مقالي
د اسلام ستر فاتحان او د کره کتنې ارزښت
١_ حضرت عمر (رض) د خپل خلافت په دوره کې ممبر ته وخوت اود ښځو د مهر په اړه يې وويل: ((ای خلکو د ښځو په مهرونو کې ډېره زياتی مه کوئ، يانې ډېره اندازه مه ورته ټاکئ)) يوه ښځه ورته راپاڅېده او ورغبرګه يې کړه: ((ای اميرالمو منينه! ته داحق نه لرې))عمر وويل (ولې) ښځې ځواب ورکړ: (الله جلاله په قرانکريم کې دښځو د مهرونو په اړه قنطار (ډېرمال) ښودلی) عمر وويل: ( ښځې له عمر سره مناقشه وکړه، عمر يې پړ کړ))
يو بل روايت کې راځي ((ښځې صحيح وويل او عمر سهوه شو)) (١)
عمر عالم و، عمر اديب و، عمر فاتح و او عمر دوخت خليفه و، هغه يوې ښځې ته، چې حقه خبره يې کړې وه له خپلې خبرې تېر شو، نه يوازې دا چې تېر شو؛ بلکې اعلان يې وکړ، چې ټول عالم يې واوري؛ خونه پوهيږو، چې زموږ ټېکداران ځانونو ته په کومه سترګه ګوري، چې د ځان په هکله هيڅ نشي زغملی.
٢_ سلطان بايزيد، چې د عثماني خلافت د دورې خليفه و، دی په فاتح کبير او توپان نومولی شوی و. البانيه، بلغاريا، بوسنيا، دده له فتوحاتو څخه دي. په ١٣٩٦ م کې نهم پاپ پونيفاتيوس په ټولو مسيحيانو غږ وکړ، چې سلطان بايزيد ته په يو لاس شي او جګړه ورسره وکړي. له سختې خونړۍ جګړې وروسته خليفه فاتح راو ګرځېد او پاپ له شرموونکې ماتې سره مخ شو. سلطان بايزيد د وخت خليفه و، چې محکمه کې د يوه وګړي لپاره دده د شاهدۍ اړتياوه. سلطان محکمې ته حاضر شو، کله چې تالار ته ورغی، قاضي ورته په ډېر جرات وويل: سلطانه ستا شاهدي نه قبليږي؛ ځکه چې ته لمونځ په جماعت سره نه کوې اوڅوک چې دا ګناه کوي، امکان لري، چې دروغ هم ووايي. رښتيا چې د خليفه لپاره په عام محضر کې دا خبره ډېره د شرم او سپکاوي ده. خلکو انتظار ويست چې اوس به يوه اشاره د قاضي ( شمس الدين فناري) سر په هوا کې ګرځي، خو داسې يې ونه کړل اوغلی د محکمې له تالاره ووت، امر يې وکړ، چې د کور په خوا کې ورته جومات جوړ شي، د جومات له جوړېدو څخه وروسته خليفه له يوې جمعې هم وروسته پاتې نه شو. ددې کيسې ليکوال ( اورخان محمدعلي) ليکي چې: (( مسلمانانو داسې علماء درلودل، نو ځکه الله (ج) داسې پاچاهان هم ورکړي وو)) (٢)
رښتا ده ، چې علماء بايد د چامال او زور ته ونه ګوري، بايد حق ووايي که څه هم ددوی سرپه خطر کې وي، خو که دوی خپله د دربار پياده ګان شي، نو پاچاهان به څه ځانونه د اسارت له کړيو خلاص کړي. له پورتنيو تاريخي بېلګو ښه جوتيږي، چې د کره کتنې په اړه د اسلامي چارواکيو څه دريځ و؟ اوس هم وخت شته، هغه وګړي، چې ځان ددې ټولنې اشراف ګڼي، بايد مشوره او انتقاد ومني، چې پر مخ ولاړشي که نه همداسې به له يوې کندې څخه بلې کوزې ته لوېږي.
ماخذونه:
١_ ابن کثير تفسير، لومړی ټوک، ٤١٣ مخ
٢_ المجتمع عربي مجله، ١٧٥٨ ګڼه، ٦٥ مخ