د ډېرو نژدې ملګرو په مټ خبر شوى وم، چې د پكتيا يو څو فرهنګپال او حساس پښتانه غواړي د (سليمان غر) په نوم يوه دوه مياشتنۍ مجله له چاپه راوباسي، ډېر زيات خوښ شوم. همدې ملګرو راته د رارسېدو وعده هم كړې وه؛ خو متاْسفانه، چې دوى ونه توانېدل په خپله مې يو ناڅاپه د ګردېز ښار په څلور لارې كې مې په سليمان غر سترګې ولګېدې؛ نو سمدلاسه مې بې له سوچه د خپلې ديني او ملي فريضې له مخې واخيسته، ومې لوسته، ډېر ښه په زړه پورې مطالب يې لرل، كه څه هم له ځينو خاليګاوو او غلطيو خالي نه وه؛ خو بيا هم په دې هيله مې زړه اطميناني كړ، چې سليمان غر د خاپوړو په حالت كې دى، كه خير وي په سليمان غر به سپرلى راشي، شين به شي او زموږ د نظر مرغان به پكې ښكته پورته كېږي، دځان سره مې د يو څه ليكلو پرېكړه وكړه، موضوع مې هم پورته موضوع انتخاب كړه؛ خو متاْسفانه، چې د ځينو بوختياوو له لامله ونه توانېدم.
په دوهم ځل هم له ډېرو نژدو او خوږو دوستانو سره روان وم او د سليمان غر د چاپ او ځنډ په هكله مو خبرې كولې. زما يو ګران دوست او ملګري عارف خان "همدرد" راته د چاپ ځنډېدل د اقتصادي مشكلاتو لرل وښودل، ناڅاپه مې د سليمان غر په دوهمه ګڼه سترګې ولګېدې، خپل ملګري ته مې په خندا مخ ورواړاوه، چې اشنا نظر دې غلط وخوت!
دوهمه ګڼه مې چې واړوله؛ نو په دې عنوان مې سترګې ولګېدې "زموږ افغاني سپېڅلي دودونه، نيمګړتياوې، ښېګړې او بدګړې" په دې سره مې په ذهن كې يو بل فكر پيدا شو، چې كه اوس هغه پخوانۍ موضوع، چې اولې ګڼې ته مې ليكله وليكم؛ نو شايد "رنګيزه نورگ او نور لوستونكي داسې فكر وكړي، چې دا دواړه سره مخالفې دي؛ نو نه داسې نه ده، لوستونكي او "رنګيزه نور" دې داسې فكر نه كوي؛ ځكه هر سړى نظر لري او بيا د هغه نظر په چوكاټ كې څرګندول د نوموړي نظر لرونكي حق دى؛ خو دا هم بايد ووايم، چې "رنګيزه نور" هم د ټولنې د رواجونو بدګړې په ګوته كړې.
خپلې اصلي خبرې ته راځم هغه دا چې زموږ ټولنه يوه اسلامي او پر دين مېنه ټولنه ده، زموږ كور، كلى، جومات، مدرسه، ښوونځى، روغتون، سرك او داسې نور ټول هېواد د اسلام په نوم وران شوى، په لكونو تعليم يافته ځوانان مو شهيدان او معيوب شوي، د خپل كور پرېښودلو ته اړ شوي؛ خو بدبختانه، چې زموږ ټولنه يا خو د اسلامي احكامو څخه خبره نه ده يا خو يې د اسلامي احكامو پر ځاى نورو ته ځاى وركړى.
كه لوستونكي راته په غوسه كېږي نه؛ نو ځينې وخت موږ د اسلام د احكاماتو خو تابعداري يو ځل نه كوو؛ بلكې شرم يې هم ګڼو، اول دا چې د اسلام مقدس دين نجلۍ او هلك دواړو ته داسې قانون وضع كړى، چې دواړه اختيار لري، چې بغير د جبر او اكراه نه پرته سره وګوري او يو بل خوښ كړي اما پښتني ټولنه خو دې عمل ته يو ځل نه ده تياره، چې د عملي كولو پر ځاى دې ته شرم وايي او كه كومه نجلۍ دا كار وكړي؛ نو خامخا د ټوپك له مرميو سره مخامخ كېږي؛ خو په واده كې هم دا حقوق هلك او نجلۍ ته د اسلام مقدس دين وركړي دي، كفري نړۍ خو به خود زموږ په ټولنه نيوكه كوي، چې په افغانستان كې بشري حقوق تر پښو لاندې كېږي.
كه لږ نور نظر واچوو؛ نو په څرګنده به معلومه شي، چې كه څوك د چا له لاسه عمدي او يا په خطا سره قتل شي؛ نو په بدل كې يې د سولې لپاره نجلۍ وركوي، حال دا چې اسلام د مقتول وراثانو ته درې حقونه وركړي دي:
لومړى دا چې بخښنه به كوي.
دويم: كه بخښل يې زړه نه وي؛ نو قصاص دې واخلي، يعنې قاتل دې قتل كړي.
درېيم: له دې شرطونو څخه پرته ديت "د وينو قيمت" اخيتستلاى شي او ديت هم اسلام سل اوښان ايښى دى او عالمانو داسې هم ليكلي، چې كه چېرته د هغې نجلۍ چې په بدو كې وركړل شوې، ددې نكاح رضايت ونه لري؛ نو دا نكاح نه ده صحيح او ستر ظلم دى، چې لاندې حديث يې دليل دى:
ژباړه: له ابو هريره(رض)، عبدالرحمن بن صخر(رض) څخه روايت دى، دى وايي، چې رسول الله(ص) ويلي دي: د مسلمانانو تر منځ هره سوله روا ده؛ خو هغه سوله نه ده روا، چې حلال حرام كړي او يا حلال حرام كړي. (ابو داود).
او كه د ودونو رواج او دستور نور هم وګورو؛ نو د نجلۍ ولور يا مهر د نجلۍ د پلار او وروڼو له خوا دومره جګ ټاكل شوى، چې ډېر نادار ځوانان د نكاح له نعمت څخه محروم دي، هغه ځوانان، چې نادار دي او د نكاح د دومره لوړ قيمت توان نه لري، د بدلمنۍ او زنا لور ته مخه كړي؛ نو مسووليت يې د چا په غاړه دى، حال دا چې نجلۍ په كور كې د پيسو لپاره ناسته وي، هغه څوك، چې خپل اّزاد انسانان د غلامانو په څېر خرڅوي سخت عذاب ښودل شوى، چې لاندې حديث يې قوي دليل دى:
ژباړه: له ابو هريره(رض) څخه روايت دى، وايي رسول الله(ص) فرمايلي دي، چې: الله(ج) فرمايلي: درې كسان دي، چې د قيامت په ورځ به زه ورسره جګړه كوم يو هغه سړى دى، چې زما په نوم وعده وكړي او بيا عذر وكړي، بل هغه سړى دى، چې اصيل خرڅ كړي او بيا يې پيسې وخوري، بل هغه سړى دى، چې يو مزدور ونيسي، خپل كار پرې وكړي او د هغه مزدوري ور نه كړي.
پورتنى حديث قدسي دى؛ ځكه چې حضرت محمد(ص) له الله(ج) نه روايت كوي او د حديث په شرحه كې داسې راځي، چې كه څوك خپله لور او يا خور د پيسو په بدل كې چاته وركړي او پيسې يې وخوري؛ نو د حديث پر بنا د دوهم شخص حكم لري.
اصلاً د ولور يا مهر د ټاكلو حق نجلۍ يا يې وكيل او ولي لري او ولور خو بايد نجلۍ ته وركړل شي، چې له خپل ځان سره يې ساتي، مېړه ته يې وركوي، يا كوم بل قريب ته او يا يې صدقه كوي.
همداسې كه كومه نجلۍ په بدو كې وركړل شوې وي؛ نو بيا هلته په خسرګنۍ كې ورسره حيواني چلند كېږي؛ خو كه څوك دا دليل ووايي، چې پلار، نيكه، ورور او كوم بل قريب، ولي او وكيل كېداى شي دا درسته ده؛ خو هلته، چې نجلۍ د زور او اكراه نه پرته د رواج او دستور د چاړې نه خلاصه وي او ولي او وكيل پخپله خوښه انتخا"ب كړي او بل د ولي غرض او مقصد د الله(ج) د رضا حاصلول وي، نه د خپل جېب ډكول.
يو بل رواج تر ټولو زيات دود شوى؛ خو مګر تر ټولو زيات خطرناك او د اسلام له احكامو سرغړاوى دى، هغه رواج دا دى، چې كله كومه ښځه د خسرګنۍ كور ته نوې راواده شوې وي؛ نو د اخترونو په ورځ د اختر له لمانځه وروسته، چې كله خسر او يا مشر لېور ددې ښځې كور ته راشي؛ نو د اختر مباركۍ پر مهال نوې راواده شوې ښځه د هغوى په پښو كې لوېږي او پښې يې مچې كوي، چې ښكاره ظلم او شرك دى؛ ځكه كه څوك وغواړي د يو تقوى دار، د شرعي احكامو پابند شخص لاسونه ښكلوي؛ نو لازمه ده، چې د هغه لاسونه پورته خوا ته جګ كړي، نه دا چې شخص دې ورته ټيټ شي او د چا پښې خو لا څه كوې!
زموږ خلك او ټوله ټولنه دې خداى(ج) له بديو، جګړو او بې ځايه رقابتونو خلاصه كړي؛ ځكه چې يو خو ددې پر ځاى، چې د پرمختګ پر لور روان شو؛ نو د وروسته تګ پر لور ځو، بله دا چې اخروي تاوان دومره لري، چې په دې دنيا د سړي غوني ځيږ شي.
كه چېرې زموږ د ټولنې يو وګړى بل وګړى قتل كړي؛ نو د مقتول وارثان ددې پر ځاى، چې قاتل مړ كړي د قاتل د كورنۍ مشر او په اصطلاح د خبرې سړى وژني، چې ښكاره ظلم، بې ځايه قتل او دا له اخروي او دنياوي تاوانونو څخه يو دى.
خداى(ج) په قراّن كريم كې په واضحه توګه قصاص پر قصاص رالېږلى، كه څوك دا ونه مني؛ نو د هغو لپاره سخت عذاب ښودل شوى دى.
كه چېرې د نړۍ اوسنى جريان د نظر له غلبېل نه تېر كړو؛ نو ډېر يهود او عيسوي پاپان او د كليساوو راهبان په اسلام كې د ميراث د مسئلې په ليدو مسلمان شوي، چې تر ټولو ښه مثال يې "اشوك كولن يانګ"(1) دى، د نوموړي له قوله په يهودي مذهب كې د ميراث مسئله ناقصه او په عيسيويت كې له سره شته نه؛ نو كه په نورو مذهبونو او دينونو كې په عقيدوي لحاظ د ميراث مسئله نشته؛ نو زموږ ټولنې هم په عملي لحاظ له پښو لاندې كړى، ما هېڅوك ونه ليدل، چې د اسلام په قانوني بڼه دې يو چا د پلار، نيكه او تره د وفات څخه وروسته د هغوى مال پخپلو منځو كې تقسيم كړى وي.
په ميراث كې له پلار نه پاتې مال كې وروڼه او خوېندې شريكې دي اما دلته...
كه د كونډې ښځې حقوق، چې اسلام وركړي وګورو؛ نو معلومه به شي، چې اسلام يو داسې جامع او ټولو ته د جواب ويونكى دين دى، چې نه يې مثال مخكې ليدل شوى او نه به د نړۍ هېڅ ماهر او قانونپوه وتوانېږي، چې داسې څه وضع كړي؛ خو متاْسفانه زموږ رواجي ټولنې داسې رواجونه دود كړي، چې كونډه يې له خپلو اصيلو او صحيحو حقوقو څخه بې برخې كړې.
كونډه د اسلام په قانون كې حق لري، چې بغير د زور او جبر نه، هر چېرته، چې يې زړه وغواړي نكاح وكړي؛ ځكه چې حضرت محمد(ص) د خپل تره زوى او د اسلام څلورم خليفه حضرت علي(رض) ته امر كوي، چې په درې څيزونو كې ځنډ مه كوه:
1_ لمونځ، چې وخت يې راشي.
2_ جنازه، چې حاضره شي.
3_ د پېغلې او كونډې سره نكاح، چې سيال يې پيدا شي.
خو زموږ رواجي ټولنې دا ټول حقوق تر پښو لاندې كړي، كه په يوه منطقه كې يوه كونډه په يو يا دوه زامنو سر سپين كړي؛ نو كه هر عمر ولري او نكاح ونه كړي؛ نو د هغې سيمې خلك تر ټولو زياته پښتنه او په ښه نوم يادوي او كه كومې ښځې له كونډتوب نه وروسته نكاح وكړي؛ نو نه خپله ښځه د پېغور او نه د هغې اولاد د پېغور نه خلاصېږي، حال دا چې اسلام ورته د نكاح خوښه وركړې.
كه چېرې دا دليل راوړل شي، چې كونډې ته حق شته، چې نكاح وكړي، ددې اولنى ځواب خو دادى، چې رواج هغه چاړه ده، چې كونډه دلته ترېنه تهديدېږي، بل دا چې كونډه بغير د خسرګنۍ د غړو نه له بل چا سره د نكاح حق پخپله خوښه لري، اما دلته زموږ په ټولنه كې كونډه د خسرګنۍ له كوره د نكاح لپاره نه وځي.
دا خپله په الهي قانون كې كمونه او زياتونه ده؛ ځكه چې يو شخص د الله(ج) له لوري په 25000m2 ځمكه كې خلاص او اّزاد وي او يو بل مخلوق هغه په 500m2 كې بند كړي؛ نو په څرګنده ظلم دى.
بل دا چې زموږ خلك ځينې داسې كارونه بد ګڼي، چې اسلام بد نه دي ګڼلي؛ لكه د دوو اخترونو تر منځ واده نه كول، دلته يې زموږ خلك بد ګڼي او د ښځې او مېړه د مړ كېدو سبب يې ګڼي، حال دا چې د شوال په مياشت كې نكاح كول مستحب دي او د اسلام د لوى لارښود حضرت محمد(ص) د حضرت عايشې(رض) سره نكاح په همدې مياشت كې شوې، چې همدا لاندې حديث شريف يې دليل دى:
ژباړه: د حضرت عايشې(رض) نه روايت دى، هغې ووې: رسول الله(ص) ماسره د شوال په مياشت كې نكاح وكړه او په شوال كې يې له ما سره صحبت وكړ او بي بي عايشې(رض) دا خوښوله، چې د هغې له خپلوانو ښځو سره د شوال په مياشت كې د واده شپه، "شب زفاف" تېره شي.
يوه بله مهمه خبره، چې بايد ډېره زياته د نوروخبرو تر څنګ د غور لاندې ونيول شي داده، چې په پښتني ټولنه كې يوه طايفه اوسېږي، چې د پښتنو قومونو د سرونو، وېښتانو، ږيرې او داسې نور خريي او د ودونو، مړواو خيراتونو په دوران كې نوموړې طايفې ته خاصه وظيفه وركول شوې وي او نور پښتانه ترې كركه او نفرت كوي، دې طايفې ته زموږ د ټولنې خلك ډېر په سپك او حقير نظر ګوري، دې ته خليفه ګان او يا ډمان وايي، چې ښكاره د اسلامي احكامو څخه سرغړاوى دى؛ ځكه كه ښه ځير شو؛ نو د نړۍ ټول قومونه او پرګنې او د هر مذهب پيروان له يو حضرت اّدم(ع) او حضرت بي بي حوا(رض) څخه پيدا شوي، هېڅوك په هېڅ ډول پر بل چا فضيليت نه لري؛ مګر په تقوى سره.
په قراّن كريم او اّحاديثو كې ددې په هكله ډېر زيات څه راغلي دي، چې زه يې يو څو نمونې رانقلول غواړم:
ژباړه: بېشكه ما پيدا كړي يئ تاسو له يو نراو ښځې نه او ومې ګرځولئ قبيلې قبيلې، چې تاسو سره وپېژنئ، په تحقيق سره د الله(ج) په نزد عزت مند سړى هغه دى، چې تقوى ولري. (حجرات: 13 اّيت).
همدارنګه حضرت رسول كريم(ص) فرمايلي دي: دغه نسبونه او خپلوۍ، چې په دنيا كې يې شهرت موندلى دى، د هېچا لپاره د ښكنځلو او پېغور سبب نه شي كېداى، تاسو ټول د يو اّدم(ع) اولاد او يو بل ته نژدې يئ، هېڅوك په هېچا په هېڅ رنګه غوره والى نه لري، پرته د دين او نېكو اعمالو له غوره والي څخه. (رواه احمد والبيهقي، ترغيب للمنذري، 33 مخ، 4 ټوك).
په يو بل حديث كې راغلي دي: دوه شيان داسې داسې دي، چې يوازې په ارادې سره يې هم سړى كفر ته نژدې كېږي:
1_ خلكو ته د نسب له لامله پېغور وركول.
2_ په مړي باندې په چيغو چيغو ژړل.
(دغه روايت مسلم شريف له ابو هريره(رض) څخه نقل كړى دى).
ددې ټولو اّيتونو او احاديثو څخه په څرګند ډول معلومېږي، چې يو چاته د نسب له لامله پېغور وركول او په سپك نظر هغوى ته كتل لويه ګناه ده؛ ځكه چې كه چېرې په يوه اسلامي ټولنه كې د ټولنې يوې طبقې ته په سپك نظر وكتل شي؛ نو په ټولنه كې طبقاتي نظام او امتيازي سلوك رامنځته كېږي، چې اسلام هېڅ وخت دا نه مني؛ خو كه يو څوك دليل راوړي، چې ډمان هغه څوك دي، چې سندرې وايي، ډولونه وهي او د ساز و سرود موْسسين دي او دا ټول په اسلام كې ناروا دي، دا درسته ده؛ خو دا په سپك نظر كتل په دې ساز و سرود ځكه نه دي، چې زموږ د ټولنې نورې طبقې شته، چې د ساز و سرود نه ډېره ګناه لري او خلك هغوى ته په سپك نظر نه ګوري، بله دا چې د خليفه ګانو او ډمانو نه بغير نور خلك هم شته، چې د خپل شوق و ذوق پر اساس سندرې وايي او هنرمندان شوي؛ خو د هغوى په هنر خو څوك يو ځل بد نه وايي، چې فخر هم ورباندې كوي؛ نو معلومه ده، چې دا پېغور او سپك كتل د ګناه او ساز و سرود پر اساس نه؛ بلكې د نسب له كبله دي، كه چېرته كوم ډم يا خليفه د منصب، تعليم او كسب خاوند شي؛ نو زموږ خلك د هغوى په لياقت او استعداد نه قايلېږي، چې په څرګند ډول د اسلام نه خلاف دي.
همداسې نور ناوړه رواجونه شته، چې اسلام د هغې خلاف دى؛ لكه ځينې خلك، چې كله مړى وشي؛ نو سمدلاسه او يا په درېيمه ورځ خيرات شروع كوي او خپلو راغليو مېلمنو ته يې وركوي، حال دا چې اسلام اجازه نه وركوي، چې تر درېو ورځو پورې د مړي په كور كې خوراك، څښاك دې وشي او حرام يې ګڼي. همدا رنګه د اخترونو په ورځو كې د مړي وارثانو ته خپل او پردي د فاتحې لپاره ورځي، كه څه هم د مړي يو كال وتلى وي او له درېو ورځو نه وروسته اسلام د فاتحې اخېستلو اجازه نه وركوي. همداسې نور زيات داسې ناوړه رواجونه شته، چې له اسلام سره اړخ نه لګوي؛ نو اوس سوال دادى، چې دا رواجونه ولې دومره زيات مشهور دي او ددې د له منځه وړلو لپاره څه كول پكار دي؟
دا هغه خبره نه ده، چې په مجلو كې دې چاپ شي، زما هيله زموږ د ټولنې له امامانو او ملايانو نه داده، چې د ممبر له لارې دا خبرې او رواجونه اعلان كړي، د هغوى بدي په ګوته كړي او پخپله هم ددې رواجونو د ختمولو لپاره عملي اقدامات وكړي، كه چېرې دا رواجونه ختم او هم ښځو ته خپل حقوق وركړل شي؛ نو په ټول جراْت سره دا خبره كولاى شم، چې هېڅ يو نظام او قانون به ونه توانېږي، چې زموږ په ټولنه او هېواد انتقاد وكړي، چې په افغانستان كې بشري حقوق تر پښو لاندې كېږي. دا ګوتنيونه او انتقادونه زموږ د ټولنې د ناوړه رواجونو محصول دى.