رښتيا هم انساني ژوند د ناخوالو، پديدو، تراژيديو، ستونزو او کړاوونو زېږنده دی. د ژوند په حقيقي مانا هغه څوک پوهيږي، چې خپل ژوند ته  د نورو دردمندو زړونو په هنداره کې وګوري، ژوند يوازې د ځان لپاره تېر نکړي؛ بلکې د نورو ژوند او زړونه هم وګټي.
         په دې نړۍ کې داسې ډېر خلک دي، چې مړه دي؛ خو يوازې يې په صورت کې اروا ژوندۍ وي، که د روح ( اروا) کيسه شي، اروا خدای پاک ډېرو حيواناتو ته ورکړې ده. د دې مقابل کې ډېر داسې خلک دي، چې مړه دي؛ خو ژوندي دي.
                           مړه هغه چې نه يې نوم او نه نشان شته
                          تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي
پورته يادو شويو ناخوالو او پديدو وښودله، چې ژوند د مينې، عاطفې  او سپېڅلتيا نوم دی، دا چې دا توکي راخپلول او له يادو شوويو دردونو او ستونزو د هواري لپاره د يوې داسې فکري فلسفې او ننګونې ته اړتيا ده، چې وګړي د تېرو ناخوالو د تکرار مخه ونيسي او هماغه رنګ دوی وانخلي.
 د وخت او زمان په تېرېدو سره لومړی خدای پاک د اسماني کتابونو، صحيفو او د خپلو پاکواستازو( پېغمبرانو) په واسطه نورو انسانانو او پېريانو ته خپل احکام د لارښونو په صورت کې په بېلا بېلو وختونو کې په بېلا بېلو ډولونو راولېږل، د حق او باطل، د ګټې او تاوان او ..... لارې چارې يې ورپه ګوته کړې. همدا د لارښونو لړۍ همداسې روانه وه او روانه ده. خلفاوو، علماوو، فلسوفانو، شاعرانو او مخورو کسانو د خپلو ارزښتناکو ويناوو، نصيحتونو، لارښوونو، شعرونو او متلونو په ترڅ کې د وخت په تېرېدو او د خپلو تجربو له مخې داسې څه موږ ته د تېرو زمانو په مټ راولېږل، چې نه خو هغه زړيږي او نه يې څوک له تاثير څخه انکار کوي، په اصطلاح د کاڼي کرښې بلل کيږي.
             ګران ملګري شامحمد صديقي همدا غوره ويناوې له بېلا بېلو کتابونو او نور لارو څخه د ( لارښونې) په نوم راټولې کړې دي، چې د ستاينې وړ دي. وړاندې تر دې ما د غوره ويناوو ځينې کتابونه په پښتو کې لوستي دي؛ خو د دې نوښت په دې کې دی،   چې داکتاب د نورو په نسبت ټولنيز او هراړخيز دی. هو ځينې نيمګړتياوې هم لري؛ چې بايد صديقي صاحب فکر پرې وکړي، هغه داچې، يو خو د راټولونکي د نثر ژبه ماته او رواني نه لري، بله دا چې ځينې ځای ليکوال خپلې تجربې د لارښونو په ډول په کتاب کې راوړې دي، زما په اند دا کار يوې ځانګړې تيوري او غوره علمي او مسلکي پوهې او تجربې ته اړتيا لري. په دې اړوند يې که له کوم ښه ليکوال او نثرليکوونکي سره پرې مشوره کړې وای، غوره به وه، پرته له دې دځينې مشاهيرو او فلسوفانو ځينې ځای يوه يا دوه ويناوې راخيستل شوې دي او برعکس د ځينو ډېرې زياتې راخيستل شوې دي. صديقي صاحب که دا انډول برار کړی وای، يا يې د نور کتابونه پسې کتلي وای، د کتاب ارزښت به نور هم پسې سېوا شوی و.
په پای کې زه صديقي صاحب ته د دې ښکلي اثر د چاپ مبارکي وايم او د نورو پنځونو لپاره ورته له متعال خدای پاک څخه دعاوې غواړم.
                 په ټوله مينه،
محمدحنيف حيران توتاخېل، شمشتو نصرت مېنه
٢٠٠٧/١٠/١٥ ل