له پلارسره مې په دې نه لګېده،چې زموږدتربورانوخبرې به ېې منلې:زوی دې لوچک دی،زوی دې نشې کوي،زوی دې سپينه خوله دی او له لويانوسره ګرځي،داسې دی اوهاسې دی.زه به چې دماماګانوکره لاړم،هلته مې يوهلک ملګری کړی و،ډېرې شپې به هلته وم.پلاربه مې چې تيليفون راوکړ،دنن اوسباپلمې به مې ورته کولې.هغه انډيوال مې اقبال نوميده،ډېرشوخ و،ښوونځي ته تلو؛خويوه خبره وه پکې چې سګرټ ېې څکول.مانشې نه وې کړې؛خودپلارترڅنګ به چې ناست وم،دچيلم له سره اودپلارله خولې مې ډېردوګونه(لوګي)ترستوني تېرشوي و.ډېرځله به مې چې مورپه کورکې نه وه،يابه په پخلي بوخته وه،پلاربه مې ماته ويل چې چيلم ورته له تمباکوډک کړم.په ټول کلي مې يوازينی سړی پلارو،هغه دچاخبره چې ددې عصري زمان په عصري نشوکې ده چيلم څکولو.
پلارمې يوڅه اندازه شته لرل؛خوتردې ټولوماته ډېرخوشال و؛ځکه چې زه ېې ايکې يوزوی وم؛نوبه چې ماهره نخره اوشوخي کوله،پلاربه راته دومره نه غوسه کېده.
له اقباله مې يودوه ځله سګرټ واخيستل،يوڅولوخړې مې ترې پورته کړې،دودبه ېې ډېرخوندراکړ؛خوپه نشه ېې نه پوهېدم.اقبال بياداحرامتوب کاوو،چې له کوګي به ېې په هواکې اوښان جوړول،چې پورته به اسمان ته ختل.عجيبه وه،ترډېره ځايه به ېې شکل اوصورت نه خرابېده.مابه چې هرڅه وکړل،همهغسې به مې نشوای کولی.لومړی خوزه دسګرټوپه څکولونه پوهېدم.لوګی به مې ترخولې کړ،بېرته به مې وايست،اقبال ېې چل راوښود،ويل ېې:لوګی خېټې ته تېروه،بياېې په پوزه راوباسه.ته خوېې ځکه په نشه اوخوندنه پوهېږې.
کلي ته چې راغلم،ډېرې ورځې وروستوښوونځي ته لاړم.زموږپبلک يعنې شخصي ښوونځی و.روپۍ ېې ښې ډېرې اخيستې؛خودغېرحاضري دومره غم نه و.پلارمې راباندې پوی و،چې ددرس شوقي نه يم.ويل ېې راته چې:که درس نه واېې په کلي کې به دکان درته پرانيزم،بله چاره خودې نشته،زه دې ګورم چې ورځ په ورځ بې لارې کېږې.مورمې ورته وويل چې واده ورته وکړه،ګوندې سم شي؛ځکه چې وايي،واده دپښوزولنې دي.پلارمې ورته وويل صحيح ده چې اخترتېرشي،بيابه ګورو،مورمې بياورته وويل چې ددوواخترونوترمنځ کوژدې اوودونه ښه نه وي،نوره دې خوښه خپله ده.
مامامې يوګرځنده(موبايل)له سعودي نه رالېږلی و،ډېرورته خوشاله وم،ټوله ورځ به پکې لګيا وم.بازارکې مې دپښتواوهندي څوسندرې پکې ثبت کړې.دزنګ پرځای مې دبي بي شيرينې سندره راوسته.اقبال ته مې خپله شمېره ورکړه.هغه به دپلارتېلېفون پټ پټ کاروو.روژه وه،له روژه وروسته دتراوولپاره جماعت ته لاړو،لامورکعت نه وکړی چې بي بي شيرينې شروع شوه.له پلارسره څنګ په څنګ په صف کې ولاړوم،هرڅومې چې په جېب کې پرموبايل ګوتې ووهلې،نه غلی کېده،تردې چې خپله غلی شو.ملاصاحب چې سلام وګرځاوو،ټولوزمالوري ته راکتل،تيليفون مې بندکړ.داچې دسګرټويوڅه عادي شوی وم،ټوله ورځ مې سردردکاوو،له لمانځه وروسته مې يوګوښه ځای سګرټ بل کړ،ډېرخوندېې وکړ.اقبال ته مې زنګ وواهه،ډېرمې بې عزته کړ،ويل مې چې زه خودې وشرمولم.ويل ېې چېرته ېې؟ماويل څه مې کوې،سګرټ څکوم،پټ ځای کې يم.ويل ېې مخکې له روژه ماتي ېې څکوه،ډېرخوندکوي.ماويل سمه ده،داسې ېې راښايه،اوس خودې په عادت کړی يم،ته خوهسې پرې ککړ وې،زه دې هم پرې ککړ کړم،که پلارمې له دې خبرشي نو.رښتيابله راياده شوه،کيدای شي نن سباخبرشې چې راته وېې کړه .ويل ېې څوک؟
ــ بيابه درته ووايم.
نورمې تيليفون بندکړ.پلارمې دمورخبره ومنله.دمنځ کلي ديوه شتمن سړي لورېې راته وکړه،پلارمې فکرکاوه،چې يوخواېې لورښايسته ده اوبل لوري ته سړی شتمن دی،ګوندې څه لحاظ وکړي؛خوداسې ونشول،په ښي لاس ېې شل زره کم څلورلکه افغانۍ واخيستې.چې څه پېسې مودرلودې،هغه ېې زماترواده ځارکړې.يوڅه پور(قرض)ېې چاته ورته و(له چاسره و)هغه ېې چې راواخيستې؛نوموواده پرې راکورته کړ.اوس به نوپلارماته ډېرې روپۍ نه راکولې اوموربه مې هم بانې راته کولې.هروخت به ېې نصيحت راته کاوه:
_بچيه اوس خوموواده هم درته وکړ،لږسم شه،ستاپه همزولوکې دهيچاواده نشته،ټولې پېسې رانه پرې لاړې او....
له اقبال نه مې يوه ښکلې راديوآخيستې وه،راته چې يوڅوروپۍ مې نورې غونډې دي،څه روپۍ به ته درايوراکړې،يوګرځنده(موبايل)به پرې واخلم،بيابه زه اوته يو،تليفونونه اوخبرې به وي.مورته مې ډېرې زارۍ وکړې چې پېسې راکړي؛خونه ېې راسره منله.له ښځې مې ځکه خبره پټوله چې لا مې خپل مهرهم ټول نه و ورکړی.
يوه ورځ مې چې پلاراوده و،اوخپل واسکټ ېې په مېخ راځوړندو،کوټې ته غلی ورغلم،کرارمې واسکټ راواخيست،دروازه مې هم څارله چې څوک رانشي.په ټولوجيبونوکې مې ګوتې ووهلې.پلارته مې کتل چې راويښ نه نشي.دڅنګ په جيب کې مې چې لاس وردننه کړ،په زرګون مې سترګې ولګېدې.هغه مې په وارخطايي سره جيب ته کړ.څه مهال چې پورته کېدم،مېرمن مې په دروازې رادننه شوه،ددروازې کغ مې پلارهم راويښ کړ،زماسترګې راوتلې وې،پرځای مېخ پاتې وم،واسکټ مې په لاس کې و،په وارخطايي مې اول پلارته اوبيامېرمن ته وکتل.پلارمې ويل څه دي؟
_هسې داواسکټ دې لاندې راپرېوتی و،او....
_ښه نووارخطاولې ېې اودازماتذکره دې ولې له جېبه راايستې ده؟
شېبه شېبه وژل کېدم،مځکې ته مې کتل،(کاش چې مېرمن مې نه وای لېدلای او.....)