شو دډوډي خوړلووروسته مې په بستركي دمارچيچلي ناروغ پوښتنه وكړه اودهغه دوسيه مې بنده كړه  اوورته  ومې ليكل چې سبا به كورته ځي.نوردې حالت ښه شوي دي .
هغه ورځ خال خال ډزي له لمرلويدوسره پيل شوي وي ،ډزي به كله ودريدي اوكله به يې بيا زورواخيست په ويره ويره كې مې سترګي سره ورغلي .دډاكټركريم ښه خرا په خوب كې ختله چې دروغتون ددروازي ترمخ مي دموټرواوازونه واوريدل .په ډاكټركريم مې غږ وكړچې پاسه ، څوك دروغتون ترمخ ودريدل پدي خبروكې ووچې ددروازي ګړز شو،په دهليزكې دسړوغږ شوو،مونږپه منډه وروتلوچې ګڼ كسان له دوه زخميانوسره په دهليزكې دډاكټر،ډاكټرناري وهلي .
ديوزخمي حالت ډيرخراب وه په دريوكسو نيولي وه  دنوموړي كس له خولي تيزي تيزي سلګۍ ختلي  اوبل كس ته دوه كسانو اوږه وركړي وه .ډاكټركريم غږ پري وكړي چې په كټ يې واچوي هغه يې په كټ پري باسه،په ښي اوږه لږيدلي وه ،مرمي يې داوږي له سره  وتي وي ،وينه يې ډيره وركړي وه ،ماكوښښ وكړچې وينه يې ودروم اودزخم سره لومړي طبي مرستي ترسره كړم.
له دهليزه دډاكټركريم غږراوشو.چې دبل زخمي حالت ډيرخراب دي ژركوه چې عمليات ته تياري ونيسو،زه لا دلومړي كس دزخم په تمپان اوسيروم بوخت وم  چې.په دهليزكې دولاړوكسانوترمنځ غږونه پورته شول چې هلي ژركوي ، له انګړه په چيغويوكس غږوكړ چې نژدي دي محاصره شوو راووځي .دروغتون له څنګه دډزواوازونوپيل شول ،په منډه يې دعاجل اطاق څخه زخمي كس پورته كړو اوموټرته يې واچاوه ما سيروم ورسره ترموټره  ونيوو.دچورلكواوازونه مې دسردپاسه اوريدل ،زه لاسم دهليزته نه وم ننوتي چې دروغتون په خواكي له چورلكي بم وغورځيد،ټول په ځمكه ولويدو،دروغتون دښيښودماتيدلواوازونه پورته شول،له دهليزه په منډه پاتي كسانو دموټرپه لوري حركت وكړ.
زه چې سم دروغتون په دهليزننوتم. ډاكټركريم په دلاورغږ وكړچې دمړي تكفين دپاره اماده ګي ونيسي ،زه له خفګانه  دعاجل اطاق په لوري وخوځيدم،له سترګومې اوښكي تويدلي اوداطاق په  پاكوولو مې ځان بوخت كړو، چې دګڼوموټرونواوازونه مودروغتون ترمخ ترغوږ شول ،لږه شيبه نه وه تيره شوي، چې څوكسه امريكايان دشان سره يوځاي په روغتون راننوتل ،شان له ورايه غږوكړچې روغتون مونږ محاصره كړي دي  هيڅوك دې دبې ځايه حركت كوښښ نكوي.
- ماغږ پري وكړ چې شاه محموده هيڅوك په روغتون کې نشته ،تاسويې خپله تلاشي واخلي ،شاه محمودپه اينګلسي ژبه خواكې امريكايانوته څه وويل ،هغوي په مونږ غږوكړچې ټول دروغتون دهليزته راووځي ،مونږ دروغتون دهليزته راووتو،روغتون ته نژدي چورلكه كيښناسته،پدي وخت كې امريكايانوپه كټ كې پروت مارچيچلي سره دپلاره پداسي حالت كې له روغتون څخه راوباسه چې پرمخ يې توره كڅوړه وراغوستي وه اودچورلكي په لوري يې بوتلل ، مونږ چې هرڅو ورته وويل  چې داكسان له تيرودوه ورځوراهيسي په روغتون كې بستردي اومونږسره دوسيه لري خوهغوي هيڅ غوږ پري ونږراوه ،لږه شيبه وروسته له دهليزه دامريكايانو چغي اوخنداګاني راپورته شوي ،شاه محمودپه انګړكې ولاړوكسانوته په خندا كې په اينګلسي ژبي څه ګوډ ګوډ وويل په مونږيې غږ وكړچې دلته راشي داڅه دي ،زه اوډاكټركريم ورنژدي شو .ډاكټركريم دامړي دي اوله طالبانوڅخه پاتي شو.ي دي .
- شان:-دامړي به مونږ ولايت ته له ځانه سره يوسو،ترڅويې خبري رسنيواوتلويزنونوكې ښكاره كړو چې نوروته دعبرت سبب وګرځي.
- ډاكټركريم ماته مخ راواړاوه ماغوښتل چې شاه محمودته ووايم چې مړي دي مونږ ته پريږدي چې دتكفين اوتجهيزغم يې وخوروخوهغه زما په ستوني كې خبره بنده كړه اوزياته يې كړه.
- شان: داهڅي هم مردارشوي اودكارغانودخوراك دي ،له پښواولاسويې ونيسي چې چورلكي ته يې يوسو.مااوډاكټركريم دمړي له پـښواوملا لاسونه لاندي كړل اوشاه محمودله زوړنده لاسونوونيوپداسي حال كې چې دمړي  پرمخ دعملياتخاني سپينه ټوټه پرته وه .كله چې چورلكي ته ورنژدي شو،دچورلكي دپكوتيزباد دمړي دمخ ټوټه پورته كړه.شاه محمودپه يوچيغه غږوكړ:واخ ! مړي يې له لاسونوپه ځمكه وغورځيده....،خدايه داخوزما قاري جان دي ،داخو...