"ماته شپېلۍ" د هېواد د سپين ږيري ليكوال او شاعر محترم محمد صديق پسرلي هغه شپېلۍ ده، چې د هېواد د ادب پر باغ و راغ يې غزليزې نغمې شيندلې دي، د ماتې شپېلۍ په زړه كې د نوا مست سمندر په غورځنګونو دى. دا نوا كه له يوې خوا د حسن او مينې د دردونو نوا ده، له بلې خوا د عرفان او تصوف د درد خواږه هم لري، دا نوا كه له يوې خوا د فكر او فلسفې له تاره راڅڅېدلې ده، له بلې خوا د وطن د يتيمانو او كونډو د نوا غږ هم په ځان كې لري.
په دې نوا كې كه له يوې خوا د حضرت بېدل(رح) او صايب اصفهاني د سندريز وير سيورى شوى، له بلې خوا دا نوا د مولينا د شبلۍ(رح) د نوا په څېر فقيرانه او مستانه چيغې هم لري.
كه رالنډه يې كړو؛ نو دا نوا هغه د حمزه بابا په خبره لكه د ګوړې غوندې هر اړخيز خوږوالى لري.
د حمزه بابا د مرګ پر وخت ښايي د ډېرو زړه ته دا وېره غورځېدلي وي، چې پښتو غزل بې څوكه شو؛ خو د پسرلي صيب غزل دا ثابته كړه، چې:
د عقاب ځالــــــې خالي نه وي د عقاب له بچو
كه عقاب مړ شي د وړو بچو يې شور دى پكې
(دروېشيار).
كه رښتيا ووايم، ماته شپېلۍ دسندرو يو لوى زرين ښار دى، چې هره كوڅه يې بېله ښكلا لري او ماته ځان د هغه شپون په څېر ښكاري، چې ښار يې نه وي ليدلى؛ ځكه نو ځان په دې ستر ښار كې بېخي نابلده احساسوم. كه ددې زرين ښار په كومه كوڅه كې خطا شوم، لوستونكي دې زما عذر ومني؛ ځكه داسې ستر ښار ته بس د همدې ښار مينې راوستى يم.
زه يې دا وخت دا څو كرښې ليكم د ځان په باب او د پسرلي صيب په باب هغه د مولينا روم(رح) خبره رايادېږي، چې د عطار(رح) په اړه يې كړې وه:
هفت شــهر عشق را عطار ګشت
ما هنوز اندر خم يك كوچه ايم.
د ماتې شپېلۍ شاعري هم زموږ له كلاسيك ادب سره بېخي بې تړاوه نه ده؛ خو دلته زما په اند د تشبيه، استعارې او استدلال ژبه بېخي نوې ده. د پسرلي صيب د شعر لويه ځانګړنه ماته قوي شاعرانه استدلال برېښي. مولينا شمس العلماء شبلي نعماني پخپل كتاب (سوانح مولينا) كې درې ډوله استدلال ته اشاره كړې ده: قياس، استقراء او تمثيل.
د پسرلي صيب په شعر كې فكر كوم وروستى ډول استدلال زيات په كار وړل شوى دى.
شمس العلماء د مولينا روم د مثنوي د مقبوليت مهم عامل همدغه شاعرانه او قوي استدلال ګڼي، چې ځاى ځاى د پسرلي صيب په شاعرۍ كې هم ښكاري.
مخكې مو د تشبيه او استعارې خبره وكړه، تشبيه او استعاره د شاعر لپاره داسې زرين غشي دي، چې د مطلب د هوسۍ ښكار اسانه كوي او د ښكلا له دې نندارې څخه باذوقه لوستونكي ډېر خوند اخلي.
تشبيه او استعاره د شاعر او فيلسوف تر منځ بريدونه هم ټاكي. د سالك صيب خبره: د فلسفې ژبه ماناداره وي، هلته هر لفظ بېله مانا شيندي؛ خو په شاعرۍ كې ژبه د تشبيه او استعارې كالي اغوندي.
راځئ د پسرلي صيب د سندرو زرين ښار ته له همدې دروازو سر وردننه كړو.
زلفې د مارانو، سنبلو، دار او... په نومونو له كلاسيك ادب څخه د يوه روايت او ميراث په توګه راپاتې دي، چې ښايي هر شاعر به پخپل شعر كې راوړي وي؛ خو پسرلي صيب له وښو سره تشبيه كړي دي. كله چې د يو مين زړه د محبوب له سترګو رېږدي، دا تصوير به ډېر كارول شوى وي؛ خو د پسرلي صيب خبره ډېره نوې ده:
زړه مې ستا له سترګو، ستا په زلفو كې پناه اخلي
زركې په وښو كې د شـــــــاهين له ډاره غلې وي
يا د كلاسيك ادب دا خبره چې پيري د شباب قاتله ده، څومره ښكلې كوي:
دا سپين وېښته تر سپينو تروو نه وو دومره كم
پيري راغـــــــله نشه مــې د شباب ماته شــوه
د نړۍ د يوه پوه خبره ده، چې: ستر هنر د ښه ژوند كول دي، د ښه ژوند لپاره هر څوك خپل معيار لري؛ خو د پسرلي صيب خبره ډېره صميمانه او شاعرانه ده:
پخپلو اوښكو وينو چې محفل ته بخښو نور
د شــمعې غوندې راكړې ربه غوره زندګي
ټولنيز فكر او تفكر د پسرلي صيب د شعر بله ځانګړنه ده؛ خو دلته هم د هغه ژبه د تبليغ ژبه نه ده، د شعر ژبه ده او شاعرانه ژبه ده:
اوړي هوښيارانو تـــــه تل خپل خلك
پوخ چې شي په څانګه ثمر پېټى شي
او يا:
هر تور، تهمت چې غواړې په كمزورو تپل كېږي
په مــاته خوله به څه وايو چې يار؟! داسې نه و.
په بل چا پسې د خپل فكر له مداره وتل او يا د بل چا تقليد كول د ماتې شپېلۍ په شعرونو كې ډېر ځايه غندل شوي دي؛ خو هر وار بېله ښكلا لري. دا مثالونه وګورئ:
ځــــې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې
ستن به ځان اېستلى وي خو تاره ته به پاتې وې
¯¯¯
نورو پسې تګ سړى خړ مخى كړي
ګـــرد د لارې وګوره د شپون په مخ
¯¯¯
ذهني كجي د عملي كــــــــــــج روي لار پرانيزي
د تېر په شـــــان به كږېدم چې په ګومان پسې تلم
كــــــه مې د بــل په پېروۍ كې مختوري نه لېداى
زه به د سيوري په شان تل په بل انسان پسې تلم
د ژوند او مرګ په باب فكر كول له ډېر پخوا راهيسې د ادبياتو يو جز ګرځېدلى، په دې باب سترو فيلسوفانو هم ډېر څه ويلي دي؛ خو لكه مخكې مو چې وويل، د شاعر ژبه بېله ده:
ژونــدون وايي نعمت دى عدم داسې وګڼه
كه دېره د مينې كور دى حــرم داسې وګڼه
¯¯¯
كه ژوند بېرته له مرګه بل انجام نه لري
عــدم هم بې له ژونده بل پيام نه لري
او همداسې په لسګونو نور مثالونه...
د حسن او مينې ذكر هم د ماتې شپېلۍ د زرين ښار يوه ښكلې كوڅه ده، چې يو څو محلونو ته به يې تم شو؛ خو پسرلي صيب ته حسن او مينه د يو ګل څانګې او ريښې ښكاري. دا مضمون هم ډېر تكرار شوى دى؛ خو تاسو يې وګورئ، چې هر يو بېل خوند او كيف نه لري؟
حسن او مينه د يو ګل څانګې ريښې دي
راته مه وايه چې زه چېرې او ته چېرې
¯¯¯
حسن او مينه هم وبوله نوك او ورۍ
مـــــــوج وته دريا غېږه پرانستې ده
¯¯¯
نيم نظر يې دومره پوه كړم په محفل كې
مجبوري لري د عشق غوندې ښكلا هم
¯¯¯
څېرې ګرېوان به غــــــــوټۍ څو لا په موسكا پټوي
بې نيازه ښكاري خو تر مينې ډېر دى نياز د حسن
¯¯¯
اوس به د پسرلي صيب په نوا كې د 23 كلن ناورين د ځپليو چيغې او غږونه واورو:
په موږ كه قيامت وي د دنيا يې باندې څــــــه
هوسۍ كه مري كه پايي د صحرا يې باندې څه
¯¯¯
د نړۍ سپينه ملغلره "هرې" چاته ماته كړه
ام البلاد شــــــو د بې كوره بې كفنو وطن
¯¯¯
زه هــــــــم بل څراغ كړم د وطن د شهيدانو ياد
سترګو ته مې ګوره او له زړه مې ګوره مه پوښته
¯¯¯
يا بې سره افـــــــــــــغانان دي پسرليه
يا د مينې قربانيان چې كور يې نه وي
¯¯¯
هر څه چې وو موږ ته وطن ښكلى و
كب ته وي خـــــــوږې د سمندر اوبه
¯¯¯
كه لنډه يې ووايم، د پسرلي صيب شعر د فكر او خيال يو ښكلى او شاعرانه امتزاج دى، چې زما د مقالې په خاورين كنډول كې ددې ياغي سمندر ځايول راته د مچ پر وزر غرونه پورته كول ښكاري او دا يې هم د حسن ختام لپاره:
مــــا وې يوه شپه به غږوم په مينه تاته شپېلۍ
خـــوڅه احوال به درته ووايي دا ماته شپېلۍ
ګــناه د چا شوه چې د زړه په ژبه نه پوهېږې؟
مــــــــــــلا په كاڼو ماتوې ولې ميراته شپېلۍ؟