د١٣٨٣لمريز کال د ليندۍ ١١م غشی د هيواد د هر با احساسه او پر علم مين زړه له منځه وتلی و. هو داد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد د مرګ ورځ وه. د علم او ادب پر ټبر داسې بده ورځ وه، چې هيچا بل چا ته د تسلۍ ورکولو توان نه درلود. زه اوجاوېد همېش ( هلته کوټوال و) له پوهنتونه راروان شوو، چې د کندهار له اديبانو، شاعرانوسره ددې لوی غم په  مراسمو کې ونډه واخلو. د ايېنې د مطبوعاتي دفتر پر لوري ورسم شوو. هلته ډېر خلک راغونډو و، د قبر د ځای په ټاکلو او د جنازې د مراسمو په تيارولو يې خبرې کولې. کندهار کې زموږ لومړی کال و. د ټولو ملګرو سره مو سم نه پېژندل. يوازې د بېنوا د فرهنګي ټولنې ياران او ملګري وو، چې زما د لومړي نسبتاٌ ليرې سفر پېټی ددوی په مينه راته سپک شوی و. خو په دې ورځ مې مخې ته يو بل خوږ اروا سړی هم ناست و. بېړۍ يې په خوند خوند کشوله او خوږو خبرو يې زه د ځان په لور کش کړی وم. يو چا ترې دبېړۍ د نه څکولو غوښتنه وکړه، ده په ترخه موسکا ځواب ورکړ، چې مفهوم يې داو: د ژوند د حوادثو او ستونزو دريابونه پرته له بېړيو نه شم کچ کولی.
    د ګران ملګري واصل حسنيار په اړه مې د ا خبرې ځکه وکړی، چې هم يې خپله د شعرونو دوهمه ټولګه د استاد رشاد درانه روح ته ډالۍ کړې ده، او هم يې د خپلې ټولګې پر پښتۍ د درانه استاد تصوير چاپ کړی دی. زه چې دا درې کاله په کندهار کې يم، په پرله پسې توګه مې د واصل حسنيار غزلې او نظمونه په مشاعروکې اورېدلي او په مطبوعاتوکې لوستي دي . مشاعرو کې ذوق يوازې د شعر له موسيقۍ خوند اخيستلی شي. د شعر معنوي او تخنيکي اړخ ته دومره وخت نه پاتې کيږي. د کندهار په مشاعرو کې کله کله د ښاغلي حسنيار شعرونه تر افراطي بريده بدرګه کيږي. ښايي مابه ځکه  دده د کتاب لوستو ته تر هر چا زياته تلوسه درلوده. ترڅو ددې مهربان شاعر د شعر د مقبوليت راز څرګند کړم؛ خو هغه هوښيارانو چې تمه له خوړلو ښه بللې ده، بده خبره يې نه ده کړې؛ ځکه انتظار پخپله يو خوږ خوند دی. په تېره بيا د يوه ښکلي راز د څرګندتيا انتظار او بله دا چې راز چې هر څومره راز پاتې کېدای شي، خوند کوي، په تېره بيا د شعر د خوندراز؛ ځکه ډېر ځله زما غوندې نابلده کره کتونکي ددې پرځای، چې د شعر د ښکلا راز وسپړي، د شاعر د زړه اوازونه بدرنګوي او د شاعر د ضمير پر حرم تېری کوي؛ خو ما د حسنيار پر شعرونو د ليکنې زړه ځکه وکړ، چې زه د پاکستانيانوپه اصطلاح د هغه (تنقيدي شعور) پېژنم. ما هغه په ډېرو غونډوکې لېدلی، چې خپله خبره هرچا ته په ډېره خوږه ژبه کولی شي او ما هغه په ډېرو غونډو کې لېدلی،چې د يوه کوچني خبره هم په ورين تندي  اوري. (ډېرې تندې تش جامونه) د حسنيار د شعرونو دوهمه ټولګه ده، چې د ښکليو غزلونو، څلوريزو، ازادو شعرونو او نظمونو د قالبونو جامونه پکې د موسېقۍ، مينې، عاطفې، فکر، تراژيديو او ستونزو له خوږو تراخو ډک دي او ذوق د خاوندانوتندې خړوبوي. ما په پورته جملو کې د موسيقۍ، مينې، عاطفې....کلېمې د جملو د ا طناب او جوړښت لپاره نه دي کتار کړي؛ بلکه زه د حسنيار د شعرونو په رنګينه مېکده کې ګرځېدلی يم. بيا مې په دې ډول ډول جنتي اوبو تنده ماته کړې ده او په دې لنډه تنګه ليکنه کې غواړم، چې له دې مېکدې راوړی کيف او خوند د خپلو لوستونکيوسره هم شريک کړم. کله کله د پورتنيو توکيو دا ثبات لپاره د ښاغلي حسنيار يوه غزله هم بېلګه کېدلی شي. د( ډېرې تندې تش جامونه ) د کتاب لومړی غزله لولو:
             رڼا به چېرې لټوم د سترګو تور نه لرم
            دا چې زما په کور تياره ده ځکه مورنه لرم
           د يار په زړه کې مې په ټول عمرځای نکړو پيدا
           زه لکه رود وړی جسد پر زمکه ګور نه لرم
          دا چې ژر سترګې ستا له سترګوڅخه اړومه
           رښتيابه وايم زه ددې ګوليو زور نه لرم
           چې روغ ټانکونه د غليم ګرځي زموږ پر مېنه
         هغه سرکښ مجاهدين لکه چې نور نه لرم
          چې له هيبته به له کټه په لړزه پرېوتل
          واصله اوس هغه جذبه او هغه شور نه لرم.
((پخوانيو انسانانوبه د ټولنيزو او يا فردي کارونو پر وخت د کار د اسانتيا لپاره ځينې موزون حرکات کول. د ښکار، ډبرو توږلو او يا د ونو وهلو پر وخت به يې د لاسونو او پښو د منظمو حرکاتو سره ځينې بې کليمو اوازونه هم له خولو وتل. د کار پروخت د اوازونو ځينې پرچې ورو ورو پر کليمو بدلې شوې، چې له کار سره به يې په مناسب وزن موازي حرکت کاوه او په جادويي توګه به د کار د اسانتيا سبب کېدې؛ ځکه خو کليمه ورور ورو مقدسه شوه. د يوحنا په انجيل کې کليمه د خدای په معنا راغلې ده. د مصر له خدايانو څخه د يوه نوم خرن( kher n )  يعنې کليمه و. څرنګه چې د شاعر د کار ابزار هم کليمات او لفظونه دي، ښايي ځکه پخوانيو انسانانو شاعر ته د پېغمبر او يا ډېر سپيڅلي انسان په سترګه کتل. نظامي وايي:
           پرده ی رازی که سخن پروری ست
          سايه ای از سايه ی پېغمبری ست
      د جاهليت د وخت عربانو عقيده درلوده، چې د شاعر په جسم کې د ( تابعه ) په نوم يو پېری حلول کوي، ځينې قومونه اوس هم د شعر او جادو کليمې په يوه معنا کاروي. د بېلګې په توګه روميان د ( کارمېنا) کليمه هم شعر ته کاروي او هم جادو ته. د  (lied ) الماني کليمه هم دسرود په معنا ده اوهم د جادو. لومړنی ترانې د ځينو کليمه لرونکو اوازونو څخه جوړې وې او د کار د اسانتيا سبب کېدې؛ ځکه په لومړنيو وختونو کې د کليمې او موسيقۍ، شعر او موسيقۍ مفهومونه يو له بل سره تړلي وو. )) (١ )
        له پورتنيو خبرو پوهيږو، چې شعر اوموسيقي له هماغو لومړيو وختونو يو له بل سره لکه  دوه نه بېلېدونکي ياران راروان دي. شعر اوموسيقي پېژندونکي په دې عقيده دي، چې دا دوه توکي د طبېعت له موزونو او شرنګېدليو اوازونو څخه رامنځ ته شوي دي. د څپو زړه  وړونکي حرکتونه، د ابشار شرهار، د باد په اثر د ونو د پاڼو موزونه سمفوني، د ويالو ارام اوازونه، د واورو او باران ورښت، د مرغانو نغمې او پروازونه.....په شعر کې بهيدلي او د شعر موسيقي يې جوړه کړې ده. د شعر موزونيت هم د طبېعت د موزونيت زېږنده ده. ښايي پخوانيو به ځکه شعر موزون کلام باله، د مولانا روم يو بېت دې چې:
                                 بانګ ګردش های چرخ است اين که خلق
                                مـــــی ســــــرايــــــــندش به تنـــــبوروحـــلق
مولانا په خپله په  شعر کې نزدې څلوېښت وزنونه کارولي دي. کره کتونکي د مولانا شاعري د موسيقۍ او شرنګ په لحاظ د فارسي ژبي تر ټولو دنګه شاعري ګڼي. ښايي ځکه به هغه ويلي وي، چې:
         ( مفتعلن مفتعلن مفتعلن کشت مرا)
   حافظ شېرازي چې د ښايي د فارسي ژبې تر ټولو مقبول ترين شاعر وي، وزنونه يې تر پېنڅه وېشتو نه دي اوښتي. د مولانا په شعر کې کله کله دومره دنګه موسيقي اورو، چې د اروا تارونه مو بې واره په شرنګا راولي. هغه کله کله د موسېقۍ د جوړولو په خاطر يوازې د موسېقۍ په څېر بې مفهومه اوازونه د شعر عاظفي چاپېريال ته وردننه کوي:
             عف عف عف همی زند اشتر من زتف تفی
             وع  وع  وع  همی کند حاسدم از شلق لقي
د واصل حسنيار په پورته غزله کې زه د موسيقۍ يو خوږ شرنګ اورم. تر شرنګ ها خوا د غزلې حرکت دی، چې ذوق له ځان سره د خوند په يو نا معلوم لوري بيايي. په پورته غزلې کې داسې بېت نه لرو، چې څو ځلې دې پکې د (ر) توری نه وي تکرار شوی او په ټوله غزل کې دېرش ځلې د (ر) توری تکرار شوی دی. دېرش ځلې د يوه توري تکرار هرومرو ښکلې موسېقي جوړوي او په تېره د (ر) توری چې د کليمو ته په حرکت او موسيقۍ ورکولوکې لوی لاس لري. محمود فلکي په ( موسيقی در شعر سپيدفارسی) کې د (ر) د توري په اړه وايي چې ، هغه نومونه چې (ر)پکې وي، زياتره د محرکوشيانووي او يا به له حرکت سره اړيکه لري. هغه په فارسي کې د پر، پرواز، پرتاب، رود، رېزش..... کليمې د بېلګې په توګه راوړي؛ خو سړی د موټر، طياره، موټر سايکل، روان، لاره..... کليمې هم يادولی شي. د واصل حسنيار په پورتني غزل کې هم د سترګې، مور، د سترګو تور، يار، رود، سرکښ، شور، پرېوتل.....کليمې د حرکت سره تړاو لري؛ ځکه ما په پورتنی غزله کې يو پرله پسې حرکت او موسيقيت حس کړ. زما په اند د موسيقۍ د الفباء په لومړي قدم (سارې) کې هم د (ر) توری تصادفي نه دی راغلی. د واصل حسنيار غزلونه هم تغزل لري او هم شوخي. هغه د توريو او لفظونو په کارونه د يوشاعر په توګه پوهېدلی دی. د ښوشاعرانو په شعر کې د لفظ خلا په ډېره شاعرانه ډول ډکيږي. په ښو شعرونوکې خلا د سېپۍ په څېر د لفظ يوه داسې څاڅکي ته انتظار کوي، چې مرغلره ترې جوړېدای شي؛ خو په کمزورو شعرونو کې لفظونه د باران د ګڼو څاڅکو په څېر راوريږي. هر ځای چې وغورځېد او هرڅاڅکی چې وغورځېد،
                بس يو غنم و ته يې هسې زه يې هسې کړمه
               تې غنمرنګ کړې خو وماتې سينه چاکه راکړه
په پورتني بېت کې د غنمرنګ او سينه چاکه ترکيبي کليمې د غنم د لفظ سره نه شلېدونکی تړاو لري. که دا دوې کليمې د ګلرنګ او سينه لويه په کليمو بدلې کړو، ادب پوهان پوهيږي، چې شعر به له اسمانه زمکې ته راګوزار کړو؛ ځکه نو په پورتني بېت کې د غنمرنګ او سينه چاکه د کليمو د خلاګانوسېپۍ يوازې د همدې دوو کليمو له څاڅکو مرغلرې جوړولی شي او په شعرکې د کليماتو اولفظونو داسې ځای پېژندنه د ښو شاعرانوخاصه ده.
   د واصل حسنيار په شعر کې ډېر ځايه نوښتونه لېدل کيږي. نوښت په دې مانا نه چې شاعر دې موږ ته له خېټې داسې نوې نوزې فلسفې راوباسي، چې پخوا مو نه وي لوستې. کله کله شاعر زړې خبرې په نوي انداز، نوو سمبولونو او نوو ترکيبونو کوي. دا خبره زموږ په کلاسيک ادب کې ډېرصدق کوي. د استاد غضنفر په وينا د رحمان بابا دا شعر، چې :
دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی
د جمــــله وو مخـــــلوقـــــاتو پلار دی دا
د عبدالقادر خان خټک شعر دی؛ خوڅرنګه چې رحمان بابا د عبدالقادر خټک فلسفه، چې هر څه له عشقه دي، په نوي انداز او په ډېر جاوېدا ن انداز بېرته ويلې ده؛ ځکه نو نوښت ورته ويلی شو. دا خبره چې عمر يا ځواني بېرته نه راګرځي، په ادب کې نوې نه ده. زموږ د کلاسيک شعر ديوانونه په تېر عمر پسې په ژړا ډک دي. رحمان بابا دا فلسفه په دې ډول وايي:
بيا دې وار په دې دنيا نشته رحمانه
په هرچاباندې چې تېر شو وار د عمر
حافظ شېرازي تېره شوې ځواني طلاقه شوې مېرمن ګڼي، چې بېرته نه راګرځي:
از سر مستی دګرباشاهد عهد شباب
رجعتی مېخواستم لېکن طلاق افتاده بود
خودا سوليدلې او زړه فلسفه د حسنيار د خولې ځکه بيا د اورېدو وړ ګرځې، چې په نوي انداز، نوو سمبولونو او نوو ترکيبونو يې وايي.
د زمانې بحر چې ډوبه کړي بېړۍ د عمر
دا هيله مه کوئ چې بېرته به يې سر ته  راشي
د استاد پسرلي يو بېت دی چې:
تغيُر او تحول دی چې د زړونو مراندې باسي
ښکلا کاشکې څړه لطف يا له څېرمې استغنا وای
د استاد د يو بل بېت مفهوم دی چې:
 ( ښکلا د ناز او کرشمو په زر زر بدلون کې پټه ده، ښکلا نوښت دی. لمر او سپوږمۍ زموږ زړونه ځکه نشي وړلای، چې ادا ګانې يې تکراري دي.) واصل وايي:
داسې ښکلا به هيڅ محبوب نه لري
چې يې د حسن لمر غروب نه لري
د ارواښاد سيف الرحمان سليم يو بېت دی چې:
مېخانو پلو يې بوځئ چې سيل وکړي
دا ځوانۍ مو د څو ورځو مېلمنې دي
حسنيار دا خبره په ډېر نوي انداز کړې ده. هغه ځوانۍ ته ځکه ناز ورکوي، چې مېلمنه ده او زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه:
د ځوانۍ هر ناز چې اخلمه په سترګو
دا په دې چې زه پښتون دا مېلمنه ده
د استاد پسرلي د يو بل غزل بېت دی چې :
څه د پلار واده يې نه دی چې چورليږي لمر او ستوري
څه به دوی هم خراب ويني په خراب باندې سرګرځي
اود حسنيار صاحب بېت دی چې:
ښايي اسمان به يوڅه ويني چې درديږي ورته
چې کله تندر او توپان کله سېلاب جوړوي
په يورته څو بيتونو کې ګورو چې نوښت د شکل او محتوی نوی والی نه دی رامنځ ته کړی؛ ځکه دواړه زاړه دي؛ بلکه د شاعر د ويلو انداز او اسلوب زړې خبرې په نوي رنګ کې راباندې تېروي. کله خو د حسنيار په غزلونو کې داسې بيت الغزلونه وينو، چې ښکلا يې سړی حيرانوي.
د زاهد ويل رښتيا شو چې قيامت شته
خم چپه دی ساقي نشته، مينا چېرې؟
عجب او نا اشنا وزنونه هم عجبه او نا اشنا ښکلا راوړي:
کله ضعيفه بوډا چې په همسا پورته شي
داسې مې ستا په لېدو زړه په خندا پورته شي
ښايي حسنيار يو له هغو شاعرانو وشميرو چې د تشبيهاتو او کنايو له زاړه او قراردادي جهانه د وتو هڅه کوي ږدا هڅه يې په لاندې بيتونو کې ليدلی شو!
د ملا پشان به غرکړي پراوږو څادر د واورو
لکه اوښکې د مين به ترې ارغنداو ترنک راسي
او يادا چې:
دخوی قاموس دې لټوم د وفا توری ګورم
څومره ساده يم د لمبې دېوال ته سيوری ګورم
ماته په ځوانو شاعرانو کې حسنيار يو له هغو شاعرانوبرېښي، چې د فلسفي او کلاسيکو شاعرانو په څېر له ژونده بېل بېل تعبيرونه لري. ژوند ته په نااشنا سترګه ګوري. له خپلو شاعرانه عينکو ورته ګوري او بالاخره ژوند د نورو په څير يوازې د خوب او خوراک هڅه نه ګڼي:
د ازميـــــــــــــنو بـــــــټۍ د ژوند مانا ګڼمـــــــه
خو څوک ايره کړي دلته څوک تر سماء پورته شي
کله کله دا کار په نظمونو کې هم کوي؛ خو په دومره توپير، چې په غزلونو کې شاعر د خپل زړه خبره پخپله کړې ده او په نظمونو کې د خپل زړه خبرې ته بوډا يا بوډۍ د راوي په توګه غوره کوي( د کاشکې دا عقل لومړی وای)  او يا ( ته د نر ښکلې جامه يې) نظمونه يې د همدې خبرې ښې بېلګې دي.
د حسنيار پر شعر د پېنځه ويشت کلنې غميزې ژور سيوری خور دی. توپ، ټانک، شهيد، کونډۀ، يتيم..... دده په غزلونو او نظمونوکې ډېر تر سترګوکيږي. په نظمونو يې ډېر څه نه شم ويلای؛ خو د استاد رفيع خبره د شاعرانه منظر کشيو لپاره حسنيارد نظم ډېره ښه کارولې ده.
      د حسنيار شعر زما په اند څو ستونزې لري:
لومړی د شاعر د احساساتو هغه توپاني څپې دي، چې کله کله د شاعرانه طبېعت تر ساحلونو اوړي او د شعار تر بريده ځان رسوي:
د اوو سري ښامار و زوی ته بد مه وايه
يا به دوستم او مالک يا به فهيم ولاړ وي
دلته شاعر په غليم ، مقيم، نسيم....پسې د قافيې د پيدا کولو مجبوريت شعارته تړلی دی؛ خو زه شاعرته د هغه د خپل بيت په ډالۍ کولو سره دومره وايم، چې:
مځکې ته څېرمه شفق هم ټوله په وينو سور دی
قاتل به څرنګه شي پټ څرنګه حجاب جوړوی؟
څومره فرق دی د شعر اوشعار تر منځ؟
يو ځای کې په ملګرو، مرغلرو، سندرو سره ګلو قافيه شوی دی، چې سمه قافيه نه ده.
که د هنر د خوند اب حيات د ابهام په تيارو کې نه وای پټ، ښايي ددې مسرې په خوند به هم نه پوهېدم چې:
د صبر ونه ښه ده خو د غم سيوری لري
زما په اند سيوری د ونې ښکلا ده؛ خو په دې مسره کې چې شاعر د صبر په ونه کې خو پيدا کوي؛ نو د غم سيوری يادوي. فکر کوم يا خو له صبرڅخه زېږېدونکي غم ته سيوری ويل مناسب نه دي او يا به زما سر پرې نه خلاصيږي.
د حسنيار په شعر کې (بلکه د زياترو کندهاريو شاعرانو په شعر کې ) د ژبنيو ستونزو بېلګې ډېرې دي. د مذکر اومونث د صيغو ناسمه کارونه ددې کتاب په شعرونو کې هم ستونزې پيداکوي:
ستا د قامت څانګې چې وکړله ګلان د ځوانۍ
زما د امېد نهال په هغه دم غوټۍ ونېوه
  د ګلان وکړله سم شکل ګلان وکړل دی، دا بيت داسې هم راتلای شي:
ستا د قامت څانګې چې وسپړل ګلان د ځوانۍ
زما دامېدنهال په هغه دم غوټۍ ونېوه
که څه هم دا خبرې په کندهاري ګړدود کې سمې دي؛ خو د شعر جهان شموله وږمه د ګړدودونو په دېوالونو کې ايسارول راته ظلم ښکاري. کله کله محمديار صاحب وايي:(شعر د ژبنيو اصولو د ماتېدو له شرنګه زيږي)
هو ژبني اصول دې سل ځلې د شعر د ښکلاپه خاطر مات شي؛ خو په داسې ډول چې د شاعر ماتېدنه تر اصولو ښکلې او جانانه وي، نه دا چې څوک دې منليو ژبنيو اصولو ځنځيرونه مات کړي او په پښو کې دی د ګړدودونو زولنی واچوي. شاعرانه بغاوت او ازادي له قراردادي اصولو نه د سر شارۍ او بغاوت مانا لري، نه غير معياري اصولو ته سر اېښودنه.
په هر صورت داسې ستونزې د حسنيار په شعر کې يو نيم ځای نورې هم شته؛ خو په عمومي توګه هغه شاعردی. شعرونه يې زړه اوذهن ته په اسانۍ لاره کوي.
  که ددی کتاب د مخکتنې غونډې ته د ډېرې اوږدې مقالې د لېږلو، او د وخت د تنګوالي ستونزې نه وای، ډېر څه نور هم شته چې خبرې پرې کېدای شي.
د اکرام الله ګران په شعر مو په خدای سپارم:
د ګران په قبر که واښه شول راشنه
ياران ژوندي دې وي صحبت دې نه مری.
په مينه  او درنښت.
احسان الله درمل، پېښور
٨٦/٥/٨
١) محمود فلکي موسيقی درشعر سپيد فارسی، ص ١٢