غزل

خپل سر مې د حق لاره کې څو ځل کېښود اولاړم
منصوره ستا پر پل باندې مې پل کېښود اولاړم

زما په مرګ به نه شي د ژوندون په خوږو پوى
دښمن ته مې پر لاره کې اجل کېښود او لاړم

پرواه نشته که ما ترېنه پرهر پرهر زړه يوړو
په چم کې د ا غزيو خو مې ګل کېښود اولاړم

د ژوند سخت پړاوونه به اسان کړمه نږدې وخت
په زړه کې مې دا ستا د نوم توکل کېښود اولاړم

منګله! تر دې دمه سفر دومره اسان نه وو
د دور هر نقاد ته مې غزل کېښود اولاړم

منګل خيوه وال