د طاېر ځلاند لخوا خپرې شوې لیکنې
سيداکبرساېر/غزل
غزل ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟ دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى
دقدرت الله درمان ښکلی غزل
غزل/قدرت الله عتیق سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزرزمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوهزماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پارهزمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي يو سړى بيا ګنا
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي يو سړى بيا ګناه
په داسی حال کې چی پاکستاني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبره کوي، ګڼ شمیر افغانان اوس هم له هیواد څخه کډوالی ته اړ کیږي.
په داسی حال کې چی پاکستاني چارواکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبره کوي، ګڼ شمیر افغانان اوس هم له هیواد څخه کډوالی ته اړ کیږي.ممتاز بهیر ۱۳۹۰ کال د لړم میاشتې ۸مه نیټهد پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني دوه ورځی مخکې په لندن کې د پولیو په اړه جوړې شوی غونډی ته وویل: نړیوال دې له پاکستان سره د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې مرسته وکړي.
اختر مو مبارک شه
دا ستا په خوا کې هر ماښام هر یو سحر ښکلی دی اختر دی هروختی راځي یاره اختر ښکلی دی ځلاند
ځه دظلم توري شپي دي انصاف نسته
غزل/قدرت الله عتيقځه دظلم توري شپي دي انصاف نستهپرمظلوم باندي چاپي دي انصاف نستههرمـظــــــلوم بانــــدي بمــونه راوريږیپه مــوږډکي هــدیري دي انصاف نستهدصلیب په لاس یي ټولــــه شهيدان کړوبس دلیــــری تـــماشي دي انصاف نستهپه چوکي کي درته کښیني چي باچاه یمددخپله هــــــــــم ګیلي دي انصاف نسته
غزل / شاهنواز باقر
غزل شاهنواز باقر سـاده پـه مـخ ورځـي او شــاتــه حســرتـونـه پـرېـږ دي د يــــو ســــړي لـــپــاره خپل روايــتـونـه پـرېـږ دي بـېګـا مې خوب لــيـده چې زه هـم پـه خـېـرت كې ومـه سـتـوري دې مځكې تـه راتـلل او اسـمانـونـه پـرېـږ دي د فــــطـــرت دغــــه كــيــفــيــت ولاړ پــه كـــومــه ادا ګل چې شي مړاوى نووږموكې خپل رنګونه پـرېـږ دي زه د ه
پښتو شاعرۍ کې د اردو ژبې توري ليک:_شېرالرحمان بېتاب
په پښتو شاعرۍ کې د اردو ژبې توري ليک:_شېرالرحمان بېتاب ژبه او لسان د تورو او الفاظو څخه جوړېږي. او هر تورى په ژبه کې يو اړين کردار لوبوي. څنګه چې په حساب کې د دوو پر ځاى خپله نښه او سمبول او د دريو پر ځاى خپله نښه او سمبول کارول کېږي. همدغه شان ژبه کې د مختلفو څېزونو لپاره د حروفونو له اشتراکه نومونه جوړ شوي او غوره شوې وي. او ددې نومونو پواسطه پېژندل کېږي. چې کوم
غزل / شېرالرحمان بېتاب
غزل شېرالرحمان بېتاب شکر ماتم خو يې له مرګه پس پر ما وکړو چې ساه مې ووته قاتل بريد په ژاړه وکړو نور مې د ژوند په دې خونخوار ښار کې څه نه کړي د يو ظالم مخکې اقرار مې په رښتيا وکړو ما چې تورتم کې خپل بې وسه شان څراغ روښان کړو بغاوت څنګه په سپيڅلي نوم هوا وکړو دومره د فکر له زندانه تښتېدلى ومه ما انتها کې سوچ په خپلې ابتدا وکړو
غزل / منګل خيوه وال
غزل خپل سر مې د حق لاره کې څو ځل کېښود اولاړم منصوره ستا پر پل باندې مې پل کېښود اولاړم زما په مرګ به نه شي د ژوندون په خوږو پوى دښمن ته مې پر لاره کې اجل کېښود او لاړم پرواه نشته که ما ترېنه پرهر پرهر زړه يوړو په چم کې د ا غزيو خو مې ګل کېښود اولاړم د ژوند سخت پړاوونه به اسان کړمه نږدې وخت په زړه کې مې دا ستا د نوم توکل کېښود اولاړم منګله! تر دې دمه س
غزل /طاېرځلاند
غزل دادنیا په کومې لورې ده روانه څه خو وایه خاموش ولې یې اسمانه؟ غبرګ لاسونه دخپل ځان ځنې چاپیرکړم تنهايۍ باندې مين شومه ارمانه دا هنداره خو انسان راته راښايي پکې ولې زه ویرېږمه له ځانه دکاروان ملګري ولې ستړي ښکاري دشپې شمع تر سهاره وي روښانه دسپرلي په اهمیت باندې دې پوی کړم
جلالکوټ ادبي خوځښت يوکلن شو!
جلالکوټ ادبي خوځښت يوکلن شو! جلال الدين جمال د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو دتېرې جمعې پر ورځ خپله اونيزه ادبي غونډه ټوله د خپلو ادبي هڅو د يو کلن کېدو نمانځنې ته بېله کړې وه. خيبراحمد ترور چې د غونډې وياندويي کوله،لومړى محمود خزان د قرآنکريم د څو سپېڅلو ايتونو تلاوت ته وباله. بيا فرهاد الله حسيب د تېرې اونيزې ناستې رپوټ ولوست،چې وستايل شو. وروسته د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند وبلل شو چې د خوځښت د پيل،هڅو او يو کلن کېدو په اړه وغږيږي. رغان
عابد علمي
په اسلام آباد کې د افغان محصل په هڅو یو روسی تبعه مسلمان شو له نېکه مرغه پرون یو تن روسي تبعه چې ولادیمیر نومېده د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د یو تن با احساسه او هڅاند افغان محصل ښاغلي عریز احمدزي په هڅو او هاند د اسلام په مبارک دین مسرف شو، په همدې مناسبت د افغان محصلینو له طرفه یوه ناسته هم تیره شپه وشوه چې په کې په ولادمیر، عبدالله نوم کېښودل شو، او ښاغلي ورور عبدالله د محصلینو ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل. د ناستې په سر کې عزیز احمدزې په خپلو لنډو خبرو کې وویل: زه
پتالوژي ـ ډاکټر عبدالرزاق ېاسين زی
ی پتالوژپتالوژی هغه علم دی چی د بدن مرضونه تر څیړنی لاندی نیسی۰ مرض : مرض دبدن دغیر طبعی حالت څخه دی (دبدن غیرطبعی حالت ته مرض ویل کیږی۰Diseaseپه عمومی صورت سره دمرض علتونه په لاندی ډول دی۰1- موجودیت(شتون) دژوندیو موجوداتو واړه اویاهم لوی چی شامل دی له۰۰ - باکتریا : یوتعداد ژوندی موجودات دی چه دمایکروسکوپ په ذریعه لید ل کیږی۰A-- ویروسونه : هغه کوچنی ژوندی موجودات دی چی دیو مخصوص مایکروسکوپ په ذریعه لیدل کیږی۰B-- فنګسونه :هغه ژوندی موجودات چی دحیوانا
نوی غزل
دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي نن دې دلمر سترګه ویده پاتې شي دورځې کار کوو دنیا دپاره زمونږ په خپله برخه شپه پاتې ژونده تکمیل ته به دې څوک راځي نور؟ نیمګړې ستا که تماشه پاتې شي دنظرلمر به مې ویده شي په کې پر انګو يې که خوله پاتې شي مونږ دې اسمان سره خبرې کوو مونږ نه دې وروسته زمانه
ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دی
غزل هر نظر کې یې يو نوی کوه طور دی ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دی غونډه ورځ یې ستا دبام په سر ولاړ و داچې لمر نن په ماښام کې داسې سور دی دیوالونه دې هم ځان سره په شور کړل دا په شونډو دې دچا دفن زبور دی ژوند بې ځایه په څو کرښو کې راګیر شو بغاوت له سرحدونو نه ضرور دی صلیبونه خو په هر
نوی غزل/طایرځلاند
غزل ورځه چې ستړي شي نو ژوند ته شي دشپې ضرورت دهجران لمر کې راته دی ستا دسايې ضرورت مابه ژړل زه به له درده غرو نيولی ومه ماکه خندل نو وه به دا دزمانې ضرورت څان به پېدا کړي په کې ځان به په کې وپيژني دمرګي ښار ته دی دژوند د آيېنې ضرورت داهسې نه دی شو له خپلې ناکامۍ خاموشه دی دې تصویر ته ستا دزړه داستانې ضرورت طایره نور به داحساس رڼا کې سا اخلمه ستړي مزل ته به ترڅو وي دډيوې
طاېرځلاند دنوي غزل نوی غږ
طایرځلاند دنوي غزل نوی غږ: ليک شېرالرحمان بېتاب په ٢١مه پېړۍ کې که له يوه اړخه د ساينس چټک پرمختګ او پېش رفت نړۍ ګوته په خوله کړه، نو بلخوا ادب هم بې روحه کالبوت پاتې نه شو. بلکې خپله ځولۍ يې دومره پراخه او ارته کړه چې له اثره ي